ایکنا - د مکې د «حراء» په کلتوري سیمې کې د قرآن کریم میوزیم د «آبی قرآن » یوه نادره او خطي نسخه نندارې ته وړاندې کړه.
د خبر لمبر: 3492439 خپرونې تاریخ : 2026/02/12
ایکنا- د مکې د قرآن د حفظ خیریه ټولنې، د دغې ټولنې له هغو قرآنزده کوونکو څخه ستاینه وکړه چې د مصر په نړیوالو قرآني سیالیو او د مکې په قرآني سیالیو کې ئې لوړ مقامونه خپل کړي وو.
د خبر لمبر: 3492438 خپرونې تاریخ : 2026/02/11
ایکنا – د سورئې د دمشق د کتاب په نړیوال نندارتون کې د قرآن کریم سټال په پراخ او اغېزشیندونکي شتون سره د دې نندارتون فضا ښکلې کړې ده او خپلې بېلابېلې قرآني چارې ئې خلکو ته ورپېژندلې او نندارې ته وړاندې کړې دي.
د خبر لمبر: 3492437 خپرونې تاریخ : 2026/02/11
ایکنا - د امریکائي مجرم جفري اپسټین د هغه انځور خپرېدل، چې پکې هغه له یو اماراتي سوداګر سره د کعبې د پوښ (پردې) یوې ټوټې ته ګوري چې پر ځمکه پرېوتې ده، په رسنیو کې ئې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د خبر لمبر: 3492436 خپرونې تاریخ : 2026/02/11
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولس د خپل اسلامی انقلاب د ۴۷ کلیزې په مناسبت د شکرانې په توګه بیګا د شپې مهال په نهو بجو د خپلو کورونو، جوماتونو، ودانیو او امامباړو په چتونو او په پارکونو کې د «اللهاکبر» چغې پورته کړې او دخداي شکر ئې ادا کړ.
د خبر لمبر: 3492435 خپرونې تاریخ : 2026/02/11
د ایکنا په کوربتوب!
ایکنا - د «قرآن کریم د حفظ لارې چارې» په عنوان سره د همفکرئ ناسته، د پوهنتون د استادانو او قرآني کارپوهانو په ګډون، د ایکنا په کوربتوب ترسره شوه، چې پکې د هېواد د مهمو سندونو په رڼا کې د قرآن د حفظ د غورځنګ د سیاستجوړونې، پروګرام جوړونې ، زدهکړې او د ولسی کولو بېلابېل اړخونه وڅېړل شول.
د خبر لمبر: 3492434 خپرونې تاریخ : 2026/02/11
ایکنا - په داسې حال کې چې د نړۍ په ګوټګوټ کې میلیونونه مسلمانان د روژې دمبارکې میاشتې د رارسېدو په تمه دي او وروستۍ شېبې شمېرل کېږي، د نجومي محاسباتو اټکلونه ښئي چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د شعبان میاشت به د نجوم له نظره د چهارشنبې له ورځې سره پای ته ورسېږي او پر همدې اساس، د روژې لومړۍ ورځ به پنجشنبه ،یعني د فرورۍ ۱۹مه ( او د سلواغې ۳۰ ) وي.
د خبر لمبر: 3492432 خپرونې تاریخ : 2026/02/10
ایکنا - د روسیې د نجونو لپاره د قرآن کریم د حفظ د پنځم عمومی پړاو سیالۍ د ساراتوف ښار په جامع جومات کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3492429 خپرونې تاریخ : 2026/02/10
ایکنا - د قرآني انس محفل او د قرآني ټولنې له لورې د حضرت امام خمیني (رح) له آرمانونو سره د بیا ژمنې مراسم، د سباؤن لسیزې (دهه فجر) له شپو ورځو سره سم، د اسلامي انقلاب د اوراښاد بنسټګر په سپېڅلي حرم کې ترسره شول.
د خبر لمبر: 3492428 خپرونې تاریخ : 2026/02/10
ایکنا - د اسلامي انقلاب معظم لارښود په یوه ټیلیویژني پیغام کې د ایران ملت ته په خطاب کې وویل: د سلواغې په ۲۲مه، د خپلې ارادې او مقاومت په ښودلو سره، دښمن ناهیلی کړئ.
د خبر لمبر: 3492427 خپرونې تاریخ : 2026/02/09
ایکنا – د مصر د الازهر شیخ، احمد الطیب، د مصر د قرآن نابینا حافظه، مریم عبدالعزیز وستایله.
د خبر لمبر: 3492426 خپرونې تاریخ : 2026/02/09
ایکنا - د مصر د «بحیره» ولایت ۹۲ کلنې اوسېدونکې، حاجیه فائزه، وتوانېدله چې په شپږو میاشتو کې قرآن کریم په خپل لاس ولیکي، او دې لاسته راوړنې د مصریانو پراخه ستاینه راپارولې ده.
د خبر لمبر: 3492423 خپرونې تاریخ : 2026/02/09
ایکنا- د ایران دا سلامی جمهوریت یو غوره قاری محمد کاظمي د تهران د تجریش د حضرت امامزاده صالح(ع) د حرم له قرآن سره د انس په محفل کې د نورې له ۳۵تر ۳۸ پورې آیتونو په زړه پورې غږ سره تلاؤت کړی.
د خبر لمبر: 3492421 خپرونې تاریخ : 2026/02/08
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوي درستیز وویل: سیمه ایز جنګ به د سیمې پراختیا وځنډوي او پایلې ئې د امریکا په غاړه دي.
د خبر لمبر: 3492420 خپرونې تاریخ : 2026/02/08
ایکنا - د امریکا د نیویارک نوی ښاروال زهران ممداني د مهاجرینو ددفاع لپاره پهقرآن او د پیغمبر اکرم په سیرت استناد وکړ.
د خبر لمبر: 3492419 خپرونې تاریخ : 2026/02/08
ایکنا- د العمید جایزې د قرآنی تلاؤت د سیالیو په دریم پړاؤ کې د نامو ثبتول دټولو هیوادونواو دهر عمر کسانو لپاره آزاد وو.
د خبر لمبر: 3492418 خپرونې تاریخ : 2026/02/08
ایکنا – د ملایشیا هیواد امریکا، ایوری کاسټ او غنا هیوادونو ته کابو څلویښت زره ترجمه شوي قرآنونه ډالۍ کړل.
د خبر لمبر: 3492417 خپرونې تاریخ : 2026/02/08
ایکنانیوز – د پاکستان په اسلام اباد کې په یوه جومات کې د جمعې لمانځه د ادا کیدا په وخت د لمونځ ګوزارو په مینځ کې په ځان مرګي حملې کې کابو اویا لمونځ ګوزار شهیدان او کابو یو سل نوی نور ټپیان شوي دي.
د خبر لمبر: 3492414 خپرونې تاریخ : 2026/02/07
ایکنا – د ؛محفل ؛نومې پروګرام انټرنیټي یا مجازی مدرسه هم پرانیستل شوه او خپلې موخې ئې د قرآن کریم د زده کړې پراختیا،سمې لوستنې د سوئې لوړتیا او د هغو د مفهمونونو سم درک او فهم اعلان کړی دی.
د خبر لمبر: 3492412 خپرونې تاریخ : 2026/02/07
ایکنا- د عراق په کربلا کې د عباسی مقدس آستان د قرآن کریم علمی ټولګې په نجف اشرف کې د امام مهدی عجل الله تعالی فرجه الشرف د نیکمرغه زوکړې په مناسبت قرآنی محفل ترسره کړ.
د خبر لمبر: 3492411 خپرونې تاریخ : 2026/02/07