اسلامی هیوادونه - پاڼه 2

IQNA

بچوې
ایکنا-  د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي  سره د الوداع او خداي په امانئ دستورې او دغه راز د  هغه بزرګوار او د هغه د کورنئ  د شهیدانو د  جنازې د لمانځه دستورې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3492995   خپرونې تاریخ : 2026/07/06

ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د سپېڅلي جسد د وروستۍ وداع مراسم، د ترسره کېدو په شپو ورځو کې د نړیوالو په تیره بیا د آسیايي رسنیو په مهمو خبري موضوعګانو کې ځاي وموند.
د خبر لمبر: 3492994   خپرونې تاریخ : 2026/07/04

ایکنا- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر اخند  او ورسره پلاوي سره په لیدنې کې، د وروستیو پوځي بریدونو د غندنې په اړه د کابل د ملاتړ په  خاطر مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمینځ ئې د هر اړخیزو اړیکو پراختیا د ایران د بهرني سیاست یو سټراتیژیک لومړیتوب وباله.
د خبر لمبر: 3492993   خپرونې تاریخ : 2026/07/04

له څو ورځو راهیسې د ایران د تهران  ښار فضا بدله شوې ده. داسې ښکاري چې تهران د تل په پرتله په ډېرآرامښت کې ساه اخلي،البته  له دروند غم سره، د خپل اتل او شجاع شهید رهبر له پاک جسد سره د خداي په آمانئ شیبې په رارسیدا  دي. 
د خبر لمبر: 3492991   خپرونې تاریخ : 2026/07/04

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د درو واړو قواؤ او د ایران د اسلامی جمهوریت  د  نظام  نورو یو شمیر مسئولانو  د تهران په امام خمینی مصلی یا عیدګاه کې  د اسلامی انقلاب د شهید رهبر  د پاکې جنازې  د  احترام  لپاره  شتون درلود.
د خبر لمبر: 3492990   خپرونې تاریخ : 2026/07/04

ایکنا= د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي او دهغه د قدرمنې کورنئ د پآکو جسدونو  د احترام او درناوي دستورې  پرون سهار  د  کابو سلو هیوادونو د  مختلفو رسمي او لوړپوړو چارواکو او  د سیاسی،کلتوری،پوهنتوني  او دیني شخصیّتونو  په ګډون سره  ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3492989   خپرونې تاریخ : 2026/07/04

ایکنا-  د پاکستان یوه تکړه دیني عالم او د سیاسی چارو کارپوه د  اسلامی انقلاب د  خداي بخښلي لارښود حضرت امام خمیني  دشهادت په مناسبت په تسلیّت وئیلو سره  روښانه کړې ده،امام خامنه اي نه یوازې د ایران ،بلکې ددرستو مستضعفینو او درستو بې څوکه انسانانو رهبر ؤ او  درست ملتونه ئې یووالي او  یو زړتوب ته بلل.
د خبر لمبر: 3492987   خپرونې تاریخ : 2026/07/02

د شهید رهبر په درنښت کې:
ایکنا د امام حسین علیه السلام د ماتم  پړاؤ او د شهید امام خامنه اي  د جنازې مراسمو سره په یو وخت کې، د " معشوق   شهادت "نومې  کتاب د  مخ کتنې دستورې  په کابل کې ترسره شوې؛ تنظیم کونکو دا د ایران او افغانستان ترمنځ د کلتوري، مذهبي او ادبي اړیکو سمبول او د مقاومت ادبیاتو څرګندونه وبلله چې د مسلمانو ملتونو احساسات منعکسوي. په مراسمو کې، یو شمیر افغان شاعرانو هم خپل وروستي شعرونه چې د شهید امام په اړه یې بیان کړل او د ګډونوالو لپاره یې د مراسمو شعرونه وویل.
د خبر لمبر: 3492986   خپرونې تاریخ : 2026/07/02

ایکنا- د پاکستان یو اهل سنت عالم او د جماعتِ اهلِ حرم مشر، د اسلامي امت د قائد حضرت آیت الله شهید سید علي خامنه اي د پاکې جنازې د دستورو ترسره کیدل د نړۍ د مسلمانو او عدالت غواړو ولسونو په وجود کښې د یو نوي روح د پو کیدو په توګه وباله او ټینګار یې وکړ: اسلامي نړۍ خپل عزت او بیداري، د انقلاب د شهید رهبر د مجاهدتونو پامته داره ګڼي.
د خبر لمبر: 3492981   خپرونې تاریخ : 2026/07/01

ایکنا –د الشعبي الحشد مبارز ځواک په اعلامیې کې راغلي دي، په عراق کې د ایران د شهیدرهبر د جنازې مراسم د عراق د حکومت په غوښتنه او له سیاسي قدرتونو سره په همغږۍ سره ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492976   خپرونې تاریخ : 2026/07/01

ایکنا- د عراق رسمي خبري اژانس د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې د ۲۰۱۷ کال د بریا د کلیزې په مناسبت، د ستر دینهی مرجع آیت‌الله العظمی سید علي سیستاني له خوا  د فساد په اړه د پخوانۍ اعلامیې یوه برخه بیا خپره کړې ده.
د خبر لمبر: 3492973   خپرونې تاریخ : 2026/06/30

ایکنا- د عراق او ایران  د ادارو ترمینځ د پراخو همغږیو له پیل سره هممهاله، عراق په سپېڅلو ښارونو نجف اشرف او کربلا معلی کې د شهید امام آیت‌الله سید علي خامنه‌اي د جنازې د مراسمو د ترسره کولو لپاره چمتووالی نیسي. تمه کېږي چې په دغو مراسمو کې به له یو میلیون څخه ډېر کسان ګډون وکړي.
د خبر لمبر: 3492971   خپرونې تاریخ : 2026/06/30

سردار حسن‌زاده !
ایکنا - د شهید رهبر د  الوداع د جنازې دستورې اود  تدفین د مراسمو د قرارګاه قوماندان وویل: د هوا د سختې ګرمۍ له امله به د شهید رهبر پر  پاک مړي د جنازې لمونځ د چنګاښد میاشتې  د ۱۴  نېټې په سهار د تهران په مصلی کې ادا شي، چې د دغو دستورو نور جزئیات به وروسته اعلان شي. همدارنګه، ټاکل شوې ده چې د شهید رهبر د جنازې دستورې د دوشنبې ورځې، د چنګاښ تر ۱۵  نېټې پورې د ماښام تر وخته پورې پای ته ورسېږي.
د خبر لمبر: 3492966   خپرونې تاریخ : 2026/06/29

ایکنا- د ترکیې په شمال کې د ګوموش‌خانه ولایت تاریخي کوچوک جومات، له پراخو بیارغونو  او ترمیمي چارو وروسته، چې د هغه ۱۱۲ کلنه تړلتیا ئې پاي ته ورسوله، یو ځل بیا د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو.
د خبر لمبر: 3492963   خپرونې تاریخ : 2026/06/28

ایکنا- د هندوستان  د لوېديځي مهاراشترا صوبې د یوه داسې کلي اوسېدونکي، چې ټول اوسیدونکي  ئې هندوان دي، هر کال د امام حسین (ع) د عاشورا د ویر او ماتم مراسم په ځانګړې مینې او ولولې سره ترسره کوي.
د خبر لمبر: 3492962   خپرونې تاریخ : 2026/06/28

ایکنا - د حضرت اباعبدالله الحسین (ع) د ویر  او ماتم د مراسمو وروستۍ شپه د اسلامی انقلاب د  شهید لارښود  د شهادت ځای ته څېرمه د زرګونو حسيني مینه‌والو او عزادارانو په ګډون ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492960   خپرونې تاریخ : 2026/06/27

ایکنا- د تاسوعا او عاشورا له شپو ورځو سره هممهاله، د اروپا په بېلابېلو ښارونو کېپه لسګونو زره   شیعه مسلمانانو او د اهل‌بیت (ع) مینه‌والو د  ویر اوماتم  تور بیرغونه پورته کړل او د «لبیک یا حسین» په شعارونو سره ئې د کربلا د آزادۍ، عزت او مقاومت پیغام د اروپا په زړه کې خپور کړ.
د خبر لمبر: 3492959   خپرونې تاریخ : 2026/06/27

ایکنا- د لبنان د پلازمېنې بیروت په سوېلي سیمې کې د شهید سید حسن نصرالله پر مزار د حسیني عاشورا د ویر  او ماتم مراسم پیل شول.
د خبر لمبر: 3492957   خپرونې تاریخ : 2026/06/27

ایکنا-  هغه الوتکه چې ایرانی ولسمشر پرې پاکستان ته راغلی، «میناب 168» نومېږي. دغه نوم په ایران کې پر یوه ښوونځي د برید پر مهال د شهید شویو ماشومانو په یاد کیښودل شوی دی. دا له جنګ وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر لومړنی بهرنی سفر ګڼل کېږي. له هغه سره د ایران د پارلمان مشر  محمدباقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ملګري دي.
د خبر لمبر: 3492950   خپرونې تاریخ : 2026/06/23

ایکنا- دغه بیرغ د ایران د سرقونسلګرۍ د هڅو په پایلې کې د حسيني آستان  له لوري په کربلا کې  د ایران د سرقونسلګرۍ سرپرست  جعفر صفري، ته وسپارل شو، څو د شهید رهبر د جنازې او وروستۍ بدرګې په مراسمو کې ترې استفاده وشي.
د خبر لمبر: 3492947   خپرونې تاریخ : 2026/06/23