قرانی خبرونه

IQNA

بچوې
ایکنا- د انډونیشیاوالو  ځوانانو په زړه پورې نوښت، چې د مقاومت د شهیدانو او د ایران د دفاعي لاسته راوړنو په انځورونو سینګار شويو ګاډو کاروان په په سمبولیک بڼه ترسره شو، په ټولنیزو رسنیو او عامه افکارو کې ئې پراخ انعکاس وموند.
د خبر لمبر: 3492896    خپرونې تاریخ : 2026/06/11

ایکنا- د ایران استازو د کربلا د قرآن د جایزې په نړیوالو  سیالیو کې په بېلابېلو برخو کې غوره مقامونه ترلاسه کړل.
د خبر لمبر: 3492894    خپرونې تاریخ : 2026/06/11

ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک د عمومي اړیکو دفتر په یوې اطلاعیې کښې د امریکا د ایف پینځلس، ایف شپاړس او د ایف پینځه دیرش جنګي الوتکو د دیره کیدا د ځایونو د ویجاړولو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3492893    خپرونې تاریخ : 2026/06/11

ایکنا – د مصر د قرآن کریم راډیو د مصر د مرحوم قاري ابراهیم شعشاعی   تلاوت، چې د نامتو قاري عبدالفتاح شعشعی زوی دی، پخپلو ماښامنیو پروګرامونو کې خپروي.
د خبر لمبر: 3492891    خپرونې تاریخ : 2026/06/11

ایکنا - د عراق په امامین عسکرین سپيڅلی حرم کې د قرآن کریم د انس یوه روحاني غونډه د Al-Abbas Holy Shrine د قاریانو په ګډون ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492887    خپرونې تاریخ : 2026/06/10

ایکنا- د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوه قطري بنسټ (زده کړې له هر څه وړاندې) له خوا  افغان نجونو ته د لوړو زده‌کړو د بورسونو د برابرولو ستاینه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492886    خپرونې تاریخ : 2026/06/10

ایکنا- د امریکا د نیویارک مسلمان ښاروال په یولړ څرګندونو کې په زغرده ووئیل؛ نړیوال جام باید د ټولې نړۍ لپاره د خوښۍ او جشن یوه موقع وي، خو مونږ په دې ورزشي سیالۍ کې د دې برعکس حالت وینو.
د خبر لمبر: 3492885    خپرونې تاریخ : 2026/06/09

ایکنا – بالاخره د اسرائیلي رژیم او ایران ترمینځ د جنګ نوی پړاؤ ، چې د دغه رژیم له خوا پر لبنان د پرله‌پسې بریدونو په نتیجې کې رامینځته شوی، د یکشنبې په ورځ پیل پيل او پاي ته ورسید . که څه هم ددغه ډغره لنډمهاله وه، خو مهم پیغامونه ئې له ځان سره لرل.
د خبر لمبر: 3492882    خپرونې تاریخ : 2026/06/09

ایکنا- د «شهید مجاهد امام خامنه اي  د وینې‌تویېدو د عروج د لمانځنې کمیټې» په دویمې خبرتیا کې راغلي چې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د سیرت په پام کې په نیولو سره، چې د حضرت امام حسین (ع) د ماتم او عزادارۍ ځانګړی اهمیت ئې درلود، او همدارنګه د محرم د دغو شپو ورځو د عزاداریو اهمیت ته په کتو سره چې د ایران او نړۍ په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي، د هغه ستر شخصیت د   خداي په آمانۍ، جنازې او  د تدفین مراسم به د محرم له لومړۍ لسیزې وروسته او د مسؤلو ادارو او ولسي ډلو د وروستیو همغږیو له بشپړېدو وروسته ترسره شي.
د خبر لمبر: 3492881    خپرونې تاریخ : 2026/06/09

ایکنا - د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي چې د ایران او د امریکا ترمینځ د خبرواترو د مینځګړیتوب د بهیر د دوام لپاره تهران ته راغلی دی نن غرمه د ایران د باندنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره کتنه او خبرې وکړې.
د خبر لمبر: 3492876    خپرونې تاریخ : 2026/06/07

ایکنا ـ  ملایشیا هیواد  د ۲۰۲۵/۲۰۲۶ کلونو د نړیوال اسلامي اقتصاد د وضعیت (SGIE) په وروستي راپور کې لومړی مقام خپل کړی دی. دا بریا د حلال تجارت، اسلامي مالي چارو او د حلال تصدیق د پیاوړي نظام له امله ترلاسه شوې ده.
د خبر لمبر: 3492874    خپرونې تاریخ : 2026/06/07

ایکنا- د عراق د فوټبال فیډریشن له FIFA څخه غوښتنه کړې چې د فټ بال  د نړیوال جام په سیالیو کې  دې د عاشورا له شپې سره د  همهاله  کیدا په خاطر ، د سینیګال په وړاندې د لوبې پر مهال، د تور رنګ  قالیو د کارولو اجازت ورکړي.
د خبر لمبر: 3492873    خپرونې تاریخ : 2026/06/07

ایکنا - د قرآن د نړیوالې اونۍ فعالیتونه د شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۶ ، د ۳۰ هېوادونو په ګډون د د حضرت امام حسین(ع) د سپېڅلی حرم په انګڼ کې پیل شول.
د خبر لمبر: 3492872    خپرونې تاریخ : 2026/06/07

ایکنا ـ د تهران ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال ویلي چې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر حضرت امام خامنه اي د جنازې مراسم به په تهران، قم او مشهد ښارونو کې ترسره کېږي، او په پلازمېنې تهران  کې له  ۱۵ تر ۲۰ میلیونو کسانو د ګډون لپاره چمتووالی نیول کېږي.
د خبر لمبر: 3492866    خپرونې تاریخ : 2026/06/03

ایکنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر  سید عباس عراقچي،  ، په جلا جلا ټیلیفوني  خبرو کې د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار او همدارنګه د پاکستان د پوځ  دټولو قواؤ له ستر قوماندان  فیلډ مارشال عاصم منیر سره د سیمې د بدلونونو  او د اوربند اړوندو بهیرونو په اړه خبرې او سلا مشورې وکړې.
د خبر لمبر: 3492860    خپرونې تاریخ : 2026/06/02

ایکنا- د مسجدالحرام او مسجدالنبي(ص) د دیني چارو ادارې د «حرمین» په نوم د قرآن کریم د تلاوت د مجازي زده‌کړې اپلېکېشن  په آنلاین  بڼه  د صحیح قرائت د زده‌کړې لپاره پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492858    خپرونې تاریخ : 2026/06/02

ایکنا- د غدیر  د نېکمرغه اختر په رارسېدو سره به د غدیر بیرغ په نجف او نورو ښارونو کې  د عراق په سپېڅلو زیارتونو، مبارکو مزارونو، بنسټونو او مذهبي هیئتونو ، او همدارنګه د نړۍ په ۱۵۰ بېلابېلو سیمو کې پورته او  ورپول شي.
د خبر لمبر: 3492857    خپرونې تاریخ : 2026/06/02

ایکنا-دا غونډه د هغو پرله‌پسې پروګرامونو په دوام کې ترسره کېږي چې موخه ئې د حافظانو ترمینځ همغږي پیاوړې کول، د قرآني او انقلابي هویت پیاوړتیا او د حفظ قرآن د فعالانو د هڅو ستاینه ده.
د خبر لمبر: 3492850    خپرونې تاریخ : 2026/06/01

ایکنا- د علوي مقدس آستان  پلاوي د غدیر نیکمرغه اختر بیرغ د حضرت فاطمه معصومې (س) مقدس آستان  او د قم ښار جمکران جومات ته ډالۍ کړ.
د خبر لمبر: 3492848    خپرونې تاریخ : 2026/05/31

ایکنا- ؛غدیر په قرآن کې؛ د اهل سنتو په تفسیرونو کې  په سندونو بیا کتنه ؛  ولې د غدیر موضوع په غیرشیعه سرچینو کې څېړل شوي  یوه علمي اړتیا ګڼل کېږي؟ ولې سره له دې چې د غدیر اسناد د اهل سنتو په سر چینو  کې په متواتر ډول راغلي، بیا هم د غدیر پېښه د شیعه او سني ترمینځ د اختلاف یو ټکی بلل کېږي؟ څنګه کېدلی شي د علمي طریقې له لارې د غدیر حقیقتونه له روایي سرچینو څخه را وایستل شي؟ او په پاي کې؛ آیا غدیر د اسلامي نړۍ لپاره د «تمدني یووالي چورلیز» کېدلی شي؟
د خبر لمبر: 3492843    خپرونې تاریخ : 2026/05/30