ایکنا-(غزه) په فلسطین کې د غزې المعمداني روغتون له بې آمانه بمبارۍ وروسته په زیاترو اسلامی هیوادونو کې عمومی ویر اعلان شوی دی. او مقاومتی چورلیز اعلان ړی دی چې دغه جنایت یوه نسل وژنه ده او د بشریّت په ضد دغه جنایت به بې ځوابه پاتې نشي.
د خبر لمبر: 3488129 خپرونې تاریخ : 2023/10/18
ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان د پوځ عمومی قوماندان جنرال عاصم منیر له فلسطینه د اسلام اباد پر هراړخیزو ملاتړونو باندې په ټينګار سره په غزې کې د اسرائیلی نیواکګرو وروستي جنایتونه په کلکه محکوم کړل.
د خبر لمبر: 3488128 خپرونې تاریخ : 2023/10/18
ایکنا-(کابل) د افغانستان د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې سلګونو کسانو د فلسطین د خلکو په ملاتړ کې ستر لاريون وکړ او د شعارونو په ورکولو سره ئې پر غزه د اسرائیلو وحشيانه بریدونه وغندل.
د خبر لمبر: 3488126 خپرونې تاریخ : 2023/10/17
ایکنا-(صنعاء) د یمن د انصار الله ولسی غورخنګ رهبر خبرداری ورکړ، که امریکا په فلسطین کې مستقیم دخالت وکړي ، نو مونږ په توغندوی باران او ډرونز حملو سره ځواب ورکولو ته تیار یوو.
د خبر لمبر: 3488086 خپرونې تاریخ : 2023/10/11
ایکنا-(نوی ډیلی) دهندوستان په ټولنیزو چینلونو کې د یوشمیر ویډیوئي فیلمونو خپریدا د هندي پولیسو په لاس د هندي مسلمانو انجونو محصیلینو د ډيرو وهلو ټکولو ښودنه کوي.
د خبر لمبر: 3487986 خپرونې تاریخ : 2023/09/21
ایکنا-(نیویارک) د امریکا نیویارک ته د صهیونیسټي لومړی وزیر بینیامین نتنیاهو دس فر او دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ :د وینا په درشل کې دهغه مخالفانو د ملګروملتو د مرکز پر دیوال د هغه په ضد یوشمیر شعارونه نقش کړي دي.
د خبر لمبر: 3487977 خپرونې تاریخ : 2023/09/19
ایکنا -(تهران) د یمن دانصار ا.... غورځنګ عمومی منشي د اردن سین په لویدیځي غاړې کې دجنین په ښار اوکیمپ باندې د صهیونیسټانو د وروستیو جنایتونو په باب ووئيل، عربی او اسلامی هیوادونه او یمن د اسلام د امت په توګه د فلسطین په وړاندې دیني او اخلاقي مسئولیّت لري او دصهونیسټانو دجنایتونو په وړاندې له فلسطینه دملاتړ دنده پر اوږو لري.
د خبر لمبر: 3487581 خپرونې تاریخ : 2023/07/05
مودی مدعی شو
هندی لومړي وزیر نریندرا مودی مدعی شو په دغه هیواد کې د مسلمانو پشمول د لږکیو په ضد هیڅ ډول توپیر نشته،حال دا چې په میلیونونو مسلمانانو او غیر مسلمانان د افراطي هندوانو په لاس هره ورځ د خپلو بچیانو جنازې اوچتوي.
د خبر لمبر: 3487517 خپرونې تاریخ : 2023/06/24
ایکنا-(تهران) د بخښنې نړیوالې ادارې پخپل ترټولو وروستي راپور کې ټينګار کړی دی چې له افغان میرمنو سره د طالبانو بد چلند د بشریّت په ضد یوډول جنسیتی آپارټائيډ او جنایت ګڼل کیدلی شي.
د خبر لمبر: 3487402 خپرونې تاریخ : 2023/05/28
ایکنا-(تهران) د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس د فلسطین په نیواکي ټاټوبو او قدس شریف کې د تاؤتریخوالو په زیاتیدا جدي انديښنه څرګنده کړه.
د خبر لمبر: 3487162 خپرونې تاریخ : 2023/04/10