فلسطین - پاڼه 39

IQNA

بچوې
ایکنا – ( فلسطین ) د «مدي العالم» کاروونکي اکاونټ په ټویټر کې د اشغال شویو سیمو پر وړاندې د لبنان په سویل په «یارون» ښارګوټي کې د امام حسین (ع) د بیرغونو د پورته کولو ویډیو خپره کړه. د یارون په سرحدي ښارګوټي کې چې د اسرائیلو یوې پوځي اډې ته نږدې دی، د حسیني بیرغونو ځړول، صهیونیسټي پوځیان په بیړني حالت کې راوستل.
د خبر لمبر: 3487744    خپرونې تاریخ : 2023/08/06

ایکنا – ( فلسطین ) د فلسطین د اطلاعاتو مرکز معطي خبر ورکړی چې په تېره شپه او ورځ کې د صهیونیسټانو پر ضد ۲۴ مقاومتي عملیات ترسره شوي دي.
د خبر لمبر: 3487737    خپرونې تاریخ : 2023/08/05

ایکنا – ( فلسطین ) له تېرې شپې راهیسې یو ځلې بیا په لبنان کې د فلسطین یانو په کمپ عین الحلوه کې خپلمنځې نښتې له سره پیل شوې او د حماس غورځنګ، د لبنان د حزب الله د سرمنشي سید حسن نصرالله څخه د مرستو غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3487734    خپرونې تاریخ : 2023/08/03

ایکنا – ( فلسطین ) د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله له فعالیتونو د اسرائیلو د پوځي ټولنو د ویرې په زیاتېدا سره د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز د شمالي سرحدونو کتنه وکړه او د دغه سیمې په امنیتي حالت یې غور وکړ.
د خبر لمبر: 3487733    خپرونې تاریخ : 2023/08/03

ایکنا – ( فلسطین ) د قضايي بیا کتنې د لایحې د تصویب لپاره فشار، چې له میاشتو راهیسې د څېړلو په حال کې دی، په زرګونه اسرائیلیان سړکونو ته راوایستل، په داسې حال کې چې د اسرائیلو له لوري د فلسطین اشغال په ندرت په کنیسټ کې پرې نیوکې کېږي، او ډېری برخې دې موضوع ته له پاملرنې پرته له دې تصویب شوي او همدرانګه د نیول شوې سیمې او ختیځ بیت المقدس، لوېدیځه څنډه او د غزې تړانګه کې مېشت فلسطین یان تر تسلط او تبعیض لاندې دي.
د خبر لمبر: 3487716    خپرونې تاریخ : 2023/07/31

د صهیونیسټي پوځیانو جنایتونه
ایکنا - ( فلسطین ) د الجزیرې خبري چینل د خبر په حواله، د اسرائیلو پوځ د سه شنبې په سهار اعلان وکړ چې په نابلس کې یې پر یوه موټر باندې د برید له امله، درې فلسطین یان په شهادت رسولي دي.
د خبر لمبر: 3487684    خپرونې تاریخ : 2023/07/25

 ایکنا(اسلام اباد) د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ممتاز زهرا  د بشری حقوقو په شورا کې د صهیونیسټي رژيم د استازي د د  تورونو په غبرګون کې د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل: د اسرائیلو له سیاسي څرګندونو سره سره، د بشري حقونو شورا په متفقه توګه د پاکستان  نړیوال پړاویز راپور تصویب کړی دی، او د دوي سپارښتنو او وصیّتونو ته هیڅ ضرورت نشته.
د خبر لمبر: 3487615    خپرونې تاریخ : 2023/07/12

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای په په دې خبرې په ټينګار سره چې د فلسطین مسئله د اسلامي نړۍ او د اسلامي امت د مسائلو زړه دی، څرګنده کړه: څومره چې د فلسطین په مسئله کې پرمختګ کیږي، هماغومره د اسلامي نړۍ او اسلامي امت په مسایلو کې هم پرمختګونه رامنځته کیږي.
د خبر لمبر: 3487511    خپرونې تاریخ : 2023/06/22

د فلسطین د غزې تړانګې د حاجیانو لومړنی کاروان د رفح ښار په کتیبه چوک کې په شتون سره ددغه ښار د سرحدي سترسړک له لارې بیت الله الحرم ته روان شو.
د خبر لمبر: 3487476    خپرونې تاریخ : 2023/06/14

د بحرین ښاریزو د غبرګولې په نولسمه د آل خلیفه رژیم دپوځیانو له سختو امنیتی تدبیرونو سره سره ،د منامې  ښار  په لویدیځ کې  د ؛الدراز؛سیمې  په جامع امام الصادق(ع)جومات کې د جمعې لمونځ ادا کړ او مړه  دې وي اسرائيل شعارونه ئې پورته کړل.
د خبر لمبر: 3487451    خپرونې تاریخ : 2023/06/10

زیاد النخاله  د اسلامی جهاد غورځنګ د پوځي څانګې سرایا القدس  کنډکونو او او د  هغوي دقوماندانانو د شجاعت   او د وحشي او جنایتکار رژيم ترپوزې راوستلو په ستاینې سره  او هم  د نوی قوماندانانو  په وسیله په هماغه قدرت او شدت سره  ددغه جنګ او مبارزې  د دوام ستاینه وکړه.  
د خبر لمبر: 3487442    خپرونې تاریخ : 2023/06/07

ایکنا-(تهران) د فلسطین   له طولکرم ښار سره نزدې  په حرمیش صهونیسټ میشته ښارګوټي کې  د فلسطین یانو په مقاومتي عملیاتو کې  یو صهیونیسټي  اوسیدونکی هلاک شوی دی.
د خبر لمبر: 3487421    خپرونې تاریخ : 2023/05/31

ایکنا-(تهران) د صهیونیست رژیم  د لومړي وزیر او د هغه د افراطي کابینې په ضد او د دوي دقضائي اصلاحاتو په خلاف  د لسګونو زره اسرائیلیانو  مظاهرې هماغه راز دوام لري .
د خبر لمبر: 3487405    خپرونې تاریخ : 2023/05/29

ایکنا-(تهران) د فلسطین د جهادِ اسلامي غورخڼګ عمومي منشي زیاد النخاله ووئيل،مونږ په سیاسي جنګ کښې ښه کړنلاره درلوده او یوه پياوړې معادله مو وروتپله.
د خبر لمبر: 3487357    خپرونې تاریخ : 2023/05/18

ایکنا-(تهران) آیت الله اعرافي د شرق آشور کلیسا نړیوال رهبر سره په کتنې کې ووئيل، د ټولنې د اصلي سلول په توګه   دکورنۍ دړې وړې کیدایو هغه چیلنج دی چې باید دینونه ئې د  تاوانونو  د زیاتیدا مخه ونیسي.
د خبر لمبر: 3487339    خپرونې تاریخ : 2023/05/15

ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي ،سید حسن نصر الله  دبیروت په المهدی مدرسې کې د حزب الله د یوه نامتو قوماندان سید مصطفی بدرالدین  دشهادت داومې کلیزې په مناسبت مهمه وینا وکړه.
د خبر لمبر: 3487326    خپرونې تاریخ : 2023/05/13

ایکنا-(تهران)  د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درسیتز سردار محمد باقري چې د عمان په سفر مسقط ته تللی،پرون ئې د عمان له پاچا  هیثم بن طارق بن تیمور آل سعید سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د خبر لمبر: 3487313    خپرونې تاریخ : 2023/05/10

ایکنا-(تهران) د فلسطین د سرې میاشتې د ایمر جنسي مرکز مدیر احمد جبریل ووئيل،د صهیونیسټانو په حملو کې ۱۶۶ فلسطین ی ښاریز ټپیان شوي او  او دغه راز ۱۵۲نور هم د اوښلن ګیسو له امله اغیزمن شوي دي.
د خبر لمبر: 3487288    خپرونې تاریخ : 2023/05/05

ایکنا-(تهران) د فلسطین یو زنداني او د اسلامی جهاد غورځنګ یو غړی شیخ خضر عدنان چې د نیواکګر رژيم په زندان کې  ئې لوږ تړ کړی ؤ پرون سهار د لوږ تړ په اوه اتیایمې ورځې ،په نیټسان  بند کې بې هوشه شو او څو ساعته وروسته  ئې د شهادت خبر خپور شو.
د خبر لمبر: 3487274    خپرونې تاریخ : 2023/05/02

ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي د ایران له خارجه وزیر سره په کتنې کې  په سیمې کې د امنیت او ثبات له ټينګیدا سره په مرستې کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ،د ایران  حکومت او ملت  د دریځونو قدرونه اوستاینه وکړه.
د خبر لمبر: 3487253    خپرونې تاریخ : 2023/04/29