حزب الله

IQNA

بچوې
ایکنا- خبرو سرچینو  ورکړی چې د صهیونیستي رژیم هغه طرحه، چې د غزې د خلکو د ایستلو لپاره ئې د «خپلې خوښې مهاجرت» نوم کاراوه، د بېلابېلو هېوادونو له هرکلي سره نه ده مخ شوې، او همدغه وحشي  رژیم اړ شوی چې د خپلې طرحې نوم بدل کړي.
د خبر لمبر: 3492972   خپرونې تاریخ : 2026/06/30

ایکنا- د لبنان د پلازمېنې بیروت په سوېلي سیمې کې د شهید سید حسن نصرالله پر مزار د حسیني عاشورا د ویر  او ماتم مراسم پیل شول.
د خبر لمبر: 3492957   خپرونې تاریخ : 2026/06/27

ایکنا- میرمن حورا یاسین باور لري چې مونږ ټول تر هر څه وړاندې د کربلا له مکتب سره تړاو لرو؛ یو داسې مکتب چې مونږ ته ئې قدرت ، عقیده، یقین، ایمان، صبر او زغم راکړی دی. د لبنان سرښندونکې کورنۍ  اوس د کربلا د درسونو ژوندۍ بېلګې دي؛ ځکه چې دوی خپل ځانونه، مالونه او اولادونه قرباني کړي دي. همدا د ایمان قدرت  دی چې مونږ ته ئې د مصیبتونو پر وړاندې د صبر توان راکړی، څو د خدای تعالی په مرسته او امید سره د مقاومت میراث ژوندی وساتو.
د خبر لمبر: 3492949   خپرونې تاریخ : 2026/06/23

ایکنا -  د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د سیمه‌ییزو ډیپلوماتیکو بهیرونو په ملاتړ کې د اسلام‌آباد د چارواکو  د رغنده رول ستاینه وکړه او له  پاکستان سره ئې د هر اړخیزو ملګرتیاؤ د پراخولو لپاره د تهران پر هوډ ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492938   خپرونې تاریخ : 2026/06/21

ایکنا- د لبنان حزب‌الله له کلونو راهیسې ځان د یوې اوږدمهاله جنګ لپاره چمتو کړی دی. د لبنان په جنوب کې دسرنګونو کندل  او تر ځمکې لاندې پناهځایونو پراخ او پېچلی چینل جوړ  شوې چې د ځواکونو او د توغندیو د ویشتلو ځایونو موندل او په نښه کول د هر پوځ لپاره، حتی که بشپړ هوائي برلاسی هم ولري، ډېر ستونزمن کوي.
د خبر لمبر: 3492936   خپرونې تاریخ : 2026/06/21

ایکنا- د محرم الحرام د غم او وير د مراسمو او د عاشورا د غمیزې  د يادونې لپاره، د لبنان د بعلبک ښار په مسجد رأس الحسین (ع) کې د ماتم تور  بيرغونه پورته شول.
د خبر لمبر: 3492921   خپرونې تاریخ : 2026/06/17

ایکنا – بالاخره د اسرائیلي رژیم او ایران ترمینځ د جنګ نوی پړاؤ ، چې د دغه رژیم له خوا پر لبنان د پرله‌پسې بریدونو په نتیجې کې رامینځته شوی، د یکشنبې په ورځ پیل پيل او پاي ته ورسید . که څه هم ددغه ډغره لنډمهاله وه، خو مهم پیغامونه ئې له ځان سره لرل.
د خبر لمبر: 3492882   خپرونې تاریخ : 2026/06/09

ایکنا-  په هغه  سیاسی سند کې چې جنجال ئې راپورته کړی دی، د انګلستان د مسلمانو افسرانو ټولنې د اسرائيلو جنایتکار رژيم یو ترهه ګر رژیم وباله.
د خبر لمبر: 3492880   خپرونې تاریخ : 2026/06/08

ایکنا- د اسلامي انقلاب  سپاه پاسدارانو د عامه اړیکو دفتر  په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ چې د نیواکي فلسطین  رامات ډیویډ هوايي  ډګر ئې د بالسټیک توغندیو  په شیشت کې راوستی او لوخړې ئې ترې پورته کړي دي.
د خبر لمبر: 3492877   خپرونې تاریخ : 2026/06/08

ایکنا- د صهیونیستي رژیم یوې رسنۍ د حزب‌الله د بې‌پېلوټه الوتکو له امله د صهیونیستانو د وېرې په یادولو سره، دا حالت «پراخېدونکې خپسکه  بللی او لیکلي ئې دي چې د دغه رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د یو ه  ستړي او کمزوري ګوډ مرغاوي په څېر ښکاري.
د خبر لمبر: 3492837   خپرونې تاریخ : 2026/05/28

ایکنا-  دفلسطین د اسلامی مقاومتی غورځڼګ حماس مشرانو  ویلي چې اروپا ته د نتانیاهو د کابینې د یوه وزیر په واریدیدا بندیز د صهیونیسټي رژیم د نړیوالې انزوا د زیاتېدو څرګندونه کوي.
د خبر لمبر: 3492822   خپرونې تاریخ : 2026/05/25

اسلامی جهاد!
ایکنا- د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ ویندوي محمد الحاج موسی  په الاقصی جومات د صهیونیسټانو دتیریو او د ؛بیرغ  لاریون؛ باندې په غبرګون کې دغه اقدامت په سخته محکوم کړل.
د خبر لمبر: 3492779   خپرونې تاریخ : 2026/05/16

ایکنا- د لبنان د روغتیائي چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دغه هیواد د وحشي صهیونیسټي رژيم په پرونیو یرغلونو کې د شهیدانو شمیر  دوه سوه درو تنو ته ورسید  او دغه راز څه دپاسه زر کسان نور هم ټپیان شوي دي.
د خبر لمبر: 3492649   خپرونې تاریخ : 2026/04/09

ایکنا - په ملګروملتو کې دایران د اسلامی  جمهوریتسفیر سعیدایراواني  د ملګروملتو سرمنشي  او د امنیت شورا پړاویز مشر ته  په جلا جلا  لیکونو  کې  دایران د اصفهان  او خوزستان  د فولادو پرتاسیساتو  د امریکا او صهیونیسټي رژيم  د حملو د جنایتونه او دغه رازپه ایران د حملو لپاره ترهه ګرې امریکا او وحشي صهیونیسټي رژيم ته  د خپلې خاورې او فضا  په اختیار کې د ورکولو پ دلیل  د کویت،عربستان،اماراتواو قطر د حکومتونو اقدام په باب راپور وړاندې کړ او  په دې اړه ئې رسمي شکایت وکړ.
د خبر لمبر: 3492624   خپرونې تاریخ : 2026/03/31

ایکنا - زرګونو فلسطینیانو د روژې د مبارکې  میاشتې په لومړۍ شپه، د صهیونیستي رژیم له سختو امنیتي محدودیتونو سره سره، په مسجدالاقصی کې د جماعت لمونځونه ادا کړل.
د خبر لمبر: 3492482   خپرونې تاریخ : 2026/02/21

ایکنا – د یمن په صنعا کې یوې پوځي سرچینې وویل چې د انصارالله غورځنګ مبارزانو به هېڅ یوې امریکائي جنګي بېړۍ او الوتکه‌وړونکې بېړۍ ته اجازت ورنه کړي چې سره سمندر او عربي سمندر ته نږدې شي، ځکه دا بېړۍ د یمن لپاره ګواښ بلل کېږي.
د خبر لمبر: 3492376   خپرونې تاریخ : 2026/01/29

ایکنا- په ملګرو ملتو پورې تړلې د فلسطیني کډوالو د مرستو او کارکسب موندنې ادارې (آنروا) په  غزې  تړانګې کې د فلسطینيو بې‌ځایه شوو خلکو لپاره د څښاک د اوبو د سخت بحران په اړه خبرداری ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3492325   خپرونې تاریخ : 2026/01/18

ایکنا -  د لبنان د حزب الله ولسی مبارز غورځنګ عمومی منشي  په یولړڅرګندونو کې ووئيل،صهیونیسټي دښمن به په لبنان کې له دغه ملی  او مقاومت پیوستون سره هیڅکله د خپلو تیریو په دوام  سره خپلو سپیرو موخو ته ونه رسیږي.
د خبر لمبر: 3492290   خپرونې تاریخ : 2026/01/10

ایکنا- د لبنان د حزب‌الله عمومي منشي د مقاومت د وسلوپر  مځکه کیښودل یوه بشپړه «اسرائیلي ـ امریکائي» پروژه وبلله او وې ویل، هر ډول هغه هڅه چې د صهیونیسټي رژیم د پرله‌پسې یرغلونو پر مهال وسلې انحصاري کړي، د دې لامل کېږي چې د لبنان د جنوب ځینې سیمې په نیواک کې پاتې  شي.
د خبر لمبر: 3492235   خپرونې تاریخ : 2025/12/29

 ایکنا - د نړۍ د کاتولیکانو رهبر څوارلسم پاپ لیئوچې لبنان ته په سفر تللی، پرون  ئې  خپله لیدنه د عامه  خلکو په مینځ کې ددعا په لویو مراسمو سره پای ته ورساوه.
د خبر لمبر: 3492105   خپرونې تاریخ : 2025/12/03