ایکنا-(تهران)د ایران قم ښار د دواړو جهانونود بی بی او دحسنینو د مورحضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها د شهادت دکلیزې په شپو ورځو کې په ویر او ماتم کې ډوب دی او درستې کوڅې،سړکونه او عبادتځایونه او کورونه د نبی اکرم د زړه دټوټې او د ولایت د لومړنۍ دفاع کونکې حضرت فاطمةالزهرا(س) په غم کې په تورو پرَدو پوښل شوي او خلک ویر او ماتم کوي.
د خبر لمبر: 3486664 خپرونې تاریخ : 2022/12/28
ایکنا-(تهران) پاکستان په وروستیو کلونو کې د سورئې د یوه دودیز دوست هیواد په توګه،تل د خبرواترو او ډيپلوماسۍ له لارې د سورئې د بحران دحل یو پلوی دی او د ځينو لویدیځي قدرتونو پّ تیره بیا د فارس خلیج د حوزې د ځينو عربو هیوادونو له دباؤنو سره سره دبشار اسد د حکومت په ضد د هرډول پلان سره ئې خپل مخالفت اعلان کړی او دخپلو اصلي دریځونو بدلولو ته هیڅکله هم تیار شوی نه دی.
د خبر لمبر: 3486661 خپرونې تاریخ : 2022/12/27
ایکنا-(تهران)د جمادی الثاني دریمه نیټه د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد(ص) د ګرانې لور حضرت فاطمة الزهرا(س)د شهادت کلیزه ده .
د خبر لمبر: 3486659 خپرونې تاریخ : 2022/12/27
ایکنا-(تهران)د ایکناخبری آژانس درست کارکونکي هم د پاکستان د بنسټګر خدای بخښلي قاید اعظم محمدعلی جناح د نیکمرغه زوکړې په مناسبت درستو پاکستان یانو ته دزړه له کومې مبارکي وائي.
د خبر لمبر: 3486653 خپرونې تاریخ : 2022/12/25
ایکنا-(تهران)د ایران د اوقافو د ادارې د قرآني چارو د مرکز مشر د اسلامی ایران د قرآن کریم د نړیوالو سیایو د نهه دیرشم پړاؤ د مقدماتي او نهائي مرحلو د وخت جزیات اعلان کړل.
د خبر لمبر: 3486642 خپرونې تاریخ : 2022/12/26
ایکنا-(تهران)د پاکستان دفاع وزیر په افغانستان کې د امریکا شتون او د هغوی د عسکرو بې کفایتۍ ته په اشارې سره، یوه مهمه پوښتنه مطرح کړې چې آیا امریکایان په افغانستان کې له ترهګرۍ او تاوتریخوالي سره د مقابلې توان لري؟ په افغانستان کې د امریکا وړتیا څه وه چې اوس پاکستان ته له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د مرستې وړاندیز کوي.
د خبر لمبر: 3486635 خپرونې تاریخ : 2022/12/21
ایکنا-(تهران)د ایران د پوځ لوی درستیز سردار محمد باقري بیګا د پاکستان د پوځ نوي عمومی قوماندان جنرال عاصم منیر سره په ټيلیفوني تماس کې د پاکستان د پوځ دنوي مشر قوماندان په توګه په ټاکل کیدا مبارکي ووئیله.
د خبر لمبر: 3486633 خپرونې تاریخ : 2022/12/21
ایکنا-(تهران)د عربستان د کورنیو د چارو د شورا داعلان په اساس،په ۲۰۲۲کال کې د ؛محمد؛نامه په درستې نړۍ کې د نوزیږو هلکانو لپاره په تر ټولو محبوبې نامې بدله شوې ده.
د خبر لمبر: 3486629 خپرونې تاریخ : 2022/12/20
ایکنا-(تهران)د پاکستان په سند صوبې کې یوې محکمې دکالج تر سوئې د ښونې په درسي نصاب او پروګرام کې له ترجمې او ژباړې سره یو ځاي د قرآن کریم شاملول رد کړل.
د خبر لمبر: 3486613 خپرونې تاریخ : 2022/12/17
ایکنا-(تهران)د پاکستان یوه هنرمند د قرآن کریم د آيتونو په موضوع سره په اسلام اباد کې د قرآني آثارو یوپه زړه پورې نندارتون ترسره کړی چې خلکو ئې تود هرکلی کړی دی.
د خبر لمبر: 3486606 خپرونې تاریخ : 2022/12/15
ایکنا-(تهران)د جمو او کشمیر یوې اوسیدونکي زده کونکې د ټول قرآن کریم خوشنویسي یا خوشخطي په شپږو میاشتو کې سر ته ورسوۀ.
د خبر لمبر: 3486595 خپرونې تاریخ : 2022/12/13
ایکنا-(تهران)د پاکستان خبرو سرچینو وئيلي دي،په پاکستان کې په تیره بیا په بلوچستان صوبې کې ترهه ګرو ،تکفیری او بیلتون غواړو ډلو ټپلو د سیمې د اوسیدونکو ژوند تریخ کړی او داسې کومه ورځ نشته چې دیوشمیر کسانو جنازې پورته نشي . دا هم وئيل شوي دی چې د پاکستان طالبانو تحریک یا ټي ټي پي هم دوه ورځې مخکې د پاکستان له حکومت سره ترسره شوی اور بند هم لغوه کړی دی.
د خبر لمبر: 3486531 خپرونې تاریخ : 2022/11/30
ایکنا-(تهران) د اسلامی هنرونو نندارتون چې په همداوروستیو کې د پاکستان په لاهور کې دایران دکلتوري خونې په ملګرتیا سره ترسره شوی،د پاکستان له «Discover TV» ټيلیویژنی چینل له خوا زیات پوښښ ورکړل شو.
د خبر لمبر: 3486530 خپرونې تاریخ : 2022/11/30
ایکنا-(تهران)د پاکستان په لاهور کې د ایران کلتوری خونې له حضرت امام علی علیه السلام سره منصوب د قرآن یوه نسخه په دغه ښار کې د اسلامی هنر په نندارتون کې دعامو خلکو نندارې ته وړاندې کړې ده.
د خبر لمبر: 3486509 خپرونې تاریخ : 2022/11/26
ایکنا-(تهران)د پاکستان دپاراچنار سیمې طوري ا و بنګښ قومونو څه موده مخکې طالبانو ته د کروړنو روپیو په نغدو او خوراکي مرستو لیږدولو سره د ورورولۍ او دوستۍ لاس اوږد کړی ؤ خو طالبانو دخپل هویّت په اساس د حکومتي ځایونو په ځاي په دغو ولسی سیمو توغندي وورول.
د خبر لمبر: 3486494 خپرونې تاریخ : 2022/11/22
ایکنا-(تهران) د فرانسې په اورن ولایت کې پرون د جومات په دیوالونو باندې د توکمبالو عبارتونو په لیکلو سره پر دغه جومات په توکمپال تیري سره ګواښل شوی دی.
د خبر لمبر: 3486488 خپرونې تاریخ : 2022/11/21
ایکنا-(تهران)د پاکستان خارجه وزیر په افغانستان کې سوله د پاکستان او د سیمې لپاره په حیاتي بللو سره پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ،څو د یوه انساني بحران د رامینځةکیدا د مخنیوی په خاطر دې له طالبانو سره ملګرتیا وکړي.
د خبر لمبر: 3486477 خپرونې تاریخ : 2022/11/19
ایکنا-(تهران)په پاکستان کې د افغان کډوالو له نیول کیدا سره په یووخت ددغه هیواد دکورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ووئیل ، هغه بهرني ښاریز چې د وزیرو نیټه ئې ختم شوې ده،که دد سمبر تر وروستیو پورې له هیواده ونه وځي نو زندانی به شي.
د خبر لمبر: 3486468 خپرونې تاریخ : 2022/11/16
ایکنا-(تهران)د ؛علامه اقبال او مل الشعراءبهار افکار او داسلامی امت ترمینځ دوستي ؛ په عنوان سره ادبی سمینار،پرون د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کې د ایران په کلتوري خونې کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3486455 خپرونې تاریخ : 2022/11/13
د کرمانشاه دقرآنی مخکښ ددوهم تلین به مناسبت
ایکنا-(تهران)د ایران د نړیوال قاری خداي بخښلی هشنګ یاري د زمر دسورې په زړه پورې تلاؤت د هغه د دوهم تلین په مناسبت،د جنوبی افریقا کیپ ټاؤن ته په سفر کې اجرا شوی تلاؤت خپور شو.خدای بخښلی هوشنګ یاري د ۱۳۹۹لمریزکال د لړم یا عقرب دمیاشتې په اتلسمه نیټه وفات شو.
د خبر لمبر: 3486449 خپرونې تاریخ : 2022/11/12