امریکا - پاڼه 13

IQNA

بچوې
ایکنا - د ایران  اسلامي  جمهوریت پشمول درسته نړئ نن د حضرت فاطمه زهراء‌(س) د نیکمرغه میلاد په مناسبت د جشنونو  ، خوښۍ او سرور وولولناکه  فضا لري . په همدې مناسبت په  امام خمیني‌(ره) حسینې کې هم، د اسلامی انقلاب  د معظم لارښوداو د اهل‌ بیت‌(ع) د زرګونو مینه‌والو په شتون کې د سیّده نساء‌العالمین د میلاد  په مناسبت په شاندارو مراسمو کې مداحی وشوه او  شعرونه او منقبت  خواني وشوه.
د خبر لمبر: 3492149   خپرونې تاریخ : 2025/12/11

ایکنا - یوه څېړنه چې د بریتانوي بنسټ «د ایمان د اغېز په ژوند کې» (IIFL) له خوا ترسره شوې، ښئي چې نړیوالې نښتې د بریتانیاوالو د اسلام په لور د  ګروهنې یو مهم محرک دی.
د خبر لمبر: 3492123   خپرونې تاریخ : 2025/12/07

خامه یار لیکلي
ایکنا - مهاتیر محمد» چې اوس ئې د سل کلونو له پوره کېدو څلور میاشتې تېرېږي، لا هم د ځوانۍ هغه زړه‌ور  او جرئت د اسلامي نړۍ ـ په ځانګړي ډول د فلسطین د آرمان ـ په اړه په سینې کې ژوندی ساتي . زمانه نه ده توانېدلې چې له هغه انساني صراحت او سیاسي غیرت   واخلي؛ داسې ښکاري چې کلونه تجربه ئې یوازې د خبرو  مخینه نوره  هم کلکه او سخته کړی دی.
د خبر لمبر: 3492121   خپرونې تاریخ : 2025/12/07

د ایکنا؛له استادعبدالعزیزساشادینا سره مرکه!
ایکنا - د امریکا د ویرجینیا ایالت د جورج مېسن پوهنتون پخوانی استاد، عبدالعزیز ساشادینا،بل پرون ومړ. ایکنا په ۱۳۹۴ لمریز کال کې له هغه سره یوه مرکه کړې وه. ساشادینا په دغې مرکه کې ویلي و: د امام خمیني (رح) پیغام چې له قرآنه ئې سرچینه اخستې ، نړیوال و او ټول مسلمانان یې مخاطب وو.
د خبر لمبر: 3492115   خپرونې تاریخ : 2025/12/06

ایکنا - د پاکستان حکومت او ملت د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس له بې وسلې کولو سره سخت  مخالفت اعلان کړی دی.
د خبر لمبر: 3492100   خپرونې تاریخ : 2025/12/02

ایکنا - د لبنان د پارلمان مشر د دنړئ د کاتولیکانو  رهبر څوارلسم پاپ لئو  ته له هغه سره په  لیدنې کې چې دغه  هېواد ته ئې سفر کړی، یو قرآن کریم ډالۍ کړ.
د خبر لمبر: 3492099   خپرونې تاریخ : 2025/12/02

ایکنا-  پریس ټي وي  Press TV  چینل په ټولې نړۍ کښې د عبري ژبې مخاطبانو لپاره په دغې ژبې خپل خبري سروس په رسمي توګه پیل کړ.
د خبر لمبر: 3492093   خپرونې تاریخ : 2025/12/01

ایکنا- د غزې د بشري بحران په اړه دوه مستند فلمونه د «اِمي»  نومې نړيوالو جايزو په ۵۳م پړاو کې چې په نیویورک کې ترسره شو، جايزې وګټلې.
د خبر لمبر: 3492082   خپرونې تاریخ : 2025/11/29

ایکنا-د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ایران ملت ته په سپارښتنې سره روښانه کړې ده ، د ایران ملت دې د امریکا او صهیونیسټي رژيم د ۱۲ ورځنی جنګ د شپو ورځو په څير د دښمن په مقابل کې سره متحد او مسنجم  او هوښیار ووسي
د خبر لمبر: 3492077   خپرونې تاریخ : 2025/11/28

ایکنا – د لاتینې امریکا او کارائيب د مسلمانانو  یو دیرشم نړیوال سمینار د برازیل په سائو پائولو کې  ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492076   خپرونې تاریخ : 2025/11/27

ایکنا - د یادولو ده چې امریکائي او اسرائيلي شیطاني طاقتونه هڅه کوي د ایران  په اسلامی جمهوریت کې داړئ ګړئ دجوړولو لپاره داخلی تالی څټي وګماري  او د عامو خلکو  ژوند تریخ کړي خو په الهي عنایاتو او د بسیجي او مبارزو ځواکونو په همت او په موقعې هوښیارتیا او ځيرتیا سره تر دې  دمه ئې درستې دسیسې ناکامې شوي دي.
د خبر لمبر: 3492061   خپرونې تاریخ : 2025/11/25

ایکنا - د قرآن کریم د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په کارولو سره دویم هنري نندارتون  د لیندۍ یا قوس د میاشتې له لومړۍ تر څلورمې نیټې پورې په کوشک باغ هنر کې د  لیوالو  هرکلی کوي.
د خبر لمبر: 3492050   خپرونې تاریخ : 2025/11/22

 ایکنا - د ملایشیا لومړی وزیر د فلسطین د مسئلې په اړه د خپل هېواد په ثابت موقف باندې په ټینګار سره ووئيل چې هېڅ داسې پلان یا تړون چې د فلسطین د ملت بشپړ حقوق تضمین نکړي، ن دوامداره او پایدار حل نشي کیدلی.
د خبر لمبر: 3492047   خپرونې تاریخ : 2025/11/22

ایکنا - د جرمني د پولیسو د راپور له مخې، د ۲۰۲۵م کال له پیل راهیسې په دغه هېواد کې د مسلمانانو پر ضد د کرکې پر بنسټ له ۹۳۰ څخه ډېر جرمونه ثبت شوي دي.
د خبر لمبر: 3492044   خپرونې تاریخ : 2025/11/20

ایکنا - د نيويارک منتخب ښاروال، ظهران ممداني، له ABC News له ڼيلیږیژني چینل سره په يوې مرکې کې ويلي: که بنیامین نتانیاهو راتلونکې کال دملګرو ملتو د عمومي اسمبلې د ناستې لپاره امريکا ته داخل شي،زه به د هغه د نيولو حکم صادر کړم.
د خبر لمبر: 3492037   خپرونې تاریخ : 2025/11/19

ایکنا - د «قرآن او ورورولۍ» په نامې سره غونډه د سومالیا په پلازمېنې موګادیشو کې د ګڼ شمېر مسلمانانو په شتون کې ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492030   خپرونې تاریخ : 2025/11/18

ایکنا – د  اسلامی انقلاب معظم  لارښود حضرت آیت‌ا... العظمی سید علی خامنه‌اي وفرمائيل؛ امريکا به د نوي نړيوال نظم په رامینځته کېدو کې منزوي شي.
د خبر لمبر: 3492012   خپرونې تاریخ : 2025/11/15

ایکنا – له ۴۳ ورځو بې‌ مخینې تړل کیدا وروسته، د امریکا  فیدرالي حکومت د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۳  بیا یعنی نن بیا فعال شو. دا اوږده  تړل کیدا چې ددغه هیواد پخوا ریکارډ ئې مات کړی، د واشنګټن د سیاسي او اقتصادي کړکېچونو د ژورتیا څرګنده نښه وه.
د خبر لمبر: 3492008   خپرونې تاریخ : 2025/11/13

ایکنا- د ایران د اسلامي شورا مرستیال مشر وویل امریکا د سیمې هیوادونو ته اجازت نه ورکوي چې له یو بل سره دوستانه اړیکې ولري، خو که مونږ پرمختګ او پراختیاغواړو، نو مونږ به له یو بل سره له ښو اړیکو پرته بله چاره ونه لرو.
د خبر لمبر: 3492003   خپرونې تاریخ : 2025/11/12

ایکنا- ترکیه او لویدیځ په دې بوخت دي چې د داعش پخواني قاتل او جنایتکار مشر  او  د سورئې د اوسنی مشر ابومحمد الجولاني یوه تش په نامه ملائکه جوړه کړي، خو د سورئې لپاره د بشري حقوقو څارونکې وئيلي دي چې د  ۲۰۲۵ کال له پیل څخه تر اوسه پورې په سورئې کې له ۱۱ زرو څخه زیات کسان د دغه جنایتکار جولاني د ټيم  یا  رژیم په لاس وژل شوي دي. له دې شمېرې څخه ۵۹ تنه ئې په زندانونو کې په  شکنجو کې وژل شوي دي.
د خبر لمبر: 3491991   خپرونې تاریخ : 2025/11/10