قرآنی هنرونه - پاڼه 62

IQNA

بچوې
ایکنا- په هالینډ کې د مسلمانانو تنظیمونو،د مسلمانانو په ضد د نفرت،توپير او تاؤتریخوالي د خورولو په تورونو د هالینډ د یوه زوړپال سیاستوال ؛ګرټ ویلډرز؛ په ضد عدالت ته شکایت وکړ.
د خبر لمبر: 3491535   خپرونې تاریخ : 2025/08/13

له قرآن سره،د بهشت په لاره کې
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت یو شمیر قاریان او حافظانو د حسینی اربعین  د قرآنی  کاروان په چوکاټ کې له نجف اشرفه د کربلا معلی په لاره کژې قرآنی محفلونه ترسره کړل.
د خبر لمبر: 3491533   خپرونې تاریخ : 2025/08/13

ولسمشر:
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د ایکنانیوز د خبريال د پوښتنې په ځواب کې وويل: د قرآني نړیوال خبري آژانس  د رسنيو د وسيلې له لارې په ټولنې کې قرآني فرهنګ ته وده ورکولی او خپرولی شي.ځکه ایکنانیوز په ټولنې کې د قرآني فرهنګ د دودولو اغېزشیندونکي رسانۍ ده.
د خبر لمبر: 3491532   خپرونې تاریخ : 2025/08/11

ایکنا - د حضرت اباعبدالله الحسین (ع) د قیام له فلسفې سره آشنا کول، د قرآني ټولنیزو حرکتونو په ترسره کولو کې د شوق ،ولولې او د ځانباورۍ فضا رامنځته کول، د مقاومت د جبهې د قرآني کړچار پیاوړتیا او پراختیا، د مقاومت، پاڅون،سرښیندنې، قربانۍ او  له ځانه د تېریدو د روحیې پراختیا او خپرول، او د ډله‌ییز او تشکیلاتي کار تجربه ترلاسه کول، د اُسوه  ځوانو قاریانو د ملي ټیم د سفر مهمې موخې دي.
د خبر لمبر: 3491529   خپرونې تاریخ : 2025/08/11

ایکنا - د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ۱۴ ګډونوالو په لومړئ ورځ یعني  د زمري په ۱۸ ، د سعودي عربستان د «ملک عبدالعزیز» قرآنی نړیوالو سیالیو د پنځه څلوېښتم  پړآؤ  په لومړۍ ورځ سره په سیالۍ کې برخه واخیسته.
د خبر لمبر: 3491528   خپرونې تاریخ : 2025/08/11

د ملایشیا د لومړی مقام ګټونکی:
ایکنا - د ملایشیا د نړیوالو قرآني سیالیو د نارینه‌وو د څانګې لومړي مقام ګټونکی وائي؛  د نورو هېوادونو له مخکښو قاریانو سره ناسته او زده‌کړه د ده د بریا لاره هواره کړې.
د خبر لمبر: 3491527   خپرونې تاریخ : 2025/08/11

ایکنا – د ملایشیا د قرآنی سیالیو شپږ شپېتم پړاو په داسې حال کې  پای ته ورسېد چې د ایران استازي په دغو سیالیو کې د کوم مقام له ترلاسه کولو پاتې راغلی.
د خبر لمبر: 3491526   خپرونې تاریخ : 2025/08/11

ایکنا –هغه په لکونو زیارتوال چې ځانونه ئې د حسینی اربعین په پلي لاریون کې د ګډون لپاره عراق ته رسولي دي،په وروستیو شپو ورځو کې د امامین کاظمین په سپيڅلي حرم کې موجود دي او د حرمیّنو زیارت کوي.
د خبر لمبر: 3491525   خپرونې تاریخ : 2025/08/10

د عراق د کورنیو چارو وزیر:
ایکنا - د عراق د کورنیو چارو وزیر، عبدالامیر الشمري، په یو لړ څرګندونو کې  ووئیل، تر اوسه پورې له درو میلیونو زیات بهرني زیارتوال د حسینی اربعین د زیارت لپاره عراق ته داخل شوي دي.
د خبر لمبر: 3491524   خپرونې تاریخ : 2025/08/10

ایکنا- د قرآن د علمي مجمع مشر مشتاق العلي، وویل: د قرآن د ملي پروژو مرکز کارکوونکي هر کال دا موکب برابروي او د زائرانو خدمت کوي.
د خبر لمبر: 3491523   خپرونې تاریخ : 2025/08/10

ایکنا - د سعودي عربستان د «ملک عبدالعزیز» د نړیوالو قرآنی سیالیو چې د حفظ، تلاوت او د قرآن د تفسیر د برخو پنځه څلويښتم پړاؤ دی ،نن د زمري په ۱۸ نېټه به د مکې مکرمې په مسجد الحرام کې پیل شي.
د خبر لمبر: 3491522   خپرونې تاریخ : 2025/08/10

د «فتح» قرآني کمپاین
ایکنا - د افریقا د موریتانیا هېواد یو ځوان قاري، احمد سعود،  په فتح نومې قرآنی کمپاین کمپاین کې د خپل تلاوت یوه ویډیو رالېږلې ده چې پکې ئې د سوره مبارکه «نصر» ټول آیتونه، د سوره مبارکه «فتح» لومړي څلور آیتونه، او د سوره مبارکه «آل‌عمران» ۱۳۹ آیت تلاوت کړي دي.
د خبر لمبر: 3491520   خپرونې تاریخ : 2025/08/10

ایکنا - د ملایشیا د شپېږ شلمې او پنځم پړاړ د نړيوالو قرآني سياليو په څنډه کې يو نړيوال قرآني سيمينار به د بېلابېلو هېوادونو د څېړونکو په ګډون هم ترسره شي.
د خبر لمبر: 3491518   خپرونې تاریخ : 2025/08/09

ایکنا - د دوبۍ د نړيوالې جايزې مسئولانو اعلان وکړ چې د  قرآنی سیالیو د مقدماتي پړاو له پای ته رسېدو وروسته ۵۲۵  برخه اخستونکي دويم پړاو ته  رسیدلي دي.  ایکنانیوز د امارت الیوم له قوله راپور راکوي، د دوبۍ نړيوالې قرآني جايزې د مقدماتي پړاو پايلې اعلان کړې دي. پر دې اساس، ۵۲۵ ګډون کونکي د دغې سيالۍ د ۲۸ پړاو لپاره وټاکل شول.
د خبر لمبر: 3491517   خپرونې تاریخ : 2025/08/09

 ایکنا - د کربلا والي نصیف جاسم الخطابي اعلان وکړ چې د حضرت امام حسين عليه‌السلام د اربعين د زیارتوالو پر ضد د يوې ترهه ګرپلان مخه نيول شوې ده.
د خبر لمبر: 3491515   خپرونې تاریخ : 2025/08/09

عباس سلیمي وويل:
ایکنا - د قرآن چارو يو مخکښ وويل: د حسینی اربعين قرآني کاروان داسې يوه فضا برابره کړې چې غړي ئې د ښکلو او خوږو تلاوتونو تر څنګ، د سيدالشهدا عليه‌السلام هغه قرآني شخصيت چې د ظلم پر ضد مبارزه او له دښمن سره د جوړجاړي نه کول دي،زائرانو ته وروښيي.
د خبر لمبر: 3491514   خپرونې تاریخ : 2025/08/09

د فتح نومې قرانی کمپاین
ایکنانیوز – د ایران د اسلامی  جمهوریت یو ممتاز قاری محمد امین مجیب د فتح قرآنی کمپاین په دوام کې چې د ایران په اسلامی جمهوریت د وحشی  او تیریګر صهیونیستي رژیم په حملو پسې پيل شوی او د ایکنانیوز له خوا وړاندې کیږی، د آل عمران مبارکې سورې د ۱۳۹ آیت په زړه پورې تلاؤت کړی دی.
د خبر لمبر: 3491513   خپرونې تاریخ : 2025/08/07

ایکنا – حضرت امام جعفر الصادق علیه السلام له خپل یوه صحابی وپوښتل ؛څو ځله حج ته تللی یاست؟ هغه ووئيل،نولس ځله حج ته تللی یم .
د خبر لمبر: 3491512   خپرونې تاریخ : 2025/08/07

ایکنا – د قرآن کریم الرحمن سوره چې د الهي مهربانۍ له ښکلو تکرارونو او خوږو ټکو ډکه ده، نه یوازې د قرآن یو ادبي شاهکار دی، بلکې د ستړي زړونو لپاره تسلي، او د ناروغ بدنونو لپاره شفا ده. دا سوره د خدای د مهر او لطف ښکاره مظاهره ده؛ یو ملکوتي آواز چې له جنته راځي او زړه د رحمت لور ته بیایي.
د خبر لمبر: 3491511   خپرونې تاریخ : 2025/08/07

ملایشیائي د متفکر
ایکنا - احمد فاروق موسی، چې د اسلامي رنسانس جبهې (Islamic Renaissance Front) بنسټ‌ګر او د ملاشیا د موناش پوهنتون استاد دی، په یوه مرکه کې له ایکنا سره وویل : د اسلامی هیوادونو د حاکمیت د خوندی کولو لپاره اودمهاله ستذراټژيو ته اړتیا ده.(لید)
د خبر لمبر: 3491509   خپرونې تاریخ : 2025/08/07