iqna

IQNA

بچوې
ایکنا - د اسلام د شهیدان و په نامه په دغه سمینار کې آیت الله محسن اراکي پخپلې وینا کې د مومنانو په مسئولیّتونو او  دندو باندې په ټينګار سره  عالمان اوطلبه ؤ په کردار رڼا واچوله  او وې وئيل،باید عالمان او دینی طلبه خپل کردار داسې جوړ کړی چې د عامو خلکو   اخلاقي او معنوي بیلګه شی  او پخپلو سیمو کې  دنورو لپاره یوه روښانه لاره وړاندې کړي.
د خبر لمبر: 3490385    خپرونې تاریخ : 2024/12/30

ایکنا - د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین ګوند مشرانو او فعالانو د کراچۍ ښار لوې لارې بندې کړي دي چې د خیبر پښتونخوا صوبې په پاره چنار سیمه کښې د لارې د تړل کیدا او هلته د اهل سنتو لخوا د اهل تشیعو د وژل کیدا پرضد اعتراض وکړي.
د خبر لمبر: 3490383    خپرونې تاریخ : 2024/12/29

ایکنا -په پاراچنار کورمې  سیمې کې ترټولو اوږد جنګ په ۲۰۰۷ کال کې  هغه مهال وشو، چې یوشمیر تفکیری ترهه ګرو ډلو ټپلو  د افغانستان د طالبانو په مرستې سره  او د ځینو حکومتی او استخباراتي کړیو  ورڅخه ناوړه استفاده وکړه  او دغه سیمه ئې په بشپړ ډول کلابنده کړه او  دغه کلابندي  او جنګ او شخړو تر ۲۰۱۲ کال بورې  دوام وکړ، خو ددغې سیمې خلکو په سخت مقاومت  او شجاعت سره د خپلو ځانونو او سیمې کلکه دفاع وکړه  او بلاخره هم د د۲۰۱۲ کال په پاي کې  د خیبرپختونخواه صوبې  نورو  قبایلو  مشرانو د جرګو په وسیله  ددواړو لورو ترمینځ روغه جوړه وکړه او د امن تیږه ئې کیښودله
د خبر لمبر: 3490377    خپرونې تاریخ : 2024/12/28

ایکنا - په درست پاکستان کې د اهل تشیّع درستو سیاسی او مذهبی ګوندونو او ډلو په ټول پاکستان کې  د پاراچنار د مظلومو خلکو د  حقه حقوقو دپوره کیدا او ددوي پر مخ د یوازنیۍ پاراچنار پیښو ر سترې لارې د پرانیستو په حق کې پرلتۍ وهنو اعلان کړی او ورسره ئې ګواښ کړی  چې که د پاراچنار دمظلومو خلکو چغه وانه وریدل شي، نو په یوهیړ به د پاراچنار په لور امن  پلی مارچ وکړي او د هرډول نتیجو مسئولیّت به ئې د  مرکزي او صوبائي حکومت په غاړه وي.
د خبر لمبر: 3490365    خپرونې تاریخ : 2024/12/25

ایکنا - د ملګروملتو سرمنشي پخپل دغه پیغام کې د پاکستان حکومت ته ګواښ کړی دی ،که  دغه ستره لاره فوري خلاصه نشي ، نوممکنه ده  په دغې سیمې کې ستر انساني ناورین رامینځةشي، چې بیا به ئې مسئولیّت د چاپه غاړه وي؟
د خبر لمبر: 3490362    خپرونې تاریخ : 2024/12/24

ایکنا - د پاکستان د کورمې ضلعې د پاراچنار ښار ځوانانو د لارې د بندیدا او د خوړو او درملیزو توکو په نه شتون بانډې په اعتراض کې د پرس کلب په وړاندې له څو ورځو راهسې پرلتۍ وهلی دي.
د خبر لمبر: 3490345    خپرونې تاریخ : 2024/12/22

پارس ټودی ـ د ایران اسلامي انقلاب معظم رهبر په کورنۍ کې د ښځې او سړي حقوق مساوي وبلل او زیاته یې کړه:د فیمینزم او د ښځو د ازادۍ حقوقو د شعارونو تر شا غیر انساني او سیاسي اهداف پټ دي.
د خبر لمبر: 3490326    خپرونې تاریخ : 2024/12/18

ایکنا - د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ: په دې خبرې کښې باید شک ونکړو  هغه څه چې په سوریې کښې رامینځته شول د امریکا او اسرائیلو د کنټرول په کوټه کښې پلان شوي او دد پيښې اصلي عاملان همالته دي.
د خبر لمبر: 3490297    خپرونې تاریخ : 2024/12/11

ایکنا - په سورئې کې د بلاد شام  عالمانو د  ټولنې مشر او روحاني شیخ توفیق البوطي  او د هغه زوی علامه محمد سعید رمضان البوطي پرون سهار  د سورئې په  پلازمینې دمشق کې  دمخ پټو وسلوالو په لاس ترور شو.
د خبر لمبر: 3490295    خپرونې تاریخ : 2024/12/11

ایکنا – د جمعې ورځې له سهار وختي راهسې له لویدیځي غاړې،قدس او د ۱۹۴۸ ګتل له نیواکي ټاتوبو څخه په زرګونو فلسطنیان په جمعې لمانځه کې د ګډون لپاره  الاقصی جومات ته روان وو.
د خبر لمبر: 3490266    خپرونې تاریخ : 2024/12/07

ایکنا – د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې  کې د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ سکرټري جنرال  شبیر حسین ساجدي په یوې خصوصي مرکې کې وئيلي دي، د پاکستان په پاراچنار کورمې ضلعې کې د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ په حقیقت کې هیڅ شخړه نشته ،خو ځیني حکومتي او پوځي کړئ شته چې د خپلو سپیرو موخو په  خاطر ځاي  اوسیدونکو په ضد دسیسې جوړوي.
د خبر لمبر: 3490242    خپرونې تاریخ : 2024/12/01

په قرآن کې شهادت(۳)
ایکنا -  د قرآن کریم په اساس، شهادت یو داسې پيرپلور دی چې په هغه کې یو مجاهد  له خدای سره معامله کوي او له دغې معاملې څخه ډيره زیاته  ګډه پورته کوي.
د خبر لمبر: 3490234    خپرونې تاریخ : 2024/11/30

ایکنا - د لبنان د حزب الله غورځنګ دخداي بخښلي عمومی منشي سید حسن نصر الله زوي محمد مهدي نصر الله د صهیونیسټ رژیم او لبنان ترمینځ د اور بند له اعلانه وروسته په بیروت کې دخپل  پر کنډوالو حاضر شو او په ټولنیزو چینلونو کې ئې یو  ویډیوئي پیغام خپور کړ.
د خبر لمبر: 3490233    خپرونې تاریخ : 2024/11/30

ایکنا -  د صهیونیسټي رژيم له سختو امنیتی تدبیرونو سره سره د الاقصی جومات د جمعې لمونځ د څه دپاسه پنځوسو زرو فلسطینیانو په شتون سره  ترسره شو.
د خبر لمبر: 3490232    خپرونې تاریخ : 2024/11/30

ایکنا- د تېر کال د اکټوبر د میاشتې په اوومه نېټه پر غزې د صهیونیسټي رژیم د حملې له پیله تراوسه  د فلسطین په غزې  تړانګې او لویدیځي غاړې کې  ۱۷۴۰۰ فلسطینی ماشومان شهیدان شوي دي.
د خبر لمبر: 3490220    خپرونې تاریخ : 2024/11/27

ایکنا - د پاکستان دخیبر پختونخواه صوبې په کورمې ضعلې کې پر اهل تشیّع  دوروستۍ ترهه ګرې  حملې وروسته، ددغه هیواد ځینو چارواکو  د پاراچنار د شیعیانو  په ضد د تکفیریانو د نورو  جنایتونو خبر ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3490217    خپرونې تاریخ : 2024/11/27

د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس په یولړ څرګندونو کې په غزې تړانګې کې  د فلسطین دملت کړاؤنو ته په اشارې سره،د لومړي ځل لپاره په فلسطین کې د صهیونیسټ رژیم استکبار  محکوم کړ.
د خبر لمبر: 3490215    خپرونې تاریخ : 2024/11/26

ایکنا – د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پاراچنار  په کوزې کورمې کې  پّ وروستۍ ترهه ګرې پیښې کې پسې چې د سلګونو شیعیانو د مرګ ژوبلو لامل شوې ، یوه ستر دینی مرجع آیت الله شیخ محمد یعقوبی په دغې ترهه ګرې پيښې سخت غبرګون وښود.
د خبر لمبر: 3490208    خپرونې تاریخ : 2024/11/25

ایکنا - په لسګونو زره پاکستانيو مظاهره چیانو د جمعې په ورځ له جمعې  لمانځه وروسته د اسلام آباد په ګډون د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې،د پاړه چنار د اهل تشیع پر اوسېدونکو د پرلپسې ترهګریزو بریدونو په اعتراض کې لاریون وکړ.
د خبر لمبر: 3490201    خپرونې تاریخ : 2024/11/23

 ایکنا - د آیرلینډ قانون جوړونکو د دغه پلان په تصویبولو سره د دغه هیواد له حکومته وغوښتل چې په سمدستي توګه له صهیونیسټ رژیم سره د پوځي تجهیزاتو او وسلو په برخه کښې ټولې راکړې ورکړې وځنډوي او دغه رژیم ته د دوه اړخیزو توکو د صادراتو د جواز صادرول غیر قانوني کړي. ، او د هوايي حریم او د آیرلینډ د هوایی ډګرونو کارول باید د هغو الوتکو لپاره هم منع شي چې تل ابیب ته وسلې لیږدوي.
د خبر لمبر: 3490127    خپرونې تاریخ : 2024/11/09