مبارزه

IQNA

بچوې
 د پاکستان دفاع وزیر د سعودي عربستان او ترکیې له هېوادونو سره د خپل هېواد ګډ دفاعي تړون د اسلامي نړۍ د یووالي د پیاوړتیا او د ګډو ننګونو د حل لپاره یو نوی فرصت وباله او وې ویل؛د اسرائیلو تیریګر رژیم  زمونږ ټولو لپاره یو ګواښ دی؛ نو مسلمان هېوادونه باید د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره د خپل یووالي پیاوړتیا او همغږۍ، تګلارې تعقیب کړي.
د خبر لمبر: 3493154   خپرونې تاریخ : 2026/08/09

د فلسطین د مقاومت کمېټې؛
ایکنا- د فلسطین د مقاومت کمېټوپه یوې اعلامیې کې وئيل شوي دي، د غزې د خلکو له خوا د هغو شهیدانو د جنازو ستر مراسم، چې درې کاله وروسته خاورو ته وسپارل شول، د فلسطین د ملت پر ضد د نسل‌وژنې جنګ د وحشتناکو اړخونو ژوندی سند او د صهیونیستي رژیم د بې‌ساري جنایتونو نه انکارېدونکی ثبوت دی.
د خبر لمبر: 3493146   خپرونې تاریخ : 2026/08/06

ایکنا - د لبنان د حزب‌الله عمومي منشي، د امریکا او صهیونیستي رژیم هغو هڅو ته په اشارې سره چې غوښتل ئې په سیمې کې د خپلو پلانونو د عملي کولو پر وړاندې خنډونه له مینځه یوسي، او دې ته په کتو چې خپلو موخو ته ونه رسېدل، ټینګار وکړ ،ایران د امریکا او صهیونیسټي رژیم پر وړاندې په مقابلې کې بریالی شوی دی.
د خبر لمبر: 3493138   خپرونې تاریخ : 2026/08/05

ایکنا- د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د فارس خلیج د څنډې عربي هېوادونه لا هم د ایران پر ضد د جنګ د دوام د څرنګوالي په اړه پځپلو کې سره له ژورو اختلافونو سره مخ دي.
د خبر لمبر: 3493129   خپرونې تاریخ : 2026/08/04

د ایران دفاع وزیر!
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ددفاع وزارت سرپرست ټينګار کړی، نه غافلګیر کیږو او نه هم بې پروا ؛ ګواښ  د خپل قدرت دلوړتیا، د مخنیونکي قدرت د پیاوړتیا او د چمتووالي د زیاتیدا  اساس ګرځوو.
د خبر لمبر: 3493123   خپرونې تاریخ : 2026/08/02

ایکنا- د «فلسطین د ملاتړو کاروان» له فرانسې څخه له حرکت وروسته، د دې لپاره چې د غزې په تړانګه کې د صهیونیستي رژیم روان نسل‌وژنې ته د نړیوالو پام  واړوي او له فلسطین سره د پیوستون پیغام ورسوي، د بوسنیا او هرزېګوینا مسلمان مېشت ښار سربرینیتسا ته ورسېد.
د خبر لمبر: 3493117   خپرونې تاریخ : 2026/08/02

ایکا- په ټولنیزو  چینلونو کې فعالانو د غزې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ اغېزشیندونکي ویډیو خپره کړې، چې د مور له شهادت او د یوازیتوب له سختو شېبو وروسته، قرآن کریم د هغې د مات زړه پناه ګرځېدلی دی.
د خبر لمبر: 3493110   خپرونې تاریخ : 2026/08/01

ایکنا - د کربلا ولایت مسئولانو د اعلان له مخې، دغه ولایت به د حسینی اربعین د زائرینو د مناسب هرکلي او خدمت لپاره له چهارشنبې څخه تر دوشنبې پورې په رسمي توګه رخصت وي.
د خبر لمبر: 3493105   خپرونې تاریخ : 2026/07/30

ایکنا- واشنګټن ته د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له سفر سره په یووخت د فلسطین یوې ملاتړې ډلې د سپینې ماڼۍ مخ ته له اسرائیلو څخه د امریکا په ملاتړ باندې اعتراض کښې غونډه وکړه.
د خبر لمبر: 3493095   خپرونې تاریخ : 2026/07/29

کینیايي سیاسي فعال:
ایکنا- یو کینیائي سیاسي فعال، د فلسطین د آرمان په ملاتړ کې د اسلامی انقلاب د  شهید رهبر د دریځونو په ستایلو سره وویل: شهید آیت‌الله العظمی  امام خامنه‌ای یوازې د ایران یا د اسلامي نړۍ رهبر نه و، بلکې د ټولو مستضعفو خلکو، په ځانګړي ډول د نړۍ د جنوب د ملتونو اتل و. هغه د فلسطین د مسئلې په دفاع کې له تر ټولو ثابت‌قدمو شخصیتونو څخه و.
د خبر لمبر: 3493083   خپرونې تاریخ : 2026/07/27

د پاکستان یو تکړه شناندی ناصرحسین!
ایکنا- پارس ټوډې –  د پاکستان یوه تکړه شناندي او دټولنیزو چارو مشهور فعال په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه  اي او ورسره د تپلي جنګ د نورو لوړپوړو  شهیدانو پاکه وینه به  له درستې سیمې د استعمار او استکبار سپير ټغر ډير زر ټول کړي.
د خبر لمبر: 3493080   خپرونې تاریخ : 2026/07/26

دښمن ته په خطاب کې د سردار عبداللهي پیغام
ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم‌الانبیا (ص) د مرکزي غونډ قوماندان په یوه پیغام کې ووئيل؛ له دې وروسته، د هر هغه ایرانی وګړي د شهادت په بدل کې چې شهید شي، یو امریکائی عسکر به ووژل شي
د خبر لمبر: 3493077   خپرونې تاریخ : 2026/07/25

د ۸ اسلامي هېوادونو ګډه اعلامیه؛
ایکنا- د اتو عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې په مسجدالاقصی کې د صهیونیسټي رژیم د پاروونکو اقداماتو د زیاتېدو غندنه کړې او ټینګار ئې کړی چې اسرائیل په دې مبارک جومات کې هېڅ ډول حقوقي او تاریخي حق نه لري.
د خبر لمبر: 3493074   خپرونې تاریخ : 2026/07/25

ایکنا- د جاپان د بهرنیو چارو وزیر ووئيل چې د فلسطین د خلکو له حقوقو څخه نړیوال ملاتړ به لا هم زیات شي
د خبر لمبر: 3493072   خپرونې تاریخ : 2026/07/25

ایکنا- د امریکا د کانګرس  استازو مجلس  پرون ناوخته د جنګ د واکونو قانون (War Powers Act) له مخې د دوهم ځل لپاره یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پابند کوي،څو امریکایي پوځي ځواکونه له ایران سره له روان  جنګ  وباسي.
د خبر لمبر: 3493071   خپرونې تاریخ : 2026/07/25

د سپاه پاسدارانو خبرداری!
ایکنا- سپاه پاسدارانو په سیمې کې د امریکائي پوځي مرکزونود کوربه هیوادونو  خلکو ته په خطاب کې خبرداری ورکړی، دامریکائي پوځيانو د پوښښ اوپټيدا  له ځایونو دې فوري لیرې شي.
د خبر لمبر: 3493070   خپرونې تاریخ : 2026/07/24

ایکنا- د نیویارک مسلمان ښاروال زهران ممداني اعلان کړی چې  د اسرائیلي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د نیویارک ښار د سفر پر مهال د هغه د نیولو قانوني امکان  ارزول کیږی.
د خبر لمبر: 3493058   خپرونې تاریخ : 2026/07/21

ایکنا- د ۲۰۲۶نړیوال جام  کې د اسپانیا د فټبال ملی ټیم اتلوالي ، د اسلامی هیوادونو د ولسونو او دغه راز د نړئ د پتمنو  او د فلسطین  او د مظلومانو درستو ملاتړو  له پراخ هرکلی سره مخ شوې ده.
د خبر لمبر: 3493054   خپرونې تاریخ : 2026/07/21

ایکنا -   د فلسطین یو ۱۷ کلن فوټبالر چې تېره اوونۍ په لوېدیځي غاړې کې د صهیونیسټ مېشته ښارګوټواوسیدونکو د برید پر مهال په ډزو ټپي شوی و، د شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۷مه، د سختو ټپونو له امله شهید شو.
د خبر لمبر: 3493053   خپرونې تاریخ : 2026/07/20

ایکنا-  د ایران د اسلامی جمهوریت یوه تکړه  او مشهور قاری احمد ابوالقاسمي  د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د یاد په دستورو کې  چې  د رضوی مقدس  حرم په کوربتوب سره ترسره شوې ، د فاتحې سورې  او دغه راز د نساء سورې له ۶۴ آیته تر ۷۱ پورې د آیتونو په زړه پورې تلاؤت وکړ.
د خبر لمبر: 3493051   خپرونې تاریخ : 2026/07/20