قرآنی خبرونه - پاڼه 8

IQNA

بچوې
د قرآنی فرهنګ شورا او مسعود پزشکیان
 ایکنا– د ایران  د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دې  په ټینګار سره چې د قرآن  د آیتونو عملي کول د دیندارۍ او اغېزشیندنې تر ټولو مهم معیار دی، څرګنده کړه؛ د مسئولانو چلند په ټولنې کې د قرآني کلتور د خپرولو تر ټولو روښانه پیغام دی.
د خبر لمبر: 3492510    خپرونې تاریخ : 2026/02/25

ایکنا- نتن یاهو د صهیونیسټي رژيم د کلی سیاست په چوکاټ کې په سیمې کې د شیعه او سني چورلیزونو ترمینځ د سیمې په ویشلو پسې دی او هدف ئې له اسلامی او عربی نړئ سره د اړیکو د عادی کولو د بهیر له ماتې وروسته د نوي ائيتلافونو جوړول دي.
د خبر لمبر: 3492509    خپرونې تاریخ : 2026/02/25

ایکنا - د امام علی(ع) د حرم مطهر اړوند د ښځو دارالقرآن الکریم ځانګړی رمضاني پروګرام، چې پکې د قرآن کریم ورځنۍ  جزء‌خواني  ( یا  په ورځې کې د یوې سپارې تلاؤت)محفلونه هم په عراق دننه او هم له هېواده بهر ترسره کېږي، د بېلابېلو عمرونو د ګډونوالو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3492508    خپرونې تاریخ : 2026/02/25

ایکنا- د پاکستان د مشرانو جرګې داپوزیشن مشر او سناتور او د مجلس وحدت مسلمین ګوند مشر   د امريکا ولسمشر ته په يو تُند پيغام کې  له هغه وغوښتل چې د ايران د مقاومت اوصبر په اړه د وسواس لرونکي تمرکز پر ځای، دې لومړئ د امريکا د پوځ کورنۍ ستونزې حل کړي.
د خبر لمبر: 3492505    خپرونې تاریخ : 2026/02/25

ایکنا - د General Presidency for the Affairs of the Two Holy Mosques وئيلي دي چې د Masjid al-Haram دریمه پراختیايي طرحه نږدې ۱.۲ میلیونه مربع میتره ساحه  پکې شاملیږي.
د خبر لمبر: 3492504    خپرونې تاریخ : 2026/02/25

ایکنا- د قرآن  د  تفسیر او تدبر تخصصي سافټ ویر «بالقرآن» د قرآن د ۳۳م نړیوال قرآن کریم نندارتون د مصنوعي ځیرکتیا یا آرټيفیشل ایټیلیجنس او قرآني پوه بنسټه شرکتونو په برخې کې لیدونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3492506    خپرونې تاریخ : 2026/02/25

ایکنا -د Imam Hussein Shrine سپېڅلې آستان  د رمضان مبارکې میاشتې په اوږدو کې د عراق په ۱۷ ولایتونو کې د قرآن د تلاوت ۲۵۳ غونډې ترسره کوي
د خبر لمبر: 3492503    خپرونې تاریخ : 2026/02/24

ایکنا - په سلګونو مسلمانان چې په امریکا کې مېشت دي، د نیویارک ښار په ټایمز سکوېر   چوک کې، چې د ښار له تر ټولو ګڼې‌ګوڼې ډکو سیمو څخه ګڼل کېږي، د روژه‌ماتي دسترخوان وغوړاوه او د نيون څراغونو تر رڼا لاندې او په باراني هوا کې ئې د ماښام لمونځ ادا کړ.
د خبر لمبر: 3492502    خپرونې تاریخ : 2026/02/24

ایکنا– د ایران  د فارس ولایت د اسلامي تبلیغاتو د قرآني چارو د ادارې مشر د ایران په دغه سویلي ولایت کښې د رمضان د مبارکې میاشتې په دوران کښې هره ورځ د قران کریم د سیپارو لوستلو د څه باندې اوو زرو غونډو د جوړیدو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3492501    خپرونې تاریخ : 2026/02/24

ایکنا- د  قرآن کریم د نساء سورې  له ۱۴۸آیت څخه د مائدې سورې تر ۸۱ آيت پورې تلاؤت د ایران د اسلامی جمهوریت د نړیوال قاری قاسم مقدمي په غږ سره  ترسره شوی دی.
د خبر لمبر: 3492500    خپرونې تاریخ : 2026/02/24

ایکنا  -د منچسټر یونایټډ فټ بال ټیم یو مسلمان ستوري، آماد دیالو وویل چې له سیالیو مخکې د ذهني چمتووالي لپاره د موسیقۍ پر ځای قرآن اوري.
د خبر لمبر: 3492499    خپرونې تاریخ : 2026/02/24

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د ریډیو او ټيلیویژني  ادارې له خوا محفل ټيلیویژنی پروګرام  له دریم چینل څخه  د روژې دمبارکې میاشتې  له لومړئ ورځې سره همهاله له روژماتي یو ساعت مخکې خپریږي.
د خبر لمبر: 3492484    خپرونې تاریخ : 2026/02/21

ایکنا - لسګونو زرو فلسطینیانو د رمضان د مبارکې  میاشتې د لومړۍ جمعې لمونځ په مسجدالاقصی کې ادا کړ؛ دا په داسې حال کې وه چې نیواکګرو اسرائیلي  عسکرو د لارو په تړلو او پراخو محدودیتونو لګولو سره قدس ښار ته  د لمونځ کوونکو لاسرسی محدود کړی و.
د خبر لمبر: 3492483    خپرونې تاریخ : 2026/02/21

ایکنا - زرګونو فلسطینیانو د روژې د مبارکې  میاشتې په لومړۍ شپه، د صهیونیستي رژیم له سختو امنیتي محدودیتونو سره سره، په مسجدالاقصی کې د جماعت لمونځونه ادا کړل.
د خبر لمبر: 3492482    خپرونې تاریخ : 2026/02/21

ایکنا -  اقتصادي کارپوهان باور لري چې د روژې د مبارکې  میاشتې رارسېدل په عربي نړۍ او اسلامي هېوادونو کې د مصرف بڼې په څرګند ډول بدلوي.
د خبر لمبر: 3492481    خپرونې تاریخ : 2026/02/21

له آیتونو سره ژوند
ایکنا- د بقرې سورې ۲۵۰  آیت انسان صبر، زغم او زړورتیا ته بولي: «رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَیْنَا صَبْرًا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْکَافِرِینَ»  ای زمونږ ربه!مونږ ته صبر او زغم راډالۍ کړه، زمونږ قدمونه ټینګ کړه او مونږ د کافرانو پر ډلې بریالي کړه.
د خبر لمبر: 3492480    خپرونې تاریخ : 2026/02/21

ایکنا – د  روژې دمبارکې میاشتې له رارسیدا سره په یووخت د ایکنانیوز قرانی نړیوال خبری آژانس په ویب پاڼې  او پیغام رسونې په څانګې کې د دغه قرآنی خبری آژانس په همت سره  د معرفتئ په څو رسنیزو تولیداتو سره د؛ مبارکې او قدرمنې روژې میاشتې؛ په عنوان سره ځانګړې دوسیه  خپریږي.
د خبر لمبر: 3492478    خپرونې تاریخ : 2026/02/21

ایکنا - د ۲۰۲۵/۲۰۲۶ کال د آسه‌آن د لوړو زده کړو  اورګانونو  د قرآن کریم د تلاوت او حفظ سیالیو (MTHQ IPT ASEAN) غوره ګډونوال معرفي شول.
د خبر لمبر: 3492476    خپرونې تاریخ : 2026/02/19

ایکنا -د مصر د اوقافو وزارت د رمضان المبارک د شپو د احیا لپاره ۲۲ هېوادونو ته د قاریانو او امامانو د استولو ۹۰ حکمونه صادر کړي دي.
د خبر لمبر: 3492475    خپرونې تاریخ : 2026/02/19

ایکنا -د قرآن کریم نړیوال نندارتون د ۲۰ هېوادونو په ګډون او له علمي، هنري پروګرامونو او د قرآني خادمانو د ستاینې په مراسمو سره ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492474    خپرونې تاریخ : 2026/02/19