ایکنا - د مصر یوه لیکوال او ادیب محمود القاعود د مصر عمومی څارنوال ته په یوه لیک کې له هغه وغوښتل،د امریکا په ؛الحره ؛ سپوږمکیز چینل کې د قرآن،اسلام او د اسلام د ګران پیغمبر(ص) سپکاوي کونکی مصری لیکوال ابراهیم عیسی دې په جدی توګه تعقیب کړی.
د خبر لمبر: 3490950 خپرونې تاریخ : 2025/04/13
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر په ټولو زمینو کې د دواړو هیوادونو په پیاوړو او دوامدارو اړیکو باندې د خوښئ په ښودلو سره ،له سیمه ایزو بدلونونو او مسئلو سره په ارتباط کې د عمان هیواد د مسئولانه کړچار قدرونه او ستاینه وکړه او د ایران امریکا دغیر مستقیمو خبرواترو کوربتوب ئې ددغه کړچار یوه نښه وبلله.
د خبر لمبر: 3490949 خپرونې تاریخ : 2025/04/13
ایکنا – په داسې حال کې چې دغزې جنګ هماغه راز دوام لري، په امریکا کې د ؛پيو؛څیړنیز مرکز یوې نوي نظر غوښتنې نتیجې،د صهیونیسټ رژيم په باب د امریکا دعمومی افکارو په لیدتوګې کې د پام وړ بدلون رابرسیره کوي.
د خبر لمبر: 3490941 خپرونې تاریخ : 2025/04/10
ایکنا- د اټومي چارو یوه کارپوه او د پاکستان د قائد اعظم پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو د څانګې مشر ډاکټر ظفر نواز جسپال وویل: "د تهران او واشنګټن ترمینځ اوسنی خرابېدونکی وضعیت د ډیپلوماسۍ په لور بدلون ته اړتیا لري ځکه چې ایرانیان به د امریکا پوځي ګواښونو ته تسلیم نشي. له همدې امله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او حکومت ئې باید له مطلق العنانیت،دړکو او پوځي توبه ډډه وکړي.
د خبر لمبر: 3490936 خپرونې تاریخ : 2025/04/09
ایکنا – له ملګروملتو سره اړونده د انسان دوستۍ اورګانونو په یوې ګډې اعلامیې کې په غزې تړانګې کې د حالاتو د بشپړ بحران په باب خبرداری ورکړ او ټينګار ئې کړی دی،هغه څه چې په دغې سیمې کې په رامینځةکیدا دي،د انسانانو ژوند ته بشپړ بې توجهي ده.
د خبر لمبر: 3490931 خپرونې تاریخ : 2025/04/09
ایکنا- د افغانستان د طالبانو د کډوالو او د بېرته ستنیدو د چارو وزارت وایي، پاکستان غواړي افغانان د زور له لارې بېرته ستانه کړي او ایران غواړي چېد کډوالو د ستنولو لپاره له افغانستان سره د تفاهم له لارې یو ګډ میکانیزم جوړ کړي.
د خبر لمبر: 3490922 خپرونې تاریخ : 2025/04/07
ایکنا - امام خامنه يي د تېرې دوشنبې یعنی د نیکمرغه کوچني اختر په ورځ د ایران د اسلامی نظام له چارواکو، د اسلامي هېوادونو له سفیرانو او د ایران د خلکو له مختلفو طبقو سره په کتنه کې، د اسلام مخ پر زیاتیدونکي عزت او د سترو قدرتونو له زور ویلو او باج غوښتلو سره مقابله، د اسلامي امت د وحدت او بصیرت په سیوري کې وبلله.
د خبر لمبر: 3490906 خپرونې تاریخ : 2025/04/03
ایکنا - په دوحې کې د افغانستان د طالب حکومت دسیاسی دفتر مشر، د طالبانو د فعالیت د ممنوعیّت د ځنډولو لپاره د روسیې د لوي څارنوال په غوښتې پسې ووئیل؛ دغه اقدام د افغانستان اوروسیې ترمینځ د خبرواترو او ملګرتیا لپاره د نوو فرصتونو د رامینځةکیدا سبب کیدلی شي.
د خبر لمبر: 3490905 خپرونې تاریخ : 2025/04/03
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د تیونیس پشمول د بحرین،متحده عربی اماراتو ،کویت او څو نورو هیوادونو مشرانو سره په ټیلیفوني تماسونو کې ووئيل؛ باؤري یوو مسلمانان د یوه بل وروڼه دي او که خپل وحدت او انسجام پیاوړی کړی، نو دهغه څه په څیر د جنایتونو درامینځةکیدا چې په غزې کې روان دي، مخه نیولی شي،هیله مند یوو اسلامی ملتونه په اتحاد او انسجام سره د فلسطین دمظلوم ملت په ضد د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو ددریدا لپاره ډله ایز او اغیزشیندونکې هڅه ولرل شي.
د خبر لمبر: 3490903 خپرونې تاریخ : 2025/04/03
ایکنا – د اسلامی انقلاب معظم لارښود پرون د اسلامی نظام د مسئولانو، داسلامی هیوادونو د سفیرانو او نمایندګیو د مشرانو په ټول کې د سترو قدرتونو له کلنګ اخستو سره او له سرزروئ سره مقابله د اسلامی امت په وحدت او بصیرت کې وبلله او د درستو اسلامی حکومتونو په لور د ایران د اسلامی جمهوریت د ورورولۍ د لاس په اوږدولو باندې په ټينګار سره ووئیل؛ په فلسطین او لبنان کې د صهیونیسټ رژيم او دهغو د ملاتړ له بې مخینې جنایتونو سره د اغیزشیندونکي ډغرې لاره ، د اسلامی حکومتونو ، اتحاد، یوزړتوب او یوه خوله کیدا ده.
د خبر لمبر: 3490896 خپرونې تاریخ : 2025/04/01
ایکنا – د روژې د مبارکې میاشتې په ختمیدا سره ، په درستې نړۍ کې په تیره بیا په اسلامی هیوادونو کې د قطر د نیکمرغه اختر دستورې ترسره شوې
د خبر لمبر: 3490895 خپرونې تاریخ : 2025/04/01
ایکنا - د اسلامی انقلاب ستر لارښود د نیکمرغه کوچنی اختر دلمانځه په خطبو کې وفرمائي؛ صهیونیسټ رژيم د استعمارګرانو نیابتي ځواک دی،که چیرې امریکا کوم شرارت وکړي نو محکم متقابل ګوزار به خوري
د خبر لمبر: 3490892 خپرونې تاریخ : 2025/03/31
ایکنا – له حضرت امام علی ابن ابی طالب(ع) څخه دوه مشهور وصیّتونه پاتې دي ؛ یو له عامو مخاطبانو سره هغه اخلاقي وصیّت چې په هغه کې د مهمو چارو سپارښتنه کوي؛ الله الله فی الایتام؛ او بل هغه مفصل مالی وصیّت دی چې په؛ صدقات علی ( دعلی دموقوفاتو په مکتوب سند) مشهور دی.
د خبر لمبر: 3490888 خپرونې تاریخ : 2025/03/30
ایکنا – د روژې دمبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې لمونځ د مجسد الحرام او مسجد جامع الازهر پشمول د نړۍ په مختلفو جوماتونو کې د الاقصی او غزې لپاره له دعاګانو سره یو ځای ؤ.
د خبر لمبر: 3490886 خپرونې تاریخ : 2025/03/30
ایکنا- د قدس ورځ، د بشریت لپاره د امام خمیني (ره) پروژه او د صهیونیزم د جنایتکارې ډلې پر وړاندې د نړۍ د آزادو خلکو د یووالي فرصت دی
د خبر لمبر: 3490884 خپرونې تاریخ : 2025/03/29
ایکنا - په درست ایران کې د قدس دنړیوالې ورخې ولولناک او پرتمین لاریونونو دنړیوالو رسندویو توجه ځان ته جلب کړې ده.
د خبر لمبر: 3490881 خپرونې تاریخ : 2025/03/29
ایکنا – د شهید سید حسن نصر الله لور میرمن زینب نصر الله په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د قدس شریف آزادي هغه لوي هدف دی چې هیڅکله به ورڅخه لاس په سر نه شو او د مونږ مقاومت به چې په خداوندمتعال باندې دایمان په اساس دی ، د لالویو بریالیتوبونو په لور پرمخ لاړشي.
د خبر لمبر: 3490880 خپرونې تاریخ : 2025/03/29
ایکنا- د ایران د اسلامی شورا مشر په تهران پوهنتون کې د قدس د نړیوالې ورځې په دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې فلسطین د لویدیځ ددوه ګوڼي تمدن او په ظاهره د ښکلي شعارونو په مقابل کې یو پياوړی بند دی ،ووئيل؛ فلسطین د سلطې د هغه نظام په مقابل کې د نړیوالې ټولنې ویښ وجدان دی چې د حقیقت او حق په ځپنئې سره او په ټولنې باندې په تیره بیا په اسلامی ټونلې باندې په ظلم سره ئې حیات ته دوام ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3490879 خپرونې تاریخ : 2025/03/29
ایکنا - د امریکا د عدلیې وزارت د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر او د حقانی چینل مشر خلیفه سراجالدین حقاني نوم د متحده ایالتونو تعقیبونکو کسانو له تور لسټه وایست.
د خبر لمبر: 3490850 خپرونې تاریخ : 2025/03/23
ایکنا - دغه حملې په غزې تړانګې د صهیونیسټي رژيم له حملو او نښتو سره اړونده سیمه ایزو تاؤتریخوالو په دوام کې شوي دي. د یمن انصار ا... په یوې خبرتیا کې وئیلي دي، دغزې تړانګې د کلابندۍ او د انسان دوستۍ دمرستو دغوڅيدا په ځواب کې به نیواکي فلسطین ته تلونکي یا له صهیونیسټي رژیم سره اړونده کشتۍ ټارګټ کړي
د خبر لمبر: 3490831 خپرونې تاریخ : 2025/03/21