ایکنا - په سلګونو مسلمانان چې په امریکا کې مېشت دي، د نیویارک ښار په ټایمز سکوېر چوک کې، چې د ښار له تر ټولو ګڼېګوڼې ډکو سیمو څخه ګڼل کېږي، د روژهماتي دسترخوان وغوړاوه او د نيون څراغونو تر رڼا لاندې او په باراني هوا کې ئې د ماښام لمونځ ادا کړ.
د خبر لمبر: 3492502 خپرونې تاریخ : 2026/02/24
ایکنا– د ایران د فارس ولایت د اسلامي تبلیغاتو د قرآني چارو د ادارې مشر د ایران په دغه سویلي ولایت کښې د رمضان د مبارکې میاشتې په دوران کښې هره ورځ د قران کریم د سیپارو لوستلو د څه باندې اوو زرو غونډو د جوړیدو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3492501 خپرونې تاریخ : 2026/02/24
ایکنا- د قرآن کریم د نساء سورې له ۱۴۸آیت څخه د مائدې سورې تر ۸۱ آيت پورې تلاؤت د ایران د اسلامی جمهوریت د نړیوال قاری قاسم مقدمي په غږ سره ترسره شوی دی.
د خبر لمبر: 3492500 خپرونې تاریخ : 2026/02/24
ایکنا -د منچسټر یونایټډ فټ بال ټیم یو مسلمان ستوري، آماد دیالو وویل چې له سیالیو مخکې د ذهني چمتووالي لپاره د موسیقۍ پر ځای قرآن اوري.
د خبر لمبر: 3492499 خپرونې تاریخ : 2026/02/24
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د ریډیو او ټيلیویژني ادارې له خوا محفل ټيلیویژنی پروګرام له دریم چینل څخه د روژې دمبارکې میاشتې له لومړئ ورځې سره همهاله له روژماتي یو ساعت مخکې خپریږي.
د خبر لمبر: 3492484 خپرونې تاریخ : 2026/02/21
ایکنا - لسګونو زرو فلسطینیانو د رمضان د مبارکې میاشتې د لومړۍ جمعې لمونځ په مسجدالاقصی کې ادا کړ؛ دا په داسې حال کې وه چې نیواکګرو اسرائیلي عسکرو د لارو په تړلو او پراخو محدودیتونو لګولو سره قدس ښار ته د لمونځ کوونکو لاسرسی محدود کړی و.
د خبر لمبر: 3492483 خپرونې تاریخ : 2026/02/21
ایکنا - زرګونو فلسطینیانو د روژې د مبارکې میاشتې په لومړۍ شپه، د صهیونیستي رژیم له سختو امنیتي محدودیتونو سره سره، په مسجدالاقصی کې د جماعت لمونځونه ادا کړل.
د خبر لمبر: 3492482 خپرونې تاریخ : 2026/02/21
ایکنا - اقتصادي کارپوهان باور لري چې د روژې د مبارکې میاشتې رارسېدل په عربي نړۍ او اسلامي هېوادونو کې د مصرف بڼې په څرګند ډول بدلوي.
د خبر لمبر: 3492481 خپرونې تاریخ : 2026/02/21
له آیتونو سره ژوند
ایکنا- د بقرې سورې ۲۵۰ آیت انسان صبر، زغم او زړورتیا ته بولي: «رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَیْنَا صَبْرًا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْکَافِرِینَ» ای زمونږ ربه!مونږ ته صبر او زغم راډالۍ کړه، زمونږ قدمونه ټینګ کړه او مونږ د کافرانو پر ډلې بریالي کړه.
د خبر لمبر: 3492480 خپرونې تاریخ : 2026/02/21
ایکنا – د روژې دمبارکې میاشتې له رارسیدا سره په یووخت د ایکنانیوز قرانی نړیوال خبری آژانس په ویب پاڼې او پیغام رسونې په څانګې کې د دغه قرآنی خبری آژانس په همت سره د معرفتئ په څو رسنیزو تولیداتو سره د؛ مبارکې او قدرمنې روژې میاشتې؛ په عنوان سره ځانګړې دوسیه خپریږي.
د خبر لمبر: 3492478 خپرونې تاریخ : 2026/02/21
ایکنا - د ۲۰۲۵/۲۰۲۶ کال د آسهآن د لوړو زده کړو اورګانونو د قرآن کریم د تلاوت او حفظ سیالیو (MTHQ IPT ASEAN) غوره ګډونوال معرفي شول.
د خبر لمبر: 3492476 خپرونې تاریخ : 2026/02/19
ایکنا -د مصر د اوقافو وزارت د رمضان المبارک د شپو د احیا لپاره ۲۲ هېوادونو ته د قاریانو او امامانو د استولو ۹۰ حکمونه صادر کړي دي.
د خبر لمبر: 3492475 خپرونې تاریخ : 2026/02/19
ایکنا -د قرآن کریم نړیوال نندارتون د ۲۰ هېوادونو په ګډون او له علمي، هنري پروګرامونو او د قرآني خادمانو د ستاینې په مراسمو سره ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492474 خپرونې تاریخ : 2026/02/19
ایکنا - د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت مسلمانان د خپل هستوګن هېواد د جغرافیائي موقعیت او عرض البلد له مخې د مختلفو ګنټو پورې روژه نیسي.
د خبر لمبر: 3492473 خپرونې تاریخ : 2026/02/19
له آيتونو سره ژوند!
ایکنا - د رمضان له مبارکې میاشتې سره سم، «له آیتونو سره ژوند» نومې قرآني خوځښت پیل شوی، چې هره ورځ یو چورلیزي آیت معرفي کوي څو د قرآن ښوونې د خلکو له ورځني ژوند سره وتړي.
د خبر لمبر: 3492472 خپرونې تاریخ : 2026/02/19
ایکنا – د ناروې د اسلامی خبرو اترو چینل په اروپائي هېوادونو کې له اسلامه د ویرونې د پروسې د خورونکو افراطي جریانونو پر ضد د مبارزې د لارو چارو په عنوان سره خپل کلنی کنفرانس په اسلو کې جوړ کړ.
د خبر لمبر: 3492470 خپرونې تاریخ : 2026/02/18
د قرآن د نندارتون مشر!
ایکنا – د قرآن د نندارتون مشر حجتالاسلام والمسلمین حمیدرضا اربابسلیماني د سلواغې په ۲۷ په یوې خبري غونډې کې د قرآن د ۳۳ نړیوال نندارتون د جوړېدو خبر ورکړ او وې ویل چې دا نندارتون به په ۱۶ زره مربع میتره فضا کې ترسره شي. هغه د وخت او ځای د اعلان ترڅنګ وویل: ولسي کول، نوښت، د غوره کسانو له ظرفیت څخه ګټه اخیستل او نوې ټیکنالوژۍ، په ځانګړي ډول مصنوعي ځیرکتیا(آرټيفیشل انټلیجنس)، د نندارتون له مهمو محورونو دي.
د خبر لمبر: 3492469 خپرونې تاریخ : 2026/02/18
د روسیې د دینونو ښار؛
ایکنا- د کرملین قازان په دروازې کې یو لوي ډبرین کاڼې یا تخته ایښودل شوې چې د یاسین سورې د ۳۶م آیت په دې جملې کې پرې لیکل شوی دی.؛ «قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنْشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ...؛ ووایه: هماغه ذات چې هغوی ئې لومړي ځل پیدا کړي، بېرته به ئې راژوندي کړي...»
د خبر لمبر: 3492468 خپرونې تاریخ : 2026/02/18
د یمن د انصارالله مشر:
ایکنا - د یمن د انصارا....ولسی غورځنګ مشر د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په خپل پیغام کې وویل؛ د اسلامي نړۍ د ستونزو یوازینۍ حل لاره الهي لارښوونو ته بېرته ستنېدل دي.
د خبر لمبر: 3492467 خپرونې تاریخ : 2026/02/18
ایکنا د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دولس ورځني جنګ کې د ایران دملت بریالیتوب ،د غبرګولې د میاشتې د مهمې او خطرناکې فتنې د ناکامولو او د سلواغې د ۲۲ او د غبرګولې د ۲۲ نیټو ولسی میلیوني لاریونونو کې د ولس ولولوناک او پرتمین شتون د ایران د قدرمن ملت د اقتدار او ژوندي او هوښیارتیا نښه وبلله او د ملی اتحاد او یووالي او هوښیارۍ او تیارسي په پیاوړتیا او ساتلو باندې په ټينګار سره ئې ووئيل؛د غبرګولې یا جدې د میاشتې په فتنې کې زموږ د شهیدانو کړۍ پراخه ده.د فتنه ګرو او ددښمنانو سره د دوي له فسادګرو سرغنو پرته، نور ټول زمونږ اولادونه دي. مونږ د توي شویو وینو له امله غمجن او ویرجن یو.
د خبر لمبر: 3492466 خپرونې تاریخ : 2026/02/18