قرآنی تعلیمات

IQNA

بچوې
ایکنا- د امریکا د ټیکساس ایالت په شمالي سیمو کې بېلابېلو جوماتونو د اسلام  د  دین له ښوونو سره د خلکو د لا زیاتې بلدتیا په موخې سره  خپلې دروازې د عامو خلکو پر مخ پرانیستي دي.
د خبر لمبر: 3493069   خپرونې تاریخ : 2026/07/23

ایکنا – په لبنان کې د «سراج میډیا» رسنیزې ډلې د سل ورځني پروګرام او د مستحبي عبادتونو او ورځنیو تلاوتونو د لارې نقشې په جوړولو سره داسې فرصت برابر کړی چې ځوان نسل یوازې د ماتم په شپوورځو کې نه، بلکې د خپل ورځني ژوند په بهیر کې هم د مقاومت د سیدالشهدا له عملي مکتب سره مل پاتې شي.
د خبر لمبر: 3493068   خپرونې تاریخ : 2026/07/23

ایکنا – په داسې حال کې چې په سماح  په سسټم کې د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د حسینې اربعین د زیارتوالو د نامو د ثبتولو بهیر  خپل اوج  ته نږدې کېږي، تر اوسه له یو میلیون او ۵۰۰  زرو څخه ډېرو کسانو په دې مراسمو کې د ګډون لپاره نوم‌لیکنه کړې ده؛ په دغو زیارتوالو کې کې له ۱۷ ورځني نوزېږېدي ماشوم څخه تر ۱۱۰ کلن زائر پورې کسان شامل دي.
د خبر لمبر: 3493066   خپرونې تاریخ : 2026/07/23

ایکنا-  ګینه هیواد  له فرانسې څخه په رسمي ډول غوښتي چې د لوېدیځې افریقا د فرانسوي استعمار پر ضد د مبارزې د مخکښ رهبر ساموري توره  شخصي قرآن کریم دې بېرته دغه هېواد ته وسپاري.
د خبر لمبر: 3493065   خپرونې تاریخ : 2026/07/23

ایکنا- د امریکا کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ بلاخره  له سعودي عربستان سره د غیر پوځي ایټمي ملګرتیا هغه تړون لاسلیک کړ چې د دغه هېواد په خاورې کې د یورانیمو د بډایولو لپاره لاره هواروي.
د خبر لمبر: 3493064   خپرونې تاریخ : 2026/07/23

ایکنا – د بریتانیا پاچا  دریم چارلز   د انګلستان د کمبریج ښار د اروپا له لومړي چاپېریال‌دوست (شین) جومات څخه لیدنه وکړه او د دې جومات د چاپېریال سره سازګارې معمارۍ او ټولنیز رول ئې وستایه.
د خبر لمبر: 3493062   خپرونې تاریخ : 2026/07/22

ایکنا- د ۲۰۲۶ کال د جولائی شلمه د مصر او اسلامي نړۍ د نامتو قاري شیخ محمود علي البنا د وفات کلیزه ده. نوموړی د قرآن کریم د تلاوت له وتلو استادانو څخه و او تلاوتونه ئې په پراخه کچه شهرت لري.
د خبر لمبر: 3493061   خپرونې تاریخ : 2026/07/22

ایکنا- د عراق د شیعه اوقافو ادارې اړوند د قرآن علومو ملي مرکز د دغه هېواد د قرآني استعدادونو د شپاړسم پړاو عمومی  سیالیو د لومړنیو ازموینو د ترسره کولو لړۍ پیل کړې ده.
د خبر لمبر: 3493060   خپرونې تاریخ : 2026/07/22

ایکنا -   د فلسطین یو ۱۷ کلن فوټبالر چې تېره اوونۍ په لوېدیځي غاړې کې د صهیونیسټ مېشته ښارګوټواوسیدونکو د برید پر مهال په ډزو ټپي شوی و، د شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۷مه، د سختو ټپونو له امله شهید شو.
د خبر لمبر: 3493053   خپرونې تاریخ : 2026/07/20

د یمن یو قاري وائي:
ایکنا - د یمن د قرآن کریم نړیوالو سیالیو قاري او داور محمد حسن علي الکباري ویلي، هر څوک چې د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر، حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌ای د درسونو او ویناوو غوره برخې په غور ولولي، نو دا به درک کړي چې هغه خپل ټول ژوند د قرآن کریم په غېږې کې تېر کړی و.
د خبر لمبر: 3493043   خپرونې تاریخ : 2026/07/19

د تهران د جمعې   لمونځ !
ایکنا- د تهران د جمعې لمانځه ګډونوالو د روانې اوونۍ د جمعې د لمانځه د خطبو له پیل مخکې، د چنګاښ په ۲۶مه، د «د وینې غچ او انتقام د ژمنې» متن ولوست. هغوی د اسلامي انقلاب له آرمانونو سره د خپلې وفادارۍ د نوي کولو ترڅنګ، د شهیدانو د لارې پر دوام، د ایران د اسلامي جمهوریت د قدرت د ساتنې او د شهیدانو د وینې د غچ اخیستنې پر تعقیب ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3493042   خپرونې تاریخ : 2026/07/18

«د قرآن په اورېدو ارامي احساسوم»
ایکنا- د غزې له جنګ وروسته د یوې آزادې شوې اسیرې د قرآن کریم له تلاوت سره د هغې د انس انځوریز اسناد، په نیواکي سیمو کې نوی جنجال رامنځته کړی دی.
د خبر لمبر: 3493041   خپرونې تاریخ : 2026/07/18

ایکنا- د «صاعقه» عملیاتو په  څوارلسم ،پنځلسم او شپاړسم پړاؤنوکې تر څو ساعته مخکې پورې  په اردن ،عمان ،کویت ،بحرین او عربستان کې د امریکا د پوځ ستراتیژیک مرکزونه په نښه شول.
د خبر لمبر: 3493040   خپرونې تاریخ : 2026/07/18

ایکنا- ایکنا- د امریکائي صهیونیسټي  او عربستان د سترې دسیسې په دوام کې دکلابندئ  د ماتولو او د یرغل  پای ته د رسولو لپاره  یمن والو  پراخ لاریونونه وکړل.
د خبر لمبر: 3493039   خپرونې تاریخ : 2026/07/18

سردار محسن رضایی!
ایکنا-  د اسلامی انقلاب  د سپاه پاسداران پخواني قوماندان خبرداری ورکړ چې که امریکا په راتلونکو شپو ورځو کې جنګ دوامداره وساتي، نو ایران به د متقابل ځواب له پړاوه یرغلیز  پړاو ته  وارد شي او اعلان به وکړي چې  هم د مذاکراتو  او  هم د جنګ   د دواړو شرایط پای ته رسېدلي دي.
د خبر لمبر: 3493038   خپرونې تاریخ : 2026/07/18

د ایکنا د «ظهر دلنشین» د غونډو اویایمه ناسته د قرآن  د خادم، قرآن‌پوه، ژباړن او مفسر آیت‌الله سید مصطفی حسيني دشتي د علمي او قرآني خدمتونو د ستاینې لپاره ځانګړې شوې وه. په دغو مراسمو کې، چې د بوشهر ولایت د نوموړي د شاګردانو، فرهنګي او دیني فعالانو او د هېواد د قرآني چارو د مسئولانو په شتون کې ترسره شول، د هغه د قرآن کریم د نوې ژباړې او تفسیر «انوار»  مخکتنه هم وشوه.
د خبر لمبر: 3493035   خپرونې تاریخ : 2026/07/16

ایکنا- د ۲۰۲۶ حلال نندارتون د لومړي ځل لپاره د مخ پر ودې هېوادونو د اقتصادي ملګرتیاؤ  ډلې (D-8) له خوا د انډونیشیا په پلازمېنې کې پرانیستل شو.
د خبر لمبر: 3493024   خپرونې تاریخ : 2026/07/14

ایکنا- د قرآنی محفل په زرګونو فعالانو  په تهران کې  له قرآن سره د  انس محفل چې  د شهید رهبرامام خامنه اي  په درنښت کې ئې  د  هیوغاد قرآنی مرکز ترسره کوي، د چنګاښ  د میاشتې په ۲۴ نیټه د تهران په میدان ولی عصر کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3493021   خپرونې تاریخ : 2026/07/13

ایکنا – امریکايي رسنیو د جمهوري غوښتونکي مشهور سناتور او د صهیونیسټ رژیم  ترټولوزیات ملاتړ کوونکي لېنډسي ګراهم د  مرګ خبر ورکړی. نوموړی د ایران د اسلامي جمهوریت  پر ضد د خپلو سختو دریځونو په خاطر پېژندل کېد.
د خبر لمبر: 3493019   خپرونې تاریخ : 2026/07/13

ایکنا- د غزې په شمال کې د «النور» قرآني مرکز د ډېرو ستونزو او سختو شرایطو سره سره خپل تعلیمي فعالیت ته دوام ورکوي.
د خبر لمبر: 3493018   خپرونې تاریخ : 2026/07/13