ایران - پاڼه 75

IQNA

بچوې
تهران (ایکنا) - ایران د سرحدي پولیسو قومندان سردار سرتیپ احمد علي ګودرزي نن پاکستان ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د دغه هیواد د سمندري امنیت د ادارې کتنه وکړه او د پاکستان د سمندر ځواک له چارواکو سره یې خبرې وکړې .
د خبر لمبر: 3485259    خپرونې تاریخ : 2022/01/12

تهران (ایکنا)  - د قطر اميرشیخ تمیم بن حمد آل ثاني  د ايران د اسلامي جمهوريت له خارجه وزير سره په کتنه کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د تعلقاتو په اهميت او په سيمه ايزو او دوو اړخيزو موضوعګانو کښې د دواړو هېوادونو د ملګرتياو په پراختيا ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3485254    خپرونې تاریخ : 2022/01/11

تهران (ایکنا) -د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  په تهران کې له اسماعیل خان او احمد مسعود سره د امیر خان متقي لیدوکاتو ته په اشارې سره ووئيل ، ایران د افغانستان د مختلفو ډلو ټپلو  کوربه دی  او  د طالبانو د پلاوی په وروستی سفر کې هم ددغو خبرواترو  کوربه ؤ .
د خبر لمبر: 3485250    خپرونې تاریخ : 2022/01/11

    تهران (ایکنا) - د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت کنسولګرۍ  هغو افغانانو ته چې ایران ته تلل غواړي ،د ویزو ورکړه له سره پیل کړې ده
د خبر لمبر: 3485247    خپرونې تاریخ : 2022/01/10

تهران(ایکنا) – د ایران د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو داته دیرشم پړاؤ د میرمنو په برخې کې مقدماتي مرحله  نن ماښام پاي ته رسیږي  او د مرغومې له دوویشتمې نیټې څخه   د سړیو په سویه پيلیږي او د همدغې میاشتې  تر پنځه ویشتمې نیټې پورې به   دوام ولري .
د خبر لمبر: 3485244    خپرونې تاریخ : 2022/01/10

تهران (ایکنا) -د امریکا حکومت پخپل ترهه ګراقدام سره ، په ښکاره ډول ، له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په حوزې کې  د نړیوالو  ژمنتیاؤ خلاف ورزي کړې ،د ترهه ګرۍ مالی ملاتړ ئې کړی  او د بشري حقوقو  دساتنې او خوندي کیدنې  او  احترام حدود ئې کراس کړي  او د نړیوالو سرغړونې  جنایتونه ئې ترسره کړي دي .
د خبر لمبر: 3485243    خپرونې تاریخ : 2022/01/09

 تهران (ایکنا) - د افغانستان  د مدني ټولنې یو شمیر افغان میرمنو وئیلي دي ، په افغانستان کې د  میرمنو د چارو په وړانډې د طالبانو دموقته حکومت  په اقداماتو د نړیوالې ټولنې د چپتیا  د ماتولو غوښتنه کړې او وئیلي ئې دي ،باید د طالبانو د اقداماتو مخنیوی وکړي .
د خبر لمبر: 3485242    خپرونې تاریخ : 2022/01/09

تهران (ایکنا) – ایکناخبری آژانس د داخلی او بهرنیو کارپيژاندو په شتون سره  ؛په لویدیځ کې  اسلامی کورنۍ او د مسلمانې میرمنې په وړاندې چیلنجونه ؛نومې ویبینار ترسره کوي .
د خبر لمبر: 3485241    خپرونې تاریخ : 2022/01/09

تهران(ایکنا)- د اسلامی انقلاب معظم لارښود د قم دخلکو له ټول سره په کتنې کې دحکومت د محسوس او ولسی ګرهنې په قدرونې سره  ددغه حرکت پیاوړتیا  او بشپړتیا ضروري وبلله او وې فرمائيل ،باید په ژمنو باندې  په ټاکلي وخت کې عمل وشي  او که  په کوم دلیل د وعدې اجرا ئي دلیل ممکن نه وي ،نو باید خلکو ته واضح او صادقانه توضیح ورکړل شي .
د خبر لمبر: 3485239    خپرونې تاریخ : 2022/01/09

 تهران (ایکنا) -د پاکستان د خوراکي او کرهڼیزو چارو وزیر سید فخر امام  وايي چې هیواد یې د ایران د اړتیا وړ ټولې وریجې پوره کولې شي .
د خبر لمبر: 3485238    خپرونې تاریخ : 2022/01/08

تهران(ایکنا) - ایکناخبری آژانس په دې مناسبت دنړۍ درستو پتمنو په تیره بیا داهل بیت علیهم السلام مینه والو ته د زړه له کومې تسلیت ا و تهنیّت وائي .
د خبر لمبر: 3485233    خپرونې تاریخ : 2022/01/08

تهران (ایکنا) – د پاکستان د پنجالب صوبې هنري شورا  ددغې صوبې په پنډۍ ښار :ې د اسلامی خوشنویسئ  نندارتون ترسره کړ .
د خبر لمبر: 3485231    خپرونې تاریخ : 2022/01/07

تهران (ایکنا) – دافغانسیتان په کندهار کې په یولړ دستورو کې  د اهل تشیع او اهل سنتو عالمانو او شخصیتونو د سردار شهید جمرتل قاسم سلیماني د شخصیت او یاد د لمانځلو په ترڅ کې حاج قاسم د مقاومت د بیلګې او د وحدت د لارې شهید یاد کړ او له نیواکګرۍ سره یې په مبارزه کې د هغو د ارزښتمنو اقداماتو قدرونه وکړه .
د خبر لمبر: 3485229    خپرونې تاریخ : 2022/01/07

تهران (ایکنا) - د طالبانو یوه مسئول مقام مولوی نعیم الحق حقاني  ډاډ ورکړ ،  انجونې به  په نوی تعلیمي کال کې ښونځیو ته لاړې شي  او  هیڅوک  دمیرمنو دزده کړې  خنډ نه کیږي . 
د خبر لمبر: 3485226    خپرونې تاریخ : 2022/01/04

تهران (ایکنا) – یورونیوز خبری چینل راپور ورکړی،د امریکا د سردار قاسم سلیماني او ابومهدي المهندس دشهادت له کلیزې سره په یووخت ، د سورئې له التنف پوځي مرکزه  خپل عسکر په شاکړي او اردن ته ئې منتقل کړي دي .
د خبر لمبر: 3485225    خپرونې تاریخ : 2022/01/04

تهران (ایکنا) -  د سعودي عرب د خارجه وزیر  دا څرګندونې په داسې حال کې  تکراریږي ، چې  ایران کلونه کلونه کیږي ، عربو هیوادونو ته ئې د سیمې د امنیت  لپاره  له   هراړخیز و ملګرتیاؤ او تعامل  سره په ارتباط کې  روښانه وړاندیزونه  وړاندې کړي دي .
د خبر لمبر: 3485222    خپرونې تاریخ : 2022/01/04

تهران (ایکنا) - په افغانستان کې  دطالبانو له  ولکې وروسته تر دې دمه یوه هیواد هم د طالبانو  موقته  حکومت به رسمیّت نه دی پيژندلی .
د خبر لمبر: 3485220    خپرونې تاریخ : 2022/01/03

تهران(ایکنا) –د زړونو د سردار  او د مقاومتي چورلیز د وخت د قوماندان جنرال قاسم سلیماني ځانګړنې یوازې یوې سیمې ته محدودې نه دي ،بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ددغو ځانګړنو ځلاوې د مقاومتي چورلیز په پلویانو کې ویاړمنې شوي دي .
د خبر لمبر: 3485219    خپرونې تاریخ : 2022/01/03

 تهران (ایکنا) -فرحت حسین  مهدوي ووئيل د زړونو دسردار  شهادت ددرستې سیمې او نړۍ آزادي غواړي مبارزان او استکبار ضده ټولنې   په تیره بیا د مقاومت دجبهې پلویان سره  یو موټی کړل  او وې ښودله چې  غیرت شجاعت او پتمني هیڅکله هم  سرټيټي  او ناکامي نه راوړي او سرلوړي د ملتونو په برخه کوي .
د خبر لمبر: 3485218    خپرونې تاریخ : 2022/01/03

تهران (ایکنا) د پاکستان په اسلام اباد کې د زړونو د سردار جنرال قاسم سلیماني او د هغه  د مبارزو ملګرو د شهادت د دوهمې کلیزې ولولناکې دستورې  پرون په اسلام اباد کې د  پاکستان د سیاسی او مذهبی شخصیّتونو په تیره بیا د مقاومت د جبهې د ملاتړو په شتون سره ترسره شوې
د خبر لمبر: 3485217    خپرونې تاریخ : 2022/01/03