iqna

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران)په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت اعلان کړی چې د عراق حکومت د دغه هیواد د ځمکنیو پولو له لارې د افغان زیارت کوونکو منلو ته د چمتووالی په اعلان سره ،هغوی ته به د دوه وارې د زیارت کولو ویزې ورکړي.
د خبر لمبر: 3486196    خپرونې تاریخ : 2022/09/08

ایکنا-(تهران) د ایران د رضوي مقدس آستان یعني د امام رضا علیه السلام دسپيڅلي حرم  بهرني زیارتوال ددغه  مقدس آستان  د ؛ دینونو او بهرنیو سیلانیانو او زیارتوالو ؛ دبرخې د څانګې په مذهبی او کلتوري پروګرامونو کې په ولولې سره ګډون کوي.
د خبر لمبر: 3486194    خپرونې تاریخ : 2022/09/08

ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت  سربرست امیر خان متقي په کابل کې په یوه سمینار کې  ووئيل، د افغانستان به فضا کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو الوتونه،د دوحې دموافقې  او د افغانستان د هوائي حریم خلاف ورزی ده او واشنګټن دې دغه کار پاي ته ورسوي ګني،نو دنتیجو به ئې پخپله زمه وار وي.
د خبر لمبر: 3486193    خپرونې تاریخ : 2022/09/08

ایکنا-(تهران) د افغانستان  په جلال اباد کې به د ایران د اسلامي جمهوریت په مرسته د شکرې ناروغۍ د تشخیص او درملنی مرکز پرانستل شي.دا مرکز به د افغانستان د ختیځو ولایتونو  وګړو ته روغتیایی خدمتونه وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3486187    خپرونې تاریخ : 2022/09/06

ایکنا-(تهران) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر بامیان سیمه په افغانستان کې دبیلابیلو تمدنونو د ژوندیو شاهدانو په توګه یاد کړه او په ساتنه کې ئې دطالبانو په جدي ملاتړ ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3486180    خپرونې تاریخ : 2022/09/04

ایکنا-(تهران)د ملګروملتو د کډوالو د نړیوالې ادارې مسئولان وايي ۵۹سلنه افغانان په نړیوالو بشري مرستو خپل‌ ژوند تامینوي.
د خبر لمبر: 3486175    خپرونې تاریخ : 2022/09/03

ایکنا-(تهران) د ایران  د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي په بشری ټولنو کې د فکری انحراف د رامینځةکولو او د اهل بیت علیههاالسلام  له نوراني لارې د اوسمهاله انسان د لیرې  ساتلولپاره  لپاره دسلطې د نظام هڅوته په اشارې سره ووئيل،دماهیّت له پلوه ماډرن جاهلیّت  په نوو ظواهرو کې  هماغه پخوانی جاهلیّت دی .
د خبر لمبر: 3486167    خپرونې تاریخ : 2022/09/01

ایکنا-(تهران) د طالبانو ویندوي ذبیح الله مجاهد له افغانستان ه د امریکا او د ناټو د پوځیانو د وتلو د کلیزې په مناسبت د افغانستان پرضد د بایکاټ او دباو د سیاست په بې نتیجې بللو سره وویل نړۍ باید د کابل په وړاندې معقول سیاست غوره کړي.
د خبر لمبر: 3486166    خپرونې تاریخ : 2022/08/31

ایکنا-(تهران)په ملګرو ملتونو کې د ایران د نمایندګۍ مرستیالې ویلي چي طالبان بایدپه افغانستان کې د ټولو قومیتونو په شمول د ټول ګډون حکومت د جوړلو لپاره د نړیوالې ټولنې د پرلپسې غوښتنو ځواب ورکړي.
د خبر لمبر: 3486160    خپرونې تاریخ : 2022/08/30

ایکنا-(تهران)په افغانستان کې د طالبانود موقته حکومت قدرت ته د رسیدا په لومړۍ کلیزې کې د ؛دید نو؛ فلمي جشنواره،ددغه هیواد په پلازمینې کابل کې کار پیل کړی او تر څلورو ورځو پورې په دوام ومومي.
د خبر لمبر: 3486155    خپرونې تاریخ : 2022/08/29

ایکنا-(تهران)طالبانو  د افغانستان د هغو ښځينه محصیلینو چې په قطر او قزاقستان  کې دزده کړې نیّت ئې درلود مخه ونیوله.
د خبر لمبر: 3486145    خپرونې تاریخ : 2022/08/27

ایکنا-(تهران) د افغانستان په شمال کې په بلخ پوهنتون کې د تاک او جفت  دقانون د اعمالیدا  له پیلیدا سره په یووخت ، محصیلینودغه بهیر ظالمانه او غیر منطقي بللی دی.  ددغې فیصلې په اساس انجونې باید د ټاک  یافرد ورځې او هلکان هم  په جفت یا زوج  ورځو پوهنتون ته لاړ شي.
د خبر لمبر: 3486143    خپرونې تاریخ : 2022/08/27

ایکنا-(تهران دطالبانو دحکومت ویندوي ذبیح الله مجاهد ووئيل، په افغانستان کې د اوسنیو اقتصادي ستونزو اصلي لامل د امریکا له لورې د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل، او بانکي محدودیتونه دي.
د خبر لمبر: 3486141    خپرونې تاریخ : 2022/08/26

ایکنا-(تهران) اربعین دم رکزی کمیټې مشر سید مجید امیر احمدي  پرون د حسینی اربعین د مرکزی کمیټې په شپږنویمې ناستې کې  ووئیل  افغانستان ي ښاریز، له ویزو پرته  او د قانوني مدرکونو په درلودلوسره  دحسینی اربعین ددستورو لپاره عتبات عالیات ته تللی شي.
د خبر لمبر: 3486135    خپرونې تاریخ : 2022/08/24

ایکنا-(تهران) د ماشومانو د ساتنې کمیټې(سیف دا چیلډرن ) په پنجشنیې ورځې د یوې اعلایمې په خپرولو سره خبرداری ورکړی که  سملاسی انساني مرستې ونه رسیږي،نو په افغانستان کې به په میلیونونمو ماشومان ومري.
د خبر لمبر: 3486122    خپرونې تاریخ : 2022/08/20

ایکنا-(تهران) د افغانستان د شیعیانو د ټولنې د غوښتو تعقیبونکي کمیشن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د شیعیانو حقوقو او  ددغو حقوقو د په رسمیّت پيژندنې ته دطالبانو دحکومت د توجه غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3486116    خپرونې تاریخ : 2022/08/17

ایکنا-(تهران)دایران د خارجه وزارت ویندوي ووئيل،په افغانستان کې روان ناوړه حالت د امريکا د غيرقانوني کړنو پايله ده.
د خبر لمبر: 3486108    خپرونې تاریخ : 2022/08/15

ایکناــ(تهران)د طالبانو په لاس د کابل  د سقوط او له افغانستان ه د امریکائی عسکرو  د بې شرمه  وتلوپه کلیزې کې،داسې بریښي چې اغیزې ئې د امریکا په داخل کې د جوبایډن له وروستیو بریاؤ سره سره،ډيموکراټيک ګوند او دهغه د کمزورتیا په ټکي بدلې شوي دي .
د خبر لمبر: 3486104    خپرونې تاریخ : 2022/08/14

ایکنا-(تهران)د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنې کې له ایران سره داقتصادي مبادلاتو د زیاتولو په ضرورت ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3486099    خپرونې تاریخ : 2022/08/12

ایکنا-(تهران) د افغانستان په جنوب ختیځ کې د جون په ۲۲نیټه زورورې زلزلې  په زرګونو کسانو ته مرګ ژوبلې اړولي او دغه راز ئې  په سلګونو کورونه هم ویجاړ کړي دي .
د خبر لمبر: 3486091    خپرونې تاریخ : 2022/08/10