ایکنا - د اسلامي انقلاب د ستر رهبر، ایت الله سید مجتبی حسیني خامنه ای د اطلاع رسونې او معلوماتو ویب پاڼه پرانیستل شوه.
د خبر لمبر: 3493015 خپرونې تاریخ : 2026/07/12
ایکنا- د ټیلیویژني «محفل» نومې پروګرام د قرآن کریم له استادانو، فعالانو او د قرآني چارو له مینهوالو څخه غوښتنه کړې چې هغه ځانګړي او الهامبخښونکي اشخاص، کورنۍ او ډلې ور وپېژني او ور معرفي ئې کړي چې د دې پروګرام د مېلمنو په توګه ګډون کولای شي.
د خبر لمبر: 3493010 خپرونې تاریخ : 2026/07/09
ایکنا- پارس ټوډې- د عراق د ستر دیني مرجع استازي، د اسلامي امت د شهید امام خامنه اي پر مبارک جسد د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې د جنازې لمونځ ادا کړ.
د خبر لمبر: 3493008 خپرونې تاریخ : 2026/07/09
ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې مراسم د عراق او د نورو هېوادونو د میلیونونو خلکو په ګډون د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې ترسره شول ؛ دا یوه بېسارې تاریخي صحنه ده چې د کربلا د عاشورا یاد تازه کوي.
د خبر لمبر: 3493007 خپرونې تاریخ : 2026/07/09
ایکنا- د یمن د انصارا... ولسی غورځنګ د سیاسي دفتر غړي د معظم رهبر امام خامنه اي د شهادت د عاشورا له پېښې سره په پرتله کولو سره وویل؛ لکه څنګه چې امام حسین(ع) د خپل شهادت له لارې هغو لاسته راوړنو ته ورسېد چې د ژوند په مهال ئې د تحقق امکان نه ؤ، د اسلامی انقلاب د معظم رهبر شهادت هم د مقاومت جبهه لا پیاوړې کړه او د ایران د ملت یووالی ئې نور هم ټینګ کړ.
د خبر لمبر: 3493006 خپرونې تاریخ : 2026/07/08
ایکنا- دعراق د ارتباطاتو وزیر په دغه هیواد کې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې د میلیوني تشیع د دستورو په مناسبت د هغه بزرګوار د درنښت او یاد او خاطرې په خاطرد یوه پُستي ټکټ یا تمبر مخ کتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3493004 خپرونې تاریخ : 2026/07/08
ایکنا- د میلیونونو خلکو د ګډون یو مهم پیغام دا دی، چې د ایران وا سیمې خلک باور لري، د اسلامي انقلاب شهید رهبر خپل ټول عمر د اسلام، وحدت او یووالي، اسلامي انقلاب او د اسلامي ایران د عزت او اتحاد او پت د ساتنې په لاره کې تېر کړ. د خلکو میلیوني شتون، د اسلام او ایران لپاره د شهید رهبر د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو د قدردانۍ څرګندونه وه؛ یوه داسې مبارزه چې تر خپلې وروستۍ سلګۍ او د خپلې کورنۍ تر قرباني کولو پورې ئې ورته دوام ورکړ.
د خبر لمبر: 3493003 خپرونې تاریخ : 2026/07/08
ایکنا- د ایران د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د کورنئ د شهیدانو دجنازو دستورې د حضرت عباس علمدار علیه السلام په سپيڅلي حرم او بین الحرمیّن کې د لکونو غمجنو او ویرجنو مینه والو په شتون کې په یوې ولولناکې او ویرجنې فضا کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3493002 خپرونې تاریخ : 2026/07/08
ایکنا- په نجف اشرف په ښار کې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې د لمانځه په مراسمو کې د عراق د خلکو پراخ شتون، یو ځل بیا د ایران او عراق د ولسونو ژوَرې اړیکې او یووالی نندارې ته وړاندې کړ. دغه مراسم د میلیونونو ویرجنو خلکو، سیاسي او مذهبي شخصیتونو په ګډون او د پراخو امنیتي او خدماتي تدابیرو په ړنا کې ترسره شول.
د خبر لمبر: 3493001 خپرونې تاریخ : 2026/07/08
ایکنا- د ایران د شهید رهبر امام خامنه اي سپېڅلي پیکر ته د بهرنیو شخصیتونو د درناوي مراسم نن سهار د تهران د امام خمیني په مصلی یا عید ګاه کې پیل شول.
د خبر لمبر: 3492988 خپرونې تاریخ : 2026/07/03
ایکنا- د پاکستان یوه تکړه دیني عالم او د سیاسی چارو کارپوه د اسلامی انقلاب د خداي بخښلي لارښود حضرت امام خمیني دشهادت په مناسبت په تسلیّت وئیلو سره روښانه کړې ده،امام خامنه اي نه یوازې د ایران ،بلکې ددرستو مستضعفینو او درستو بې څوکه انسانانو رهبر ؤ او درست ملتونه ئې یووالي او یو زړتوب ته بلل.
د خبر لمبر: 3492987 خپرونې تاریخ : 2026/07/02
د شهید رهبر په درنښت کې:
ایکنا د امام حسین علیه السلام د ماتم پړاؤ او د شهید امام خامنه اي د جنازې مراسمو سره په یو وخت کې، د " معشوق شهادت "نومې کتاب د مخ کتنې دستورې په کابل کې ترسره شوې؛ تنظیم کونکو دا د ایران او افغانستان ترمنځ د کلتوري، مذهبي او ادبي اړیکو سمبول او د مقاومت ادبیاتو څرګندونه وبلله چې د مسلمانو ملتونو احساسات منعکسوي. په مراسمو کې، یو شمیر افغان شاعرانو هم خپل وروستي شعرونه چې د شهید امام په اړه یې بیان کړل او د ګډونوالو لپاره یې د مراسمو شعرونه وویل.
د خبر لمبر: 3492986 خپرونې تاریخ : 2026/07/02
ایکنا –د الشعبي الحشد مبارز ځواک په اعلامیې کې راغلي دي، په عراق کې د ایران د شهیدرهبر د جنازې مراسم د عراق د حکومت په غوښتنه او له سیاسي قدرتونو سره په همغږۍ سره ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492976 خپرونې تاریخ : 2026/07/01
ایکنا- یوه روسي درمل جوړونکي شرکت د لومړي ځل لپاره د شکرې او چاغښت یا غټوالی د درملنې لپاره د خپلو درملو لپاره د حلال سند ترلاسه کړی دی.
د خبر لمبر: 3492974 خپرونې تاریخ : 2026/06/30
ایکنا- خبرو سرچینو ورکړی چې د صهیونیستي رژیم هغه طرحه، چې د غزې د خلکو د ایستلو لپاره ئې د «خپلې خوښې مهاجرت» نوم کاراوه، د بېلابېلو هېوادونو له هرکلي سره نه ده مخ شوې، او همدغه وحشي رژیم اړ شوی چې د خپلې طرحې نوم بدل کړي.
د خبر لمبر: 3492972 خپرونې تاریخ : 2026/06/30
سردار حسنزاده !
ایکنا - د شهید رهبر د الوداع د جنازې دستورې اود تدفین د مراسمو د قرارګاه قوماندان وویل: د هوا د سختې ګرمۍ له امله به د شهید رهبر پر پاک مړي د جنازې لمونځ د چنګاښد میاشتې د ۱۴ نېټې په سهار د تهران په مصلی کې ادا شي، چې د دغو دستورو نور جزئیات به وروسته اعلان شي. همدارنګه، ټاکل شوې ده چې د شهید رهبر د جنازې دستورې د دوشنبې ورځې، د چنګاښ تر ۱۵ نېټې پورې د ماښام تر وخته پورې پای ته ورسېږي.
د خبر لمبر: 3492966 خپرونې تاریخ : 2026/06/29
ایکنا- د حضرت امام حسین(ع) د شهادت د کلیزې په ورځ، په کربلا معلی کې د حسيني عزادارئ په دستورو کې میلیونونو ګډونوالو د «رکضة طویریج» تاریخي او پرتمینې دستورې په پلي تګ او منډو سره ترسره شوي، په داسې حال کې چې د «یا حسین» چغو انګازو د بینالحرمین فضا لړزوله.
د خبر لمبر: 3492964 خپرونې تاریخ : 2026/06/28
ایکنا – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د ۲۰۲۶ کال د جون د ۲۵مې نېټې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډې اعلامیې کې درج شوي دریځونه لاسوهنه، غیرمسؤولانه او پاروونکی اقدام وباله .
د خبر لمبر: 3492961 خپرونې تاریخ : 2026/06/28
ایکنا- د تاسوعا او عاشورا له شپو ورځو سره هممهاله، د اروپا په بېلابېلو ښارونو کېپه لسګونو زره شیعه مسلمانانو او د اهلبیت (ع) مینهوالو د ویر اوماتم تور بیرغونه پورته کړل او د «لبیک یا حسین» په شعارونو سره ئې د کربلا د آزادۍ، عزت او مقاومت پیغام د اروپا په زړه کې خپور کړ.
د خبر لمبر: 3492959 خپرونې تاریخ : 2026/06/27
ایکنا- د حسینی عاشورا د شپې ولولناکې او ویرجنې دستورې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر حضرت امام خامنه اي د ملکوتي عروج په ځاي کې د لسګونو زره خلکو په شتون سره البته د د شهید رهبر د روح په ملکوتي شتون کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3492955 خپرونې تاریخ : 2026/06/25