اسلامی هیوادونه - پاڼه 4

IQNA

بچوې
اسلامی جهاد!
ایکنا- د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ ویندوي محمد الحاج موسی  په الاقصی جومات د صهیونیسټانو دتیریو او د ؛بیرغ  لاریون؛ باندې په غبرګون کې دغه اقدامت په سخته محکوم کړل.
د خبر لمبر: 3492779   خپرونې تاریخ : 2026/05/16

ایکنا-  د قرآنی ټولنې په  اداره کولو کې د بنیادي او حیاتی  اصولو  د بیانولو لپاره د قرآن، حقیقت اوحکمرانئ  په نامې سره  دنړیوالو سمینارونو لړئ ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3492778   خپرونې تاریخ : 2026/05/16

ایکنا- د ایران د  اسلامی جمهوریت  د بهرنیو چارو وزیر وویل د امریکا د سرزورئ پر وړاندې مقاومت کوم ناپېژندل شوی جنګ نه دی. زمونږ ډېری هېوادونه له دغه ډول دباؤ  او کرکې ډکو زورواکیو سره  په  بېلابېلو بڼو  کې لاس او ګریوان شوي دي.
د خبر لمبر: 3492772   خپرونې تاریخ : 2026/05/14

ایکنا-   په داسې حال کې چې ټاکل شوې د امریکا او چین ولسمشران په بېجینګ کې سره خبرې کوي، د جنوبي اسیا هېوادونه د سترو قدرتونو د سیالۍ، د ایران  په ضد د امریکا او صهیونیسټي رژيم  د جنګ  د اغېزو او د Strait of Hormuz  د نوي  انتظام په خاطر اندېښمن دي؛ هغه وضعیت چې د سیمې اقتصادي او امنیتي معادلې ئې لا پسې پېچلې کړې دي. دغه هېوادونه اوس په داسې حساس حالت کې دي چې د واشنګټن او بېجینګ ترمینځ د  انډول  د ساتلو هڅه کوي.
د خبر لمبر: 3492768   خپرونې تاریخ : 2026/05/14

 د پاکستان  د جمعیت علمای اسلام ف څانګې مشر د امریکا د ولسمشر پر ډیپلوماټیکو ژمنو د خیانت،له  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه پر یو اړخیز وتلو او پر ایران د جګړې د  د تپلو په وجه سختې نیوکې وکړې او وې ویل، Donald Trump د نوبل د سولې جایزې مستحق نه دی، بلکې هغه په فارس خلیج کې د اوسني بې‌ثباتۍ اصلي لامل  او د لسګونو زره مسلمانانو قاتل دی.
د خبر لمبر: 3492767   خپرونې تاریخ : 2026/05/13

ایکنا- د پاکستان او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو د هرمز تنګي او د ایران ـ امریکا د ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه سره خبرې وکړې او پر سیمه ایزې سولې او امنیت ئې ټينګار وکړ
د خبر لمبر: 3492762   خپرونې تاریخ : 2026/05/12

یاددښت!
ایکنا- د احمدرضا رضوي زراره له خوا، د هند د علماوو د مجلس د قم څانګې مسئول په یوه یاددښت کې لیکلي دي،د اسلامی انقلاب شهید رهبر؛ د«اشداء علی الکفار، رحماء بینهم» ژوندی تفسیر دی
د خبر لمبر: 3492760   خپرونې تاریخ : 2026/05/12

ایکنا- د ناروې د دیني او فکري مشرانو غونډه د دغه  هېواد په پلازمېنې اسلو کې د دیني او فکري بنسټونو د لوړپوړو استازو په ګډون ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492750   خپرونې تاریخ : 2026/05/10

ایکنا- د ملایشیا د لومړي وزیر مرستیال په خپلو خبرو کې وغوښتل چې اسلامي زده‌کړې او اخلاقي ارزښتونه دې د هېواد په ملي تعلیمي سیستم کې ورځاي  شي.
د خبر لمبر: 3492749   خپرونې تاریخ : 2026/05/10

ایکنا- سره له دې چې د حج  د زیارتوالو  لېږد درې اوونۍ مخکې پیل شوی ، سعودي عربستان ناڅاپه د عمر محدودیت په وضع کولو سره له  ۱۵ کلونو څخه  کم عمره زیارتوالو پر داخلېدو بندیز ولګاوه.
د خبر لمبر: 3492745   خپرونې تاریخ : 2026/05/09

ایکنا- یوې فلسطیني هنرمندې  د غزې د بندر په پلیټ فارم کې په شتون سره ،  په دیوال باندې په هنري نقاشې  کې  د صمود په نامې سره  د مرسته  کونکو کشتیو  له کاروان سره  د پيوستون  د اعلان په خاطر  د مقاومت په بیلګې سره  یو ډیر په زړه پورې هنر ثبت او انځور کړ .
د خبر لمبر: 3492738   خپرونې تاریخ : 2026/05/07

ایکنا- د افغانستان د طالبانو حکومتی چارواکي وائي؛ د وګړو لپاره د امنیت په تامینولو کښې د هیڅ توپير ته قایل نه دي او ټول خلک به له کوم توپيره  له یو شان   امنیته برخمن دي.
د خبر لمبر: 3492736   خپرونې تاریخ : 2026/05/06

ایکنا- په انډ،نیشیا کې د  له ګاډو پرته ورځ؛ په نامې سره  په کمپاین کې له ایران سره  ګروهمنو کسانو  پکې پراخ ګډون درلود، د ایران بیرغ ئې پورته کړی او د «میناب ماشومانو» په یاد اووه زره بوتله اوبه ووېشل شوې، چې د دواړو ملتونو ترمینځ  ژورې فرهنګي او انساني اړیکې ئې  نندارې ته وړاندې کړې.
د خبر لمبر: 3492727   خپرونې تاریخ : 2026/05/05

ایکنا- د عربستان د حج او عمرې د چارو  وزارت د لومړي ځل لپاره په منا کې په  نوې ټیکنالوژۍ سره په "نسک" کارډ سره تړلی سمارټ  سرچر یا حسګر سیسټمونه تطبیق کړي دي.
د خبر لمبر: 3492723   خپرونې تاریخ : 2026/05/04

ایکنا- په ملایشیا کې د قرآن حفظ ملي شورا به  د ؛وطن بچیان ؛  په نامې سره د " ۲۰۲۶ په تعلیمي کنفرانس کې د ګډونوالو وړاندیز په اساس تاسیس شي.
د خبر لمبر: 3492722   خپرونې تاریخ : 2026/05/04

ایکنا -د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې  کې  ټینګار کړی چې هېڅ ډول زیارتي ویزه  لرونکي کس  ته د حج د فریضې د ادا کولو اجازت نه ورکوي.
د خبر لمبر: 3492717   خپرونې تاریخ : 2026/05/03

ایکنا-  د اسلامی انقلاب ستر لارښود د فارس خلیج د ملی ورځې په مناسبت په پیغام کې په دې خبرې په ټينګار سره چې د فارس خلیج ځلانده راتلونکی به له امریکا پرته یو راتلونکی او  د  د هغه د ملتونو  د آرامښت او هوساینې  او پرمختګ په خدمت کې وي وفرمائيل؛  د ایران اسلامی جمهریت  د هرمز تنګي باندې  د مدیریَت د  اعمالولو  د نعمت په عملی شکر سره ، دفارس خلیج سیمه کراره او باثباته کړي او له دغې اوبلارې به د  سپير دښمن  دناوړو استفادو ټغر ټول کړي.
د خبر لمبر: 3492711   خپرونې تاریخ : 2026/05/01

ایکنا - د سوېډن حکومت اعلان کړی چې د «له اسلامه د ویرونې د  اصطلاح کارول به ودروي او هڅه کوي چې په نړیواله کچه ورته بدیل ومومي.
د خبر لمبر: 3492710   خپرونې تاریخ : 2026/04/30

ایکنا-  د پاکستان یو شمیر څیړاندو او سیاسی شخصیّتونو د امریکا  د یواړخیز پال کړچار په محکومولو   او  د سیمې پر ملتونو  د هغوی د جنګ غواړو پایلو په محکومولو سره ،  له تل پاتې سولې اوثبات سره د مرستې لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د چورلیزي رول قدرونه او ستاینه وکړه.
د خبر لمبر: 3492709   خپرونې تاریخ : 2026/04/28

ایکنا-  د ایران د اسلامی جمهوریت یوه تکړه قاری او نړیوال قاضی  محمد کاکاوند  د فتح مبارکې سورې د اتلسم  آیت په  زړه پورې تلاؤت وړاندې کړی دی.
د خبر لمبر: 3492705   خپرونې تاریخ : 2026/04/27