ایکنا- د پاکستان یو اهل سنت عالم او د جماعتِ اهلِ حرم مشر، د اسلامي امت د قائد حضرت آیت الله شهید سید علي خامنه اي د پاکې جنازې د دستورو ترسره کیدل د نړۍ د مسلمانو او عدالت غواړو ولسونو په وجود کښې د یو نوي روح د پو کیدو په توګه وباله او ټینګار یې وکړ: اسلامي نړۍ خپل عزت او بیداري، د انقلاب د شهید رهبر د مجاهدتونو پامته داره ګڼي.
د خبر لمبر: 3492981 خپرونې تاریخ : 2026/07/01
د اسکار د ۹۸ پړاؤ غوره شوی فلم!
ایکنا- د «د ولسمشر کیک» (The President's Cake) د فلم کیسه د ۱۹۹۰ لسیزې او د عراق د پخواني دیکتاتور صدام حسین د واکمنۍ پر مهال ترسره کېږي؛ هغه وخت چې عراق له یوې خوا د بعث ګوند له استبدادي واکمنۍ سره مخ و او له بلې خوا د امریکا تر بمبارۍ، اقتصادي بندیزونو او د خوراکي توکو له سخت کمښت سره لاس او ګرېوان و.
د خبر لمبر: 3492980 خپرونې تاریخ : 2026/07/01
ایکنا- د سره سمندر میوزیم، د اسلامي سمندري میراث کیسه د هغو نادرو اثارو له لارې بیانوي چې ځینې ئې تر ۴۰۰ کلونو ډېر لرغونتوب لري.
د خبر لمبر: 3492979 خپرونې تاریخ : 2026/07/01
ایکنا- د مکې د قرآن کریم میوزیم د قرآن کریم یوه نادره نسخه، چې په ۱۹۰۶ میلادي کال کې د روسیې په کازان ښار کې چاپ شوې، نندارې ته وړاندې کړې ده.
د خبر لمبر: 3492977 خپرونې تاریخ : 2026/07/01
ایکنا –د الشعبي الحشد مبارز ځواک په اعلامیې کې راغلي دي، په عراق کې د ایران د شهیدرهبر د جنازې مراسم د عراق د حکومت په غوښتنه او له سیاسي قدرتونو سره په همغږۍ سره ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492976 خپرونې تاریخ : 2026/07/01
ایکنا - د ایراند اسلامی جمهوریت ولسمشر د قم د علمیه حوزې د مدرسینو د ټولنې له غړو سره په یوه غونډه کې، د ایران د خلکو مقاومت، د وسله والو ځواکونو قربانۍ او ملي یووالي د ایران له سختو حالاتو د تیریدو او په اسلامي نړۍ کې د عزت د رامینځته کولو اصلي عوامل وګڼل.
د خبر لمبر: 3492975 خپرونې تاریخ : 2026/06/30
ایکنا– د کاتولیکې کلیسا د عقیدتي چارو د عالي ادارې مشر، د نړیوالو شخړو په اړه د اروپائي ټولنې پر دریځ نیوکه کړې او دغه ټولنه ئې د نړیوالو قوانینو په انتخابي پلي کولو تورنه کړې ده. هغه وویل، پر ځینو هېوادونو بندیزونه لګېږي، خو ځینو نورو ته، سره له دې چې بشري حقوق او ډیموکراسي تر پښو لاندې کوي، مالي او پوځي مرستې ورکول کېږي.
د خبر لمبر: 3492970 خپرونې تاریخ : 2026/06/29
ایکنا- د حسینی اربعین د فرهنګي کمیشن د قرآني فعالیتونو د کمېټې د قرآني شورا غونډه پرون ترسره شوه. د شورا غړو د حسینی اربعین د موسم د وروستیو قرآني پروګرامونو ارزونه وکړه او د ګډون کوونکو ادارو ترمینځ د همغږۍ او همکارۍ د پیاوړتیا په اړه ئې نظرونه سره تبادله کړل.
د خبر لمبر: 3492969 خپرونې تاریخ : 2026/06/29
ایکنا- د ایټالیا د بېلابېلو دینونو استازو د دینونو ترمنځ د خبرو اترو لومړنی ملي منشور برابر او تصویب کړ.
د خبر لمبر: 3492968 خپرونې تاریخ : 2026/06/29
ایکنا- د کوزوو د پلازمېنې پریشتینا د «کوچنیو حافظانو» په اکاډمۍ کې درو خویندو په یوه ورځ د قرآن کریم د عمّ سپاره یا جزوه بشپړ حفظ کړ.
د خبر لمبر: 3492967 خپرونې تاریخ : 2026/06/29
سردار حسنزاده !
ایکنا - د شهید رهبر د الوداع د جنازې دستورې اود تدفین د مراسمو د قرارګاه قوماندان وویل: د هوا د سختې ګرمۍ له امله به د شهید رهبر پر پاک مړي د جنازې لمونځ د چنګاښد میاشتې د ۱۴ نېټې په سهار د تهران په مصلی کې ادا شي، چې د دغو دستورو نور جزئیات به وروسته اعلان شي. همدارنګه، ټاکل شوې ده چې د شهید رهبر د جنازې دستورې د دوشنبې ورځې، د چنګاښ تر ۱۵ نېټې پورې د ماښام تر وخته پورې پای ته ورسېږي.
د خبر لمبر: 3492966 خپرونې تاریخ : 2026/06/29
ایکنا- د انډونیشیا د ټوریزم وزارت هڅه کوي چې د دغه هېواد په ټولو ګرځندویزو سیمو کې حلالو محصولاتو ته لاسرسی زیات کړي، څو د مسلمانو سیلانیانو لپاره مناسب شرایط لا ښه شي.
د خبر لمبر: 3492965 خپرونې تاریخ : 2026/06/28
ایکنا- د حضرت امام حسین(ع) د شهادت د کلیزې په ورځ، په کربلا معلی کې د حسيني عزادارئ په دستورو کې میلیونونو ګډونوالو د «رکضة طویریج» تاریخي او پرتمینې دستورې په پلي تګ او منډو سره ترسره شوي، په داسې حال کې چې د «یا حسین» چغو انګازو د بینالحرمین فضا لړزوله.
د خبر لمبر: 3492964 خپرونې تاریخ : 2026/06/28
ایکنا- د ترکیې په شمال کې د ګوموشخانه ولایت تاریخي کوچوک جومات، له پراخو بیارغونو او ترمیمي چارو وروسته، چې د هغه ۱۱۲ کلنه تړلتیا ئې پاي ته ورسوله، یو ځل بیا د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو.
د خبر لمبر: 3492963 خپرونې تاریخ : 2026/06/28
ایکنا- د هندوستان د لوېديځي مهاراشترا صوبې د یوه داسې کلي اوسېدونکي، چې ټول اوسیدونکي ئې هندوان دي، هر کال د امام حسین (ع) د عاشورا د ویر او ماتم مراسم په ځانګړې مینې او ولولې سره ترسره کوي.
د خبر لمبر: 3492962 خپرونې تاریخ : 2026/06/28
ایکنا - د حضرت اباعبدالله الحسین (ع) د ویر او ماتم د مراسمو وروستۍ شپه د اسلامی انقلاب د شهید لارښود د شهادت ځای ته څېرمه د زرګونو حسيني مینهوالو او عزادارانو په ګډون ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492960 خپرونې تاریخ : 2026/06/27
ایکنا- د تاسوعا او عاشورا له شپو ورځو سره هممهاله، د اروپا په بېلابېلو ښارونو کېپه لسګونو زره شیعه مسلمانانو او د اهلبیت (ع) مینهوالو د ویر اوماتم تور بیرغونه پورته کړل او د «لبیک یا حسین» په شعارونو سره ئې د کربلا د آزادۍ، عزت او مقاومت پیغام د اروپا په زړه کې خپور کړ.
د خبر لمبر: 3492959 خپرونې تاریخ : 2026/06/27
ایکنا- د حضرت امام حسین (ع) د سپېڅلي آستان د پراختیا څانګې اعلان کړی چې د محرم د ګڼې ګوڼې پر مهال ئې د «تل زینبیه» حرم دروازې د ښځینه زائرانو پر مخ بېرته پرانیستې دي.
د خبر لمبر: 3492958 خپرونې تاریخ : 2026/06/27
ایکنا - د مراکش د ملي لوبډلې او د انګلستان د فوټبال د مشهور کلب Manchester United لوبغاړي نصیر مزراوي، اعلان کړی چې له فوټبال څخه تر متقاعد وروسته غواړي قرآن کریم حفظ کړي او د یوه جومات د امام په توګه خدمت وکړي.
د خبر لمبر: 3492956 خپرونې تاریخ : 2026/06/25
ایکنا- د ایران د خراسان رضوي ولایت د مشهد المقدس ولسوال سید حسن حسینی، د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې د مراسمو لپاره د ښار د چمتووالي او په دغو مراسمو کې د ۱۵ میلیونه کسانو د ګډون د اټکل په یادولو سره وویل: «ولسوالي د مراسمو بشپړ ملاتړې ده او د ۱.۵ میلیونه کسانو لپاره مو د استوګنې ځایونه چمتو کړي دي، او د دې شمېر د زیاتولو لپاره هم چمتووالی لرو.
د خبر لمبر: 3492954 خپرونې تاریخ : 2026/06/25