د قرآن په سپکاوي پسې د رهبرۍ دستر مقام پیغام
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب ستر لارښود او مسلمانانو ولی امر حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي په سویډ کې د قرآن کریم په مقدس شان کې سپکاوی یوه تراخه او دسیسه ګره او خطر رامینځةکونکي پيښه وبلله او ټینګار ئې وکړ،ددغه جنایت د عامل لپاره په سختې سزا د اسلام درست عالمان سره یونظرلري،باید دجنایت عامل د اسلامی هیوادونو قضائي ادارو ته وسپارل شي.
د خبر لمبر: 3487672 خپرونې تاریخ : 2023/07/23
قرآنی سورې/98
ایکنا-(تهران)قرآن کریم انسانان او د مختلفې انساني ډلې ټپلې د هغوی د کړچار او چلندونو په اساس ارزوي اوویشی ئې . په هغو کې یو ویش، داسې ډله ده چې د دحق د خبرو په وړاندې مقاومت او ضد کوي.
د خبر لمبر: 3487670 خپرونې تاریخ : 2023/07/23
ایکنا(بروکسل) په بیلجیّم کې عدالت فیصله کړې چې په نوروهیوادونو کې دجوماتونو لپاره د پیسو غونډول یا چنده غونډول قانونی اقدام دی.
د خبر لمبر: 3487664 خپرونې تاریخ : 2023/07/22
ایکنا-(قاهره) د الازهر دینی مشرانو د سویډي شیانو د بایکاټولو لپاره له اسلامی هیوادونوغوښتنه کړې،له مسلمانانو سره د ملګروملتو سرمنشي پيوستون،په سویډ کې د قرآن کریم دنسخې په بیا سوځولو د عربستان غبرګون و په سویډ کې د قرآن کریم له سپکاویو د درو صهیونیسټي تنظیمونو دملاتړ په باب د عراق په دیاله ولایت کې د مسلمانو عالمانو د ټولنې دمشر ټينګار،په اراوپائي هیوادونو کې د وحي د الهي کلام د سوڅیدا په باب ترټولو وروستي غبرګونونه دي.
د خبر لمبر: 3487663 خپرونې تاریخ : 2023/07/22
ایکنا-(بغداد) د عراق د مختلفو ډلو ټپلو په زرګونو پلویانو په بغداد کې په مظاهرې جوړولو سره د سویډ سفارت ته وارد شول او په هماغو شیبو کې ئې ورته اور واچوه او تور لوګي ئې ترې پورته کړل.
د خبر لمبر: 3487658 خپرونې تاریخ : 2023/07/20
ایکنا-(سویډ) په سویډ کې دقرآن سوځونې اوسپکاوي کونکی عامل سلوام مومیکا چې یوځل بیا ئې په سپین سترګیتوب سره اعلان کړی چې د خدای الهی کلام به دعراق له بیرغ سره یو ځای وسوځوي ،روښانه کړې ده ،د سویډ چارواکو ورڅځه نور له ملاتړه لاس اخستی او شاتګ ئې کړی دی.
د خبر لمبر: 3487656 خپرونې تاریخ : 2023/07/20
ایکنا-(تهران)د حسینی مقدس آستان منجوَر،په لویدیځ کې د قرآن د سپکاویو په غبرګون کې دمحرم د میاشتې په لومړۍ شپه د قرآن د اوچتولو د دستورو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3487652 خپرونې تاریخ : 2023/07/19
د نبیانو روزنیزه روده؛موسی(ع)/14
ایکنا-(تهران) د حضرت موسی(ع) روزنیزې رودې په تیره بیا په مخاطب کې د امید رامینځةکول ، دهغه د وروسته نسلونو د روزونکو یا مربیانو د لارې مشال دی .
د خبر لمبر: 3487650 خپرونې تاریخ : 2023/07/19
ایکنا-(قاهره) دمصر د اوقافو وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، د خلکو د پراخو غوښتنو په اساس،د درست هیواد په جامع جوماتونو کې او د خداي تعالی د آسماني کتاب د سپکاویو په ځواب کې د قرآني جمعې محفلونه ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3487647 خپرونې تاریخ : 2023/07/18
قرآني سورې/96
ایکنا-(تهران) د ؛علق؛ سورې پنځه اول ايتونه هغه آیتونه دی چې د حضرت جرائيل په وسیله داسلام پر ګران پيغمبر (ص) نازل شول. دغه آیتونه د انسانانو پر لوست او علم زده کولو ټينګار کوي.
د خبر لمبر: 3487644 خپرونې تاریخ : 2023/07/18
ایکنا-(سټاکهم) په سویډ کې د قرآن کریم سپکاوي کونکي سلوان مومیکا یوځل بیا په سپين سترګیتوب سره وعده کړې چې دې اونۍ کې به بیا په سټاکهم کې د قرآن کریم یوه نسخه او دعراق بیرغ وسوځوي.
د خبر لمبر: 3487642 خپرونې تاریخ : 2023/07/17
ایکنا-(سویډ) هغه کس چې په سویډ کې ئې د صهیونیسټ رژيم دسفارت په وړاندې د تورات د یوې نسخې د سوځولو فیصله کړې وه ، اعلان کړی چې ددغه کار له ترسره کولو ئې ډډه کړې ده.
د خبر لمبر: 3487641 خپرونې تاریخ : 2023/07/17
د نبیانو روزنیزه روده؛موسی(ع)/۱۳
ایکنا-(تهران) استدلال او دلیل راوړل هغه تر ټولو پیاوړي روزنیزه روده چې الهی پیغمبرانو ئې بنسټ کیښودلی دی.
د خبر لمبر: 3487639 خپرونې تاریخ : 2023/07/17
ایکنا-(تهران)د تسنیم مداحانو او نعت خوانو ډلې زلمیانو د فاطر مبارکې سورې له ۲۶تر ۲۸پورې آیتونو په زړه پورې تلاؤت وړاندې کړی دی چې په سوشل میډیا کې ئې تود هرکلی شوی دی.
د خبر لمبر: 3487638 خپرونې تاریخ : 2023/07/17
ایکنا-(تهران) د قدر نعت خوانو او مداحانو ډله د یونیسکو ادارې د سولې او دوستۍ د سفیر په توګه معرفي شوي او دددغې ډلې غړو د ایران د اسلامی جمهوریت یو شمیر قرآني فعالانو سره یو ځای د اسماءالحسنی اثر ډیره په زړه پورې اجرا وړاندې کړې ده.
د خبر لمبر: 3487637 خپرونې تاریخ : 2023/07/17
ایکنا-(بغداد) په عراق کې د چین سفیر په عراق کې د تقلید له یوه مرجع ایت الله العظمی بشیر نجفي سره په کتنې کې دینونو او کلتورونو ته د خپل هیواد په احترام په ټينګار سره ، هغه ته په چیني ژبه د قرآن کریم ژباړل شوي یوه نسخه ډالۍ کړه.
د خبر لمبر: 3487633 خپرونې تاریخ : 2023/07/16
ایکنا-(تهران) د سویډ اسلامی اتحادئې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د تورات له سوځولو سره د سویډ د حکومت او پولیسو د پخلاکیدا په محکومولو سره وئيلي دي چې مسلمانان د مقدسو کتابونو د سوځولو او د هغو له هر ډول سپکاویو سره مخالف دي او دنفرت یو زیږنده جنایت ئې ګڼي .
د خبر لمبر: 3487632 خپرونې تاریخ : 2023/07/16
ایکنا-(کربلا) دکربلا جایزې د قرآني سیالیو پایزې دستورې او د برلاسه کسانو د جایزو ډالۍ کول د چنګاښ د میاشتې په ۲۲ نیټه یعني په پنجشنبې ورځې په کربلا کې د حضرت امام حسین علیه السلام د سپيڅلي حرم په صحن کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3487631 خپرونې تاریخ : 2023/07/15
ایکنا-(کربلا)د کربلا جایزې دقرآني نړیوالو سیالیو د دوهم پړاؤ د قاضیانو پلاوي پخپلې پایزې اعلامیې کې د نړۍ په ځينو هیوادونو په تیره بیا په سویډ کې د قرآن کریم سپکاوي په سخته محکوم کړل.
د خبر لمبر: 3487627 خپرونې تاریخ : 2023/07/15
ایکنا-(کربلا) د کربلاجایزې د قرآنی نړیوالو سیالیو د دوهم پړاؤ منشي ،د اسلامی نړۍد ځينو مقدسو عتباتو،مشهورو زیارتونو ،جوماتونو او مقاماتو څخه د قرآني غوره او نوو وړتیاؤ کشفیدا ددغو سیالیو یو مهم امتیاز وباله او وې وئيل، دغه قرآني پيښه نړیوالو ته د قرآن د غږ او پيغام د رسولو لپاره یو فرصت ؤ.
د خبر لمبر: 3487625 خپرونې تاریخ : 2023/07/15