عربستان

IQNA

بچوې
ایکنا- د سعودي عربستان د جده ښار په تاریخي سیمې «بحر الایمان: یعني د ایمان سمندر» کې په یوه هال یا تالار کې، چې د «بحر الاحمر: یا سره سمندر» میوزیم برخه ده، د قرآن کریم د سورو د خوشنویسۍ یوه نادره هنري تابلو نندارې ته وړاندې شوې، چې د لیدونکو پراخه توجه ئې ځان ته اړولې ده.
د خبر لمبر: 3493057   خپرونې تاریخ : 2026/07/21

د یمن یو قاري وائي:
ایکنا - د یمن د قرآن کریم نړیوالو سیالیو قاري او داور محمد حسن علي الکباري ویلي، هر څوک چې د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر، حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌ای د درسونو او ویناوو غوره برخې په غور ولولي، نو دا به درک کړي چې هغه خپل ټول ژوند د قرآن کریم په غېږې کې تېر کړی و.
د خبر لمبر: 3493043   خپرونې تاریخ : 2026/07/19

ایکنا- د «صاعقه» عملیاتو په  څوارلسم ،پنځلسم او شپاړسم پړاؤنوکې تر څو ساعته مخکې پورې  په اردن ،عمان ،کویت ،بحرین او عربستان کې د امریکا د پوځ ستراتیژیک مرکزونه په نښه شول.
د خبر لمبر: 3493040   خپرونې تاریخ : 2026/07/18

ایکنا- د بحرین ځوانانو د دغه هېواد په سړکونو کې د ایران د شهید رهبر امام خامنه اي په یاد او غم کې د عزادارۍ او ماتم مراسم ترسره کړل.
د خبر لمبر: 3493020   خپرونې تاریخ : 2026/07/13

ایکنا- د ایران د شهید رهبر امام خامنه اي سپېڅلي پیکر ته د بهرنیو شخصیتونو د درناوي مراسم نن سهار  د تهران د امام خمیني په مصلی یا عید ګاه  کې پیل شول.
د خبر لمبر: 3492988   خپرونې تاریخ : 2026/07/03

ایکنا-  د پاکستان یوه تکړه دیني عالم او د سیاسی چارو کارپوه د  اسلامی انقلاب د  خداي بخښلي لارښود حضرت امام خمیني  دشهادت په مناسبت په تسلیّت وئیلو سره  روښانه کړې ده،امام خامنه اي نه یوازې د ایران ،بلکې ددرستو مستضعفینو او درستو بې څوکه انسانانو رهبر ؤ او  درست ملتونه ئې یووالي او  یو زړتوب ته بلل.
د خبر لمبر: 3492987   خپرونې تاریخ : 2026/07/02

د کعبې شریفې د کلنۍ وینځلو مراسم د سې‌شنبې په سهار د کعبې د داخلي دېوال د زمزم په هغو سپېڅلو اوبو د وینځلو سره پیل شول چې د ګلابو له اوبو سره ګډې شوې وې او د حرمینو شریفینو د چارو عمومي ادارې له مخکې چمتو کړې وې.
د خبر لمبر: 3492984   خپرونې تاریخ : 2026/07/02

ایکنا۰  دمسلمانو محصیلینو  د قرآن د نړیوالو سیالیو د اوم پړاؤ منشي جلیل بیت‌مشعلي د مسلمانو محصلینو د قرآن نړیوالو سیالیو د اووم پړاو د ترسره کېدو په اړه د دغو  سیالیو د مناسب ظرفیت په یادولو سره وویل: له دې فرصت څخه به د شهید رهبر د قرآني شخصیت د مناسبې معرفۍ لپاره  ډیره ګټه واخلو، او دا کار به د ورکشاپونو او تخصصي غونډو د جوړولو له لارې عملي شي.
د خبر لمبر: 3492943   خپرونې تاریخ : 2026/06/22

ایکنا - د فارس خلیج   سیمې هېوادونو په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د جوماتونو معماري، د چاپېریال ساتنې او د انرژۍ د اغېزمن مصرف له اصولو سره سمه بدله او  اوسمهماله کړي.
د خبر لمبر: 3492942   خپرونې تاریخ : 2026/06/22

ایکنا- د سعودي عربستان د قطیف سیمې شیعیان، سره له دې چې د چارواکو له خوا پرې امنیتي او مذهبي محدودیتونه لګول شوي، د محرم میاشتې مراسم ترسره کوي.
د خبر لمبر: 3492934   خپرونې تاریخ : 2026/06/20

ایکنا- په سعودي عربستان کې د محرم الحرام د لومړۍ ورځې او د ۱۴۴۸ هجري قمري کال  له  پیل سره سم، د بیت الله الحرام پرده بدله او نوې پرده پرې وځړول شوه.
د خبر لمبر: 3492929   خپرونې تاریخ : 2026/06/18

ایکنا- د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت اعلان کړی چې د روان حج په موسم کې ئې حاجيانو ته درې لکه   ۷۴ زره او ۶۶۰ د قرآن کريم نسخې ډالۍ کړې دي.
د خبر لمبر: 3492924   خپرونې تاریخ : 2026/06/17

ایکنا- ډیری تحلیلي او څيړونکو خپرونو او  ارزونو څخه داسې معلومیږي چې زیاتره کارپوهان په دې اند دي چې ایران د وروستیو دوو جګړو په ترڅ کې د امریکا او اسرائیلي رژیم تر ټولو سخت او زیانمن اقدامات وزغمل، خو بیا هم په نتیجې کې له سټراټیژیک پلوه برلاسی پاتې شو او خپل  امریکائي اوا صهیونیسټي دښمنان ئې د اوربند او شاتګ منلو ته اړ کړل.
د خبر لمبر: 3492923   خپرونې تاریخ : 2026/06/17

ایکنا- د الازهر شيخ احمد الطيب د نوي هجري قمري کال په مناسبت په خپل پيغام کې له ټول اسلامي امت څخه وغوښتل چې د اعتدال او مینځ لاریتوب  تګلاره دې خپله کړي او د استقامت، هوډ، ارادې، د حق پر لار د ټينګ پاتې کېدو او د اسلامي خاورو او وطنونو د حرمت ساتنې له ارزښتونو دې الهام واخلي.
د خبر لمبر: 3492922   خپرونې تاریخ : 2026/06/17

ایکنا-  د ملک فهد د قرآن کريم د چاپ  کمپلیکس  د قرآن کريم د معناوو غږيزې ژباړې په تاجيکي او ويتنامي ژبو د خپلې رسمي وېبپاڼې له لارې د مخاطبانو لپاره وړاندې کړې دي.
د خبر لمبر: 3492912   خپرونې تاریخ : 2026/06/15

ایکنا- د مسجدالحرام او مسجدالنبي(ص) د دیني چارو ادارې د «حرمین» په نوم د قرآن کریم د تلاوت د مجازي زده‌کړې اپلېکېشن  په آنلاین  بڼه  د صحیح قرائت د زده‌کړې لپاره پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492858   خپرونې تاریخ : 2026/06/02

ایکنا-دا غونډه د هغو پرله‌پسې پروګرامونو په دوام کې ترسره کېږي چې موخه ئې د حافظانو ترمینځ همغږي پیاوړې کول، د قرآني او انقلابي هویت پیاوړتیا او د حفظ قرآن د فعالانو د هڅو ستاینه ده.
د خبر لمبر: 3492850   خپرونې تاریخ : 2026/06/01

ایکنا- د علوي مقدس آستان  پلاوي د غدیر نیکمرغه اختر بیرغ د حضرت فاطمه معصومې (س) مقدس آستان  او د قم ښار جمکران جومات ته ډالۍ کړ.
د خبر لمبر: 3492848   خپرونې تاریخ : 2026/05/31

ایکنا -د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت د حرمین شریفین د خادم د ډالۍ په توګه په حاجیانو باندې د قرآن کریم د ژباړل شوو نسخو  وېش پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492846   خپرونې تاریخ : 2026/05/31

ایکنا- د مصر د اوقافو وزارت د قرآن کریم د تلاوت د ډګر له سترو شخصیتونو څخه د «شیخ سید عبدالشافي هلال» د زوکړې کلیزه ونمانځله. نوموړی په مصر او اسلامي نړۍ کې د «د تلاوت د محفل سفیر» په لقب مشهور و.
د خبر لمبر: 3492845   خپرونې تاریخ : 2026/05/31