قرآنی هنرونه - پاڼه 15

IQNA

بچوې
ایکنا- د ایران د  اسلامی جمهوریت  د بهرنیو چارو وزیر وویل د امریکا د سرزورئ پر وړاندې مقاومت کوم ناپېژندل شوی جنګ نه دی. زمونږ ډېری هېوادونه له دغه ډول دباؤ  او کرکې ډکو زورواکیو سره  په  بېلابېلو بڼو  کې لاس او ګریوان شوي دي.
د خبر لمبر: 3492772   خپرونې تاریخ : 2026/05/14

 ایکنا - د پاکستان د دفاع وزیر د اسراییلو د لومړي وزیر د هغې ادعا په غبرګون کې، چې ګواکې پاکستان په امریکا کې د اسراییلو ضد احساساتو په خپرولو کې رول لري، وویل:  نتانیاهو یوه بلا او د بشریت لپاره د شرم لامل دی.
د خبر لمبر: 3492771   خپرونې تاریخ : 2026/05/14

ایکنا- د مانچسټر سېټي روزونکي، Pep Guardiola، ددغه ټیم  د مشهور لوبغاړي  Lamine Yamal پر ضد د هغو نیوکو په غبرګون کې چې د فلسطین د ملاتړ  په خاطر پرې شوې وې، وویل چې فوټبالران حق لري د انساني او سیاسي موضوعاتو په اړه خپل نظر څرګند کړي، او د لامین یامال دریځ باید د ویاړ وړ وګڼل شي.
د خبر لمبر: 3492770   خپرونې تاریخ : 2026/05/14

ایکنا-  دمصر د قاهرې ولایت امنیتي ځواکونو د قاهرې د «درب الاحمر» په سیمې کې یو بې‌جوازه کتابپلورنځی وتاړه، ځکه د دغه پلورنځي مسؤلینو د اړوندو ادارو له رسمي اجازت پرته، د قانون خلاف د قران کریم نسخې خرڅولې او وېشلې.
د خبر لمبر: 3492769   خپرونې تاریخ : 2026/05/14

ایکنا-   په داسې حال کې چې ټاکل شوې د امریکا او چین ولسمشران په بېجینګ کې سره خبرې کوي، د جنوبي اسیا هېوادونه د سترو قدرتونو د سیالۍ، د ایران  په ضد د امریکا او صهیونیسټي رژيم  د جنګ  د اغېزو او د Strait of Hormuz  د نوي  انتظام په خاطر اندېښمن دي؛ هغه وضعیت چې د سیمې اقتصادي او امنیتي معادلې ئې لا پسې پېچلې کړې دي. دغه هېوادونه اوس په داسې حساس حالت کې دي چې د واشنګټن او بېجینګ ترمینځ د  انډول  د ساتلو هڅه کوي.
د خبر لمبر: 3492768   خپرونې تاریخ : 2026/05/14

 د پاکستان  د جمعیت علمای اسلام ف څانګې مشر د امریکا د ولسمشر پر ډیپلوماټیکو ژمنو د خیانت،له  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه پر یو اړخیز وتلو او پر ایران د جګړې د  د تپلو په وجه سختې نیوکې وکړې او وې ویل، Donald Trump د نوبل د سولې جایزې مستحق نه دی، بلکې هغه په فارس خلیج کې د اوسني بې‌ثباتۍ اصلي لامل  او د لسګونو زره مسلمانانو قاتل دی.
د خبر لمبر: 3492767   خپرونې تاریخ : 2026/05/13

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت یوه تکړه او غوره نړیوال قاری حمید رضا  احمدي وفا د  انعام سورې  له ۱۶۰ تر ۱۶۵ پورې آیتونه او دغه راز د نصر سورې په زړه بورې تلاؤت کړی دی.
د خبر لمبر: 3492766   خپرونې تاریخ : 2026/05/13

 ایکنا -  د بحرین آل خلیفه رژيم   په وروستیو شپو ورځو کې   نوي امنیتي سختوالئ  او توپيري او له تعصبه ډک اقداماتو ته مخه کړې ده ، په هغو یو دا چې حکومتي ځواکونو پر شیعه دیني عالمانو او د دې هېواد د دیني حوزې پر مهمو شخصیتونو چاپې او نیونې وکړې. دا وضعیت د وروستیو کلونو تر ټولو پراخ امنیتي اقدام بلل شوی دی. 
د خبر لمبر: 3492765   خپرونې تاریخ : 2026/05/13

 ایکنا -    Al-Quds International Institution  د قدس له خلکو او هغو فلسطینیانو څخه چې په نیواکي سیمو کې اوسیږي، غوښتنه کړې چې د راتلونکو پنجشنبې او جمعې په ورځو کې په پراخه کچه په الاقصی جومات کې  حاضر شي، څو د صهیونیستي رژیم او ښارګوټو مېشتوصهیونیسټانو  د اقداماتو پر وړاندې ودرېږي. دا غوښتنه د قدس د نیواکګرئ د کلیزې او د «بیرغونو لاریون» له مراسمو سره هم‌مهاله شوې ده.
د خبر لمبر: 3492764   خپرونې تاریخ : 2026/05/13

ایکنا - د سعودي عرب د عامه ترانسپورټ ادارې د مدینې د سیمې د پراختیا ادارې  په ملګرتیا سره  د قبا جوما( Quba Mosque )په ساحې کې د بې‌ډرائيور ه بس ازمایښتي پروژه پیل کړې ده.
د خبر لمبر: 3492763   خپرونې تاریخ : 2026/05/13

ایکنا- د سعودي عربستان د پاچا په موافقېسره ، د لومړي ځل لپاره د ښځو څانګه د دغه هېواد  د قرآن کریم د حفظ، قرائت او تفسیر تر ټولو سترو سیالیو ته ورزیاته شوه.
د خبر لمبر: 3492761   خپرونې تاریخ : 2026/05/12

یاددښت!
ایکنا- د احمدرضا رضوي زراره له خوا، د هند د علماوو د مجلس د قم څانګې مسئول په یوه یاددښت کې لیکلي دي،د اسلامی انقلاب شهید رهبر؛ د«اشداء علی الکفار، رحماء بینهم» ژوندی تفسیر دی
د خبر لمبر: 3492760   خپرونې تاریخ : 2026/05/12

ایکنا-  د عربستان  او کویت چارواکو  د بحرین د  دا هل تشیَع د روحانیونو او عالمانو  پر ضد د بحرین د حکومت له اقدام څخه ملاتړ وکړ؛ هغه اقدام چې د سیاسي مخالفینو د سیستماتیک ځپلو یوه بڼه ګڼل کېږي.
د خبر لمبر: 3492759   خپرونې تاریخ : 2026/05/12

ایکنا- د هندوستان  د اوترپردش صوبې  یوې مسلمانې معلمې یا ښوونکې ویلي چې د روزنیز پروګرام له پیل څو ورځې وروسته یوازې د حجاب د  اغوستو په وجه   له دندې ګوښه کړئ شوې ده.
د خبر لمبر: 3492758   خپرونې تاریخ : 2026/05/12

ایکنا -د مکې مکرمې د قرآن کریم میوزیم یوه له تر ټولو نادرو خطي نسخو څخه ساتي، چې د لیدونکو او د قرآن د تاریخ د څېړونکو پام ئې ځان ته اړولی دی؛ دا یو داسې نادر قرآن دی چې یوازې ۶۰ مخونه لري.
د خبر لمبر: 3492757   خپرونې تاریخ : 2026/05/12

ایکنا- د ؛میناب  قرآنی یارانو؛ په نامې سره د یوه پلاوي په چوکاټ کې  د قرآنی چارو یو شمیر فعالان او قاریان  دغه ښار ته په تلو او د قرآني ناستو  او محفلونو  په ترسره کولو سره  د شجره طیبه ښونځي  د شهیدو زده کونکو ماشومانو  د یاد او خاطرې  لمانځي .
د خبر لمبر: 3492756   خپرونې تاریخ : 2026/05/11

ایکنا- د ملایشیا د سلانګور صوبې  د اسلامي شورا مشر اعلان وکړ چې په ۲۰۲۵ کال کې په دغې صوبې کې د نوو مسلمانانو شمېر نوی ریکارډ جوړ کړی دی.
د خبر لمبر: 3492755   خپرونې تاریخ : 2026/05/11

د شهید رهبر په حضور کې د تلاوت روایت!
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت یو نړیوال قاري،د اسلامی انقلاب د شهید رهبر  د نه شتون  له درده،د هغه په حضور کې د خپل  لومړي تلاوت او د معظم‌له له خوا د عباد ډالۍ کېدو خاطره بیان کړې ده.
د خبر لمبر: 3492754   خپرونې تاریخ : 2026/05/11

ایکنا- د قرآن کریم یوه خطي نسخه، چې اټکل کېږي له زرو کلونو څخه زیات  لرغونتوب  لري، د تایلینډ د اسلامي فرهنګي میراث په میوزیم کې نندارې ته وړاندې شوې ده.
د خبر لمبر: 3492753   خپرونې تاریخ : 2026/05/11

ایکنا- د مصر د اوقافو وزارت د قرآن د حفظ مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره د څلورمې ځانګړې سیالۍ د ګټونکو نوملړ په اعلانولو سره، له دغو مرکزونو او د هغوی د علمي او روزنیزو پروګرامونو د پراختیا بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3492752   خپرونې تاریخ : 2026/05/11