ایکنا-(تهران) د فلسطین دغزې د خلکو په ملاتړ کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ددوه ګوڼو او منافقانه سیاستونو په دوام کې د ترکیې په جنوب کې په اینجرلیک هوائي دګر کې د امریکا دسټراټژيکې جنګی الوتکې دیره شوي دي.
د خبر لمبر: 3488211 خپرونې تاریخ : 2023/11/02
ایکنا-(غزه ) د اکتوبر له اومې نیټې راهسې چې د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس او صهیونیسټي رژيم ترمینځ نښتې پيل شوي دي ، اسرائيلو دغزې ښار پر هستوګنو سیمو روغتونونو،ښونځیو،جوماتونو باندې ترټولو سختې او درندې بمبارۍ او حملې کړي دي او د غزې تړانګې د اوسیدونکو لپاره دامن هیڅ ځای نه دی پاتې . د وروستیو راپورونو په اساس،تر نن پورې په دغو شپو ورځو کې کابو درې نیم زره ماشومان شهیدان شوي دي.
د خبر لمبر: 3488205 خپرونې تاریخ : 2023/11/01
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود نن د زرګونو محصیلینو اوزده کونکو په ټول کې په غزې تړانګې کې د امریکایانو او صهیونیسټانو غمیزه رامینځةکونکی جنایتونه په تاریخ کې بې مخینې وبلل او هغو سپکونکو میړنیو ټَکونو ته په اشارې سره ئې چې دغزې د خلکو صبر او استقامت د جعلی غاصب رژيم او دهغو د مستکبرو ملاتړو په حیثیّت او عزت باندې کړي دي،ووئيل، که د امریکا بشپړ او هراړخیز ملاتړونه او مرستې نه وي ، نو خبیث صهیونیسټي رژيم به یوازې په څو ورځو کې فلج او شلَ شي اسلامی نړۍ باید له صهیونیسټي رژيم سره داقتصادي ملګرتیاؤ په غوڅولو سره ددغه رژيم په ضد سره یو موټی شي.
د خبر لمبر: 3488204 خپرونې تاریخ : 2023/11/01
ایکنا-(غزه) د وحشی جنایتکار صهیونیسټي رژيم جنګی الوتکو پرون ناوخته د فلسطین په غزې کې په جبالیا کیمپ بې آمانه بمباري وکړه چې وئيل کیږي،څه دپاسه څلور سوه بې ګناه فلسطین ی ماشومان او ښځې او سړي پکې شهیدان اوټپیان شوي دي .
د خبر لمبر: 3488203 خپرونې تاریخ : 2023/11/01
ایکنا-(واشنگـتن ) د طوفان الاقصی نومې ناڅاپي عملیاتو په ترسره کیدا پسې په امریکا او اروپائي هیوادونو کې اسلام ضده بهیرونه او له اسلامه د ویرولو پروسه یو خل بیا راپورته شوې اویوه پاکستانۍ توکمه متخصصه ډاکټره هم په دغه بهیر کې قرباني شوه.
د خبر لمبر: 3488202 خپرونې تاریخ : 2023/11/01
ایکنا-(کابل) د افغانستان دخارجه وزارت سیاسی مرستیال ووئيل، که مسلمانان یو واحد ځواک وائ ،نو په فلسطین یا بل هیڅ یو اسلامی هیواد یرغلونه نه شول کیدلی.
د خبر لمبر: 3488201 خپرونې تاریخ : 2023/11/01
ایکنا-(صنعاء) د یمن د پوځ ویندوي یحیی سریع زیاته کړې ده،د دریم ځل لباره مو په نیواکي ټاټوبو کې په مختلفو ټارګټونو باندې توغندوي او ډرونز په وسیله بریدونه کړي دي او د اسرائیلو دتیریو تربندیدا پورې به خپلو توغندوي او ډرونز درندو ګوزارونو ته دوام ورکړو.
د خبر لمبر: 3488200 خپرونې تاریخ : 2023/11/01
ایکنا-(تهران) د فلسطین دمقاومتي چورلیز مبارزانو په وسیله د طوفان الاقصی له عملیاتو د ملاتړ په لړ کې چې د وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژیم په ضد اجرا شوي،ایکنا نیوز د مصر د مشهورو قاریانو ،هر یو شیخ محمد صدیق المنشاوي، شیخ مصطفی اسماعیل، شیخ عبدالباسط عبدالصمد ، شیخ محمود علی البنا او شیخ کامل یوسف البهتمي په شمول د مصر د مشهورو قاریانو په زړه پورې غږ کې د اسراء سورې پنځم آیت تلاؤت خپلو خوږو مینه والو ته وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3488199 خپرونې تاریخ : 2023/10/31
ایکنا-(لبنان) معاریو عبري ژبې خپرونې په یوه تحلیل کې ، د لبنان د حزب الله یو څو سکینډه البته معنادار کلیپ چې د رسندویو دتوجه وړ ګرځيدلی دی ، د اسرائيلو په ضد د لبنان د اسلامی مقاومتي غورځنګ یو نفسیاتي جنګ ګڼلی دی.
د خبر لمبر: 3488194 خپرونې تاریخ : 2023/10/31
ایکنا-(آکسفورډ) د انګلستان په اکسفورډ کې پر یوه جومات له دې وروسته اسلام ضده حمله شوې چې د فلسطین له خلکو ئې ملاتړ اعلان کړی ؤ.
د خبر لمبر: 3488192 خپرونې تاریخ : 2023/10/30
ایکنا –(_تهران) په ایران کې د حماس غورځنګ استازی ووییل، ټولو لوېدیځي هیوادونو او امریکا اسرائیلو څخه په ملاتړ کې د فلسطین په ضد لاس یو کړی دی ، ولي عرب چارواکې فلسطین څخه ملاتړ نه کوي.
د خبر لمبر: 3488191 خپرونې تاریخ : 2023/10/30
ایکنا-(پاره چنار) د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې د کورمې ضلعې زیاتره سیمې په شپږمې ورځې هم د ترهه ګرو او اورپکو تکفیری ډلو په وسیله له څلور خواؤ کلابند ده او سیمې ته هیڅ ډول تګ راتګ بند دی.
د خبر لمبر: 3488186 خپرونې تاریخ : 2023/10/29
ایکنا-(کابل) دافغانستان د طالبانو دحکومت چارواکو په کابل کې په بیت المقدس کې د قبةالصخره د شکل په معمارۍ سره یو جومات افتتاح کړ.
د خبر لمبر: 3488185 خپرونې تاریخ : 2023/10/29
ایکنا-(تهران) د امریکا یوې خپرونې د غزې په جنګ کې د صهیونیسټي جنایتکارو پوځیانو ترڅنګ د امریکا د سپيشل فورس دکمانډوزو په شتون اعتراف وکړ.
د خبر لمبر: 3488182 خپرونې تاریخ : 2023/10/29
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر له وحشي صهیونیسټي رژيم څخه د لویدیځوالو چې په سر کې امریکا ده ، بې خرته ملاتړونه، پهغزې کې د ددغه جنایتکار رژيم د څاروي ډوله جنایتونو د ترسره کولو لپاره ددغو هیوادونو یوډول شنه اشاره وبلله او وې وئيل، اوس د فلسطین ملت له بل هر وخته زیات د نړیوالو داغیزشیندونکي ملاتړ ته په تیره یبا د اسلامی هیوادونو وحدت ته اړتیا لري څو د وحشي ډوله جنایتونو او د نسل وژنې په جرم کې د جنایتکار صهیونیسټي رژیم بې آمانه بمباریو او جنایتونو دوام ودرول شي.
د خبر لمبر: 3488180 خپرونې تاریخ : 2023/10/28
ایکنا-(غزه) دنړۍ په مختلفو سیمو کې د فلسطین له غزې تړانګې مظلومو خلکو سره د خواخوږي او پيوستو په مناسبت مظاهرې هماغه راز دوام لري او اعتراض کونکي په غزې د وحشي صهیونیسټي رژيم د بې آمانه حملو او ددغې سیمې د بې ګناه خلکو د عامې وژنې په دوام باندې د خپلې غوسئې او کرکې او اعتراضونو په دوام کې واټونو ته راوتلي او د استعمار او استکبار او د وحشي صهیونیسټانو په ضد ئې خپل اعتراض نندارې ته وړاندې کړی دی.
د خبر لمبر: 3488178 خپرونې تاریخ : 2023/10/28
ایکنا-(غزه) وحشي صهیونیسټي رژيم دجمعې په ماښام په غزې تړانګې د ارتباطي کرښو او انټرنیټ په بشپړ غوڅولو سره په یووخت په دغې تړانګې له هوا ،مځکې او سمندره حملې وکړې.
د خبر لمبر: 3488177 خپرونې تاریخ : 2023/10/28
ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان د جمعیت طلبه اسلام ټولنې مشر شکیل احمد وویل: مونږ له نورو قومونو او دینونو په تیره بیا یهودیانو سره دښمني نه لرو، زمونږ مخالفت له صهیونزم سره دی او د هغه د ناپاک شتون دښمنان یوو.
د خبر لمبر: 3488173 خپرونې تاریخ : 2023/10/26
ایکنا-(تهران) لوي پادری آهرون کوهن په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د اوسنیو تاؤتریخوالو دختمولو لپاره یوازینۍ حل لاره داسرائيلو د جنایتکار رژیم دسوله ایز او په بشپړ له مینځه وړلو لپاره نړیواله موافقه ده څود دوي په ځاي د یهودي،عرب او بل هریوه فلسطین ي پشمول چې په دغه ټاټوبی کې اوسیږي، ټول د یوه ډيموکراټيک هیوادڅښتن شي.
د خبر لمبر: 3488171 خپرونې تاریخ : 2023/10/26
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب ستر لارښود د وحشي صهیونیسټي رژيم د دوامدارو جنایتونو په مقابل کې د غزې د خلکو صبر او اقتدار سره په یووخت مظلومیّت ته په اشارې سره ټينګار وکړ،زخمی شوی او لړزانه نیواکګر رژیم دغزې له خلکو څخه د فلسطین یو مبارزانو د غچ اخستو په حال کې دی،خوبې شکه او د صهیونیسټانو په جنایتونو کې د امریکایانو چورلټه ملګرتیا او ددنیا د شرغواړو له درستو ملاتړونو سره سره، دا ټول ظلم او جنایت، په نهایت کې هیڅ نتیجه نه ورکوي او په دغې پيښې او راتلونکو قضیو کې بریالیتوب له فلسطین یانو سره ښائي.
د خبر لمبر: 3488168 خپرونې تاریخ : 2023/10/25