قرآنی هنرونه - پاڼه 58

IQNA

بچوې
ایکنا-  د نړۍ تر ټولو لوی سمندري کاروان، چې د «نړیوال صمود کشتیو کاروان؛ په نوم یادیږي او د بشري مرستو وړونکو لسګونو کشتیو او د ۴۴ هیوادونو له سلګونو فعالانو څخه جوړ دی، د غزې د کلابندئ د ماتولو په موخه د اسپانیا او تیونس له بندرونو څخه د غزې په لور روان شوی دی.
د خبر لمبر: 3491631   خپرونې تاریخ : 2025/09/01

ایکنا - سعودي عربستان  په تيرو ۵۰ کلونو کې د قرآن د  اصلي نسخو خطي په غونډولو، ترمیم او د هغو  لپاره د چاپي فهرستونو په خپرولو کې ډېرې هڅې کړې دي.
د خبر لمبر: 3491630   خپرونې تاریخ : 2025/09/01

حجت‌الاسلام حسیني‌نیشابوري  
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د اسلامي کلتور او  ارتباطاتو د ادارې د قرآني ډیپلماسۍ د مرکز  مشر وویل: د یوه منظم جوړښت اړتیا شته  څو د هیواد ټول قرآني ظرفیتونه او مرکزونه د  اسلامي نړئ لپاره ښې او خوښې  پایلې وړاندې کړي. همدارنګه، د اسلامي نړۍ یوه ستونزه دا ده چې دښمنان د تفرقې اچوونکو عواملو په مرسته د اسلامي نړۍ انرژي ناسم لوري ته بیائي. نو، د قرآن کریم د مفاهیمو پر اساس مونږ دا دسیسې شنډولی او دا لوړ ظرفیت د  یوه نړیوال قرآني پارلمان په بڼه تنظیمولی شو.
د خبر لمبر: 3491629   خپرونې تاریخ : 2025/09/01

ایکنانیوز د امامت د آسمان د یولسم ځلانده ستوری حضرت امام حسن عسکری علیه السلام د شهادت دکلیزې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام ټولو مینه والو په تیره بیا  تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3491628   خپرونې تاریخ : 2025/09/01

ایکنا - پارس‌ټوډي - ابراهیمي دینونه د منجي  او ژغورونکي په ظهور او د ظلم  او استبداد پای ته په رسېدو باور لري؛ اسلام، مسیحیت او یهودیت ټولو ژمنه کړې چې په آخرالزمان کې به یو الهی کس د خداي په مرسته نړۍ له ظلم څخه پاکه کړي او عدالت به ټینګ کړي.
د خبر لمبر: 3491627   خپرونې تاریخ : 2025/08/31

ایکنا -د متحده ایالاتو د شپږم حلال نړیوال نندارتون او کنفرانس به د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۵ او ۶ (د لړم د میاشتې په  ۱۴ او ۱۵) د شیکاګو په تینلي پارک کنوانشن مرکز کې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3491626   خپرونې تاریخ : 2025/08/31

ایکنا -که څه هم د واټيکان کتابتون یو عیسوي کتابتون دی،خو اسلامي میراث پکې ځانګړی مقام لري. په دې میراث کې، د قرآن کریم ډیرې خطي نسخې په دغه کتابتون کې ساتل کېږي.
د خبر لمبر: 3491625   خپرونې تاریخ : 2025/08/31

ایکنا - د آیت الله علي رضا اعرافي او آیت الله احمد مبلغي  ملایشیا ته سفر موخه د علمي، کلتوري او دیني غونډو کې ګډون او د ایران او ملایشیا ترمینځ د پخوانیو معرفتي او دیني اړیکو پیاوړي کول او د اسلامي نړۍ د یووالي او مظلومانو د ملاتړ په برخې کې د ایران د اسلامي جمهوریت د رول روښانه کول وو.
د خبر لمبر: 3491624   خپرونې تاریخ : 2025/08/31

ایکنا - د عباسي مقدس آستان د قرآني علومو ټولنې  د کربلا معلی ولایت په الهندیه  ولسوالۍ کې د اوړي د قرآني کورسونو د غوره زده کونکو لپاره د «السقا» په نوم یوه سیالي ترسره کړه.
د خبر لمبر: 3491623   خپرونې تاریخ : 2025/08/31

ایکنا-  د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند امیر د فلسطین وضعیت د نړۍ د مسلمانانو د یووالي لپاره یو فرصت وباله.
د خبر لمبر: 3491622   خپرونې تاریخ : 2025/08/30

ایکنا – په عربستان کې د ۱۴۴۷قمری کال د حج د مناسکو لپاره د پلانونې ناسته د عربستان د حج د پروژو د مدیریّت ددفتر په ملګرتیا سره د عربستان د ۲۰۳۰ کال د لرلید د تحقق د اجرائي پروګرامونو په لړ کې د وږی یا سنبلې د میاشتې په شپږمه نیټه  په مکې مکرمې کې ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3491621   خپرونې تاریخ : 2025/08/30

ایکنا – په کربلا کې د حضرت ابوالفضل العباس علیه السلام د سپيڅلي حرم  د دروازو پرَدې  د محرم او صفرې د میاشتو له ختمیدا سره په یووخت ، د عباسی مقدس آستان له خوا بدلې شوې.
د خبر لمبر: 3491620   خپرونې تاریخ : 2025/08/30

ایکنا – د الاقصی جومات اسلامی میوزیم د هغو تاریخی قرآنونو یوه بې مخینې ټولګه ساتلې چې په مختلفو اسلامی پړاؤنو کې دغه جومات ته ډالۍ شوي دي.
د خبر لمبر: 3491618   خپرونې تاریخ : 2025/08/30

ایکنا-  جامعة المصطفى العالميه پوهنتون، چې په ۶۰ هېوادونو کې له ۱۷۰ څخه زیاتو تعلیمي  څانګو سره فعالیت کوي، د ایران د اسلامي جمهوریت د نړیوال پوهنتون په توګه، د غیر ایرانيو محصلینو په روزنې او د اسلامي علومو په پراختیا کې اساسی  رول لوبوي.
د خبر لمبر: 3491617   خپرونې تاریخ : 2025/08/28

ایکنا -  د ؛ایکس ؛ ټولنیز چینل  ایرانيو کاروونکو  د اسلام د  ګران پیغمبر، حضرت محمد (ص) د وفات د کلیزې په مناسبت،  هغه بزرګوار  د ظلم پر وړاندې د ټینګتیا د بشپړې بېلګې په توګه یاد کړی دی.
د خبر لمبر: 3491616   خپرونې تاریخ : 2025/08/28

له خداي بخښلي علامه بحرالعلوم سره شوی مرکه
ایکنا - د نجف اشرف د حوزې  خدای بخښلی استاد علامه سیدمحمدعلی بحرالعلوم، چې  وړمه ورځ  په نجف اشرف کې خاورو ته وسپارل شو، په ۱۴۰۱ کال کې  له ایکنانیوز  سره په یوې مرکې کې ویلي وو: هغه څه چې نن سبا  ورته اړتیا لرو، د اسلامي مذهبونو  ترمینځ د سوله‌ییزې ګډ ژوند رامنځته کول دي. هر مذهب خپل ځانګړي فقهي، کلامي او شرعي احکام لري اونزدیکت، لکه څنګه چې ځینې فکر کوي، ممکن نه دی، بلکې باید د مذهبونو ترمینځ سوله‌ییزه ګډ ژوند رامینځته شي.
د خبر لمبر: 3491615   خپرونې تاریخ : 2025/08/28

ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د اسلامي کلتور او اړیکو  د ادارې فرهنګي مرستیالۍ د رسول اکرم (ص) د زوکړې د ۱۵۰۰ کلیزې په مناسبت د رحمت نبي د شعر نړیوال کانګرس جوړوي.
د خبر لمبر: 3491614   خپرونې تاریخ : 2025/08/28

ایکنا- د عربستان د  اسلامی تمدن او د نبوي  سیرت نړیوال نندارتون او میوزیم، پرون  چارشنبې ورځې د مکې سیمې د مرستیال امیر شهزاده سعود بن مشعل بن عبدالعزیز په شتون سره ددغه ښار  په واچ ټاؤرونو کې  افتتاح شو .
د خبر لمبر: 3491612   خپرونې تاریخ : 2025/08/28

ایکنا - د اسلامي انقلاب د ستر لارښود   عبري پاڼې په ایکس  ټولنیز چینل کې لیکلي: نن سبا  زمونږ دښمن، یعنې صهیونیستي رژیم، د نړۍ تر ټولو منفور او کرکیجن  رژیم دی، ملتونه هم له صهیونیستي رژیمه  کرکه لري، او حکومتونه ئې هم غندنه کوي.
د خبر لمبر: 3491611   خپرونې تاریخ : 2025/08/27

ایکنا - ملګرو ملتو  یو ځل بیا د غزې په ناصر روغتون کې د عامو وګړو د وژنې په اړه اسرائیلو ته خبرداری ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3491610   خپرونې تاریخ : 2025/08/27