ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ عمومي قوماندان، جنرال امیر حاتمي، د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز والئ د وخت د مشر شهید جنرال محمد باقري په کورنۍ سره په لیدنې کې وویل چې د ایران د ملت بریا به پر خپلو دښمنانو ثابته او ټینګه شي.
د خبر لمبر: 3492920 خپرونې تاریخ : 2026/06/16
ایکنا- د پاکستان لومړي وزیر د ایران او امریکا ترمینځ د جنګ پای ته د رسېدو هوکړه یوه تاریخي پېښه وبلله او د ایران د ستر رهبر حضرت آیتالله سید مجتبی خامنهاي او د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان څخه د مننې ترڅنګ ئې ووئیل؛د هوکړې د لاسلیک مراسم به د پاکستان په کوربهتوب سره د سویس په جنیوا ښار کې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3492915 خپرونې تاریخ : 2026/06/15
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت بهرنیو چارو وزارت مرستیال له امریکا سره د شوي تفاهم په اړه وویل چې د دوشنبې د ورځې له سهار څخه دوه سمدستي بدلونونه رامینځته کېږي؛ لومړی د لبنان پشمول په ټولو جبهوکې د جګړې پای ته رسېدل او دویم د سمندري کلابندئ ختمېدل دي.
د خبر لمبر: 3492914 خپرونې تاریخ : 2026/06/15
ایکنا- فاطمه کېټس د برېتانيا له مخکښو مسلمانو څېرو څخه ګڼل کېږي. نوموړې د لېورپول لومړنۍ پېژندل شوې مېرمن وه چې اسلام يې ومانه او سره له دې چې له سختو ټولنيزو او شخصي ستونزو سره مخ شوه، د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې ئې په برېتانيا کې د اسلامي ښوونو د خپرولو په برخې کې مهم رول ولوباوه.
د خبر لمبر: 3492913 خپرونې تاریخ : 2026/06/15
ایکنا- د اسلامی انقلاب د مجاهد او شهید لارښود حضرت آیتالله العظمی امام خامنهای د خونین عروج د درنښت د لمانځنې کمیټې » د شهید رهبر د (وداع)، جنازې او تدفین د دستورو جزئیات اعلان کړل.
د خبر لمبر: 3492904 خپرونې تاریخ : 2026/06/13
ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم الانبیا(ص) د مرکزي غونډ قومندان په میدانونو او سړکونو کښې د اسلامي ایران د ولس پياوړی شتون، د وسله والو ځواکونو مضبوطه اډاڼه وبلله او وې ویل: نړیوال به ډیر زر په دنیا کښې په تیري ګر او ترهګر دښمن باندې د مقاومت د غلبې او د ایران او ایراني د بریالیتوب انګازې واوري.
د خبر لمبر: 3492901 خپرونې تاریخ : 2026/06/13
ایکنا- د بېوزلۍ او بیروزګارئ زیاتوالی د نیجریه د مسلمانانو په ټولنې کې د ټولنیزې نابرابرۍ او د افراطي وسلهوالو ډلو د راټوکېدو لامل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492900 خپرونې تاریخ : 2026/06/13
ایکنا- د انډونیشیاوالو ځوانانو په زړه پورې نوښت، چې د مقاومت د شهیدانو او د ایران د دفاعي لاسته راوړنو په انځورونو سینګار شويو ګاډو کاروان په په سمبولیک بڼه ترسره شو، په ټولنیزو رسنیو او عامه افکارو کې ئې پراخ انعکاس وموند.
د خبر لمبر: 3492896 خپرونې تاریخ : 2026/06/11
ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک د عمومي اړیکو دفتر په یوې اطلاعیې کښې د امریکا د ایف پینځلس، ایف شپاړس او د ایف پینځه دیرش جنګي الوتکو د دیره کیدا د ځایونو د ویجاړولو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3492893 خپرونې تاریخ : 2026/06/11
ایکنا – د مصر د قرآن کریم راډیو د مصر د مرحوم قاري ابراهیم شعشاعی تلاوت، چې د نامتو قاري عبدالفتاح شعشعی زوی دی، پخپلو ماښامنیو پروګرامونو کې خپروي.
د خبر لمبر: 3492891 خپرونې تاریخ : 2026/06/11
ایکنا- د امریکا د نیویارک مسلمان ښاروال په یولړ څرګندونو کې په زغرده ووئیل؛ نړیوال جام باید د ټولې نړۍ لپاره د خوښۍ او جشن یوه موقع وي، خو مونږ په دې ورزشي سیالۍ کې د دې برعکس حالت وینو.
د خبر لمبر: 3492885 خپرونې تاریخ : 2026/06/09
ایکنا – بالاخره د اسرائیلي رژیم او ایران ترمینځ د جنګ نوی پړاؤ ، چې د دغه رژیم له خوا پر لبنان د پرلهپسې بریدونو په نتیجې کې رامینځته شوی، د یکشنبې په ورځ پیل پيل او پاي ته ورسید . که څه هم ددغه ډغره لنډمهاله وه، خو مهم پیغامونه ئې له ځان سره لرل.
د خبر لمبر: 3492882 خپرونې تاریخ : 2026/06/09
ایکنا- د «شهید مجاهد امام خامنه اي د وینېتویېدو د عروج د لمانځنې کمیټې» په دویمې خبرتیا کې راغلي چې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د سیرت په پام کې په نیولو سره، چې د حضرت امام حسین (ع) د ماتم او عزادارۍ ځانګړی اهمیت ئې درلود، او همدارنګه د محرم د دغو شپو ورځو د عزاداریو اهمیت ته په کتو سره چې د ایران او نړۍ په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي، د هغه ستر شخصیت د خداي په آمانۍ، جنازې او د تدفین مراسم به د محرم له لومړۍ لسیزې وروسته او د مسؤلو ادارو او ولسي ډلو د وروستیو همغږیو له بشپړېدو وروسته ترسره شي.
د خبر لمبر: 3492881 خپرونې تاریخ : 2026/06/09
ایکنا- په هغه سیاسی سند کې چې جنجال ئې راپورته کړی دی، د انګلستان د مسلمانو افسرانو ټولنې د اسرائيلو جنایتکار رژيم یو ترهه ګر رژیم وباله.
د خبر لمبر: 3492880 خپرونې تاریخ : 2026/06/08
ایکنا –د یمن د وسلوالو ځواکونو ویندوي په تل ابیب باندې د توغندوي حملې په اعلانولو سره ټينګار وکړ، چې په سره سمندر کې د صهیونیسټي رژيم لپار د کشتیو تګ راتګ په بشپړ ډول ممنوع شو.
د خبر لمبر: 3492879 خپرونې تاریخ : 2026/06/08
ایکنا- د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو د عامه اړیکو دفتر په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ چې د نیواکي فلسطین رامات ډیویډ هوايي ډګر ئې د بالسټیک توغندیو په شیشت کې راوستی او لوخړې ئې ترې پورته کړي دي.
د خبر لمبر: 3492877 خپرونې تاریخ : 2026/06/08
ایکنا - د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي چې د ایران او د امریکا ترمینځ د خبرواترو د مینځګړیتوب د بهیر د دوام لپاره تهران ته راغلی دی نن غرمه د ایران د باندنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره کتنه او خبرې وکړې.
د خبر لمبر: 3492876 خپرونې تاریخ : 2026/06/07
ایکنا- د عراق د فوټبال فیډریشن له FIFA څخه غوښتنه کړې چې د فټ بال د نړیوال جام په سیالیو کې دې د عاشورا له شپې سره د همهاله کیدا په خاطر ، د سینیګال په وړاندې د لوبې پر مهال، د تور رنګ قالیو د کارولو اجازت ورکړي.
د خبر لمبر: 3492873 خپرونې تاریخ : 2026/06/07
ایکنا- د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله سید مجتبی حسینی خامنه اي د حضرت امام خمیني د ۳۷ تلین په مناسبت پخپل کې پیغام کې وفرمائيل؛ د دښمن له ترکیبی جنګ سره د مقابلې یوازینۍ لاره د وحدت، مقاومت او د متقابل اعتمال ساتل دي.
د خبر لمبر: 3492867 خپرونې تاریخ : 2026/06/04
ایکنا ـ د تهران ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال ویلي چې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر حضرت امام خامنه اي د جنازې مراسم به په تهران، قم او مشهد ښارونو کې ترسره کېږي، او په پلازمېنې تهران کې له ۱۵ تر ۲۰ میلیونو کسانو د ګډون لپاره چمتووالی نیول کېږي.
د خبر لمبر: 3492866 خپرونې تاریخ : 2026/06/03