ایکنا- د هند په شمال کې د کشمیر په غرني ښار کارګیل کې زرګونو خلک سړکونو ته ووتل او د غزې تړانګې له مظلومو فلسطین یانو سره ئې خپل پیوستون اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3491558 خپرونې تاریخ : 2025/08/17
ایکنا - د حسینی مقدس آستان د «اربعین زیارت» کمپاین په چوکاټ کې د فلسطین لپاره د بشري مرستو د وړاندې کولو خبر ورکړ، چې د عراق د ستر دیني مرجع آیتالله سید علي سیستاني په ملاتړ ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3491549 خپرونې تاریخ : 2025/08/16
ایکنا- د مصر د الازهر اسلامي مرکز او د مسلمانو حکماوو شورا د جلا اعلامیو په خپرولو سره د صهیونیستي نیواکګر رژیم د چارواکو لمسؤنکی څرګندونې، چې د «لوی اسرائیل» توهم په اړه دي، په کلکه وغندلې.
د خبر لمبر: 3491541 خپرونې تاریخ : 2025/08/15
د یمن د انصارالله غورځنګ مشر عبدالملک الحوثي پخپلې اونیزې په وینا کې پر غزې د اسرائیلو د بریدونه، چې د امریکا په بشپړ ملاتړ سره ترسره کیږي، په کلکه غندلي ، او د ښځو، ماشومانو او کډوالو پر وړاندې د انساني جنایاتو د دوام او د قربانیانو د زیاتیدا خبر ئې ورکړ.
د خبر لمبر: 3491539 خپرونې تاریخ : 2025/08/15
ایکنا - یوه فلسطین ۍ نجلۍ چې د قرآن حافظه ده او د فلسطین استازیتوب کوي، وویل چې له ماشومتوبه ئې د قرآن حفظ پیل کړی او هره ورځ لږ تر لږه پنځه تر لسو جزو پورې قرآئت کوي.
د خبر لمبر: 3491507 خپرونې تاریخ : 2025/08/07
ایکنا - د مسلمانانو د حکماؤ شورا، چې مشري ئې د الازهر شیخ احمد الطیب کوي، په یوې اعلامیې کې د یو شمېر هیوادونو له خوا د فلسطین د هیواد په توګه د پیژندلو د ارادې هرکلی وکړ.
د خبر لمبر: 3491492 خپرونې تاریخ : 2025/08/03
ایکنا -د امريکائي افکارو په یوه نوې سروې کې څرګنده شوې چې ۶۰ فیصده امريکايان د اسرائيلو لهخوا پر غزې د جګړې له دوام سره مخالفت لري.
د خبر لمبر: 3491490 خپرونې تاریخ : 2025/08/02
ایکنا - نوی نظرپوښتنې ښئي چې د غزې په جګړې کې له اسرائيله د امريکايانو ملاتړ تر پام وړه کم شوی دی.
د خبر لمبر: 3491484 خپرونې تاریخ : 2025/07/31
ایکنا - د لبنان د قرآن کریم ټولنې نوی قرآني مرکز په معروب ښار کې د مقاومت د استازو په شتون سره پرانیستل شو.
د خبر لمبر: 3491482 خپرونې تاریخ : 2025/07/31
ایکنا - په غزې تړانګې کې د انساني ناورینونو په غبرګون کې؛ د ایران د اسلامی جمهوریت قاریانو د مصر قاریانو ته یو پرانیستی لیک لیږلی او خپله خواخوږي او غمرازی ئې ښکاره کړې ده
د خبر لمبر: 3491480 خپرونې تاریخ : 2025/07/31
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت یو مشهورنړیوال قاری او استاد سید اسماعیل هاشمي د فتخ نومې قرآنی کمپاین په دوام کې د آل عمران سورې د ۱۳۹ آیت په زړه پورې تلاؤت وکړ.
د خبر لمبر: 3491469 خپرونې تاریخ : 2025/07/29
ایکنا – د مسلمانانو عالمانو د نړیوالې اتحادئې مشر او عمومي منشي، د فلسطین له ولس سره د الازهر د ملاتړ ستاینه وکړه او له دې دیني مرکز څخه ئې وغوښتل چې د فلسطین د ملاتړ په اړه صریح شرعي فتوا صادره کړي.
د خبر لمبر: 3491467 خپرونې تاریخ : 2025/07/28
ایکا – د ایران د اسلامی جمهوریت د علمیه حوزو مدیر، آیتالله علیرضا اعرافی، د شهید سیدحسن نصرالله، مرحوم آیتالله العظمی صافی گلپایګاني او مرحوم آیتالله شهرستاني د یاد ونامې د لمانځلو لپاره د "امناءالرسل" نړیوال کانګرس د جوړېدو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3491464 خپرونې تاریخ : 2025/07/28
ایکنا - د اسلامي ملګرتیا موسیسې عمومي منشي، د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون له هغې پرېکړې چې غواړي په راتلونکي سپټمبر میاشت کې فلسطین د یوه رسمي هېواد په توګه وپېژني، هرکلی وکړ.
د خبر لمبر: 3491460 خپرونې تاریخ : 2025/07/27
ایکنا - د مصر د الازهر شيخ، احمد الطيب، د سه شنبې په ماښام يوه نړیواله بلنه خپره کړې چې د غزې خلک دې د وژونکې لوږې څخه ژغورل شي او له نړیوالو ئې وغوښتل چې د دغې سیمې د نسل وژنې د بندېدو لپاره چې کابو ۲۲ میاشتې کېږي روانه ده، سمدستي اقدام وکړي.
د خبر لمبر: 3491444 خپرونې تاریخ : 2025/07/24
ایکنا - له کربلا یوه داسې ونه راشنه شوې چې نن سبا د ايران په رهبرۍ د اسلامي مقاومت په بڼه يوه پاکه ونه ګرځېدلې او د داسې نوي تمدن د ظهور زمينه ئې برابره کړې چې پر عدالت او معنويت ولاړ دی.
د خبر لمبر: 3491443 خپرونې تاریخ : 2025/07/24
شیخ نعیم قاسم:
ایکنا - د لبنان د حزبالله غورځنګ عمومي منشي، شیخ نعیم قاسم، په یوې بیانیې کې عربي او اسلامي هېوادونو ته سپارښتنه وکړه چې له صهیونیستي رژیم سره د اړیکو عادي کول دې ودروي او د غزې له فلسطین ي ملت څخه ملاتړ وکړي.
د خبر لمبر: 3491439 خپرونې تاریخ : 2025/07/23
د نړیوالې اتحادئې عالمان:
ایکنا -د نړیوالې اتحادئې د علماؤ مشر، شیخ علی محییالدین قرهداغي، د یکشنبې په ورځې (چنګاښ۲۹) په یوې بیانیې کې وویل:د غزې د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو وینه زمونږ پر غاړه ده.
د خبر لمبر: 3491438 خپرونې تاریخ : 2025/07/23
ایکنا - د نړئ د کاتولیکانو رهبر او د واتیکان پاپ لیو څوارلسم،د اسرائیلو له خوا په غزې کې د یوازینۍ کاتولیک کلیسا د بمبارۍ په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه او د «جګړې د وحشت پای ته د رسولو غوښتنه ئې وکړه.
د خبر لمبر: 3491431 خپرونې تاریخ : 2025/07/21
د ملایشا استاد په ایکنا ویبنار کې:
ایکنا - د ملایشیا نړیوال اسلامي پوهنتون د سیاسي علومو استاد وویل: وروستئ جګړې د اسرائیلو زیانمنتیاوې لکه د دغه رژیم د هوايي دفاع کمزوري، د هغوی محدودیتونه او د لوېدیځ په ملاتړ د هغوی زیاته تکیه او همدارنګه د صهیونیسټانو نفسیاتي کمزوري په ډاګه کړه.
د خبر لمبر: 3491430 خپرونې تاریخ : 2025/07/21