کربلا

IQNA

بچوې
ایکنا- د  حسینی اربعین د روغتیا د شپږم نړیوال کانګرس د علمي کمېټې مشرې خبر ورکړ چې د دغه کانګرس دارالانشاء ته ۵۰۰ علمي مقالې رسېدلې دي او  دغه راز ئې وویل، د موکب‌دارانو روزنه او د مصنوعي ځیرکتیا (آرټيفیشل اینټلیجنس) کارول د سږني کانګرس له مهمو موضوعاتو  دي.
د خبر لمبر: 3493033   خپرونې تاریخ : 2026/07/16

ایکنا- پارس ټوډې- د عراق د ستر دیني مرجع استازي، د اسلامي امت د شهید امام خامنه اي پر مبارک جسد د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې د جنازې لمونځ ادا کړ.
د خبر لمبر: 3493008   خپرونې تاریخ : 2026/07/09

ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي  د جنازې مراسم د عراق او د نورو هېوادونو د میلیونونو خلکو په ګډون د حضرت امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې ترسره شول ؛ دا یوه بې‌سارې تاریخي صحنه ده چې د کربلا د عاشورا یاد تازه کوي.
د خبر لمبر: 3493007   خپرونې تاریخ : 2026/07/09

ایکنا- د میلیونونو خلکو د  ګډون یو  مهم  پیغام دا دی، چې د ایران  وا سیمې خلک باور لري، د اسلامي انقلاب شهید رهبر خپل ټول عمر د اسلام، وحدت او یووالي، اسلامي انقلاب او د اسلامي ایران د عزت  او اتحاد  او پت د ساتنې په لاره کې تېر کړ. د خلکو میلیوني شتون، د اسلام او ایران لپاره د شهید رهبر د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو د قدردانۍ څرګندونه وه؛ یوه داسې مبارزه چې تر خپلې وروستۍ سلګۍ او د خپلې کورنۍ تر قرباني کولو پورې ئې ورته دوام ورکړ.
د خبر لمبر: 3493003   خپرونې تاریخ : 2026/07/08

ایکنا-  د ایران د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د کورنئ د شهیدانو   دجنازو دستورې  د حضرت عباس علمدار علیه السلام په سپيڅلي حرم او بین الحرمیّن کې د لکونو  غمجنو او ویرجنو  مینه والو په شتون کې  په یوې ولولناکې او ویرجنې فضا کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3493002   خپرونې تاریخ : 2026/07/08

ایکنا-  په  نجف اشرف په ښار کې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې د لمانځه په مراسمو کې د عراق د خلکو پراخ شتون، یو ځل بیا د ایران او عراق د ولسونو ژوَرې اړیکې او یووالی نندارې ته وړاندې کړ. دغه مراسم د میلیونونو ویرجنو خلکو، سیاسي او مذهبي شخصیتونو په ګډون او د پراخو امنیتي او خدماتي تدابیرو په ړنا کې ترسره شول.
د خبر لمبر: 3493001   خپرونې تاریخ : 2026/07/08

د حسینی اربعین د قرآني پروګرامونو پیل؛
ایکنا-  «له قرآن سره د جنت پر لور» په عنوان سره د قرآن کریم د انس غونډه، د شهیدانو د لوړ مقام د درناوي، د قرآن کریم او اهل‌بیتو (ع) د فرهنګ د ودې او د حسینی اربعین د قرآني پروګرامونو د رسمي پیل په موخه، د قرآن کریم د قاریانو، حافظانو، قرآني فعالانو او مینه‌والو په ګډون د حضرت امام رضا (ع) په سپېڅلي حرم کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492985   خپرونې تاریخ : 2026/07/02

ایکنا –د الشعبي الحشد مبارز ځواک په اعلامیې کې راغلي دي، په عراق کې د ایران د شهیدرهبر د جنازې مراسم د عراق د حکومت په غوښتنه او له سیاسي قدرتونو سره په همغږۍ سره ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492976   خپرونې تاریخ : 2026/07/01

ایکنا- د عراق او ایران  د ادارو ترمینځ د پراخو همغږیو له پیل سره هممهاله، عراق په سپېڅلو ښارونو نجف اشرف او کربلا معلی کې د شهید امام آیت‌الله سید علي خامنه‌اي د جنازې د مراسمو د ترسره کولو لپاره چمتووالی نیسي. تمه کېږي چې په دغو مراسمو کې به له یو میلیون څخه ډېر کسان ګډون وکړي.
د خبر لمبر: 3492971   خپرونې تاریخ : 2026/06/30

ایکنا- د حسینی اربعین د فرهنګي کمیشن د قرآني فعالیتونو د کمېټې د قرآني شورا غونډه  پرون ترسره شوه. د شورا غړو د حسینی اربعین د موسم د وروستیو قرآني پروګرامونو ارزونه وکړه او د ګډون کوونکو ادارو ترمینځ د همغږۍ او همکارۍ د پیاوړتیا په اړه ئې نظرونه سره تبادله کړل.
د خبر لمبر: 3492969   خپرونې تاریخ : 2026/06/29

ایکنا- د حضرت امام حسین(ع) د شهادت د کلیزې په ورځ، په کربلا معلی کې د حسيني  عزادارئ په دستورو کې میلیونونو ګډونوالو د «رکضة طویریج» تاریخي او پرتمینې دستورې په پلي تګ او منډو سره ترسره شوي، په داسې حال کې چې د «یا حسین»  چغو انګازو د بین‌الحرمین فضا لړزوله.
د خبر لمبر: 3492964   خپرونې تاریخ : 2026/06/28

ایکنا- د حضرت امام حسین (ع) د سپېڅلي آستان د پراختیا څانګې اعلان کړی چې د محرم د ګڼې ګوڼې پر مهال ئې د «تل زینبیه» حرم دروازې د ښځینه زائرانو پر مخ بېرته پرانیستې دي.
د خبر لمبر: 3492958   خپرونې تاریخ : 2026/06/27

ایکنا- دغه بیرغ د ایران د سرقونسلګرۍ د هڅو په پایلې کې د حسيني آستان  له لوري په کربلا کې  د ایران د سرقونسلګرۍ سرپرست  جعفر صفري، ته وسپارل شو، څو د شهید رهبر د جنازې او وروستۍ بدرګې په مراسمو کې ترې استفاده وشي.
د خبر لمبر: 3492947   خپرونې تاریخ : 2026/06/23

ایکنا- د محرم میاشتې د رارسېدو په درشل کې، د حضرت امام حسین (ع)د  سپېڅلې آستان  د حرم د ګنبد د بیرغ د بدلولو د مراسمو نېټه اعلان کړه.
د خبر لمبر: 3492918   خپرونې تاریخ : 2026/06/16

ایکنا- د علوي سپېڅلي آستان له لورې د نهج‌البلاغې د يوې نفيسې او ګنجينه‌ ا ي نسخې د ليکلو د پروژې د پيل خبر ورکړل شوی، چې د اسلامي نړۍ په کچه د خپل ډول لومړنۍ پروژه بلل کېږي.
د خبر لمبر: 3492916   خپرونې تاریخ : 2026/06/16

ایکنا- د ایران استازو د کربلا د قرآن د جایزې په نړیوالو  سیالیو کې په بېلابېلو برخو کې غوره مقامونه ترلاسه کړل.
د خبر لمبر: 3492894   خپرونې تاریخ : 2026/06/11

ایکنا – د مصر د قرآن کریم راډیو د مصر د مرحوم قاري ابراهیم شعشاعی   تلاوت، چې د نامتو قاري عبدالفتاح شعشعی زوی دی، پخپلو ماښامنیو پروګرامونو کې خپروي.
د خبر لمبر: 3492891   خپرونې تاریخ : 2026/06/11

ایکنا- یوه تکړه مصري قاري او د قرآن کریم نړیوال قاضی شیخ عبدالفتح طاروطي( Sheikh Abdel Fattah Tarouti) د حسيني آستان  د قرآني فعالیتونو او د قرآن د پروګرامونود  ملاتړ  د څانګې ستاینه وکړه.
د خبر لمبر: 3492890   خپرونې تاریخ : 2026/06/10

ایکنا – د امام حسین  له مقدس حرم سره اړوند د حسيني شعائرو او موکبونو ادارې اعلان کړی چې د محرم د لسمې ورځې د زیارت او د عاشورای حسيني دستورو لپاره ئې ۷۴۶ جوازونه صادر کړي دي. دغې ادارې همدارنګه ویلي چې سږ کال به د حسینی اربعین په زیارت کې ۱۴  زره موکبونه ګډون وکړي.
د خبر لمبر: 3492889   خپرونې تاریخ : 2026/06/10

ایکنا - د عراق په امامین عسکرین سپيڅلی حرم کې د قرآن کریم د انس یوه روحاني غونډه د Al-Abbas Holy Shrine د قاریانو په ګډون ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492887   خپرونې تاریخ : 2026/06/10