ایکنا- د افغانستان او پاکستان ترمینځ وروستیو ترینګلتیاؤ ددواړو هیوادونو د حکومتونو ترمینځ بې اعتمادي او ناباؤري تر ډيره حده زیاته کړې ده.
د خبر لمبر: 3492260 خپرونې تاریخ : 2026/01/04
ایکنا- د پاکستان د خیبر پختواه دپېښور د پولیسو مشر میا سعید رسنیو ته ویلي چې یو ځانمرګي بریدګر د سرحدي پولیسو د مرکز مخ ته برید کړی وو، خو دوه نور بریدګر په ډزو سره ووژل شول.
د خبر لمبر: 3492065 خپرونې تاریخ : 2025/11/25
ایکنا- د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو اداره (ISPR) وايي، د «فتنه الخوارج» په نوم د هند ملاتړ لرونکي ډلې ټي ټي پی وسلهوالو ترهه ګرو پر واڼه کیډېټ کالج بريد کړی چې په موقعې د ساتونکو مامورانو له چټک غبرګون سره مخ شوي دي.
د خبر لمبر: 3491993 خپرونې تاریخ : 2025/11/11
د ترکیې او قطر په منځګړتوب د طالبانو او پاکستان د مذاکراتو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي: ټولو خواوو د اوربند د دوام پرېکړه وکړه او د سرغړونې پر مهال به د جریمې ټاکلو لپاره د څارنې او تصدیق یو ګډ میکانیزم جوړ شي.
د خبر لمبر: 3491951 خپرونې تاریخ : 2025/11/01
ایکنا – د پاکستان د پوځ داطلاعاتو برخې آئي ایس پي آر په یوې خبرتیا کې وئيلي دي، د پاکستان په بلوچستان صوبې کې امنيتي ځواکونو په دوو جلا عملياتو کې د بلوچ بېلتون غواړو ډله ئې له مینځه وړې ده چې په ترڅ کې ئې ۱۸ ترهګر عناصر وژل شوي دي.
د خبر لمبر: 3491943 خپرونې تاریخ : 2025/10/30
ایکنا- د افغان رسندویو له راپور سره سم د ترکیې په استانبول کې د پولې هاخوا ترهګرو ډلو د څارنې او مبارزې لپاره د یو میکانیزم د ترلاسه کولو په موخه د افغانستان د طالبانو او پاکستان ترمینځ مذاکرات له کومې پایلې پرته پای ته ورسېدل.
د خبر لمبر: 3491932 خپرونې تاریخ : 2025/10/28
ایکنا - د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی په وروستیو ورځو کې د پراخو پوځي نښتو لامل شو، چې ریښه یې په تاریخي اختلافاتو، د ترهګرۍ په اړه تورونو او د حاکمیت په نقضولو کې ده.
د خبر لمبر: 3491860 خپرونې تاریخ : 2025/10/14
ایکنا – د تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي تي پي وسلهوالو ترهه ګرو نن سهار وختي د افغانستان له پولې سره نزدې په مینځنئ کورمې کې د پاکستان پوځ او ایف سي پر یوه کاروان په برید کې د یوه ډګروال او میجر پشمول ۱۲ عسکر وژلي دي.
د خبر لمبر: 3491833 خپرونې تاریخ : 2025/10/08
ایکنا- د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د مځکني ځواک د قدس سیمه ایز غونډ عمومی اړیکو څانګې د امنیت د شهیدانو دعملیاتي مانورې په دوام کې په چاپهار ولسوالۍ کې د ترهه ګرو ډلګیو د شپږو ترهه ګرو د هلاکت او نیولو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3491382 خپرونې تاریخ : 2025/07/09
ایکنا – د حسینی عاشورا د شپو ورځو د رارسیدا په درشل کې د افغانستان د بامیانو والی مولوي عبدالله سرحدي، ددغه ولایت په مرکز جامع جومات کې د محرم الحرام د دستورو له ترسره کونکو پلاؤ، عالمانو او دبازار له استازو سره په یوې ناستې کې د امام حسین (ع) دپاڅون د موخو د روښانولو او د ددغو دستورو د منظم او امن په سیوري کې د ترسره کولو لپاره له امنیتي اورګانونو سره د پراخې ملګرتیا په ضرورت ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3491315 خپرونې تاریخ : 2025/06/25
ایکنا - د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اسلامآباد د چارواکو د هغې فیصلې هرکلی وکړ چې په کابل کې ئې خپل ډیپلوماټیک استازیتوب له کاردار څخه سفیر ته لوړ کړ، چې دوي به هم په متقابل ډول په اسلامآباد کې د افغانستان د سفارت کاردار هم سفیر ته لوړ کړي.
د خبر لمبر: 3491207 خپرونې تاریخ : 2025/06/01
ایکنا – د پاکستان په مختلفو سیمو په تیره بیا په خیبرپختونخواه او بلوچستان صوبو کې ترهه ګرو او بیلتون غواړو د عامو خلکو ژوند تر ډیره حده تریخ کړی دی.
د خبر لمبر: 3491153 خپرونې تاریخ : 2025/05/21
ایکنا- د پاکستان دفاع وزیر په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د جګړه مارو د شتون په ادعا سره په دغه هیواد داخل کې پر دوي د حملو ګواښ وکړ.
د خبر لمبر: 3490830 خپرونې تاریخ : 2025/03/20
ایکنا – د پاکستان د خارجه وزارت ویندوي ووئيل،ترڅو دافغانستان طالبان د ټي ټي پي ( تحریک طالبان پاکستان ) مسئله حل نه کړي، د پاکستان او افغانستان د هوساینې لپاره به د دوي دوه اړخیزې ملګرتیاوې او امکانات هیڅ معنا ونه لري.
د خبر لمبر: 3490648 خپرونې تاریخ : 2025/02/16
ایکنا- په داسې حال کښې چې تمه کیدله د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په کورمې ضلعي کښې له وروستۍ کوهاـ معاهدي او له ترهګرو سره په مقابلې باندې د پاکستان د خیبرپښتونخوا د صوبايي حکومت او د فیډرل حکومت له ټینګار وروسته، په پاراچنار کښې امنیت او ارامښت راشي خو رپورټونه په دې سیمې د ترګرو د لا پراخې حملو او ترینگلتیاؤ خبر ورکوي.
د خبر لمبر: 3490488 خپرونې تاریخ : 2025/01/18
ایکنا – د پاکستان د کورمې پاراچنار د برې کرمې د خلکو لپاره د شیانو د رسولو د ګاډو په کاروان باندې برید شوی چې له کبله یې تراوسه یوه ګاډي ته تاوان رسیدلی خو د مرګ ژوبلو په هکله څه نه دي ویل شوي دي.
د خبر لمبر: 3490479 خپرونې تاریخ : 2025/01/16
ایکنا- د پاکستان د کی پي کې دکورمې ضلعې په بګن سیمې کښې په حکومتي چارواکو باندې د ځاي ترهه ګرو د حملې په وجه د کرمې د اهل تشیع او د اهل سنتو ترمینځ شوي امن موافقې ته سخت ګوزار ورکړل شوی دی.
د خبر لمبر: 3490418 خپرونې تاریخ : 2025/01/05
ایکنا - د پاکستان د خیبر پختونخوا صوبې د کورمې ضلعې ډپټي کمشنر جاوید الله محسود او نور شپږ ژوبل شوي کسان علیزئ روغتون ته یوړل شوي او له هغه ځ ایه ټل روغتون ته او بیا پيښو سی ایم ایچ روغتون ته منتقل شوي دي دي.
د خبر لمبر: 3490414 خپرونې تاریخ : 2025/01/04
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی،د پاکستان دفاع وزیر د دې هېواد له رسنیو سره په مرکه کې ادعا کړې چې دافغانستان سرپرست حکومت له سرحدي سیمو څخه د افغانستان نورو سیمو ته، د پاکستانيو طالبانو د وګړو او غړو د لېږدولو لپاره د لس میلیارده پاکستانۍ کلدارو غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3490403 خپرونې تاریخ : 2025/01/02
ایکنا - د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین ګوند مشرانو او فعالانو د کراچۍ ښار لوې لارې بندې کړي دي چې د خیبر پښتونخوا صوبې په پاره چنار سیمه کښې د لارې د تړل کیدا او هلته د اهل سنتو لخوا د اهل تشیعو د وژل کیدا پرضد اعتراض وکړي.
د خبر لمبر: 3490383 خپرونې تاریخ : 2024/12/29