ایکنا - زمونږ خبریال د ایکنا له قوله راپورراکړ ، امریکايي سناتور مارک وارنر په فرورۍ په میاشت کې، د روژې له پیل څخه مخکې، په خپلو پام وړ څرګندونو کې په لوېدیځ کې د مسلمانانو او عربانو پر وړاندې د توپیر او تاوتریخوالي د څپې پر وړاندې د درېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492314 خپرونې تاریخ : 2026/01/14
ایکنا - د پاکستانيو هنرمندانو د خطاطۍ او نقاشئخط نندارتون، چې د قرآن کریم آیتونه او د نبوي احادیثو موضوعګانې پکې نندارې ته وړاندې شوي، د پنجاب صوبې د هنري شورا په پنډۍ څانګې کې پرانیستل شو.
د خبر لمبر: 3492313 خپرونې تاریخ : 2026/01/14
ایکنا - د نړۍ د دیني ټولنو رهبرانو په ایران کې وروستي ګډوډي، امریکائي ـ صهیونیسټي ترهګریز اعمال او د دیني مقدساتو سپکاوی په کلکه وغندل.
د خبر لمبر: 3492312 خپرونې تاریخ : 2026/01/14
د اسلامي جهاد غورځنګ:
ایکنا - د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د عمومي منشي مرستیال ټینګار وکړ چې مقاومت د فلسطین د ملت نه بېلېدونکې برخه ده او هېڅوک دا له منځه نشي وړلی.
د خبر لمبر: 3492311 خپرونې تاریخ : 2026/01/14
ایکنا - د قرآن د قاریانو د ارزونې ازموینه د «نور قرآني کاروان» د غړیتوب لپاره، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د حج تمتع لپاره لېږل کېږي، د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د اوقافو او خیریه چارو د ادارې د قرآني چارو په مرکز کې ترسره شوه او پایلې به ئې په وروستۍ جمعبندۍپسې اعلان شي.
د خبر لمبر: 3492310 خپرونې تاریخ : 2026/01/14
ایکنا- د امریکائي ـ صهیونیسټي ترهګریزو کړنو له امله زیانمن شوو جوماتونو ته د قرآن کریم نسخې ډالۍ کوي
د خبر لمبر: 3492309 خپرونې تاریخ : 2026/01/13
ایکنا- د وروستیو اقداماتو په محکومیّت کې په درست ایران کې په ولسی میلیوني شتون سره د سولې او دوستۍ تکریم او د ملی پيوستون ننداره یعني میلیوني لاریون ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492308 خپرونې تاریخ : 2026/01/13
ایکنا – په ایران کې د وروستیو ګډوډیو او ترهګریزو پېښو په غبرګون کې د هېواد د قرآني ټولنې د اعلامیې په یوې برخې کې راغلي دي؛د هېواد قرآني ټولنه د امنیت ساتونکو سرښندونکو ځواکونو څخه د مننې ترڅنګ، له قضائیه قوې څخه غوښتنه کوي چې ګډوډوونکي او محارب او مفسد ترهګر د قرآن کریم د حکم له مخې په تر ټولو سخت ډول سزا کړي.
د خبر لمبر: 3492307 خپرونې تاریخ : 2026/01/13
ایکنا- کله چې د مقدس کتاب عربي ژباړه د «بسمالله الرحمن الرحیم» په ویلو سره پیلېږي او د «یسوع» پر ځای د «عیسی» نوم کارول کېږي، نو یوه نوې پوښتنه راولاړېږي: چې ؛آیا دا ژباړه د کلتوري نږدېوالي لپاره ترسره شوې ده؟
د خبر لمبر: 3492306 خپرونې تاریخ : 2026/01/13
ایکنا – حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي ددې خبرې په کولو سره چې د ایران دملت کلک هوډ څخه ډکې او لوئې غونډې او لاریونونو دښمنانو ته خپل همت او هویّت وښود او امریکائي سیاستوالانو ته ئې دا خبرداری ورکړ چې خپله دوکه بازي دې ودروي او په خاینو تالی څټو دې تکیه نه کوي.
د خبر لمبر: 3492305 خپرونې تاریخ : 2026/01/13
ایکنا– د پاکستان دفاع وزیر د ایران په چارو کې د امریکا پر لاسوهنې نیوکه وکړه او له ډونلډ ټرمپ څخه ئې وغوښتل چې پر ځای ئې په غزه کې د اسرائیلو د جنایتونو د بندولو لپاره اقدام وکړي.
د خبر لمبر: 3492304 خپرونې تاریخ : 2026/01/12
د قرآن کريم د نړيوالې ورځې دويمه غونډه د ايران او عراق د يو شمېر قاريانو، حافظانو او مرتلانو په شتون سره،په يکشنبې ورځې چې د رجب له ۲۷مې او د قرآن له نړيوالې ورځې سره برابره وه، د حضرت بی بی معصومه (س) حرم په خوا کې په معصومه ودانۍ کې ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492303 خپرونې تاریخ : 2026/01/12
د خبر لمبر: 3492302 خپرونې تاریخ : 2026/01/12
ایکنا- په نیواکي قدس ښار کې صهیونیسټي ښارګوټي میشتو پرون د صهیونیستي رژیم د امنیتي ځواکونو په بشپړ ملاتړسره یوځل بیا پر الاقصی جومات یرغل وکړ.
د خبر لمبر: 3492300 خپرونې تاریخ : 2026/01/12
ایکنا – په ایران کې د بهرنیو دښمنانو لهخوا د منظم شوو ترهګرو له لورې د تاوتریخوالي، عامه او شخصي شتمنیو د تخریب له زیاتېدو سره، د ایران د امنیتي بنسټونو د صلاحدید له مخې نړیوال انټرنېټ غوڅ شو.
د خبر لمبر: 3492299 خپرونې تاریخ : 2026/01/11
ایکنا - د مصر د اوقافو وزارت د رسول اکرم ﷺ د اسراء او معراج د معجزې په اړه په یوه مفصلې بیانیې کې ټینګار کړی چې دا الهي معجزه له نبوي هجرت څخه مخکې رامینځته شوې وه او د اسلام په رسالت کې ئې یوه برخلیک ټاکونکې مرحله جوړوله.
د خبر لمبر: 3492298 خپرونې تاریخ : 2026/01/11
ایکنا - د فلسطینيو کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د مرستو او کارکسب موندونکي ادارې (آنروا) په دې خبرې په ټینګار سره چې د غزې ماشومان له خپلو بنسټیزو حقوقو محرومه دي، ویلي دي چې دغه ماشومان بشردوستانه مرستو ته سخته اړتیا لري.
د خبر لمبر: 3492297 خپرونې تاریخ : 2026/01/11
ایکنا – د اسلامی ملګرتیاموسیسې دعربستان په جدې کې ددغه اورګان په مرکز کې د سومالیه په موضوع او د سومالیه لینډ سیمې د په رسمیّت پيژندنې کې د صهیونیسټي رژيم په موضوع سره غونډه ترسره کړه.
د خبر لمبر: 3492296 خپرونې تاریخ : 2026/01/11
ایکنا – د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر د خبرواترو په بهیر کې د امریکایانو بې شرمه چلند ته په اشارې سره روښانه کړه ،درسته نړئ نندارچي وه چې د امریکاحکومت څرنګه په داسې حال کې چې مونږ د خبرواتارو پر میز وو، په ډيپلوماسۍ او مذاکراتو حمله وکړه او د نړیوالو مقرراتو او قواعدو څرګنده خلاف ورزي او انساني ضده جنایتونه ئې وکړل.
د خبر لمبر: 3492295 خپرونې تاریخ : 2026/01/11
ایکنا – د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د دښمن پر وړاندې د خلکو د یووالي، انسجام او هوښیارۍ د ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی او وئيلي ئې دي ، د ملي ګټو، د هېواد د سټراټیژیکو بیخ بینائي تاسیساتو او عامه شتمنیو به په قدرت سره ساتنه کوي او له هر ډول دسیسې سره به په جديت سره مقابله وکړي.
د خبر لمبر: 3492294 خپرونې تاریخ : 2026/01/10