ایکنا-(تهران)د افغانستان د بهرنیو چاارو د وزارت او د اقتصادي وزارت مخي ته د پرونیو بریدونو مسئولیت چې کابو پنځه شپيته کسانو وینه پکې بهیدلې ،د داعش جنایتکارې او تتکفیری ترهه ګرې ډلې په غاړه واخیست..
د خبر لمبر: 3486742 خپرونې تاریخ : 2023/01/12
ایکنا-( د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ د سیالیو د پنځلسو ایرانیو او دوو بهرنیو قضاؤت کونکو قاضیانو نامې اعلان شوې.
د خبر لمبر: 3486741 خپرونې تاریخ : 2023/01/12
ایکنا-(تهران)د افغانسان د اهل تشیَع پشمول مختلفو پرګنو په مختلفو برخو کې د افغانستان حاکمه پلاوی کې ځاي ورکړی دی،په حکومتي تشکیلاتو کې ئې داهل تشیّع د لازیاتو کارنده کسانو څخه د استفادې غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3486722 خپرونې تاریخ : 2023/01/08
ایکنا-(تهران)په افغانستان کښې د نشه ایزو موادو په کښت او تولید باندې د بندیز د حکم له صادریدو کابو د نهو میاشتو په تیریدو سره دغه هیواد لاهم د نشه ایزو موادو ترټولو ستر تولیدونکی دی.
د خبر لمبر: 3486721 خپرونې تاریخ : 2023/01/08
ایکنا-(تهران)د مسلمانو عالمانو دنړیوالې ټولنې عمومی منشي روښانه کړه،د سفر غوښته یوه میاشت مخکې.او له پوهنتوني زده کړود انجونو د منع کولو لپاره د طالبانو له فیصلې مخکې وړاندې شوې وه.
د خبر لمبر: 3486712 خپرونې تاریخ : 2023/01/06
ایکنا-(تهران)آیت الله سیستاني په افغانستان کې د ملی پیوستون،وحدت ،داخلی انسجام اوله درستو ملیّتونو اوډلو ټپلو سره د ګډ سوله ایز ژوند په نظر کې د نیولو په ضرورت ټینګار وکړ او وې وئيل، د افغانسان له اوسنیو واکوالانو سره په چلند کې باید له تاؤتریخوالي ډډه وشي.
د خبر لمبر: 3486706 خپرونې تاریخ : 2023/01/05
ایکنا-(تهران)د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل امریکا باید پوهه شي چې د ایران ملت به د جنرال قاسم سلیماني له وینې تیر نشي او د دغه لوړمقام شهید د وینې غچ اخیستل حتمي دي.
د خبر لمبر: 3486701 خپرونې تاریخ : 2023/01/04
ایکنا-(تهران)د افغانستان په هرات ولایت کې د ایران د اسلامی جمهوریت دکتلوري مرکز په همت سره د زړونو د سردار حاج قاسم سلیماني د شهادت د دریمې کلیزې په مناسبت د مقاومت په چورلیز کې د ددغه لوي شید د میړنتوبونو یو انځوریز نندارتون ترسره شو.
د خبر لمبر: 3486700 خپرونې تاریخ : 2023/01/04
د اسلامی نړۍد اتحادئې اعلامیه؛
ایکنا-(تهران)د اسلامی نړۍ اتحادئې دیوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې دطالبانو دم وقته حکومت وروستي اقدامات او د میرمنو او انجونو لپاره اعمال شوي ممنوعیّتونه باطل او د اسلام سپکاوی وبلل.
د خبر لمبر: 3486692 خپرونې تاریخ : 2023/01/02
ایکنا-(تهران)د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي په یوه ټولنیز پیغاام کې لیکلی دي ، د افغانستان له زنداني کړې شویو کډوالو سره د پاکستان د پولیسو کړچار نامناسب او د ارزښتونو پرخلاف دی باید افغان کډوالو سره د انسانی همدردئ په اساس چلند وشي.
د خبر لمبر: 3486683 خپرونې تاریخ : 2023/01/01
ایکنا-(تهران)د اسلامی ملګرتیا موسیسې عمومی منشي حسین ابراهیم طاهاله زده کړې د انجونو په محرومولو کې د طالبانو د فیصلې په ضد داسلامی نړۍ د عالمانو او دینی مراجعو د یووالی او اتحاد غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3486676 خپرونې تاریخ : 2022/12/31
ایکنا-(تهران)د افغانستان د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو د رسنیو د څانګې مشر محمد کریم ناصري وايي چې د دغو پوهنتونونو له ۳۰ تر ۳۵ فیصده محصلین نجونې دي.
د خبر لمبر: 3486668 خپرونې تاریخ : 2022/12/28
ایکنا-(تهران)د ایران قم ښار د دواړو جهانونود بی بی او دحسنینو د مورحضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها د شهادت دکلیزې په شپو ورځو کې په ویر او ماتم کې ډوب دی او درستې کوڅې،سړکونه او عبادتځایونه او کورونه د نبی اکرم د زړه دټوټې او د ولایت د لومړنۍ دفاع کونکې حضرت فاطمةالزهرا(س) په غم کې په تورو پرَدو پوښل شوي او خلک ویر او ماتم کوي.
د خبر لمبر: 3486664 خپرونې تاریخ : 2022/12/28
ایکنا-(تهران)د ایران د خارجه وزیر سلاکار سید رسول موسوي،په شنبې ورځې په تهران کې د افغانستان دسفارت سرپرست ته په بلنه ورکولو سره دافغانستان په پوهنتونونو کې د انجونو دزده کړې د ځنډيدا په باب د ایران د دریځونو په بیانولو سره،په ایران کې د موجوده بیخ بینائيو څخه د استفادې او د ویډیوئي لینک پشمول په مختلفو طریقو سره دانجونو د زده کړې ددوام له مشکلاتو سره د حل لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت چمتووالی اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3486651 خپرونې تاریخ : 2022/12/25
ایکنا-(تهران) د مصر الازهر د افغان انجونو دزده په ممنوعیّت کې د طالبانو وروستی اقدام له اسلامی احکامو او اصولو سره په تضاد کې وباله.
د خبر لمبر: 3486643 خپرونې تاریخ : 2022/12/24
ایکنا-(تهران)د ایران د اوقافو د ادارې د قرآني چارو د مرکز مشر د اسلامی ایران د قرآن کریم د نړیوالو سیایو د نهه دیرشم پړاؤ د مقدماتي او نهائي مرحلو د وخت جزیات اعلان کړل.
د خبر لمبر: 3486642 خپرونې تاریخ : 2022/12/26
ایکنا-(تهران)ّ افغانستان د تبیان ټولنیزو کلتوری فعالیتونو د مرکز مشر حجةالاسلام سیدعیسی حسینی مزاري د طالبانو دحکومت ددغې فیصلې په غبرګون کې ټينګار کړی،که پر افغان انجونو د پوهنتونود دروازو دتړلو په باب دطالب حکمرانانو فیصله رښتیا وي ،نو واقعا ډيره افسوسناکه او خطرناکه فیصله ده،تمه خو دا وه چې پر دغو انجونو دښونځیو دروازې خلاصې شي اواوس پرې دپوهنتونو دروازې هم تړل کیږي.
د خبر لمبر: 3486632 خپرونې تاریخ : 2022/12/21
ایکنا-(تهران)د افغانستان د ټول ګټو وزارت ویندوي په یولړ څرګندونو کې ووئيل دغه ددغه هیواد په شمال کې په سالنګ ټونل کې بیګا ستر اورلګیدلی چې له امله ئې کابو دیرشو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د خبر لمبر: 3486618 خپرونې تاریخ : 2022/12/18
ایکنا-(تهران)تهران ته د افغانستان د طالبانو د مهاجرینو او ستنیدونکو د چارومرستیال وزیر له سفر وروسته، په ایران او پاکستان کې د مهاجرینو د وضعیت په اړه څلور اړخیزه خبرې اترې نن پای ته رسیدي.
د خبر لمبر: 3486596 خپرونې تاریخ : 2022/12/13
ایکنا-(تهران)د جمو او کشمیر یوې اوسیدونکي زده کونکې د ټول قرآن کریم خوشنویسي یا خوشخطي په شپږو میاشتو کې سر ته ورسوۀ.
د خبر لمبر: 3486595 خپرونې تاریخ : 2022/12/13