ایکنا - په درست ایران کې د قدس دنړیوالې ورخې ولولناک او پرتمین لاریونونو دنړیوالو رسندویو توجه ځان ته جلب کړې ده.
د خبر لمبر: 3490881 خپرونې تاریخ : 2025/03/29
ایکنا- د ایران د اسلامی شورا مشر په تهران پوهنتون کې د قدس د نړیوالې ورځې په دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې فلسطین د لویدیځ ددوه ګوڼي تمدن او په ظاهره د ښکلي شعارونو په مقابل کې یو پياوړی بند دی ،ووئيل؛ فلسطین د سلطې د هغه نظام په مقابل کې د نړیوالې ټولنې ویښ وجدان دی چې د حقیقت او حق په ځپنئې سره او په ټولنې باندې په تیره بیا په اسلامی ټونلې باندې په ظلم سره ئې حیات ته دوام ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3490879 خپرونې تاریخ : 2025/03/29
ایکنا - د امریکا د عدلیې وزارت د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر او د حقانی چینل مشر خلیفه سراجالدین حقاني نوم د متحده ایالتونو تعقیبونکو کسانو له تور لسټه وایست.
د خبر لمبر: 3490850 خپرونې تاریخ : 2025/03/23
ایکنا - دغه حملې په غزې تړانګې د صهیونیسټي رژيم له حملو او نښتو سره اړونده سیمه ایزو تاؤتریخوالو په دوام کې شوي دي. د یمن انصار ا... په یوې خبرتیا کې وئیلي دي، دغزې تړانګې د کلابندۍ او د انسان دوستۍ دمرستو دغوڅيدا په ځواب کې به نیواکي فلسطین ته تلونکي یا له صهیونیسټي رژیم سره اړونده کشتۍ ټارګټ کړي
د خبر لمبر: 3490831 خپرونې تاریخ : 2025/03/21
ایکنا- د اسلامی انقلاب ستر لارښود، خبرواترو ته د امریکا د اوسني ولسمشر بلنه په دوکه بللو سره ټينګار وکړ، د امریکا لهدغه حکومت سره مذاکرات به د بندیزونو غوټه نوره هم سخته او درنده کړي.
د خبر لمبر: 3490789 خپرونې تاریخ : 2025/03/13
ایکنا - درې کاله مخکې، د اوکراین د جنګ په لومړیو ورځو کې، د اسلامي انقلاب رهبر امام خامنه ای په یوه استراتیژیکه شننه کې، د دې کړکېچ جړو ته کتنه کړې او په ټینګار سره یې ویلي وه چي اوکراین د امریکا د کړکېچ پال (بحران رامینځته کوونکی) سیاست قربانی شوی دی. .
د خبر لمبر: 3490728 خپرونې تاریخ : 2025/03/03
ایکنا - په اسپانیا کې د ؛افغانستان؛دهیلې راټوکیدل ګډه هڅه:په عنوان سره په دوه ورځني نړیوال سمینار کې په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراختیا، سیاسي وضعیت، د ښځو حالت او پر افغانستان د نړیوالو سیاستونو د اغېزو په تړاو خبرې وکړې.
د خبر لمبر: 3490710 خپرونې تاریخ : 2025/02/27
ایکنا- د لبنان د بیروت ؛کمیل شمعون؛ سپورټي کمپلیکس د مقاومتی چورلیز د لوړپوړو مشرانو شهید حسن نصرالله او شهید هاشم صفی الدین د پاکو جنازو په دستورو کې د ګډون لپاره د مقاومت له مینه والو له هماغه سهار وختی راهسې ډک ؤ او له درست لبنان او د نړۍ له ګوټ ګوټه دمقاومت مینه والو ځانونه بیروت ته رسولي وو.
د خبر لمبر: 3490699 خپرونې تاریخ : 2025/02/25
یروشلم پوسټ لیکلي؛
ایکنا – د پرز اکاډمیک مرکز کې د حقوقو استادشوکي فریډمن په هغې مقالې کې چې یروشلم پُسټ ورځپاڼې خپره کړې ده،ددووګوڼو سټنډرډونو ارزونې ته مخه کړې ده چې د نړۍ د ځينو هیوادونو له خوا د هغه څه په زمینې کې چې له غزې تړانګې څخه ددغې سیمې د اوسیدونکو د اجباري مهاجرت بلل کیږي، په ایجنډا کې ده.
د خبر لمبر: 3490696 خپرونې تاریخ : 2025/02/25
ایکنا – د مصر د اوقافو وزارت د روژې په مبارکې میاشتې کې د شپو د ژوندي کولو لپاره له دغه هیواده بهر ته د لسو مصري مبلغانو او قاریانو د لیږلو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3490674 خپرونې تاریخ : 2025/02/22
ایکنا – د پاکستان په بلوچستان صوبې کې په یوه بس باندې په ترهه ګرې حملې کې اوه کسان چې وئيل کیږي، قربانیان د پنچاب صوبې اوسیدونکي پنجابیان دي، ووژل شول.
د خبر لمبر: 3490673 خپرونې تاریخ : 2025/02/20
ایکنا- د اسلامی ملګرتیا موسیسې مسئولانو وئيلی دي، په هرې رودې سره به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.
د خبر لمبر: 3490671 خپرونې تاریخ : 2025/02/20
ایکنا - د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي پرون ناوخته د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني او ورسره پلاوي سره په کتنې کې ووئيل؛ دایران د حکومت یو اعلان شوی سیاست له ګاونډیانو سره د اړیکو پراختیا ده او د خداي په مهربانۍ سره په دې زمینې کې ښه کارونه شوي او پرمختګونه هم ترلاسه شوي دي.
د خبر لمبر: 3490667 خپرونې تاریخ : 2025/02/20
ایکنا - د اسټرالیا قضايي چارواکو د یوې ښځې د محاکمې اعلان وکړ چې په سیډني کې په عامه ځایونو کې د اسلام ضد شعارونو لیکلو کې ښکیله وه. برونین الیزابت نوویکي، چې ۵۳ کلنه ده، د هورنزبي ویټسفیلډ شاپینګ سنټر او د پاراماتا په کمبینک لوبغالي کې د مسلمانانو په ضدد کرکې او نژاد پرستۍ پیغامونو لیکلو تورنه لګول شوی ده.
د خبر لمبر: 3490666 خپرونې تاریخ : 2025/02/19
ایکنا - د اسلامي انقلاب معظم رهبر، د امریکا یانو زورویونکې خبرې او د هېوادونو د یوې برخې د اشغال او یا نومولو غوښتنه، د مستکبرانو او د صهیونیزم د پېچلې شبکې د خراب، وحشي، لوټ مار او تسلط غوښتونکي باطن څرګندونه وبلله.
د خبر لمبر: 3490659 خپرونې تاریخ : 2025/02/18
ایکنا – د امریکا د سټارباکس شرکت د مدیره پلاوي مشر ووئيل؛ دبایکاټ کمپاینونو دغه شرکت ته ډير زیات تاوانونه اړولي دي.
د خبر لمبر: 3490658 خپرونې تاریخ : 2025/02/18
ایکنا - د امریکا «فارن پالیسي» مجلې د بشري حقوقو او په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم د وحشیانه جنایتونو د توجیه کولو په زمینه کښې د امریکا دوه ګوڼه معیارونو ته په اشارې سره ډاګینه کړه،چې د بشریت په هکله د لویدیځو هیوادونو ادعاګانې د غزې په جنګ کښې نابودې شوې.
د خبر لمبر: 3490653 خپرونې تاریخ : 2025/02/17
ایکنا – د فلسطین د اسلامی مقاومتی غورځنګ حماس په یوې اعلامیې کې وئيل شوي دي، د دښمن د بندیانو د سپارلو په دستورو کې د خلکو پراخ شتون، د قدس اوالاقصی جومات د انځورونو سمبولیک موجودګي ،نیواکګرو او دهغوي ملاتړو ته نوی پيغام دی چې قدس او الاقصی سرې کرښې دي.
د خبر لمبر: 3490644 خپرونې تاریخ : 2025/02/16
ایکنا – د مصر د الازهر اسلامی مرکز په یوې اعلامیې کې له غزې تړانګې څخه د خلکو له ویستلو پرته د بیا رغونې او پخپل ټاتوبو کې د فلسطین د ملت د مقاومت د پياوړي کولو په باب د مصر او عربو هیوادونو د دریځ د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3490641 خپرونې تاریخ : 2025/02/15
ایکنا - د پاکستان د جماعت اسلامی ګوند پخوانی امیر سراج الحق ووئيل؛ایران په ترټولو سختو شرایطو کې د فلسطیني مقاومت تر څنګ ولاړ دی/ ځینو عربو هېوادونو په خیانت سره اسراییل پیاوړی کړ
د خبر لمبر: 3490642 خپرونې تاریخ : 2025/02/15