فلسطین - پاڼه 41

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران) د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس د فلسطین په نیواکي ټاټوبو او قدس شریف کې د تاؤتریخوالو په زیاتیدا جدي انديښنه څرګنده کړه.
د خبر لمبر: 3487162    خپرونې تاریخ : 2023/04/10

ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب ا... ولسی مبارز غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا...  بیګا په خپلې وینا کې  ووئيل، د بیت المقدس ،لویدیځي غاړې  او سورئې پيښې پخپلو کې سره ارتباط لري او د یوې موضوع چورلیز دي.
د خبر لمبر: 3487149    خپرونې تاریخ : 2023/04/08

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی  جمهوریت ولسمشر  د ترکیې انډونیشیا، قزافستان او یوشمیر نورو هیوادونو له ولسمشرانو سره په ټيلیفوني  تماس کې  جوته کړه، د وحشي صهیونیستي رژيم  له جنایتونو سره د مقابلې لپاره د اسلامی هیوادونو لازیاته همپالنه او غږملتیا یو  جدي او اساسی  ضرورت دی.
د خبر لمبر: 3487148    خپرونې تاریخ : 2023/04/08

ایکنا-(تهران)د ایران اوعربستان د بهرنیو چارو د وزیرانو دغه کتنه د دوې ترمینځ د ټیلي فوني خبرواترو له دریو پړاونو وروسته ترسره کیږي چې پکښې د سفارتونو د بیرته پرانیستلو لپاره د اقداماتو او د موافقې د اجرا لپاره راتلونکي ګامونه او د دواړو هیوادونو ترمینځ د تیرو موافقو اجرا کول او فعالول پکښې شامل دي.
د خبر لمبر: 3487141    خپرونې تاریخ : 2023/04/05

ایکنا-(تهران)ّد پاکستان تحریک ا نصاف ګوند د اسلام اباد او صهیونیسټي رژيم ترمینځ دخوراکي موادو په تجارت سخت اعتراض وکړ او  په دې باب ئې د پاکستان  خارجه وزارت څخه توضیح وغوښته.
د خبر لمبر: 3487125    خپرونې تاریخ : 2023/04/02

ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب الله غورځنګ مرستیال شیخ نعیم قاسم د   یُخْرِبُونَ بُیُوتَهُمْ بِأَیْدِیهِمْ وَ أَیْدِی الْمُؤْمِنِینَ» د آیت په ذکر کولو سره په قرآن کریم کې د دبنی نضیر د یهودیانو دنابودۍ بهیر کیسې ته په اشارې سره ټينګار وکړ،د خداوندمتعال په غوښتې سره  د اسرائيلو  موقته رژيم  مخ په زوال دی .
د خبر لمبر: 3487101    خپرونې تاریخ : 2023/03/28

ایکنا-(تهران) د اردن پارلیمان پرون ناوخته د استازو په شتون سره په ناستې کې د رایو په اکثریت سره له دغه هیواده د صهیونیسټي رژيم د سفیر  ویستلو ته رایه ورکړه.
د خبر لمبر: 3487077    خپرونې تاریخ : 2023/03/23

ایکنا-(تهران)د سعودی عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان په ټيلیفوني تماس کې  د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ته د روژې د مقدسې میاشتې د رارسیدا په مناسبت مبارکي ووئيله.
د خبر لمبر: 3487075    خپرونې تاریخ : 2023/03/23

ایکنا-(تهران)ایکنا – (تهران) د ایران اسلامی جهوریت د بهرنیو اړیکو د سټراټژيکې شورا مشر کمال خرازي  د اړیکو د بیرته پيلولو لپاره د تهران او ریاض  موافقې  ته په اشارې سره  ټینګار وکړ، ایران او عربستان  دیوه بل په نسبت د حذفولو فکر نشي درلودلی .
د خبر لمبر: 3487068    خپرونې تاریخ : 2023/03/21

ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي ووئيل، درست شواهد ددې ښودنه کوي چې  صهیونیسټي وحشي رژيم  خپل انجام تر ګړنګه رسیدلی دی.
د خبر لمبر: 3486998    خپرونې تاریخ : 2023/03/07

ایکنا-(تهران)په اردن کې د میرمنو د قرآن نړیوالوسیایو اولسم پړاؤ  د اردن په شهید؛ عبدالله الحسین؛ اسللامی کلتوری مکز او جومات کې ددغه هیواد د چارواکو په شتون سره  افتتاح شو.
د خبر لمبر: 3486995    خپرونې تاریخ : 2023/03/06

 ایکنا-(تهران)د عقبه له غونډې یوه ورځ وروسته، د تیریګر صهیونیسټي رژيم لومړی وزیر ټینګار کړی چې ددغه رژيم د ښارګوټو جوړونې سیاست به له کوم ځنډ پرته دوام ولري.
د خبر لمبر: 3486969    خپرونې تاریخ : 2023/02/28

ایکنا-(تهران) د لبنان د کلتوری چارو وزیر محمد وسام المرتضی روښانه کړه ،هماغه شان چې په جنګی ډګر کې د مقاومتي چورلیز په ضد جنګ دوام لري،په رسندوئي ډګر کې هم د دوي په ضد دلوي جنګ شاهدان یوو او امریکا او صهیونییسټي رژيم په دغې لارې کې  د مصنوعي هوش پشمول له درستو ماډرن آوزارونو او امکاناتو  استفاده کوي.
د خبر لمبر: 3486968    خپرونې تاریخ : 2023/02/28

ایکنا-(تهران)د صهیونیسټ رژیم  یو پلاوی پرون په پټه د افریقائي اتحادئې  په غونډې کې دګډون لپاره  ورغلی  او هال ته داخل شوی ؤ چې امنیتی ځواک  ورته له متوجه کیدا وروسته دغه پلاوی ، په زغرده له هغه ځایه وویستل شو.
د خبر لمبر: 3486923    خپرونې تاریخ : 2023/02/20

ایکنا-(تهران)د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ افتتاحیه مراسم پرون د فرورۍ په اتلسمه نیټه د رسول اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) له مبعث سره هممهاله په تهران کښې ترسره شول.
د خبر لمبر: 3486917    خپرونې تاریخ : 2023/02/19

ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه ايد اسلامی نظام  له یو شمیر مسئولانو،داسلامی هیوادونو له سفیرانو او استازو او دقرآن کریم په نړیوالو سیالیو کې له ګډون کونکو میلمنو سره په کتنې کئې د فلسطین له مظلومانو په ملاتړ کې د ایران د اسلامی جمهوریت څرګند او جوتو دریځونو ته په اشارې سره ووئيل، اسلامی انظام هیچا ته تمه نه کوي او د فلسطین له ملته په ښکاره ملاتړ او دفاع سره ،په هرې طریقې سره چې وي،هماغه راز به دوي سره مرسته وکړي.
د خبر لمبر: 3486916    خپرونې تاریخ : 2023/02/18

ایکنا-(تهران) د ایران  دخارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني نن په خبري کنفرانس کې د صهیونیسټ رژیم او امریکا پوځي مانورې په باب  ووئيل، صهیونیسټي رژيم  تیریو او امنیتی ضده اقداماتو ته په ځواب کې  د ایران جدیّت په کرتو  لیدلی  او څپیړی خوند ئې څکلی دی.
د خبر لمبر: 3486895    خپرونې تاریخ : 2023/02/13

د قرآن د تلاؤت هنر/26
ایکنا-(تهران) د قرآن قاریانو سره دلچسپي ا ورته پام  او د قرآن د قرائت له رودو سره ګروهنه یوازې مسلمانانو پور مخصوصه نه ده  او د نورو دینونو پلویان هم د قرآن د تلاؤت دغږ له آوریدو سره  ګروهمن کیږي. کله دغه دلچسپي د پرمختګ او ودې ته د هڅونې او دد وړتیاؤ د کشفیدا سبب هم شوي دي.
د خبر لمبر: 3486869    خپرونې تاریخ : 2023/02/08

ایکنا-(تهران)د فلسطین له لسو تر دیارلسو کلونو پورې عمر لرونکی پنځلس  ماشومانو د ؛براعم القرآن ؛نومې پروګرام په چوکاټ کې د  عم سپاره حفظ او تلاؤت ته مخه کړې ده.
د خبر لمبر: 3486853    خپرونې تاریخ : 2023/02/05

ایکنا-(تهران)د اسلامی هیوادونو دپارلیمانونو مشرانو د الجزایر د ناستې په پایزې اعلامیې کې د غزې تړانګې د کلابندۍ د لغوه کیدا ، فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د صهیونیستي رژيم د ښارګوټود جوړړولو ددریدا او دغه راز د فلسطنیانو په ضد د وحشي ډوله صهیونیسټي عسکرو دجنایتونو دختمیداپه ضرورت ټينګار  کړی دی. ګډونکونکو همداراز د فلسطین له آرمان ،قدس او د فلسطین یانو د حقوقو له پوره کیدا پخپل  ملاتړ ټينګار کړی دی .
د خبر لمبر: 3486838    خپرونې تاریخ : 2023/02/01