ایکنا - د افغان طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي،په تېرو څلورو لسيزو کې له ميليونونو افغان کډوالو څخه د ايران د اسلامي جمهوريت د مېلمه پالنې له امله د قدردانۍ ترڅنګ، ټينګار کړی چې کابل د بنديانو د لېږدونې په برخه کې له ايران سره همکارۍ ته ژمن دی.
د خبر لمبر: 3490178 خپرونې تاریخ : 2024/11/18
ایکنا - د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر همداراز پاکستان ته پخپل لومړني رسمي سفر کې ددغه هیواد پوځ لوی قوماندان جنرال عاصم منیر ، خارجه وزیر اسحاق ډار او همداراز نورو لوړپوړو چارواکو سره کته او ددواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ دپراختیا او د سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو په باب خبرې او مشورې وکړې.
د خبر لمبر: 3490119 خپرونې تاریخ : 2024/11/06
ایکنا- د افغانستان د ریس الوزار سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر د کابل دپوهنتون له استاذانو او محصیلینو سره په کتنې کې له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو او ددغه هیواد داوسنی وضعیّت په باب بحث او د نظر تبادله وکړه.
د خبر لمبر: 3489986 خپرونې تاریخ : 2024/10/12
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر دجمعې په ورځې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې ایران او روسیه بشپړونکي او متقابل ظرفیّتونه لري او له یوه بل سره ښه مرسته کولی شي، ووئيل،له روسیې سره دمونږ ارتباط په زړه بورې او سټراټژيک دی.
د خبر لمبر: 3489983 خپرونې تاریخ : 2024/10/12
ایکنا - د پاکستان مرستیال لومړي وزیر د ایران له خارجه وزیر سره په تماس کې د سید عباس عراقچي لپاره د بریالیتوب هیله وکړه او وې وئيل ،د ایران او پاکستان ښه ګاونډيتوب او ورورولۍ ته په پام سره،په سیمې او نړۍ کې د اسلامی امت د اتحاد او ترقۍ لپاره غوره رول لوبولی شي.
د خبر لمبر: 3489742 خپرونې تاریخ : 2024/08/23
ایکنا - د افغانستان دطالبانو دحکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي د صهیونیسټي رژيم وحشي ډوله جنایتونو ته په اشارې سره په یولړ څرګندونو کې ووئیل، اسرائيلو یو غاصب او ظالم او جنایتکار رژيم دی.
د خبر لمبر: 3489693 خپرونې تاریخ : 2024/08/14
ایکنا - په همدا وروستیو کې ځینو افغان رسندویو او ټولنیزو چینلونود جعلی کلیپونو او خبرونو په خپرولو سره هڅه کوي، وبریښوي چې په ایران کې له افغان کډوالو سره بد چلند کیږي.
د خبر لمبر: 3489678 خپرونې تاریخ : 2024/08/12
ایکنا - د اسلامي انقلاب معظم رهبر، د ایران د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته د تاجکستان د ولسمشر د سفر په قدرونې سره، د دواړو هېوادونو د چارواکو تګ راتګ، د ملګرتیاو و لپاره د زمینې برابرول یاد کړل او ویې ویل: فارسي ژبه د ایران، تاجکستان او افغانستان له مهمو مشترکاتو څخه ده او باید د دغې ژبې د ساتنې او پراختیا او د هغې د څنډې ته کولو د ځینو هڅو د مخنیوي لپاره، زیاتې همکارۍ ترسره شي.
د خبر لمبر: 3489611 خپرونې تاریخ : 2024/07/30
ایکنا - د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان هم د ایران د اسلامی جمهوریت په بهرني سیاست کې له ګاونډیان و سره د اړیکو د پياوړتیا په اهمیّت ټينګار وکړ او وې وئيل، د ایران په بهرنی سیاست کې درست ګاونډی هیوادونو او نورو دوستو هیوادونو سره اړیکې یو لومړیتوب لري.
د خبر لمبر: 3489521 خپرونې تاریخ : 2024/07/13
ایکنا - د پاکستان د دیني او سیاسی چارو کارپوه او شناندی ډاکټر غیور غالب پاکستان ته د ایران د اسلامی جمهوریت د سفر په پایلو په باب ووئيل، دغه سفر په ددواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا په تیره بیا د اسلامی امت د یووالي او اتحاد او دورورولۍ لپاره یو بیلګه سفر شي.
د خبر لمبر: 3489098 خپرونې تاریخ : 2024/04/23
ایکنانیوز – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي چې پرون په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی ددغه هیواد د حکومتي لوری، ولس او سیاستوالانو او دیني اوسیاسی مشرانو له تاوده هرکلی سره مخ شوی،چې د امریکا دخارجه وزارت غبرګون ئې هم راپارولی دی.
د خبر لمبر: 3489095 خپرونې تاریخ : 2024/04/23
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر سره په ګډ خبری کنفرانس کې له منظمو جرمنو او ترهه ګرۍ سره د مبارزې په زمینې کې داسلام اباد او تهران د امنیتی ملګرتیاؤ پر دوام ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3489087 خپرونې تاریخ : 2024/04/22
ایکنا - کابو له دوو واونیو راهسې د پاکستان سیاسی او رسندوئي ټولنو اسلام اباد ته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د سفر په باب په شننو سره دا دددواړو خواؤ په اړیکو کې د بدلانه پیچومی ارزولی دی. په تیره بیا دا چې د سفر چورلیزتوب د اقتصادي او تجارتي اړیکو پیاوړتیا او پراختیا او د دوواړخیزو خبرواترو او سیمه ایزو مشورو دوام دی.
د خبر لمبر: 3489086 خپرونې تاریخ : 2024/04/22
اکینا- په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر رضا امیري م قدم پرون د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په کتنې کې په دغه هیواد کې وروستیو پارلیماني اتنخاباتو په ترتولو ښه ډول دترسره کیدا او دهغه د حکومت د جوړولو په باب ورته مبارکي ووئیله .
د خبر لمبر: 3488989 خپرونې تاریخ : 2024/04/03
د ایران د روغتیا وزیر بهرام عین اللهي هم وویل په تیر کال کښې دولس لکه خارجي ناروغان ایران ته د درملنې لپاره راغلي وو او ایران یو میلیارډ ډالره لاس ته راوړي دي.
د خبر لمبر: 3488722 خپرونې تاریخ : 2024/02/15
ایکنا- د افغانستان د طالبانو د حکومت د هرات والي د ایران له سرکنسول سره په کتنې کې د ایران له خوا په سياحتي ويزو کې د اسانتياوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه
د خبر لمبر: 3488698 خپرونې تاریخ : 2024/02/10
ایکنا- په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر ووئيل، اسلامي ایران تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او اوس به له قربانیانو سره له هر ډول همکارۍ څخه دریغ ونه کړي.
د خبر لمبر: 3488671 خپرونې تاریخ : 2024/02/04
ایکنا- په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او ځانګړي استازي وویل، ګاونډي او د سیمې هېوادونه له نیواک وروسته په افغانستان کې لومړی رول لري.
د خبر لمبر: 3488648 خپرونې تاریخ : 2024/01/30
ایکنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد ته د خپل یو ورځني سفر په دوام کې د پاکستان د پوځ له قومندان سره له کتنې وروسته، د دغه هېواد د موقت حکومت له لومړي وزیر انور حق کاکړ سره د کتنې په ترڅ کې، د دوه اړخیزو همکاریو په ګډون، د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا او په ګډو پولو کې د سوداګريزو راکړو ورکړو د پراختيا په اړه د نظريو تبادله وکړه.
د خبر لمبر: 3488647 خپرونې تاریخ : 2024/01/30
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر په خبري ناستې کې ووئيل، د پاکستان حکومت د اسلامی ایران ولسمشر ته پاکستان ته دسفر بلنه ورکړې ده ،مونږ هم هڅه کوو په لوړه سویه په راشه دیرشه سره د سیمه ایزو مشکلاتو یوه حل لاره پخپله ولټوو.
د خبر لمبر: 3488642 خپرونې تاریخ : 2024/01/29