ایکنا(اسلام اباد) د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ممتاز زهرا د بشری حقوقو په شورا کې د صهیونیسټي رژيم د استازي د د تورونو په غبرګون کې د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل: د اسرائیلو له سیاسي څرګندونو سره سره، د بشري حقونو شورا په متفقه توګه د پاکستان نړیوال پړاویز راپور تصویب کړی دی، او د دوي سپارښتنو او وصیّتونو ته هیڅ ضرورت نشته.
د خبر لمبر: 3487615 خپرونې تاریخ : 2023/07/12
ایکنا(تهران) د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي له ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره د افغانستان د طالبانو د حکومت ستاینه وکړه.آصف علی دراني په یولړڅرګندونو کې وئيلي دي،د افغانستان طالبانو په همداوروستیو کې له پولې ورآخوا دترهه ګرۍ په اندیښنو د غور لپاره ځانګړي اقدامات کړي دي،خو ددغو اقداماتو د نتیجو لپاره د ګمان د ظاهرولو لپاره تر اوسه ډير زر ده.
د خبر لمبر: 3487612 خپرونې تاریخ : 2023/07/11
ایکنا-(ترکیه) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سویډ کې د قرآن سوځونې په سپیر او ځيږ اقدام باندې په بیا غبرګون کې ټينګار وکړ،که مسلمانان له یوه بل سره متحد شي، نو هیڅوک د دوی دمقدساتو دسپکاوي جراءت نشي پيدا کولی.
د خبر لمبر: 3487602 خپرونې تاریخ : 2023/07/09
ایکنا-( پاراچنار) د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین دخیبرپختواه صوبې عمومی منشي شبیر حسین ساجدي پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي،په کورمې کې زیاتره شخړې د مځکو په سر راپورته کیږي، چې له بده مرغه ځاي او صوبائي حکومتونه ددغو شخړو د حل لپاره هیڅ جدي ګامونه نه پورته کوي چې دا چاره د دوو قبیلو ترمینځ دشخړې او نښتې لامل کیږي او ورپسې همدغه ځینی حکومتي کړئ دغې شخړې ته مذهبی رنګ ورکوي او معامله د شیعه او سني جنګ شکل ا ختیار کوي چې هیڅکله هم په اصل کې داسې کومه خبره نه وي.
د خبر لمبر: 3487601 خپرونې تاریخ : 2023/07/09
ایکنا-(تهران) د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د طالبانو د نه په رسمیت پېژندلو دا خبره په داسې مهال کړې، چې په وروستیو کې د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده له خپلو یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره په لیدنه کې د نړۍ د هیڅ هېواد او حتا اسلامي هېوادونو له لوري د ده د حکومت د په رسمیت پېژندلو کې په ځنډ خواشیني ښودلې وه.
د خبر لمبر: 3487595 خپرونې تاریخ : 2023/07/08
ایکنا-(تهران) د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د شانګهایی ناستې په موقع د افغانستان له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان له خاورې ترورېزم ګټه اخیستو ته پرې نه ږدي او په دې اړه مشخص اقدامات وکړي.
د خبر لمبر: 3487590 خپرونې تاریخ : 2023/07/06
ایکنا-(تهران) د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د افغانستان د اوسني بحران غوره حل لاره، په ټولو افغانستاني قومونو د مشتمل او ټول شموله حکومت جوړیدل دي او د ایران اسلامي جمهوریت به د میلیونونو افغانستاني کډوالو د کوربه توب ترڅنګ، په افغانستان کښې د انساني وضعې له ښه کیدو سره مرسته جاري وساتي.
د خبر لمبر: 3487589 خپرونې تاریخ : 2023/07/06
ایکناـ(کراچئ)په سویډ کې د قرآن کریم په سپکاویو باندې غوسه او خپګان سبب شوی دی څو د پاکستان په توئيټر کې ددغه هیواد یعني د سویډ محصولاتو د بایکاټ هشټګ ټرنډ شي.
د خبر لمبر: 3487580 خپرونې تاریخ : 2023/07/05
ایکنا-(ریاض) د اسلامی ملګرتیا موسیسې غړو هیوادونو د آسماني او الهی کتاب قرآن کریم د بیا بیا بې احترامیو او سپکاویو سره د سخت چلن ل پاره د یوه ټولشموله پروګرام دغوره کولو غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3487575 خپرونې تاریخ : 2023/07/04
ایکنا-( پاکستان ) دا لومړې ځل ندې چی د سویډن هیواد د بیان د ازادۍ په پلمه د مسلمانانو پرضد دغه ډول سپکونکی او شرمونکی اقدام تکراروی .تیر کال هم په سټاک هوم کې د ترکیې د سفارت په وړاندی دغه غیر انسانی اقدام ترسره شوی وو .
د خبر لمبر: 3487572 خپرونې تاریخ : 2023/07/03
ایکنا-(مکه) په مسجد الحرام کې د ایران د قرآني کاروان غړو په ایرانیو حاجیانو کې په زړه پوړې انداز سره او په ډله ایز ډول د خدای نامو یا اسماء الحسنی ښکلي اجرا نندارې ته وړاندې کړه.
د خبر لمبر: 3487558 خپرونې تاریخ : 2023/07/01
ایکنا-( پاکستان ) د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف وائي،په تیرو وختونو کې مو په افغانستان کې له امریکا څخه په ملاتړ سره ،یو ډول خپل هیواد ته ترهه ګري رادعوت کړه.
د خبر لمبر: 3487555 خپرونې تاریخ : 2023/06/30
ایکنا-(تهران) د ذی الحجې د میاشتې لسمه نیټه د مسلمانانو یو ترټولو لوي اختر دی او په دې ورځ د حضرت ابراهیم او اسماعیل علیهم السلام د یاد په تازه کولو سره قرباني کوي.
د خبر لمبر: 3487549 خپرونې تاریخ : 2023/06/29
د اسلامی نړۍ مشهور عالمان/ 23
بای جی سو د چین یو هغه کلتوری فعال دی چې توانیدلی قرآن کریم په چیني ژبه وژباړي ، یوه داسې ترجمه چې ډيرې خاص او د پام وړ ځانګړنې لري.
د خبر لمبر: 3487498 خپرونې تاریخ : 2023/06/20
په افغانستان کې د ایران پخواني سفیر ابوالفضل ظهروند له يوه ايراني تلويزوني چينل سره په خبرو کې ويلي، د افغانستان په شمال کې د قوش تپې کانال شاوخوا د پاکستان ي طالبانو ځای پر ځای کول يو اسرائیلي تفکر دی.
د خبر لمبر: 3487496 خپرونې تاریخ : 2023/06/19
د روسیې خارجه وزیر لاؤروف زیاته کړه ، روسیه د پاکستان پشمول له خپلو شریکانو سره یو ځاي،د لاډيموکراټيک او عادلانه څو قطبي نظام درامینځةکولو لپاره کلک دریدلی دی او مونږ د پاکستان د ولس دتمدن کلتوري ډولوالي او دخپل اقتصادي، سیاسی او اجتماعي پراختیا د لارو د ټاکلو لپاره د د وي دحق احترام کوو.
د خبر لمبر: 3487469 خپرونې تاریخ : 2023/06/13
له دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله هم ادعا کړې وه چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) شاوخوا پنځه زره وسله وال په افغانستان کې پټ دي او په دغه هېواد کې هر ډول اسانتیاوې ورته برابر دي.
د خبر لمبر: 3487464 خپرونې تاریخ : 2023/06/12
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي ځانګړې استازې «روزا اتونبایوا» ویلي چې اوسنۍ مرستې د افغانانو لپاره بسنه نه کوي او دوی هڅه کوي چې دا مرستې زیاتې کړي.
د خبر لمبر: 3487463 خپرونې تاریخ : 2023/06/12
د کډوالو نړیوال سازمان اعلان وکړ چي په تېرو دوو کلونو کې، د ایران اسلامي جمهوریت د افغان کډوالو په لومړي مقصد بدل شوی دی.
د خبر لمبر: 3487459 خپرونې تاریخ : 2023/06/11
د پاکستان د بلوجستان صوبې د کویټه ښار د سفیر جامع جومات د جمعې امام او د اهل تسنن یو غوره دیني عالم مولوی قاری عبدالرحمان نورزي ټينګار وکړ، دا د اسلامی جمهوریت رسالت دی چې د ایران او نورو اسلامی هیوادونو په عالمانو اومتفکرانو ترمینځ دارتباط له لارې دوي د ایران له اسلامی انقلاب سره آشنا کړي او ددغه غورځنګ لیدتوګې د نورو اسلامی هیوادونو لپاره بیان کړي.
د خبر لمبر: 3487457 خپرونې تاریخ : 2023/06/11