ایکنا -د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت د حرمین شریفین د خادم د ډالۍ په توګه په حاجیانو باندې د قرآن کریم د ژباړل شوو نسخو وېش پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492846 خپرونې تاریخ : 2026/05/31
ایکنا- د مصر د اوقافو وزارت د قرآن کریم د تلاوت د ډګر له سترو شخصیتونو څخه د «شیخ سید عبدالشافي هلال» د زوکړې کلیزه ونمانځله. نوموړی په مصر او اسلامي نړۍ کې د «د تلاوت د محفل سفیر» په لقب مشهور و.
د خبر لمبر: 3492845 خپرونې تاریخ : 2026/05/31
ایکنا – د ایران د لوېدیځې سیمې، کرمانشاه د اهل سنت د جمعې امام ، د رمضان له جنګ راهیسې د ایران د خلکو د یووالي ستاینه وکړه او ټینګار ئې وکړ چې د ایران د حکومت او وسلهوالو ځواکونو همغږي د ظالمانه بندیزونو په له مینځه وړلو او د ګډ (ترکیبي) جنګ پای ته په رسولو کې د ایران د ملت د استقامت نښه ده او دا ثابتوي چې د متحدو ملتونو لپاره د استکبار پر ضد مبارزه ممکنه ده.
د خبر لمبر: 3492844 خپرونې تاریخ : 2026/05/30
ایکنانیوز یوه ویډیو ترلاسه کړې ده ، چې د ۱۹۲۸ میلادي کال (یعني له ۹۸ کاله مخکې) پورې اړه لري، داسې انځورونه پکې ثبت شوي چې ښئي سل کاله مخکې، سره له دې چې د حج سفر ډېر سخت شرایط او مکې ته د رسېدو ګڼې ستونزې موجودې وې، خو د خدای کور ته د رسېدو مینه او شوق تر هر خنډه پیاوړی او ولولناک و.
د خبر لمبر: 3492842 خپرونې تاریخ : 2026/05/30
ایکنا- مراکشۍ خبریالې او لیکوالې حیات لعلاب، ټینګار وکړ: حج د ګډ ژوند د پیاوړتیا، د نورو کلتورونو د منلو او د نورو ملتونو د دود او دستورونو پر وړاندې د پرانیستې فضا لپاره یو فرصت دی، او د اسلامي امت لپاره د یووالي او ستر سیاسي او ټولنیز ې بیدارئ موسم ګڼل کېږي.
د خبر لمبر: 3492841 خپرونې تاریخ : 2026/05/30
ایکنا - د امریکا د نیویارک ښاروال زهران ممداني د امریکا او صهیونیستي رژیم لهخوا د ایران پر ضد تپلی جنګ یو ځل بیا په کلکه غندلی او وئیلي ئې دي چې دغه جنګ باید پای ته ورسېږي.
د خبر لمبر: 3492840 خپرونې تاریخ : 2026/05/30
د پارلیمان د لومړي پړاؤ د جوړیدا په مناسبت پیغام!
ایکنا – د اسلامی انقلاب ستر لارښودد ایران د اسلامی شورا د لومړني پړاؤ د جوړیدا د کلیزې په مناسبت پخپل پیغام کې د هیواد دلوړتیا په لاره کې د پارلیمان د استازو په تیره بیا د پارلیمان د قدرمن مشر دهڅو په قدرونې سره د ملت حقیقي نماینده د ملت له جنسه او ولس له باطنه د مبعوث شوي وبلل او ټينګار ئې وکړلازمه ده چې هر یو جان فدا یا ځان قربانونکی چې زړه ئې د اسلام او اسلامی انقلاب یا د ایران د سرلوړي او خپلواکئ لپاره ډبیږي، له دې وروسته دې لازیات د ملت د منسجمو او په یوه بل پسې یو موټی لیکو د تحفظ او ساتنې لپاره اهتمام وکړي او غیر ضروری اوحتی روا اختلافات دې په شخړو او لانجو او تفرقې نه بدلوي او قولا او عملا دې د ملت د انسجام او یووالی مظهر او بیلګه شي.
د خبر لمبر: 3492838 خپرونې تاریخ : 2026/05/28
ایکنا- د صهیونیستي رژیم یوې رسنۍ د حزبالله د بېپېلوټه الوتکو له امله د صهیونیستانو د وېرې په یادولو سره، دا حالت «پراخېدونکې خپسکه بللی او لیکلي ئې دي چې د دغه رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د یو ه ستړي او کمزوري ګوډ مرغاوي په څېر ښکاري.
د خبر لمبر: 3492837 خپرونې تاریخ : 2026/05/28
ایکنا- د حج د مراسمو په مناسبت د اسلامي انقلاب د ستر لارښود پیغام، چې پکې د ایران د ملت له قدرتمند مقاومت وروسته په سیمې کې د امریکا د دریځ کمزوري کېدو او د صهیونیستي رژیم د کمزورتیاموضوع یاده شوې وه، په نړیوالو رسنیو کې ئې پراخ انعکاس درلود.
د خبر لمبر: 3492835 خپرونې تاریخ : 2026/05/28
ایکنا- د قربانۍ لوي نیکمرغه اختر د اسلامي نړۍ یو ترټولو لوي اختر دی، چې د ایمان، تسلیمۍ او قربانۍ هغه تاریخي کیسه راژوندۍ کوي چې حضرت ابراهیم(ع) پکې د الهي ازموینې پر مهال د بندګۍ او اطاعت ستره بېلګه وګرځېد. دغه پېښه تر نن ورځې پورې د حج په مناسکو او د مسلمانانو په فرهنګ کې د معنویت او ټولنیز یووالي له روحیې د ډک اختر په توګه لمانځل کېږي.
د خبر لمبر: 3492832 خپرونې تاریخ : 2026/05/28
ایکنا- آکسیوس لیکلي چې Donald Trump د عربي نړۍ او د سیمې پر یو شمېر مسلمانو هېوادونو دباونه راوړی، څو که د ایران پر ضد جنگ پای ته د رسېدو هوکړه وشي، نو د «ابراهیم تړون» (له صهیونیستي رژیم سره د اړیکو عادي کول او سازش) سره یوځای شي.
د خبر لمبر: 3492828 خپرونې تاریخ : 2026/05/26
ایکنا - د یوې نړیوالې اعتبارسنجۍ ادارې شننې ښودلې چې ملایشیا د حکومتي ملاتړ په برکت د نړۍ د حلال صنعت په برخې کې مخکښ هېواد ګرځېدلی دی.
د خبر لمبر: 3492826 خپرونې تاریخ : 2026/05/26
ایکنا - د سعودي عربستان چارواکو وئيلي دي چې د حج د زیارتوالو د لا ښه خدمت لپاره یې په مسجدالحرام او مسجدالنبي کې د یخَولو او سمارټ رڼا ستر سیستمونه فعال کړي دي؛داسې سیستمونه چې د نړۍ له تر ټولو لویو سړوَنکو او رڼا ورکونکو ټولګو شمېرل کېږي او د پرمختللو ټیکنالوژیو په مرسته د میلیونونو حاجیانو هوساینه او امنیت تضمینوي.
د خبر لمبر: 3492821 خپرونې تاریخ : 2026/05/25
ایکنا- په عراق، په تیره بیا په نجف کې، له ډېرو کلونو راهیسې په جوماتونو او بېلابېلو دیني محفلونو کې د قرآن د وېش لپاره پر هغو نسخو تکیه کېده چې له هېواده بهر چاپېدل؛ خو په وروستیو کلونو کې د بیروت او مدینې د چاپ شوو نسخو پر ځای، د «مصحف نجف اشرف» پروژه چې د عباسي سپېڅلي آستان په هڅو ئې بنسټ کېښودل شوی،د هغه لومړني قرآن په توګه راڅرګنده شوی چې له پیل تر پایه یې بشپړ عراقي هویت درلود.
د خبر لمبر: 3492820 خپرونې تاریخ : 2026/05/25
ایکنا- سعودي عربستان اعلان کړی چې تر ، جمعې ورځې پورې، له ۱.۵ میلیونو څخه زیات حاجیان د حج د ادا کولو لپاره دغه هېواد ته داخل شوي دي، چې ډېری ئې د هوايي پولو له لارې ورغلي دي.
د خبر لمبر: 3492811 خپرونې تاریخ : 2026/05/23
د فلسطین د اوقافو وزارت:
ایکنا- د فلسطین د اوقافو وزارت په یوې اعلامیې کې د صهیونیسټانو هغه اقدام وغنده چې د مسجد ابراهیمي دېوالونه ئې د اسرائیلو د بیرغ په رنګونو روښانه کړي وو، او دا ئې د دې سپېڅلي جومات د مقام ښکاره سپکاوی وباله.
د خبر لمبر: 3492810 خپرونې تاریخ : 2026/05/23
ایکنا- شیخ سید عامر عثمان، د مصر پخوانی شیخالقراء ؤ، چې د مصر د پنځو سترو قاریانو د تلاوت شوي قرآن د ثبت څارنه ئې کړې وه. نوموړی د پیغمبراکرم(ص) په ښار مدینه منوره کې وفات شو.
د خبر لمبر: 3492808 خپرونې تاریخ : 2026/05/23
ایکنا- د قرآن کریم په اوکرایني ژباړې کې تازه هڅه شوې چې د دې مقدس کتاب په اړه په اوکراین کې د موجودې شیعه لیدلوري تشه ډکه کړي، او د نوې تفسیرونو له لارې ئې دا کار کړی دی.
د خبر لمبر: 3492797 خپرونې تاریخ : 2026/05/20
ایکنا- د حلالو شیانو د ۲۰۲۶ نندارتون او دغه راز د حلالو شیانو دولسمه نړیواله غونډه به د تیونس شرکتونو او اقتصادي متخصصینو په ګډون په استانبول کې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3492794 خپرونې تاریخ : 2026/05/19
ایکنا- د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان او بلوچستان اهل سنت علماو وویل چې د مکران په سواحلو کښې د اهل سنت قبیلو ترڅنګ د ایران د اسلامي جمهوریت د سپاه پاسدران او پوځ له سمندري ځواکونو هرډول ملاتړ ته تیار دي.
د خبر لمبر: 3492780 خپرونې تاریخ : 2026/05/16