قرآنی هنرونه - پاڼه 22

IQNA

بچوې
په قرآن کریم کې پوښتنې؛ د مدثر سورې اهمیت!
ایکنا - د مدثر سورې د آیتونو له مخې،قرآني تذکرو او نصیحتونو ته بې‌پامي له دوو لاملونو له کبله رامنځته کېږي:یا پر آخرت ایمان نه لرل، او یا داسې ایمان لرل چې له آخرت څخه د وېرې او خشیت مل نه وي.
د خبر لمبر: 3492226    خپرونې تاریخ : 2025/12/27

د مسلمانانو د ولی امر پیغام په  اروپا کې مسلمانو محصلینو ته
ایکنا - حضرت آیت‌الله خامنه‌ای د امریکا د پوځ د دروند یرغل او د هغه د شرمناکې ضمیمې د ماتې په یادولو سره، چې په سیمې کې د ایران د اسلامي ځوانانو د نوښت، زړورتیا او سرښیندنې په خاطر رامنځته شوې، ټینګار وکړ؛د فاسدو او مفسدو زورواکو  د وارخطائۍ اصلي لامل ایټمي بحث نه دی، بلکې دا دی چې د ایران اسلامي جمهوریت  د نړۍ د ناعادلانه نظم او د سلطه‌ګر نظام د مضبوتیا او پیاوړتیا پر ضد د مبارزې بیرغ پورته کړی او د عادلانه ملي او نړیوال اسلامي نظام پر لور ئې مخه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492225    خپرونې تاریخ : 2025/12/27

ایکنا -د فلسطین او د اسلامي امت د یووالي نړیوال کنفرانس د اسلامي مذهبونو د نږدېوالي د نړیوالې ټولنې په نوښت، د ملایشیا د غیر حکومتي ټولنیزو بنسټونو د شورا (NGOs) او د دغه هېواد د فرهنګي بنسټونو په ګډون، او د اسلامي نړۍ د استادانو، علماوو او مفکرانو په شتون سره، د روان کال د لیندئ  یا مرغومي (دي) د میاشتې په ۳۰  نېټه په ملایشیا کې ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492224    خپرونې تاریخ : 2025/12/27

ایکنا -په الجزایر کې د «زلماطي الحاج» روزنیز بنسټ په علمي ـ ښوونیزه غونډه کې ګډونوالو د قرآني ښوونځیو پر مخکښ رول ټینګار وکړ، چې د ملي هویت په ساتنه کې یې اساسي ونډه ده.
د خبر لمبر: 3492223    خپرونې تاریخ : 2025/12/27

ایکنا - د قرآن کریم د حفظ او تلاوت سیالۍ د دروکم عمره مصري خوېندو د یاد په مناسبت، چې په یوې پېښې کې ئې خپل ژوند له لاسه ورکړی، د رمضان په مبارکې میاشت کې د مصر په منوفیه ولایت کې ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492222    خپرونې تاریخ : 2025/12/27

ایکنا -یوه لیبیایي لیکوال او څېړونکي ټینګار وکړ: په قرآن کریم کې د پېغمبرانو د کیسو د دانشنامې د تألیف مفکوره،په ایټالیا کې په واتیکان کې په یولړ خبرواترو کې د حضرت عیسی(ع) په اړه پیل شوه، څو د پېغمبرانو د رسالت هغه ډول تشریح کړي لکه څنګه چې په قرآن کې راغلی دی.
د خبر لمبر: 3492221    خپرونې تاریخ : 2025/12/27

ایکنا - پاکستانیان، د دې هېواد د مسیحي لږکۍ پشمول، نن د دسمبر ۲۵ نیټه چې له کرسمس ورځې سره برابره ده ،د خپل هېواد د بنسټګرقاید اعظم محمد علی جناح  د زوکړې کلیزه د اسلام‌اباد پشمول  په بېلابېلو ښارونو کې د نمانځغونډو او جشنونو په ترسره کولو سره لمانځي. محمدعلي جناح ۱۴۹ کاله وړاندې په همدې ورځ په کراچۍ په ښار کې زېږېدلی و.
د خبر لمبر: 3492220    خپرونې تاریخ : 2025/12/25

ایکنا- د محمد رسول الله (ص)مداحي ډلې د حضرت احمد بن موسی(ع) (شاهچراغ)په حرم کې د رجب المرجب د میاشتې  دعا په ډله ایز ډول ریکارډ کړې ده.
د خبر لمبر: 3492219    خپرونې تاریخ : 2025/12/25

ایکنا - بلجیم په رسمي ډول هغه قضیې سره یو ځای شوی چې سویلي افریقا د غزې په تړانګه کې د نسل‌وژنې د ترسره کولو په تور د اسرائیلو پر ضد د عدالت نړیوالې محکمې (ICJ) ته وړاندې کړې ده.
د خبر لمبر: 3492218    خپرونې تاریخ : 2025/12/25

ایکتا- محمد الملاح، چې یو مصري قاري دی، په پاکستان کې د خپل مجلسي تلاوت پر مهال د رامنځته شووپيښو په اړه غبرګون وښود او ټینګار ئې وکړ: قاري  د تلاوت پر مهال د محفل ټولو پېښو ته پام نشی کولی.
د خبر لمبر: 3492217    خپرونې تاریخ : 2025/12/25

ایکنا - د استاد مصطفی اسماعیل لمسي خبر ورکړ چې د خپل نیکه ثبت شوي تلاوتونه ئې ډیجیټل کړي دي او وې ویل چې دا تلاوتونه د مصر دننه او له هېواده بهرڅخه ټول کړئ شوي دي.
د خبر لمبر: 3492216    خپرونې تاریخ : 2025/12/25

ایکنا - د مصر د قاریانو شیخ، احمد احمد نعینع، د دغه هېواد په ټيلیوژني استعداد موندونکي « د تلاوت حکومت » نومې پروګرام کې ګډون وکړ او د قرآن کریم څو آیتونه یې تلاوت کړل.
د خبر لمبر: 3492215    خپرونې تاریخ : 2025/12/25

په قرآن کریم کې استغفار / 6
ایکنا - استغفار ګڼ شمېر اغېزې لري، خو د استغفار کوونکو تر ټولو مهم او مستقیم هدف د ګناهانو بخښنه ده.
د خبر لمبر: 3492209    خپرونې تاریخ : 2025/12/24

ایکنا  - د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري، د دوشنبې په ورځ د مرغومي (دی) د میاشتې په لومړۍ نېټه، د یوه پلاوي په ملتیا، د عراق په  کاظمین ښار کې د امامین  کاظمین (علیهما السلام) د  سپېڅلی حرم زیارت وکړ.
د خبر لمبر: 3492214    خپرونې تاریخ : 2025/12/24

ایکنا - په هندوستان  کې له اسلامه د ‌وېرونې  د مخ پر زیاتېدونکي څپې په  او ج کې، چې پر مسلمانه ټولنه ئې مستقیمې اغېزې کړی، د دې ټولنې پر وړاندې د حکومتي چارواکو توپیري اقدامات  په زیاتېدو دي، او دا حالت د بشري حقونو او د مذهبي اقلیتونو د ازادیو په اړه جدي اندېښنې راولاړوي.
د خبر لمبر: 3492213    خپرونې تاریخ : 2025/12/24

ایکنا - د نهج‌البلاغې د کلتور د پراختیا او دودیدا د  مرکز  د علمي کمېټې دوهمه غونډه د حجت‌الاسلام والمسلمین ارباب‌سلیماني او د نهج‌البلاغې د یو شمېر پوهانو په شتون  کې ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492212    خپرونې تاریخ : 2025/12/24

ایکنا  - د الازهر شیخ ټینګار وکړ چې د فلسطین قضیه نه‌انکارېدونکې ده، او د فلسطین مسئله داسې پړاو ته رسېدلې ده چې نور هېڅوک بله لاره نه لري؛ یا به د دغو جنایتونو پر وړاندې ودرېږي، او یا به د دغو انساني غمیزو ملګری وي.
د خبر لمبر: 3492211    خپرونې تاریخ : 2025/12/24

ایکنا -    د ۱۴۴۷ هجری قمری کال د رجب دمیاشتې دریمه(۳) او د ۲۰۲۵ میلادی کال د دسمبر ۲۴  نیټه ده چې د د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصفطی (ص) دیوه پاک لمسي او د  امامت او ولایت د لسم ځلانده ستوري    حضرت  امام علی النقی علیه السلام د شهادت له کلیزې سره سمون خوری .
د خبر لمبر: 3492210    خپرونې تاریخ : 2025/12/24

ایکنا – د رجب المرجب د میاشتې په رارسیدو سره د ؛رجب دمیاشتې دعا؛  په عنوان سره د الغدیر (طنین)مداحئ ډلې تر ټولو نوی اثر تولید او افتتاح شو . دغه اثر د خدای بخښلي  سید ابوالقاسم موسوي  د دعا غوښتنې په سټایل سره تولید شوی دی.
د خبر لمبر: 3492208    خپرونې تاریخ : 2025/12/23

ایکنا - د مکې د قرآن کریم میوزیم د وحې د نزول د پړاوونو د شبیه‌سازۍ له لارې لیدونکو ته یوه هراړخیزه ښوونیزه او متقابله تجربه وړاندې کړې ده.
د خبر لمبر: 3492206    خپرونې تاریخ : 2025/12/23