قرآنی هنرونه - پاڼه 13

IQNA

بچوې
ایکنا- هالېنډ د جمعې په ورځ اعلان  کړی چې له اسرائیلي  ښارګوټو څخه واردېدونکي توکي به بایکاټ کړي او د اروپائي اتحادئې له غړو هېوادونو ئې وغوښتل چې ورته اقدامات  وکړي.
د خبر لمبر: 3492813   خپرونې تاریخ : 2026/05/24

ایکنا- سعودي عربستان اعلان کړی چې تر ، جمعې ورځې پورې، له ۱.۵ میلیونو څخه زیات حاجیان د حج د ادا کولو لپاره دغه هېواد ته داخل شوي دي، چې ډېری ئې د هوايي پولو له لارې ورغلي دي.
د خبر لمبر: 3492811   خپرونې تاریخ : 2026/05/23

د فلسطین د اوقافو وزارت:
ایکنا- د فلسطین د اوقافو وزارت په یوې اعلامیې کې د صهیونیسټانو هغه اقدام وغنده چې د مسجد ابراهیمي دېوالونه ئې د اسرائیلو د بیرغ په رنګونو روښانه کړي وو، او دا ئې د دې سپېڅلي جومات د مقام ښکاره سپکاوی وباله.
د خبر لمبر: 3492810   خپرونې تاریخ : 2026/05/23

ایکنا- په داسې حال کې چې د لوېدیځې غاړې فلسطیني حاجیان د حج لپاره سعودي عربستان ته روان شوي، د غزې تړانګې اوسېدونکي د دریم پرله‌پسې کال لپاره د حج له فریضې بې‌برخې پاتې دي. جنګ ، د رفح پولې تړل کېدو او د کلابندئ دوام، د زرګونو فلسطینیانو لپاره د حج سفر په یوه نه ترلاسه کېدونکي خوب بدل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492809   خپرونې تاریخ : 2026/05/23

ایکنا-  شیخ سید عامر عثمان، د مصر پخوانی شیخ‌القراء ؤ، چې د مصر د پنځو سترو قاریانو د تلاوت شوي قرآن د ثبت څارنه ئې کړې وه. نوموړی د پیغمبراکرم(ص) په ښار مدینه منوره کې وفات شو.
د خبر لمبر: 3492808   خپرونې تاریخ : 2026/05/23

ایکنا- په داسې حال کې چې  د تیر کال په نسبت په  ۱۴۰۴ کال کې  د قرآن  د حافظانو شمېر   ۲.۷ برابره زیاتوالی ښئي، د قرآن د تخصصي حفظ ملي ازموینه د ۹ زره او ۸۰۰ ګډونوالو په شتون  کې ترسره شوه. همدارنګه د بسیج دارالقرآن د عمومی  ازموینو، د قاریانو او د قرآن د استادانو د ارزونې د پنځلسم پړاو او د اوقافو د عمومی سیالیو نوم‌لیکنه هم روانه ده.
د خبر لمبر: 3492807   خپرونې تاریخ : 2026/05/23

ایکنا- د اسلامي انقلاب  معظم لارښود  د خدمت د شهید او د ایران د  اسلامی جمهوریت د وخت د ولسمشر آیت الله ابراهیم ریسي  د شهادت د کلیزې په مناسبت  په خپل پیغام کې ویلي:  مونږ د ایران د ملت د هغو حماسه‌جوړونو په وړاندې ولاړ یو چې د نړۍ د دوو ترهه ګرو پوځونو پر ضد ئې په بې‌ساری تاریخي مقاومت کې ترسره کړي دي. دغه حالت د اسلامي جمهوریت له مسئولانو ، رهبرۍ او د قواوو له مشرانو رانیولې د مدیرانو تر ټولو  سوَیو پورې ـ  د دندو بار تر پخوا لا ډېر دروندَوي.
د خبر لمبر: 3492806   خپرونې تاریخ : 2026/05/21

ایکنا-  د افغانسنان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یوناما له سرپرستې جورجت ګانیون سره په لیدنې کې ټینګار کړی، چې افغانستان حق لري، د ملګرو ملتو او په نورو نړیوالو اورګانونو کې رسمي استازولي ولري.
د خبر لمبر: 3492805   خپرونې تاریخ : 2026/05/21

ایکنا- د الازهر د قرآن کریم د چارو عمومي مشر وئیلي دي، د دې مرکز د زده‌کوونکو لپاره د اوړي په رخصتیو کې د قرآن د حفظ د اسانتیا پروګرام پیل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492804   خپرونې تاریخ : 2026/05/21

 ایکنا- د لبنان د طرابلس ښار د «ایمان» اسلامي ښوونځیو په تعلیمي مجتمع کې د قرآن کریم د کلنیو سیالیو دوه څلوېښتم پړاو ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492803   خپرونې تاریخ : 2026/05/21

ایکنا- د صمود نړیوال کاروان»  مسئولانو وئيلي دي، چې د دغه کاروان ۸۷ فعالانو د صهیونیستي رژیم له خوا د نیولو او توقیف پر ضد، او همدارنګه له فلسطینيو بندیانو سره د پیوستون په موخه،  لوږ تړ پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492802   خپرونې تاریخ : 2026/05/21

ایکنا- د سعودي عربستان  چارواکو د سږ کال د حج د مراسمو لپاره سخت مقررات وضع کړي دي، چې له مخې ئې ځینې کسان  د حج له ادا کولو منع شوي دي.
د خبر لمبر: 3492801   خپرونې تاریخ : 2026/05/21

ایکنا-  د ایران د اصفهان ولایت د سپاهان زرین دام کرهڼیز او صنعتي شرکت، چې د مستضعفانو  فاونډیشن  پورې اړه لري،توانیدلی دی چې  له کرهڼیزو ظرفیتونوڅخه په استفادې سره ۲۴ هیکټره مځکې باندې محمدي ګل وکري او  په اصفهان په ولایت کې  دغه فارم د دغه ارزښتناک  محصول د تولید  په یوه مهم  مرکز بدل کړي .
د خبر لمبر: 3492800   خپرونې تاریخ : 2026/05/20

ایکنا- د یمن خلکو په میلیوني لاریونونو کې د لبنان د خلکو او مقاومت سره همغږي اعلان کړه او د قرآن او مسجد الاقصی بشپړ ملاتړ ئې وکړ، او خبرداری ئې ورکړ چې د سپکاوي  او تیري  په وړاندې به چوپ نه پاتې کیږي.
د خبر لمبر: 3492799   خپرونې تاریخ : 2026/05/20

ایکنا- یو قرآن چې په طلايي رنګ لیکل شوی او ارزښت ئې له یو میلیون قطري ریالو څخه زیات دی، د دوحې دکتاب په نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوی دی.
د خبر لمبر: 3492798   خپرونې تاریخ : 2026/05/20

ایکنا- د قرآن کریم په اوکرایني ژباړې کې تازه هڅه شوې چې د دې مقدس کتاب په اړه په اوکراین کې د موجودې شیعه لیدلوري تشه ډکه کړي، او د نوې تفسیرونو له لارې ئې دا کار کړی دی.
د خبر لمبر: 3492797   خپرونې تاریخ : 2026/05/20

ایکنا – د غزې ۶۵  ماشومانو د  ؛نور ؛ په نامې سره په قرآني کمپاین برخه واخیسته او د خپلو ښوونکو په وړاندې ئې د قرآن کریم ځینې برخې ولوستلې، او د مسؤلینو او والدینو لخوا ئې ستاینه وشوه.
د خبر لمبر: 3492796   خپرونې تاریخ : 2026/05/20

ایکنا- د امریکا زیاتره خپرونو او ورځپاڼو  د ایران پر ضد په جنګ کې د امریکا د ولسمشر د  ؛بریا» ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې او لیکلي ئې دي چې ددغه جنګ په  تر ټولو ښه حالت کې نتیجه  انډولیزه ښکاري، خو حتی په همدې مساوي حالت کې هم تهران د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې د ټرمپ او د هغه د ټیم په نسبت ډېر بریالی عمل کړی دی.البته ډيری کارپوهان او شناندي  دغه انډولیزه نتیجه د ټرمپ او د هغه د ټيم  ناکامي ګڼي،بلکې دغې ناکامئ  نه یوازې د امریکا لپاره، بلکې په منځني ختیځ او اروپا کې  هم د امریکا د متحدینو لپاره  منفي پایلې لرلې دي.  
د خبر لمبر: 3492795   خپرونې تاریخ : 2026/05/20

 ایکنا-  د حلالو شیانو  د  ۲۰۲۶ نندارتون او  دغه راز د حلالو شیانو   دولسمه نړیواله غونډه به د تیونس شرکتونو او اقتصادي متخصصینو په ګډون په استانبول کې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3492794   خپرونې تاریخ : 2026/05/19

آیت‌الله رشاد:
ایکنا- د تهران د  علمي حوزو د  شورا مشر آیت‌الله رشاد د حضرت امام علي(ع) او حضرت فاطمة زهرا(س) د واده په مناسبت وویل چې دا پیښه «وجودي  اړخونه» لري او مهمه برکت ئې د شریعت ساتنه او د انسان د نجات  د زمینې برابرول دي.
د خبر لمبر: 3492793   خپرونې تاریخ : 2026/05/19