ایکنا - د آژاد اسلامی پوهنتون یو استاد وویل: قرآني ډیپلوماسي د عقیدتي مشترکاتو پر بنسټ، متقابل درناوي او د انسان پر انسان د واکمنۍ د نفې پر اصل ولاړه ده، او د الهي دینونو د پیروانو ترمنځ د همغږۍ بنسټ ګرځیدلی شي.
د خبر لمبر: 3492522 خپرونې تاریخ : 2026/02/28
ایکنا – د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي نښتو د زیاتېدو په غبرګون کې دواړه لوري زغم او خبرو اترو ته راوبلل او اعلان یې وکړ چې تهران چمتو دی د اسلاماباد او کابل ترمنځ د خبرو اسانتیا برابره کړي او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو په حل کې مرسته وکړي.
د خبر لمبر: 3492521 خپرونې تاریخ : 2026/02/28
ایکنا - نا تایید شوي او غیر رسمي راپورونه وایي چې د افغانستان د طالبانو مشر مولوی هبتالله آخوندزاده د پاکستان په هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492520 خپرونې تاریخ : 2026/02/28
ایکنا - د کوزوو د اسلامي ټولنې د ښځو څانګې ښوونکې د روژې د مبارکې میاشتې د هرکلي په موخې سره په بېلابېلو ښارونو کې پراخ دیني فعالیتونه هدایتوي.
د خبر لمبر: 3492515 خپرونې تاریخ : 2026/02/26
ایکنا - د « عمید جایزه» په نامې سره د کربلا د قرآن د دریمې نړیوالې سیالۍ پنځمه برخه د «شکریه رهیو» کوربه وه؛ هغه مېرمن چې په ۷۱ کلنۍ کې ئې د قرآن کریم بشپړ حفظ ترسره کړی دی.
د خبر لمبر: 3492507 خپرونې تاریخ : 2026/02/25
ایکنا -د اسلامي هېوادونو د واکسین جوړونکو بنسټونو څلورمه غونډه د اسلامي ملګرتیاموسیسې د ساینس او ټیکنالوژۍ د ملګرتیا د دایمي کمېټې (کامسټیک) د دارالانشا په کوربتوب د پاکستان په اسلاماباد کې ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492453 خپرونې تاریخ : 2026/02/15
ایکنا - د پاکستان ولسمشر هم د ایران او پاکستان د اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل چې تهران د اسلامآباد مهم شریک دی او دواړه هېوادونه د دوهاړخیزو ملګرو د پراخولو لپاره جدي ژمنتیا لري.
د خبر لمبر: 3492449 خپرونې تاریخ : 2026/02/14
ایکنا- د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۷ کلیزې په مناسبت د ایران د ولس له ولولناکو او پرتمینومیلیوني لاریونونو سره همهاله په پاکستان کې هم ورته لاریونونه ترسره شول.
د خبر لمبر: 3492444 خپرونې تاریخ : 2026/02/12
ایکنا -یو امریکائي قاضي د فلسطین د ملاتړې محصیلې د ویستلو لپاره د امریکا دکرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت هڅه رد کړه.
د خبر لمبر: 3492442 خپرونې تاریخ : 2026/02/12
ایکنا- د کینیډا د حکومت هغه اقدام چې له اسلامه دویرونې د پروسې د اړوند چارو لپاره د ارزونې د ځانګړي استازي فعالیت ئې لغوه کړ، له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3492441 خپرونې تاریخ : 2026/02/12
ایکنا - د مصر د قرآن راډیو وتلې ویانده، فاطمه طاهر،لومړۍ ښځینه غږ و چې د قرآن راډیو دودیز خنډونه ئې مات کړل او د دیني رسنیو په ډګر کې ئې روښانه نښې پرېښودې.
د خبر لمبر: 3492440 خپرونې تاریخ : 2026/02/12
ایکنا - د عراق د « العمید جایزې » د قرآن کریم د سیالیو درېیم پړاؤ، چې د ایرانيو قاریانو د ځلېدو شاهد و، د قاضیانو په پلاوي کې،د مصري مخکښ قاري محمد بسیوني ګډون لا زیات اعتبار ورپه برخه کړ.
د خبر لمبر: 3492433 خپرونې تاریخ : 2026/02/10
ایکنا – ذ قطز د کتارا د فرهنګي کلي بنسټ اعلان وکړ چې ۱۰۰ ګډونوالو د قرآن کریم د تلاوت د نړیوالو سیالیو ذ نهم پړاؤ وروستي مرحلې ته لار موندلې ده.
د خبر لمبر: 3492431 خپرونې تاریخ : 2026/02/10
ایکنا - د عراق د قرآن ښوونکو د مهارت زیاتونې دریم پروګرام د دغه هېواد د علوي سپېڅلي آستان د فکري او فرهنګي چارو د دارالقرآن په هِمت پیل شو.
د خبر لمبر: 3492430 خپرونې تاریخ : 2026/02/10
ایکنا – په عربستان کې د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت لهخوا د لمانځه د امامانو او مؤذنانـو لپاره ځانګړی قرآني روزنیز کورس ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492425 خپرونې تاریخ : 2026/02/09
ایکنا - فلسطیني ورور او خور،«محمد» او «اَلمی» یاسر منصور، د قدس شریف په شمال کې د «بدو» سیمې د قرآن په سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کړ.
د خبر لمبر: 3492424 خپرونې تاریخ : 2026/02/09
د قرآن یوه حافظه:
ایکنا - د قرآن حافظه او د پوهنتون استاده میرمن معصومه آګهي ، د قرآن د حفظ د سټراټیژیو په ناستې کې د بنسټیزو او څېړنیزو اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ او وړاندیز ئې وکړ چې د قرآن د حفظ بهیر دې د علمیه حوزو او پوهنتونونو له شته ظرفیتونو څخه په ګټې اخیستنې پیل شي.
د خبر لمبر: 3492422 خپرونې تاریخ : 2026/02/09
ایکنا – د کویت ښار په مینځ کې د نړئ یو ترټولو لوي جومات واقع دی چې نه یوازې د زرګونو لمونځ ګوزارو د دعا مرکز دی ، بلکې د یوې کلتوري ،تعلیمي او علمی مدرسې په توګه هم پيژندل شوی دی، ځکه یو داسې لوي کتابتون پکې شامل دی چې په سلګونو اسلامی مرجع کتابونه لري.
د خبر لمبر: 3492416 خپرونې تاریخ : 2026/02/08
ایکنا- د ایران داسلامی جمهوریت د قران کریم ځوانو او زلمیو قرانی قاریانو د ملی ټیم پنځم کیمپ بيل شوی او د زده کړې روزنیز او تخصصي پروګرامونو په ترسره کولو سره روان دي.
د خبر لمبر: 3492415 خپرونې تاریخ : 2026/02/07
ایکنا – د ایران داسلامی جمهوریت د ریډیو او ټيلیویژنی ادارې له دریم ټیلیویژنی چینل څخه او نهال چینل څخه د ؛محفل ستارها؛(د ستورو محفل) نومې پروګرام له ځپریدو ورویسته په ماشومانو او زلمیانو کې دهرکلی تاوده څپه راپورته شوې ده،داسې چې دغه پروګرام په ډير لنډ وخت کې د ددغه عمر د پرګنې په یوه ترټولو زیات لیدونکي تولیدي ټيلیویژني پروګرام بدل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492413 خپرونې تاریخ : 2026/02/07