iqna

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت  د پوځ لوي درستیز ووئیل،که دښمن په ذهن کې د ایران په ضد د یرغلونو یو وړونکی خیال هم ولري،نو ددوي له ذهنه به دغه شان خیالونه وباسي.
د خبر لمبر: 3486011    خپرونې تاریخ : 2022/07/21

 ایکنا-(تهران) د ایران   داسلامی جمهوریت ولسمشر دسورئې له خارجه وزیر سره په کتنې کې ووئيل،د سورېئ د فرات له ختیځ او درسې سیمې څخه د امریکا وتل،د لویدیځي آسیا د بحرانونو او ترینګلتیاؤ جرړه ایزه او سیاسی حل لاره ده  او هماغه ډول چې  د اسلامی انقلاب معظم لارښود هم فرمائيلي دي،امریکایان باید له سورې ووځي .
د خبر لمبر: 3486009    خپرونې تاریخ : 2022/07/21

ایکنا- (تهران) د ایران په خوزستان ولایت کې په  کارون  ولسوالۍ کې دانګور ټولول او رِبل  پیل شوي دي  او د  راتلونکي میاشتې تر مینځیو پورې  به دوام ومومي .
د خبر لمبر: 3486008    خپرونې تاریخ : 2022/07/20

ایکنا-(تهران)د ایران ولسمشر زیاته کړې ، د سورئې دفرات په ختیځ کې  د امریکایانو شتون  په هرې پلمې سره چې  وي ،  هیڅ رواوالی نه لري  اوباید  له دغې سیمې ووځي  او د  سورئې  درستې سیمې  د دغه هیواد د ولسی او قانوني حکومت ترحاکمیّت لاندې ورشي .
د خبر لمبر: 3486006    خپرونې تاریخ : 2022/07/20

د اسلامی انقلاب معظم لارښود او ولادیمیر پوتین
ایکنا-(تهران )د  اسلامی انقلاب معظم لارښود د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنې کې  د سورئې موضوع ډیره مهمه وبلله او وې وئيل ،  د سورئې په موضوع کې یوه بله مهمه مسئله ، د امریکایانو په لاس د فرات د ختیځ تیلی او ښیرازه  سیمو نیواک دی چې دغه قضیه باید له دغې سیمې د دوي په شړلو سره معالجه شي .
د خبر لمبر: 3486004    خپرونې تاریخ : 2022/07/20

ایکنا-(تهران)داسلامی انقلاب معظم لارښود د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په کتنې کې د دواړو هیوادونو دملګرتیاؤ په زیاتیداپه ټينګار سره وفرمائيل؛د سورئې دمځکنۍ بشپړتیا ساتل ډيره مهم دی  او د سورئې په شمال حمله به،په قطعي توګه د ترکیې ،سورئې او درستې سیمې په تاوان او د ترهه ګرو په ګټه وي .
د خبر لمبر: 3486003    خپرونې تاریخ : 2022/07/19

ایکنا-(تهران)په ملایشیا هیواد کې د ؛اسلام بانک؛ نومې بانکي سسټم د خپل بشپړ ځاي ډیجیټل اپلیکیشن افتتاح کړ . 
د خبر لمبر: 3486000    خپرونې تاریخ : 2022/07/18

ایکنا-(تهران) د قرآن کریم د قرائت او حفظ دځانګړو نړیوالو سیالیو لومړنۍ پړاؤ د حسینی مقدس استان د دارالقرآن د چارو د ادارې له خوا ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3485998    خپرونې تاریخ : 2022/07/18

د غدیر اختر مو مبارک شه
ایکنا-(تهران) په نجف اشرف کې دحضرت امام علی علیه السلام  سپيڅلی حرم، له هغو زیارتوالو ډک دی چې د غدیر خم د  نیکمرغه اختر په مناسبت  ئې ځانونه دعراق مختلفو سیمو او د ایران د اسلامی جمهوریت پشمول له  نورو  اسلامی او عربو هیوادونوڅخه دغه سپيڅلي حرم ته رسولي دي .
د خبر لمبر: 3485997    خپرونې تاریخ : 2022/07/18

ایکنا-(تهران) د پاکستان،نیجریه ،هندوستان ،ترکیې هیوادونو او دکشمیر د حاجیانو په شتون سره د ولی فقیه په بعثې کې له قرآن سره د انس محفل ترسره شو .
د خبر لمبر: 3485995    خپرونې تاریخ : 2022/07/17

د قرآني فعالیتونو دوام
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن یو ممتاز قاری او استاد هادی رحیمي ، د ایکنا په  مبین سټوډیو کې د حج د مبارکې سورئې له ۲۵تر ۲۹پورې آیتونو په زړه پورې غږ سره تلاؤت وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3485994    خپرونې تاریخ : 2022/07/17

ایکنا-(تهران) بناکي میوزیم ، د اسلامی هنر ټولګه ، د اسلامی نړۍ د  ټولو برخو  هغه ټول غوره او ارزښتمن شیان لري ، چې له هندوستان ، ایران ، بین النهرین،وړوکی آسیا، ، مینځنۍ آسیا ، عربستان، مصر،شمالی  افریقا،سیسیل او آسپانیا څخه  غونډ شوي.
د خبر لمبر: 3485990    خپرونې تاریخ : 2022/07/16

د تهران د جمعې لمانځه خطبې
 ایکنا-(تهران)د تهران د جمعې لمانځه خطیب ووئیل،د غدیرخم واقعه،د انساني تاریخ یوه استثنائي مسئله ده او خداوندمتعال د غدیرخم د پيښې په اندازې هیڅ یوې پیښې ته دومره اهمیّت نه دی ورکړی .
د خبر لمبر: 3485987    خپرونې تاریخ : 2022/07/15

ایکنا- (تهران)د ایکناخبري آژانس درست کارکونکی  دنړۍ مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته په دې مناسبت دزړه له کومې مبارکي وائي .
د خبر لمبر: 3485986    خپرونې تاریخ : 2022/07/15

ایکنا- (تهران )  د جاپان د ټوکیو پوهنتون پروفیسر ډاکټر یاسویوکي ماتسوناګا  مینځني ختیځ ته  د امریکا د ولسمشر جوزف بايډن  دسفیر دلیلونو ته په اشارې سره  ووئیل ، په لویدیځي آسیا سیمې کې دیوۀنیمه پوځي  اتحاد مشاهده ، په مسلمه توګه دامریکا د اوږدمهاله  ګټو په لړ کې  دی .
د خبر لمبر: 3485980    خپرونې تاریخ : 2022/07/13

ایکنا- (تهران )د مسلمانانو د ولی امر دبعثې دنړیوالې چارو مرستیالۍ په مکې مکرمې کې د تهران پوهنتون په ملګرتیا سره ، دبیت الله الحرام جاجیانو ته د اسلامی انقلاب  دمعظم لارښود  دسږکال پیغام په یوه وبینار کې بیا وړاندې کوي .
د خبر لمبر: 3485978    خپرونې تاریخ : 2022/07/12

ایکنا-(تهران )د خیف جومات ،  په مکې مکرمې کې دمِنا د ټاټوبی تر ټولو مهم جومات دی ، چې پيغمبر اکرم حضرت محمدمصطفی (ص)پکې لمونځ ادا کړی  او د حجةالوداع یوه خطبه ئې هم دلته  وړاندې کړې ده .
د خبر لمبر: 3485976    خپرونې تاریخ : 2022/07/12

ایکنا-(تهران )د طالبانو رهبر ملا هبت الله اخوند زاده ووئيل ، د اشرف غني اوحامدکرزي  او په تیرو شلو کلونو کې دافغانستان د درستو وزارتونو لایحې موغونډې او دیني عالمانو ته مو سپارلي دي  او هغه غیر شرعي شیان  او هغه څه چې د ولس په ګټه نه دي ، حذفوو ئې او یو خالص شرعی نظام جوړوو.
د خبر لمبر: 3485975    خپرونې تاریخ : 2022/07/11

ایکنا-(تهران) دسعودي عربستان حکومت سږ کال په حج کې  دلومړي ځل لپاره  د مقدسه مشاعرو ترمینځ د حاجیانو د ځاي په ځاي کولو کې د آسانتیا په موخې سره د ؛برقي سکوټر؛په نامې سره له یوې وسیلې  استفاده کړې ده .
د خبر لمبر: 3485973    خپرونې تاریخ : 2022/07/11

دبیت الله الحرام حاجیانو ته د مسلمانانو دولی امر پيغام
ایکنا-(تهران ) دمسلمانانو ولی امر د حج په مناسبت پخپل مهم پیغام کې وفرمائيل ؛  د مسلمانانو وحدت د حج له دوو اساسي ستنو یوه ستنه ده چې کله له ذکر او معنویت سره -چې د دغه راز او رمز لرونکې فریضې بله اساسي ستنه ده -یو ځای شي  نو اسلامي امت د عزت او نېکمرغۍ اوج ته رسولی او هغه د  «وَ لِلَّهِ العِزَّةُ وَ لِرَسولِهِ وَ لِلمُؤمِنين»  مصداق ګرځولی شي. حج د  دغه دوو سیاسي او معنوي عناصرو ترکیب دی: او د اسلام مقدس دین د سیاست او معنوی یوه برمناکه او عظیمه ګډوله ده.
د خبر لمبر: 3485967    خپرونې تاریخ : 2022/07/08