ایکنا-(تهران)د اسلامی ملګرتیا موسیسې عمومی منشي حسین ابراهیم طاهاله زده کړې د انجونو په محرومولو کې د طالبانو د فیصلې په ضد داسلامی نړۍ د عالمانو او دینی مراجعو د یووالی او اتحاد غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3486676 خپرونې تاریخ : 2022/12/31
ایکنا-(تهران)د افغانستان د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو د رسنیو د څانګې مشر محمد کریم ناصري وايي چې د دغو پوهنتونونو له ۳۰ تر ۳۵ فیصده محصلین نجونې دي.
د خبر لمبر: 3486668 خپرونې تاریخ : 2022/12/28
ایکنا-(تهران)د ایران قم ښار د دواړو جهانونود بی بی او دحسنینو د مورحضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها د شهادت دکلیزې په شپو ورځو کې په ویر او ماتم کې ډوب دی او درستې کوڅې،سړکونه او عبادتځایونه او کورونه د نبی اکرم د زړه دټوټې او د ولایت د لومړنۍ دفاع کونکې حضرت فاطمةالزهرا(س) په غم کې په تورو پرَدو پوښل شوي او خلک ویر او ماتم کوي.
د خبر لمبر: 3486664 خپرونې تاریخ : 2022/12/28
ایکنا-(تهران)د ایران د خارجه وزیر سلاکار سید رسول موسوي،په شنبې ورځې په تهران کې د افغانستان دسفارت سرپرست ته په بلنه ورکولو سره د افغانستان په پوهنتونونو کې د انجونو دزده کړې د ځنډيدا په باب د ایران د دریځونو په بیانولو سره،په ایران کې د موجوده بیخ بینائيو څخه د استفادې او د ویډیوئي لینک پشمول په مختلفو طریقو سره دانجونو د زده کړې ددوام له مشکلاتو سره د حل لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت چمتووالی اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3486651 خپرونې تاریخ : 2022/12/25
ایکنا-(تهران) د مصر الازهر د افغان انجونو دزده په ممنوعیّت کې د طالبانو وروستی اقدام له اسلامی احکامو او اصولو سره په تضاد کې وباله.
د خبر لمبر: 3486643 خپرونې تاریخ : 2022/12/24
ایکنا-(تهران)د ایران د اوقافو د ادارې د قرآني چارو د مرکز مشر د اسلامی ایران د قرآن کریم د نړیوالو سیایو د نهه دیرشم پړاؤ د مقدماتي او نهائي مرحلو د وخت جزیات اعلان کړل.
د خبر لمبر: 3486642 خپرونې تاریخ : 2022/12/26
ایکنا-(تهران)ّ افغانستان د تبیان ټولنیزو کلتوری فعالیتونو د مرکز مشر حجةالاسلام سیدعیسی حسینی مزاري د طالبانو دحکومت ددغې فیصلې په غبرګون کې ټينګار کړی،که پر افغان انجونو د پوهنتونود دروازو دتړلو په باب دطالب حکمرانانو فیصله رښتیا وي ،نو واقعا ډيره افسوسناکه او خطرناکه فیصله ده،تمه خو دا وه چې پر دغو انجونو دښونځیو دروازې خلاصې شي اواوس پرې دپوهنتونو دروازې هم تړل کیږي.
د خبر لمبر: 3486632 خپرونې تاریخ : 2022/12/21
ایکنا-(تهران)د افغانستان د ټول ګټو وزارت ویندوي په یولړ څرګندونو کې ووئيل دغه ددغه هیواد په شمال کې په سالنګ ټونل کې بیګا ستر اورلګیدلی چې له امله ئې کابو دیرشو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د خبر لمبر: 3486618 خپرونې تاریخ : 2022/12/18
ایکنا-(تهران)تهران ته د افغانستان د طالبانو د مهاجرینو او ستنیدونکو د چارومرستیال وزیر له سفر وروسته، په ایران او پاکستان کې د مهاجرینو د وضعیت په اړه څلور اړخیزه خبرې اترې نن پای ته رسیدي.
د خبر لمبر: 3486596 خپرونې تاریخ : 2022/12/13
ایکنا-(تهران)د جمو او کشمیر یوې اوسیدونکي زده کونکې د ټول قرآن کریم خوشنویسي یا خوشخطي په شپږو میاشتو کې سر ته ورسوۀ.
د خبر لمبر: 3486595 خپرونې تاریخ : 2022/12/13
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم رییسي نن د بدلون په لاره کی د کلتوری انقلاب د لوړې شورا ددوهم ګام په نندارتون کې وویل په افغانستان کې د امریکایانو شل کلن شتون د هغو لپاره له جنګ،وینې بهونې او ماتې پرته بله بریا نه ده درلودلی،ځکه چی د خپلو ادعاګانو په اپوټه ددغې سیمې له حقیقتونو او غوښتنو بی خبره وو.
د خبر لمبر: 3486577 خپرونې تاریخ : 2022/12/10
ایکنا-(تهران)د بخښنې نړیوالې ادارې په افغانستان کې د میرمنو دحقوقو دخلاف ورزۍ پر دوام یو ځل بیا نیوکې وکړې.دغه نړیوال اورګان دمیرمنو په ضد له تاؤتریخوالو سره د مبارزې دم نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې اعلامیې کې ووئيل،په افغانستان کې د طالبانو قدرت ته د رسیدا له وخت راهسې په دغه هیواد کې د میرمنو دحقوقو په دوامدار ډول خلاف ورزي شوې ده.
د خبر لمبر: 3486517 خپرونې تاریخ : 2022/11/27
ایکنا-(تهران)د پاکستان دپاراچنار سیمې طوري ا و بنګښ قومونو څه موده مخکې طالبانو ته د کروړنو روپیو په نغدو او خوراکي مرستو لیږدولو سره د ورورولۍ او دوستۍ لاس اوږد کړی ؤ خو طالبانو دخپل هویّت په اساس د حکومتي ځایونو په ځاي په دغو ولسی سیمو توغندي وورول.
د خبر لمبر: 3486494 خپرونې تاریخ : 2022/11/22
ایکنا-(تهران)د پاکستان خارجه وزیر په افغانستان کې سوله د پاکستان او د سیمې لپاره په حیاتي بللو سره پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ،څو د یوه انساني بحران د رامینځةکیدا د مخنیوی په خاطر دې له طالبانو سره ملګرتیا وکړي.
د خبر لمبر: 3486477 خپرونې تاریخ : 2022/11/19
ایکنا-(تهران)په پاکستان کې د افغان کډوالو له نیول کیدا سره په یووخت ددغه هیواد دکورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ووئیل ، هغه بهرني ښاریز چې د وزیرو نیټه ئې ختم شوې ده،که دد سمبر تر وروستیو پورې له هیواده ونه وځي نو زندانی به شي.
د خبر لمبر: 3486468 خپرونې تاریخ : 2022/11/16
ایکنا-(تهران)د افغانستان د طالبانو دموقته حکومت خارجه وزیر د اسلامی ملګرتیا موسیسې له ځانګړي استازي سره په کتنې کې په افغانستان کې د اسلامی پوهنتون د تاسیس په باب کوټلي خبرې وکړې.
د خبر لمبر: 3486460 خپرونې تاریخ : 2022/11/14
ایکنا-(تهران)د طالبانو د اطلاعاتو او د کلتور وزارت یوه مرستیال مولوي محمد یونس راشد د لویدیځي هیوادونو دسیسو ته په اشارې سره وویل لویدیځ په تیره بیا امریکا په منفي تبلیغاتو سره د افغانستان د ځوانانو د منحرفولو او د کمزوري کولو هڅه کوي.
د خبر لمبر: 3486456 خپرونې تاریخ : 2022/11/13
د کرمانشاه دقرآنی مخکښ ددوهم تلین به مناسبت
ایکنا-(تهران)د ایران د نړیوال قاری خداي بخښلی هشنګ یاري د زمر دسورې په زړه پورې تلاؤت د هغه د دوهم تلین په مناسبت،د جنوبی افریقا کیپ ټاؤن ته په سفر کې اجرا شوی تلاؤت خپور شو.خدای بخښلی هوشنګ یاري د ۱۳۹۹لمریزکال د لړم یا عقرب دمیاشتې په اتلسمه نیټه وفات شو.
د خبر لمبر: 3486449 خپرونې تاریخ : 2022/11/12
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د مځکني ځوا ک قوماندان ووئيل دښمنان دې پوهه شي که د ایران د اسلامی جمهوریت په اړه کومه تیروتنه وکړي،نو له پریکنده او غاښ ماتونکي ځواب سره به مخ شي.
د خبر لمبر: 3486435 خپرونې تاریخ : 2022/11/09
ایکنا-(تهران)د افغانستان دعمومی کنکور نتیجې ښئ چې بریالي لومړني لس کسان هلکان دی خو په دغو سیالیو کې انجونو هم ښه برخه اخستې ده.
د خبر لمبر: 3486431 خپرونې تاریخ : 2022/11/08