ایکنا – په داسې حال کې چې په سماح په سسټم کې د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د حسینې اربعین د زیارتوالو د نامو د ثبتولو بهیر خپل اوج ته نږدې کېږي، تر اوسه له یو میلیون او ۵۰۰ زرو څخه ډېرو کسانو په دې مراسمو کې د ګډون لپاره نوملیکنه کړې ده؛ په دغو زیارتوالو کې کې له ۱۷ ورځني نوزېږېدي ماشوم څخه تر ۱۱۰ کلن زائر پورې کسان شامل دي.
د خبر لمبر: 3493066 خپرونې تاریخ : 2026/07/23
ایکنا- د علوي سپېڅلي آستان ادارې په نجف اشرف کې له ۱۵۰۰ څخه د زیاتو حسیني موکبونو د ملاتړ لپاره د خوراکي توکو او د څښاک د اوبو د وېش بهیر پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3493056 خپرونې تاریخ : 2026/07/21
د ایران د شهید رهبر د یادغونډه
ایکنا-د شهید رهبر امام خامنه اي مشر زوی، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر آیتالله سید مجتبی حسيني خامنهای د مننې پیغام د ایران او عراق خلکو ته ورساوه او د شهید رهبر د جنازې او یادغونډو په مراسمو کې د ایران او عراق د خلکو میلیوني ګډون ئې «یو ستر، بېساری او تاریخي پاڅون» وباله.
د خبر لمبر: 3493034 خپرونې تاریخ : 2026/07/16
ایکنا- د ایران د اسلامي فرهنګ او ارتباطاتو ادارې د اربعین د پیغام د نړیوالولو او د شهید رهبر د آرمانونو د ځلولو په موخه، چې د روان کال د حسینی اربعین لومړنی زائر بلل شوی، د «اربعین نړیوالې جایزې» دولسم پړاو جوړوي.
د خبر لمبر: 3493022 خپرونې تاریخ : 2026/07/14
ایکنا-د اسلامی انقلاب د مجاهد شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې دستورې چې له نجف اشرف او کربلا سفر وروسته مشهد مقدس ښار ته منتقله شوې، په میلیوني ولسی او عزادارو په ولولناکو او پرتمینو او معنوي دستورو کې بدرګه شوې.
د خبر لمبر: 3493012 خپرونې تاریخ : 2026/07/11
ایکنا- پارس ټوډې- د عراق د ستر دیني مرجع استازي، د اسلامي امت د شهید امام خامنه اي پر مبارک جسد د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې د جنازې لمونځ ادا کړ.
د خبر لمبر: 3493008 خپرونې تاریخ : 2026/07/09
ایکنا- د میلیونونو خلکو د ګډون یو مهم پیغام دا دی، چې د ایران وا سیمې خلک باور لري، د اسلامي انقلاب شهید رهبر خپل ټول عمر د اسلام، وحدت او یووالي، اسلامي انقلاب او د اسلامي ایران د عزت او اتحاد او پت د ساتنې په لاره کې تېر کړ. د خلکو میلیوني شتون، د اسلام او ایران لپاره د شهید رهبر د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو د قدردانۍ څرګندونه وه؛ یوه داسې مبارزه چې تر خپلې وروستۍ سلګۍ او د خپلې کورنۍ تر قرباني کولو پورې ئې ورته دوام ورکړ.
د خبر لمبر: 3493003 خپرونې تاریخ : 2026/07/08
ایکنا- یو شمیر ایراني زلمیان دخپل هیواد د درې رنګه بیرغ په رپوَلو سره،د عمل په میدان کې ، د اسلامی انقلاب د حفاظت او ساتنې مشق کوي.
د خبر لمبر: 3492614 خپرونې تاریخ : 2026/03/29
ایکنا - نن د رمضان د مبارکې میاشتې په وروستئ ورځې د قدس د نړیوال لاریون ولوله او پرتم په داسې حال کې په درست ایران کې پيل شوې چې دایران شجاع ملت د حضرت امام خامنه اي شهید په غم کې ویرجن دی، خو پخپل ولولناک او انګیزه لرونکي شتون ئې د نړیوالو غوږونو ته د د خپل شهید راهبر او اسلامی انقلاب له آرمانونو سره د میثاق د نوي کولو او مقاومت پیغام ورساوه.
د خبر لمبر: 3492558 خپرونې تاریخ : 2026/03/13
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولس د خپل اسلامی انقلاب د ۴۷ کلیزې په مناسبت د شکرانې په توګه بیګا د شپې مهال په نهو بجو د خپلو کورونو، جوماتونو، ودانیو او امامباړو په چتونو او په پارکونو کې د «اللهاکبر» چغې پورته کړې او دخداي شکر ئې ادا کړ.
د خبر لمبر: 3492435 خپرونې تاریخ : 2026/02/11
ایکنا - په درست ایران کې د قدس دنړیوالې ورخې ولولناک او پرتمین لاریونونو دنړیوالو رسندویو توجه ځان ته جلب کړې ده.
د خبر لمبر: 3490881 خپرونې تاریخ : 2025/03/29
ایکنا-(تهران) د ایران په اسلامی جمهوریت کې څه دپاسه څلور زره ښارونو اوښارګیو او کلو کې د قدس دنړیوالې ورځې ولولناک لاریونونه ترسره شول.
د خبر لمبر: 3487201 خپرونې تاریخ : 2023/04/16
ایکنا –(تهران)د ایران داسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۴کلیزې په مناسبت د سلواغې د ۲۲نیټې میلیوني او پرتمین لاریونونه،د ایران د اسلامی جمهوریت په زرګونو ښارونو ،ښارګیو او کلو کې د ولایتمدار او شهید روزونکي ولس په پراخ او ولولناک شتون سره ترسره شول چې نړۍ ته ئې یو ځل بیا وښودله خپلو آرمانونو او اسلامی انقلابه هیڅکله هم په شا نه کیږي او په هر ډګرکې په شتون سره به د دښمنانو او استکباري نړۍ هر ډول دسیسې او نقشې دتل په شان شنډې کړي.
د خبر لمبر: 3486890 خپرونې تاریخ : 2023/02/12