تهران (ایکنا) -د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت د لوړې شورا منشي ووئيل ؛د عراق په کوربه توب له سعودي سره په دوو ااړخيزو خبرو اترو کښې د ايران فعال او پروګرام لرونکي شتون د دوو اړخيزو او سيمه ايزو ګټو د پوره کېدو په بنياد له ګاونډيانو سره د ملګرتيا او مينې په زمينه کښې د اسلامي جمهوريت له اصولي پالېسۍ څخه الهام اخېستے دے.
د خبر لمبر: 3485493 خپرونې تاریخ : 2022/03/05
تهران(ایکنا- پرون جمعې ورځې ماښام د ایران د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو اته دیرشم پړاؤ د سیالیو دوسیه، د پاتې اتو ګدون کونکو د تلاؤتونو په خپریدو سره وتړل شوه .
د خبر لمبر: 3485492 خپرونې تاریخ : 2022/03/05
تهران(ایکنا) - د ایران د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو په اته دیرشم پړاؤ کې له مراکش هیواده د سیالیو یوه قاضي محمد علی عطافی په خپلو یولړ څرګندونو کې ووئيل ، دا یو واقعیّت دی چې ایران ي قاریان د قرآن کریم په تجوید ،قواعدو، آواز او لهجې کې پخپل اوج کې دي ،زه ښه پوهیږم چې په نورو نړیوالو سیالیو کې د هغو سیالیو په څير چې په ملایشیا کې ترسره شوي دي ، ګډون کونکي د ایران یوسیالانو سټایل او وړتیاؤ ته خاص توجه کوي .
د خبر لمبر: 3485491 خپرونې تاریخ : 2022/03/05
تهران (ایکنا) -د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیشن مشر ووئيل، ایران تل د جګړې او په مختلفو نړیوالو موضوعګانو کې د امریکا او د لوېدیځو هیوادونو د دوه ګوڼي دریځ کلک مخالف پاتې شوی دی.
د خبر لمبر: 3485486 خپرونې تاریخ : 2022/03/03
تهران (ایکنا)- د امریکا حمزه قهزی ، د ایوری کوسټ صو ابراهیم ،دبنګله دیش صالح احمد،د ایران امیدرضا رحیمي او د اوګانډا امان عادل علی د ټول قرآن کریم حافظان وو ، چې د ایران دقرآن د نړیوالو سیالیو د اته دیرشم پړاؤ دد وهمې شپې کې ئې داؤري اوقضاؤت سره اجراوشوه .
د خبر لمبر: 3485483 خپرونې تاریخ : 2022/03/03
تهران (ایکنا) –د طالبانو یوه مسئول مقام مولوي شهاب الدين دلاور وويل، چې امريکا له طالبانو څخه هم په افغانستان کې څو پوځي اډې غوښتې، چې د دوی سخت مخالفت سره مخ شوه.
د خبر لمبر: 3485482 خپرونې تاریخ : 2022/03/02
تهران (ایکنا) - حضرت ایت الله خامنه اي د اوکراین کړکیچ د امریکا د سیاستونو نتیجه وبلله او ټینګار یې وکړ : اوکراین نن سبا د امریکا د کړکیچ د جوړولو د سیاست قرباني شوی دی ځکه چې دا امریکا وه چې د اوکراین په کورنیو مسائیلو کښې یې په لاسوهنې سره د غونډو په ترسره کولو ، د مخملي او د رنګینې کودتا په رامینځته کولو ، د حکومت د مخالفو کسانو په غونډو کښې د امریکا د سناتورانو په ګډون کولو یې دغه هیواد دغه حد ته ورسوه .
د خبر لمبر: 3485478 خپرونې تاریخ : 2022/03/02
تهران (ایکنا) -د پاکستان خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې چین د افغانستان د ګاونډیو شپږو هیوادونو د دریمې غونډې کوربه معرفي کړ .
د خبر لمبر: 3485475 خپرونې تاریخ : 2022/02/27
تهران (ایکنا) – د امامت او ولایت د آسمان اوم ستوری حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د ذلحجې دمیاشتې په شلمه نیټه د مکې او مدینې ترمینځ په قربه ابواء کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې وې ، او پخپلې زمانې کې نبوغ له ورایه مشخص ؤ .
د خبر لمبر: 3485473 خپرونې تاریخ : 2022/02/27
تهران(ایکنا) – د مشکات قرآني موسیسې عمومی مدیر د قرآن لوستنې د نړیوالو سیالیو د غوره کسانو د نامو په اعلانولو سره (البته د مرتبو له اعلانولو پرته ) ووئيل ، په راتلونکي کال کې پروګرام لرو د هیواد په سویه د سیالیو ترڅنګ په نړیوالو سیالیو کې په تیره بیا د سړیو او میرمنو او همداراز له اتلسو کلونو اوشپاړسو کلونو کم عمره زلمیانو په سویه هم د لسو سپارو،شلوسپارو او ټول قرآن د حفظ اوقراءت په څانګو کې هم ترسره کړو.
د خبر لمبر: 3485474 خپرونې تاریخ : 2022/02/27
تهران (ایکنا) -د ایران په مشهد کې د پاکستان سرکنسول ، د لاهور او مشهد دوو سترو ښارونو ترمینځ په مختلفو حوزو په تیره بیا د د تجارتی ارتباطاتو په پراختیا کې د دواړو سترو ښارونو ترمینځ د اړیکو په پراختیا ټيڼګار وکړ .
د خبر لمبر: 3485471 خپرونې تاریخ : 2022/02/27
تهران (ایکنا) - د ایران دپولیسو سرحدي ځواک قوماندان ټينګار کړی ، د وسلوالو اشرارو په وړاندې،پیاوړي او قاطع دي او په دې لړ کې هغه تجهیزات او امکانات چې د ایران د پوله ساتونکو په اختیار کې ئې ورکړي دي ، هم دډاډ او تکیې ود دي او امنیت ساتل ورسره آسان شوي دي .
د خبر لمبر: 3485469 خپرونې تاریخ : 2022/02/26
تهران (ایکنا) - ګارډیّن ورځپاڼې هم په همداوروستیو کې په یوه راپور کې د افغانستان د اقتصاد دځوړتیا او د بوږنونکي انساني غمیزې دعامل دامریکا بندیزونه بللي دي .
د خبر لمبر: 3485468 خپرونې تاریخ : 2022/02/26
تهران (ایکنا) – د اردن دقرآن کریم د حفظ ټولنې په یولړ دستورو کې چې یوشمیر قرآني او دیني شخصیّتونو پکې شتون درلود،ددغې ټولنې دقرآن د ترټولو وړوکې حافظه ونازول شوه.
د خبر لمبر: 3485466 خپرونې تاریخ : 2022/02/26
د ایران داسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزیر په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، د اوکراین شخړې ثابته کړه چې د زبرځواکۍ د ساتلو لپاره د امریکا ماته خوړلې هلې ځلې هیڅ ځاي نه لري او بیا شرمیدلې ده .
د خبر لمبر: 3485465 خپرونې تاریخ : 2022/02/26
تهران (ایکنا) - امیر عبداللهیان په دوام کې لیکلي دي ، په دغې شخړې کې د اور بند ټينګیدا او سیاسی او ډيموکراټيک حل لارې باندې تمرکز یو ضرورت دی .
د خبر لمبر: 3485463 خپرونې تاریخ : 2022/02/24
تهران (ایکنا) - ایران او پاکستان د تجارتي مبادلاتو په زمینې کې د یوه بل بشپړونکي حسابیږي،چې د شیانو د ټرانسپورټ د محصولاتو د وړو راوړو ،د ټرفونو دکمولو او دسرحدي بازارچو د جوړولو پشمول د ملګرتیاؤ په پراختیا سره دغه اړیکې لاپراخیدلی شي .
د خبر لمبر: 3485462 خپرونې تاریخ : 2022/02/24
تهران (ایکنا) - د ايران د اسلامي شورا مشر وويل،د ايران او پاکستان چارواکو په تېرو څلوېښتو کلونو کښې له يو بل سره راشه دیرشه لرلي چې دا چاره د ملتونو او حکومتونو د نزدې تعلقاتو د ژوروالي ښودنه کوي.
د خبر لمبر: 3485458 خپرونې تاریخ : 2022/02/23
تهران (ایکنا) – د ایران شیراز تل له خپل پسرلی سره ډیر شهرت لري ،داسې پسرلی چې د بادامو ،ماڼو ،ګلاس،ونو او د نسترن ګلانو په څير د بوټو په غوړیدا سره پیلیږي او په په غوای یا اردبهیشت میاشت کې د نارنج ونو په ګلیدا سره دوام لري ،خو سږکال د روانې کب میاشتې په پیل کې د ښار هره کوڅه د سپينو ،زرغونو او سرو رنګونو ډکه شوي او په زړه پورې پسرلني بویونه او وږمې خورې ورې شوي دي .
د خبر لمبر: 3485459 خپرونې تاریخ : 2022/02/23
تهران (ایکنا) - د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمی نن په کابل کې د طالبانو د موقته حکومت له خارجه وزیر اود انرزۍ او اوبه خور له وزیر سره لیده کاته وکړل .
د خبر لمبر: 3485457 خپرونې تاریخ : 2022/02/23