ایکنا - د واتیکان د کاتولیکانو د رهبر دفتر اعلان کړی دی چې د نړۍ د کاتولیک کلیسا مشر پاپ فرانسیس، نن سهار د اپریل ۲۱مه د ۸۸ کلنۍ په عمر مړشوی دی.
د خبر لمبر: 3490993 خپرونې تاریخ : 2025/04/21
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي، د پاکستان سیاسي متفکر مشاهد حسین سید ایران ته د عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان سفر او د اسلامي انقلاب له ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي سره د هغه کتنې ته په غبرګون کښې وویل د تهران او د ریاض اړیکې د سیمې لپاره ښه خبر او له بهرنیو دباونو سره د مقابلې لاره چاره ده.
د خبر لمبر: 3490988 خپرونې تاریخ : 2025/04/20
ایکنا - د متحده ایالاتود زوړپالو لوري حکومت د فلسطینیانو د حقوقو د ملاتړ په وجه د ۱۵۰۰ بهرنیو محصلینو تحصیلي ویزې لغوه کړې؛ دغه اقدام محصلین له لالهاندئ او د دوي په ورځني ژوند کې له ګډوډۍ سره مخ کړي دي.
د خبر لمبر: 3490987 خپرونې تاریخ : 2025/04/20
ایکنا – د عربستان دفاع وزیر پرون ناوخته د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره په کتنې کې ددغه هیواد د پاچا پیغام حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي ته وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3490978 خپرونې تاریخ : 2025/04/19
ایکنا - د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس مشر رافایل ګروسي، چې د ایران له چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته راغلی، پرون ناوخته ئې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له سید عباس عراقچي سره وکتل او د دواړو خواوو د وروستیو ملګرتیاؤ او تخنیکي تعاملاتو په اړه یې خبرې اترې وکړې.
د خبر لمبر: 3490973 خپرونې تاریخ : 2025/04/17
ایکنا - د ایران د حکومت یوشمیر غړیو ، د اسلامي شورا استازیو ، د قضايي قوې لوړرتبه چارواکو او د ځینو ارګانونو چارواکو پرون د نوي کال د پیلیدا په مناسبت د اسلامي انقلاب له ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي سره کتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3490968 خپرونې تاریخ : 2025/04/16
حسين سيماييصراف وائي؛
ایکنا - د علومو، تحقيقاتو او ټکنالوژۍ وزير د تهران د پوهنتونونو د اکاډميکو غړو په يوه غونډه کې، چې د صهيونيستي رژيم د جنايتونو د غندنې په موخه جوړه شوې وه، وویل؛ د ايران اسلامي جمهوريت په وياړ سره د فلسطيني استادانو او محصلينو د علمي هيئت د غړيتوب او په پوهنتونونو کې د زدهکړو د دوام لپاره هرکلی کوي.
د خبر لمبر: 3490965 خپرونې تاریخ : 2025/04/16
ایکنا - د پاکستان په لکونو خلکو د یکشنبې په مازدیګر د کراچۍ په واټونو کې په پراخو لاریونونو سره د فلسطین په غزې تړانګې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم جنایتونه او بې آمانه بمبارئ په سخته محکومې کړې او د فلسطین له ملت سره ئې خپل پيوستون اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3490963 خپرونې تاریخ : 2025/04/15
ایکنا - مدرک او سندونه ښئ چې مټا شرکت،په فیسبوک او اینسټاګرام ټونلیزو چینلونو کې په صهیونیسټي وحشي رژيم د نیوکې پُسټونه په پراخه او هدفمن ډول حذفوي.
د خبر لمبر: 3490957 خپرونې تاریخ : 2025/04/14
ایکنا - د پاکستان په کراچۍ او څو نورو ښارونو او دغه راز د بنګله د یش په ډاکې کې په تیرو دوو ورځو کې د غزې تړانګې د مظلومانو په ملاتړ کې په میلیونونو خلکو لاریونونه و کړل او د اسرائیلي محصولاتو د بایکاټولو غوښته ئې وکړه.
د خبر لمبر: 3490956 خپرونې تاریخ : 2025/04/14
ایکنا – د لیبیا د قرآن کریم په نړیوالو سیالیو کې دایران د اسلامی جمهوریت نمایندګان په قرائات عشر سره د ټول قرآن د حفظ او د ټول قران د حفظ په دوو څانګو کې معرفی شول.
د خبر لمبر: 3490954 خپرونې تاریخ : 2025/04/14
ایکنا - د عمان غیر مستقیم مذاکرات د ایران او امریکا ترمینځ د هغو تاؤتریخوالو د کمولو لپاره د دیپلماتیکو هلوځلو یوه برخه ده، چې له ډېرې مودې راهیسې د ایران د ایټمي پروګرام، بندیزونو او سیمهایزو تنشونو له امله زیات شوي دي.
د خبر لمبر: 3490951 خپرونې تاریخ : 2025/04/13
ایکنا - د مصر یوه لیکوال او ادیب محمود القاعود د مصر عمومی څارنوال ته په یوه لیک کې له هغه وغوښتل،د امریکا په ؛الحره ؛ سپوږمکیز چینل کې د قرآن،اسلام او د اسلام د ګران پیغمبر(ص) سپکاوي کونکی مصری لیکوال ابراهیم عیسی دې په جدی توګه تعقیب کړی.
د خبر لمبر: 3490950 خپرونې تاریخ : 2025/04/13
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر په ټولو زمینو کې د دواړو هیوادونو په پیاوړو او دوامدارو اړیکو باندې د خوښئ په ښودلو سره ،له سیمه ایزو بدلونونو او مسئلو سره په ارتباط کې د عمان هیواد د مسئولانه کړچار قدرونه او ستاینه وکړه او د ایران امریکا دغیر مستقیمو خبرواترو کوربتوب ئې ددغه کړچار یوه نښه وبلله.
د خبر لمبر: 3490949 خپرونې تاریخ : 2025/04/13
ایکنا – په داسې حال کې چې دغزې جنګ هماغه راز دوام لري، په امریکا کې د ؛پيو؛څیړنیز مرکز یوې نوي نظر غوښتنې نتیجې،د صهیونیسټ رژيم په باب د امریکا دعمومی افکارو په لیدتوګې کې د پام وړ بدلون رابرسیره کوي.
د خبر لمبر: 3490941 خپرونې تاریخ : 2025/04/10
ایکنا- د اټومي چارو یوه کارپوه او د پاکستان د قائد اعظم پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو د څانګې مشر ډاکټر ظفر نواز جسپال وویل: "د تهران او واشنګټن ترمینځ اوسنی خرابېدونکی وضعیت د ډیپلوماسۍ په لور بدلون ته اړتیا لري ځکه چې ایرانیان به د امریکا پوځي ګواښونو ته تسلیم نشي. له همدې امله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او حکومت ئې باید له مطلق العنانیت،دړکو او پوځي توبه ډډه وکړي.
د خبر لمبر: 3490936 خپرونې تاریخ : 2025/04/09
ایکنا – له ملګروملتو سره اړونده د انسان دوستۍ اورګانونو په یوې ګډې اعلامیې کې په غزې تړانګې کې د حالاتو د بشپړ بحران په باب خبرداری ورکړ او ټينګار ئې کړی دی،هغه څه چې په دغې سیمې کې په رامینځةکیدا دي،د انسانانو ژوند ته بشپړ بې توجهي ده.
د خبر لمبر: 3490931 خپرونې تاریخ : 2025/04/09
ایکنا- د افغانستان د طالبانو د کډوالو او د بېرته ستنیدو د چارو وزارت وایي، پاکستان غواړي افغانان د زور له لارې بېرته ستانه کړي او ایران غواړي چېد کډوالو د ستنولو لپاره له افغانستان سره د تفاهم له لارې یو ګډ میکانیزم جوړ کړي.
د خبر لمبر: 3490922 خپرونې تاریخ : 2025/04/07
ایکنا - امام خامنه يي د تېرې دوشنبې یعنی د نیکمرغه کوچني اختر په ورځ د ایران د اسلامی نظام له چارواکو، د اسلامي هېوادونو له سفیرانو او د ایران د خلکو له مختلفو طبقو سره په کتنه کې، د اسلام مخ پر زیاتیدونکي عزت او د سترو قدرتونو له زور ویلو او باج غوښتلو سره مقابله، د اسلامي امت د وحدت او بصیرت په سیوري کې وبلله.
د خبر لمبر: 3490906 خپرونې تاریخ : 2025/04/03
ایکنا - په دوحې کې د افغانستان د طالب حکومت دسیاسی دفتر مشر، د طالبانو د فعالیت د ممنوعیّت د ځنډولو لپاره د روسیې د لوي څارنوال په غوښتې پسې ووئیل؛ دغه اقدام د افغانستان اوروسیې ترمینځ د خبرواترو او ملګرتیا لپاره د نوو فرصتونو د رامینځةکیدا سبب کیدلی شي.
د خبر لمبر: 3490905 خپرونې تاریخ : 2025/04/03