iqna

IQNA

بچوې
ایکنا – د سلواغې په ۲۲ نیټه  د تهران پشمول په درست ایران کې  په یووخت په رسمي ډول  د ایران د اسلامی جمهوریت  ولایتمدار او انقلابی ولس په پراخ ،ولولناک او میلیوني لاریون سره  د یوم الله یعنی د استکبار او استعمار په ضد الله اکبر په چغې سره د ازادۍ لاریون ترسره شو.
د خبر لمبر: 3490631    خپرونې تاریخ : 2025/02/12

ایکنا - د عربي نړۍ مشهور شناندي او خبریال عبدالباري عطوان زیاته کړه: د صهیونیسټ رژيم غلطۍ دا وه چې هڅه یې وکړه چې یمن له نیواکي فلسطین څخه په دوه زره اته سوه کلومیټره واټن لرلو سره نیغ په نیغه ټکر بدل کړي او هڅه وکړي د عربو رژیمونه د صهیونیسټ رژیم د نقشو او پلانونو پراساس د نوي سیمې د رامینځته کولو لپاره د تیریو او د نیواکګرۍ په ملاتړونو حکومتونو بدل کړي.
د خبر لمبر: 3490481    خپرونې تاریخ : 2025/01/16

معظم رهبر؛
ایکنا – د اسلامی انقلاب معظم لارښود په غزې کې د اور بند په اعلان پسې  وفرمائيل؛ دغزې د خلکو  صبر او د فلسطینی مقاومت کلک استقامت او دریدا  وحشي صهیونیسټي رژیم  شاتګ ته اړ کړ.
د خبر لمبر: 3490478    خپرونې تاریخ : 2025/01/16

ایکنا –د انډونیشیا او ملایشیا په څیر د جنوب ختیځي آسیا په مسلمان میشتو هیوادونو کې ډيری مصرفونکو، د له صهیونیسټي رژيم څخه د ځينو لویدیځي برنډونو  د ملاتړ په دلیل  دغه برنډونه بایکاټ کړي دي، چې دغې موضوع د اسلامی او حلالو محصولاتو د خرڅلاؤ د رونق لپاره  زمینه برابره کړې ده.
د خبر لمبر: 3490448    خپرونې تاریخ : 2025/01/11

ایکنا – ملګروملتو په خپل یوه وروستي راپور کې وئیلي دي،د نوي میلادي کال په لومړنۍ اونۍ کې د فلسطین په غزې تړانګې کې لږترلږه ۷۴ ماشومان شهیدان شوي دي
د خبر لمبر: 3490446    خپرونې تاریخ : 2025/01/11

ایکنا -  د پاکستان دپوځ د افغانستان په جنوب ختیځ کې د پکتیکا ولایت په سرحدي سیمو باندې په هوائي حملې کې یو شمیرعاموخلکو ته چې ماشومان او ښځې هم پکې ترسترګو کیږي، مرګ ژوبلې اړولي دي.
د خبر لمبر: 3490369    خپرونې تاریخ : 2024/12/25

ایکنا – د ایران د تبریز په عیدګاه کې د نور تبریز  مداحي ډلې ،د قرآن د سیالیو په اوه څلویښټم پړاؤ پایزو دستورو کې د ۱۳۰قرآنی نازولو زلمیانو  څخه جوړ د  ثقلین او  ثامن الائمه  حماسی سرود او مدحي  په ګډه  تلاؤت  اجرا کړ.
د خبر لمبر: 3490340    خپرونې تاریخ : 2024/12/21

ایکنا - د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ: په دې خبرې کښې باید شک ونکړو  هغه څه چې په سوریې کښې رامینځته شول د امریکا او اسرائیلو د کنټرول په کوټه کښې پلان شوي او دد پيښې اصلي عاملان همالته دي.
د خبر لمبر: 3490297    خپرونې تاریخ : 2024/12/11

ایکنا -  په غزې تړانګې کې د وحشي صهیونیستي رژيم په وسیله د؛کمل عدوان؛ د روغتون له بمباریو وروسته،د فلسین د روغتیا وزارت او دفلسطین مسئولانو  پرون د غزې تړانګې د روغتونونو د ملاتړ غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3490200    خپرونې تاریخ : 2024/11/23

ایکنا-  مسلمانو عالمانو دنړیوالې اتحادئې عمومی منشي په غزې کې د اور بند د پریکړه لیک په ویټو کې د امریکا  سپير اقدام په سخته محکوم کړ او په غزې کې ئې د جنګ د بندولو لپاره د نړیوال اقدام غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3490198    خپرونې تاریخ : 2024/11/23

ایکنا - په دې حساسو حالاتو کښې چې نن یې وینو، ټول کفر د ټول اسلام په وړاندې ولاړ دی او د جنګِ احزاب رایادونکی دی، د اسلام حکم، د دغو جنګي کفارو په وړاندې د جهاد جوت واجبوالی دی؛ لکه څنګه چې متعال خدای فرمايي: «وَقَاتِلُوا الْمُشْرِکِینَ کَافَّةً کَمَا یُقَاتِلُونَکُمْ کَافَّةً» نو ځکه دنده دا ده چې ټول پتمن مسلمانان وسله راواخلي او د مسلمانانو د سر او مال او عزت دفاع وکړي، لکه څنګه چې «د مقاومت امت» ژوندی دی او د لازیات تیري اجازه به ورنه کړي او له دې جهاد څخه به د خدای تعالی په درګاه کښې ستر اجر ولري چې فرمایلي یې دي: «لَا یَسْتَوِی الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِینَ غَیْرُ أُولِی الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِی سَبِیلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِینَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ عَلَی الْقَاعِدِینَ دَرَجَةً وَکُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَی وَفَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِینَ عَلَی الْقَاعِدِینَ أَجْرًا عَظِیمًاً».
د خبر لمبر: 3490184    خپرونې تاریخ : 2024/11/19

ایکنا – دعمان ستر مفتي  د صهیونیسټي رژیم  په وړاندې د فلسطین د مقاومت او د لبنان د حزب الله او د یمن د انصار الله  مقاومتي ځواکونو  د مقاومت او استقامت  په ستایلو سره ټينګار کړی دی چې  نړیوال  د مقاومتي چورلیز ددغو مبارزانو  له خوا د داسې سرښیندنې  شاهدان دي چې تر اوسه پورې ساری نه لري.
د خبر لمبر: 3490175    خپرونې تاریخ : 2024/11/18

ایکنا – په داسې حال کې چې د یوه هالینډي ټیم او د صهیونیسټي رژيم د ټیم ترمینځ د یوې سیالۍ له ترسره کیدا وروسته د تاؤتریخوالو په یوې اونۍ پسې  ددغه هیواد مسلمانان  ددوي په ضد داقداماتو د په زیاتیدا اندیښمن دي.
د خبر لمبر: 3490174    خپرونې تاریخ : 2024/11/18

ایکنا- شیخ حنینه ددې خبرې په کولو سره چې امریکا هیڅکله هم د فلسطین د ملت خیر غواړی نه ده ووئیل،د متحده ایالاتو  په ټولو پړاؤنو کې د مینځني ختیځي سیمې په باب ټول سیاستونه په بشپړ ډول د اسرائیلو په خدمت کې دی او د اسلامی ملتونو لپاره هیڅ  ګټه  نه لري.
د خبر لمبر: 3490171    خپرونې تاریخ : 2024/11/17

ایکنا - د صهیونیسټي رژيم د ۱۲ چینل له خوا په ترسره شوي نظر غوښتنې کې ، د دغه رژیم پخوانی وزیر نفتالی بنټ، دنتنیاهو په لسنت د لومړی وزارت د ترلاسه کولو لپاره لازیاته توانمني لري او زیاتره صهیونیسټان د بندیانو د مبادلې غوښته کوي.
د خبر لمبر: 3490164    خپرونې تاریخ : 2024/11/16

ایکنا – د فرانسې او اسرائيلو د فتبال لوبې په وخت د پاریس د پولیسو د امنیتی تدبیرونو په اپوټه  پلویان له یوه بل سره ونښتل او صهیونیسټي نندارچیانو دې ځل په ؛استاد دوفرانس ؛لوبغالي  کې پر فرانسوي نندارچیانوحمله وکړه.
د خبر لمبر: 3490163    خپرونې تاریخ : 2024/11/16

ایکنا - شیخ الازهر په باکو کې د اروپائي شورا له مشر سره په کتنې کې ووئيل، هغه څه چې په غزې تړانګې کې روان دي ، دهغه څه چخني کول  او ورباندې سترګو پټول دي چې  د انسان دوستۍ کنونشنونو او ددینونو په وسیله تائيد شوي دي.
د خبر لمبر: 3490153    خپرونې تاریخ : 2024/11/13

 ایکنا - د آیرلینډ قانون جوړونکو د دغه پلان په تصویبولو سره د دغه هیواد له حکومته وغوښتل چې په سمدستي توګه له صهیونیسټ رژیم سره د پوځي تجهیزاتو او وسلو په برخه کښې ټولې راکړې ورکړې وځنډوي او دغه رژیم ته د دوه اړخیزو توکو د صادراتو د جواز صادرول غیر قانوني کړي. ، او د هوايي حریم او د آیرلینډ د هوایی ډګرونو کارول باید د هغو الوتکو لپاره هم منع شي چې تل ابیب ته وسلې لیږدوي.
د خبر لمبر: 3490127    خپرونې تاریخ : 2024/11/09

ایکنا - یوې عبری ژبې  رسندوئې له نتنیاهو سره د نزدې کړئ له قوله  راپور ورکړی،  نتنیاهو د جنګ د وزیر له لیرې کولو روسوته د شابک د مشر او د  پوځ دلوي درستیز په لیرې کولو پسې هم دی .
د خبر لمبر: 3490117    خپرونې تاریخ : 2024/11/06

ایکنا - د لبنا ن دحزب الله مبارزان بریالی شوي له مځکې په هوا کې په ویشتونکی توغندي سره د  صهیونیسټ رژيم یوه بله هرمس ۹۰۰ ډوله  پرمختللی ډرون الوتکه هم نسکوره کړي.
د خبر لمبر: 3490086    خپرونې تاریخ : 2024/10/30