امریکا - پاڼه 4

IQNA

بچوې
اسلامی جهاد!
ایکنا- د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ ویندوي محمد الحاج موسی  په الاقصی جومات د صهیونیسټانو دتیریو او د ؛بیرغ  لاریون؛ باندې په غبرګون کې دغه اقدامت په سخته محکوم کړل.
د خبر لمبر: 3492779   خپرونې تاریخ : 2026/05/16

ایکنا- د ایران د  اسلامی جمهوریت  د بهرنیو چارو وزیر وویل د امریکا د سرزورئ پر وړاندې مقاومت کوم ناپېژندل شوی جنګ نه دی. زمونږ ډېری هېوادونه له دغه ډول دباؤ  او کرکې ډکو زورواکیو سره  په  بېلابېلو بڼو  کې لاس او ګریوان شوي دي.
د خبر لمبر: 3492772   خپرونې تاریخ : 2026/05/14

 ایکنا - د پاکستان د دفاع وزیر د اسراییلو د لومړي وزیر د هغې ادعا په غبرګون کې، چې ګواکې پاکستان په امریکا کې د اسراییلو ضد احساساتو په خپرولو کې رول لري، وویل:  نتانیاهو یوه بلا او د بشریت لپاره د شرم لامل دی.
د خبر لمبر: 3492771   خپرونې تاریخ : 2026/05/14

ایکنا- د مانچسټر سېټي روزونکي، Pep Guardiola، ددغه ټیم  د مشهور لوبغاړي  Lamine Yamal پر ضد د هغو نیوکو په غبرګون کې چې د فلسطین د ملاتړ  په خاطر پرې شوې وې، وویل چې فوټبالران حق لري د انساني او سیاسي موضوعاتو په اړه خپل نظر څرګند کړي، او د لامین یامال دریځ باید د ویاړ وړ وګڼل شي.
د خبر لمبر: 3492770   خپرونې تاریخ : 2026/05/14

ایکنا-   په داسې حال کې چې ټاکل شوې د امریکا او چین ولسمشران په بېجینګ کې سره خبرې کوي، د جنوبي اسیا هېوادونه د سترو قدرتونو د سیالۍ، د ایران  په ضد د امریکا او صهیونیسټي رژيم  د جنګ  د اغېزو او د Strait of Hormuz  د نوي  انتظام په خاطر اندېښمن دي؛ هغه وضعیت چې د سیمې اقتصادي او امنیتي معادلې ئې لا پسې پېچلې کړې دي. دغه هېوادونه اوس په داسې حساس حالت کې دي چې د واشنګټن او بېجینګ ترمینځ د  انډول  د ساتلو هڅه کوي.
د خبر لمبر: 3492768   خپرونې تاریخ : 2026/05/14

ایکنا- د پاکستان او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو د هرمز تنګي او د ایران ـ امریکا د ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه سره خبرې وکړې او پر سیمه ایزې سولې او امنیت ئې ټينګار وکړ
د خبر لمبر: 3492762   خپرونې تاریخ : 2026/05/12

ایکنا- د ؛میناب  قرآنی یارانو؛ په نامې سره د یوه پلاوي په چوکاټ کې  د قرآنی چارو یو شمیر فعالان او قاریان  دغه ښار ته په تلو او د قرآني ناستو  او محفلونو  په ترسره کولو سره  د شجره طیبه ښونځي  د شهیدو زده کونکو ماشومانو  د یاد او خاطرې  لمانځي .
د خبر لمبر: 3492756   خپرونې تاریخ : 2026/05/11

د شهید رهبر په حضور کې د تلاوت روایت!
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت یو نړیوال قاري،د اسلامی انقلاب د شهید رهبر  د نه شتون  له درده،د هغه په حضور کې د خپل  لومړي تلاوت او د معظم‌له له خوا د عباد ډالۍ کېدو خاطره بیان کړې ده.
د خبر لمبر: 3492754   خپرونې تاریخ : 2026/05/11

ایکنا- د  ایران د اسلامی جمهوریت  له قرآني ټولنې سره د شهید رهبر  حضرت امام خامنه اي د وروستۍ لیدنې یوه ویډیو، چې د رمضان المبارک د میاشتې په پیل کې د قرآن د انس د غونډې په چوکاټ کې جوړه شوې وه، خپره شوې ده.
د خبر لمبر: 3492746   خپرونې تاریخ : 2026/05/09

ایکنا- سره له دې چې د حج  د زیارتوالو  لېږد درې اوونۍ مخکې پیل شوی ، سعودي عربستان ناڅاپه د عمر محدودیت په وضع کولو سره له  ۱۵ کلونو څخه  کم عمره زیارتوالو پر داخلېدو بندیز ولګاوه.
د خبر لمبر: 3492745   خپرونې تاریخ : 2026/05/09

ایکنا-  د «سلول ۱۴» کتاب چې د پهلوي د واکمنۍ په وخت کې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر حضرت آیت‌الله خامنه‌يي د تبعید او زندان د دورې خاطرې پکې راغلې، په روسي ژبه خپور شو.
د خبر لمبر: 3492742   خپرونې تاریخ : 2026/05/09

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د فرانسې له ولسمشر سره په ټيلیفوني خبرو کې دواړو لورو  د سیمې د سټراټژيک وضعیّت په تیره بیا د  هرمز تنګي د وروستي وضعیّت او  د ایران د اسلامی جمهوریت او امریکا ترمینځ د خبرواترو او اور بند د لومړنئ موافقې د بهیر په ارزونې سره ، خپلې لیدتوګې او ارزونې مطرح کړې.
د خبر لمبر: 3492741   خپرونې تاریخ : 2026/05/07

ایکنا-   د ایران د اسلامی  جمهوریت ولسمشر روښانه کړې ده، دمکتب تشیَع پيروکار هیڅوک په زور  نشي تسلیمولی ،ځکه د وي خداي په درګاه کې سربسجود وي.
د خبر لمبر: 3492735   خپرونې تاریخ : 2026/05/06

ایکنا- په انډ،نیشیا کې د  له ګاډو پرته ورځ؛ په نامې سره  په کمپاین کې له ایران سره  ګروهمنو کسانو  پکې پراخ ګډون درلود، د ایران بیرغ ئې پورته کړی او د «میناب ماشومانو» په یاد اووه زره بوتله اوبه ووېشل شوې، چې د دواړو ملتونو ترمینځ  ژورې فرهنګي او انساني اړیکې ئې  نندارې ته وړاندې کړې.
د خبر لمبر: 3492727   خپرونې تاریخ : 2026/05/05

ایکنا- د ملګرو ملتو د بشري حقوقو عالي کمېشنرۍ د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې د غزې تړانګه د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک ځای ګرځېدلی دی.
د خبر لمبر: 3492726   خپرونې تاریخ : 2026/05/05

ایکنا- په ملایشیا کې د قرآن حفظ ملي شورا به  د ؛وطن بچیان ؛  په نامې سره د " ۲۰۲۶ په تعلیمي کنفرانس کې د ګډونوالو وړاندیز په اساس تاسیس شي.
د خبر لمبر: 3492722   خپرونې تاریخ : 2026/05/04

ایکنا- په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت  سفیر  روښانه کړې ده ،ایران د خپل هیواد دفاع او د ملت د ګټو په  نه مني.
د خبر لمبر: 3492721   خپرونې تاریخ : 2026/05/04

ایکنا- د متحده عربی اماراتو  حکومت په لسګونو زره پاکستانی شیعیان هم وویستل او  هم ئې د هغوی ټوله شتمنئ مصادره کړي ، چې د پاکستان ډير سپکاوی ښکاري.
د خبر لمبر: 3492720   خپرونې تاریخ : 2026/05/03

ایکنا -  د عراق نړیوال قاري، استاد علي الخفاجي، ټینګار کړی چې د مشاري راشد العفاسي وروستي دریځونه، چې د ایران پر وړاندې د امریکایي ـ صهیونیستي تېري ملاتړ کوي، ښي چې هغه د ایمان له لارې وتلی دی. هغه وویل: دا دریځونه د دې کویتي قاري فکري حدود څرګندوي، او د هغه ګمراه کوونکې ایډیالوژي تر ټولو لومړی خپله هغه ته زیان رسوي.
د خبر لمبر: 3492719   خپرونې تاریخ : 2026/05/03

ایکنا- د فتح سورې  ډله‌ییزه تلاوت د «محمد رسول‌الله (ص)» د همغږۍ اومداحئ ډلې په اجرا سره، د یوه قرآني، حماسي او هیله‌بخښونکي اثر په توګه د قرآن په فرهنګسرای کې تولید او خپور شو.
د خبر لمبر: 3492718   خپرونې تاریخ : 2026/05/03