ایکنا - د «مصر قرآن کریم» اپلیکیشن په مصر کې د قرآن کریم د حفظ لپاره یو له نوښتګرو وسیلو څخه دی چې کاروونکو ته اجازت ورکوي،د دې اپلیکیشن د کارولو پر مهال د ۴۷ قاریانو له تلاوتونو ګټه پورته کړي.
د خبر لمبر: 3491557 خپرونې تاریخ : 2025/08/17
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د پاکستان په خیبر پختونخواه کې د ویجاړوونکي سېل په پېښې د قربانیانو له کورنیو او د پاکستان له ولس سره د خواخوږئ په خاطر ددغه هیواد لومړي وزیر ته د تسلیت پیغام واستوؤ.
د خبر لمبر: 3491556 خپرونې تاریخ : 2025/08/17
ایکنا - د عربستان د قرآن کریم دنړیوالو سیالیو پنځه څلویښتم پړاؤ چې د حفظ، تلاوت او تفسیر په برخو کې وې، د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې د «ملک عبدالعزیز» په نامې سره د ۱۴۰۴ کال د زمري دمیاشتې په ۲۳ ، په مسجد الحرام کې پای ته رسېدلي دي .
د خبر لمبر: 3491554 خپرونې تاریخ : 2025/08/17
د غلامرضا شاهمیوهاصفهاني په وینا،
ایکنا - د ملایشیا د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو دقاضیانو د پلاوي ایراني غړی ووئيل؛ ددغو سیالیو اجرائي جوړښت د نړۍ د نورو قرآنی سیالیو لپاره یو بېلګه کیدلی شي.
د خبر لمبر: 3491551 خپرونې تاریخ : 2025/08/17
ایکنا – د ایران دا سلامی جمهوریت د قرآن نړیوال قاری او تکړه استاد سید جواد حسینی رضوی مقدس حرم په قرآنی محفل کې د آل عمران سورې له ۱۸۹ آیت څخه تر ۱۹۴ آیتونو پورې او دغه راز د فجر سورې د وروستیو آیتونو تلاؤت وړاندې کړ چې له حاضرو کسانو ئې قدرونه اوستاینه وشوه.
د خبر لمبر: 3491550 خپرونې تاریخ : 2025/08/16
ایکنا - د حسینی مقدس آستان د «اربعین زیارت» کمپاین په چوکاټ کې د فلسطین لپاره د بشري مرستو د وړاندې کولو خبر ورکړ، چې د عراق د ستر دیني مرجع آیتالله سید علي سیستاني په ملاتړ ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3491549 خپرونې تاریخ : 2025/08/16
د حزبالله لبنان عمومي منشي:
ایکنا – د لبنان د حزب الله عمومی منشي شیخ نعیم قاسم وویل: امام حسین (ع) د خپل خوځښت او قیام له لارې، د خپلو اهل بیت (ع) او ملګرو سره یوځای، د اسلام د پاک دین بنسټونه پیاوړي کړل، استقامت او عزت ئې ټینګ کړ او د امام زمان (عج) د ظهور لپاره ئې زمینه برابره کړه.
د خبر لمبر: 3491548 خپرونې تاریخ : 2025/08/16
ایکنا - د کربلای معلی په حسینی اربعین شپه، د عراق د افق له مخې، د عزادارانو ډيره ستره ډله ولیدل شوه، چې د عراق له ولایتونو او د نړۍ له ځینو هېوادونو، په شمول ایران، دغه مقدس، روښانه کونکي او بابرکت ځای ته رسېدلي وو.
د خبر لمبر: 3491547 خپرونې تاریخ : 2025/08/16
ایکنا -مهدي غلامنژاد او مهدي تقيپور، دوه تنه نړیوال او ممتاز ایراني قاریان، د کربلای معلی په عتبیتین مقدس موکب کې د قرآن کریم آیتونه تلاوت کړل.
د خبر لمبر: 3491546 خپرونې تاریخ : 2025/08/16
د امام حسین (ع) په مکتب کې
ایکنا - د «د قرآن کریم د حسیني آیتونو اساسی کلمې» نومېکتاب لیکوال وویل: یو له تر ټولو مشهورو او ژورو آیتونو څخه د صافات سورې ۱۰۷ آیت دی، چې د حضرت اسماعیل (ع) د حضرت ابراهیم (ع) په لاس قرباني کېدو کیسه بیانوي.
د خبر لمبر: 3491545 خپرونې تاریخ : 2025/08/16
ایکنا - کله چې د ګینس ریکارډونو په کتاب کې ساده او کوچني ریکارډونه ثبتېږي، خو په تاریخ کې د ۲۰ میلیونو کسانو تر ټولو لویه سوله ایز غونډه له پامه غورځول کېږي، نو د نړیوال صادقانه روایت په اړه جدي پوښتنې راولاړېږي؛داسې پوښتنې چې هر کال د اربعین په عظمت سره نورې هم پیاوړې کېږي.
د خبر لمبر: 3491544 خپرونې تاریخ : 2025/08/16
ایکنا- د ډیرو اسلامی ،اروپائي او افریقائي هیوادونو پشمول د تایلینډ یوشمیر مسلمانانو او په دغه هیواد کې دیره سلګونو ایرانیانو او د اهل بیت علیهم السلام مینه والو هم په بنکاک کې د ایران د کلتوري خونې په ولایت امامباړې کې د حسینی اربعین د شپې دستورې ترسره کړې.
د خبر لمبر: 3491543 خپرونې تاریخ : 2025/08/15
ایکنا- د مصر د الازهر اسلامي مرکز او د مسلمانو حکماوو شورا د جلا اعلامیو په خپرولو سره د صهیونیستي نیواکګر رژیم د چارواکو لمسؤنکی څرګندونې، چې د «لوی اسرائیل» توهم په اړه دي، په کلکه وغندلې.
د خبر لمبر: 3491541 خپرونې تاریخ : 2025/08/15
ایکنا- په داسې دنیاکې چې زیاتره خبرونه یی د تاوتریخوالي او جګړو په اړه دي، یو داسې مراسم شتون لري چې هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ په ملیونونو خلک راټولوي، نه د اعتراض او نه د قدرت ښودلو لپاره د بلکې د یوه انساني حقیقت د یادولو لپاره یعني د ظلم په وړاندې مقاومت. دا مراسم "اربعین" بلل کیږي.
د خبر لمبر: 3491538 خپرونې تاریخ : 2025/08/13
ایکنا – د کوریا د مسلمانانو ټولنې د جنوبی کوریا د سئول په پلازه هوټل کې جنوبی کوریا ته د اسلام د واریدیدا د اویایمې کلیزې د لماانځلو لپاره یو لړ دستورې ترسره کوي.
د خبر لمبر: 3491537 خپرونې تاریخ : 2025/08/13
ایکنا – د حسینی اربعین په درشل کې د بحرین حسینی ځوانان په کربلا معلی کې د حضرت امام حسین علیه السلام په مقدس حرم کې په شتون سره خپله ولوله او عشق وړاندې کوي او ماتم او عزاداري کوي.
د خبر لمبر: 3491536 خپرونې تاریخ : 2025/08/13
ایکنا- په هالینډ کې د مسلمانانو تنظیمونو،د مسلمانانو په ضد د نفرت،توپير او تاؤتریخوالي د خورولو په تورونو د هالینډ د یوه زوړپال سیاستوال ؛ګرټ ویلډرز؛ په ضد عدالت ته شکایت وکړ.
د خبر لمبر: 3491535 خپرونې تاریخ : 2025/08/13
له قرآن سره،د بهشت په لاره کې
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت یو شمیر قاریان او حافظانو د حسینی اربعین د قرآنی کاروان په چوکاټ کې له نجف اشرفه د کربلا معلی په لاره کژې قرآنی محفلونه ترسره کړل.
د خبر لمبر: 3491533 خپرونې تاریخ : 2025/08/13
ولسمشر:
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د ایکنانیوز د خبريال د پوښتنې په ځواب کې وويل: د قرآني نړیوال خبري آژانس د رسنيو د وسيلې له لارې په ټولنې کې قرآني فرهنګ ته وده ورکولی او خپرولی شي.ځکه ایکنانیوز په ټولنې کې د قرآني فرهنګ د دودولو اغېزشیندونکي رسانۍ ده.
د خبر لمبر: 3491532 خپرونې تاریخ : 2025/08/11
ایکنا - د حضرت اباعبدالله الحسین (ع) د قیام له فلسفې سره آشنا کول، د قرآني ټولنیزو حرکتونو په ترسره کولو کې د شوق ،ولولې او د ځانباورۍ فضا رامنځته کول، د مقاومت د جبهې د قرآني کړچار پیاوړتیا او پراختیا، د مقاومت، پاڅون،سرښیندنې، قربانۍ او له ځانه د تېریدو د روحیې پراختیا او خپرول، او د ډلهییز او تشکیلاتي کار تجربه ترلاسه کول، د اُسوه ځوانو قاریانو د ملي ټیم د سفر مهمې موخې دي.
د خبر لمبر: 3491529 خپرونې تاریخ : 2025/08/11