قرآنی تعلیمات - پاڼه 20

IQNA

بچوې
ایکنا - یو عرب لیکوال او سیاسي شنونکی وایي چې د ایران اسلامي جمهوریت د خپل فعال سیمه‌ییز رول، پوځي وړتیاوو او ائیډیالوژیک نفوذ له امله، په لوېدیځي اسیا کې د امریکا او صهیونیسټي رژیم د پراختیا غوښتونکو او واکمنۍ غوښتونکو طرحو پر وړاندې تر ټولو مهم خنډ بلل کېږي.
د خبر لمبر: 3492340   خپرونې تاریخ : 2026/01/21

ایکنا - د امریکا د فلوریډا ایالت د هیلزبرو سیمې څارنوالۍ  هغو درو کسانو پر ضد د تور د  دوسیې د پیلولو اعلان وکړ، چې په پوهنتون کې ئې د مسلمانانو د جماعت د لمانځه په وړاندې مزاحمت او خنډ جوړ  کړی و.
د خبر لمبر: 3492339   خپرونې تاریخ : 2026/01/21

د تهران  څارنوالئ په یوه عملي اقدام کې، د هېواد په سطحه د وروستیو ترهه ګرو اوبلواګرو پېښو د لمسؤنکو پر ضد دوسیې جوړې کړي او د ځینوکسانو  او ټولنو شتمنۍ توقیف شوي دي.
د خبر لمبر: 3492338   خپرونې تاریخ : 2026/01/21

ایکنا - د اسلامي مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومي منشي، حجت‌الاسلام حمید شهریاري،  د فلسطین د مسئلې پر وړاندې د اسلامي نړۍ د حساسیت د ساتلو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492337   خپرونې تاریخ : 2026/01/20

ایکنا –په فارانسېدکې د بشري حقونو ادارو د مسلمانو ټولنو پر ضد د دباؤ او توپیر د زیاتېدونکي بهیر په اړه خبرداری ورکړي.
د خبر لمبر: 3492335   خپرونې تاریخ : 2026/01/20

ایکنا - د قرآن د ملي ورځې ځانګړې مراسم د مرغومي یا جدې د میاشتې (دي) په ۲۷مه، د عراق د لومړي وزیر په شتون کې د بغداد په پوهنتون کې ترسره شول.
د خبر لمبر: 3492332   خپرونې تاریخ : 2026/01/19

ایکنا - د قطر د «شیخ جاسم بن محمد بن ثاني» د قرآني سیالیو مسؤلینو اعلان وکړ چې د یتیمانو لپاره ځانګړې څانګه دغو سیالیو ته ورزیاته شوې ده.
د خبر لمبر: 3492331   خپرونې تاریخ : 2026/01/19

ایکنا د روسیې یو دیني عالم، سلیمان محمداف،قرآن کریم په روسي ژبه په نوې بڼه ژباړلی دی.
د خبر لمبر: 3492330   خپرونې تاریخ : 2026/01/19

د ملګروملتو د منشور دمدافعانو ډلې اعلامیه
ایکنا - د ملګرو ملتو د منشور د مدافعانو د ډلې د ملګرو هېوادونو په یوې رسمي اعلامیې کې، د زور د کارولو ګواښ، د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنه، او د تاوتریخوالي او ترهګریزو کړنو پارونه د ملګرو ملتو د منشور د اصولو او موخو ښکاره سرغړونه بللې او د دغو غیرقانوني کړنو د سملاسي بندېدو پر اړتیا ئې ټینګار کړی دی.
د خبر لمبر: 3492329   خپرونې تاریخ : 2026/01/19

ایکنا - د انګلستان د بیرمنګهم ښار په امام رضا (ع) اسلامي مرکز  یو شمېر بلواګرو چې د انګلستان،صهیونیسټي رژيم او پهلوي رژیم بیرغونه ئې پورته کړي وو،یرغل کړی.
د خبر لمبر: 3492328   خپرونې تاریخ : 2026/01/19

ایکنا - د عراق د بهرنیو چارو وزیر، د سید عباس عراقچي سره په لیدنې کې، د ګډو  ملګرتیاؤ  د پراختیا او د سیمې د ثبات د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492327   خپرونې تاریخ : 2026/01/18

ایکنا - یوه اروپائي شنونکي او تکړه لیکوال سټانیسلاو باچف اعتراف کړی چې متحده ایالات سوکه سوکه د ټولنیزې  دړې وړې کیدا له ستونزې سره مخ دی.
د خبر لمبر: 3492326   خپرونې تاریخ : 2026/01/18

ایکنا- په ملګرو ملتو پورې تړلې د فلسطیني کډوالو د مرستو او کارکسب موندنې ادارې (آنروا) په  غزې  تړانګې کې د فلسطینيو بې‌ځایه شوو خلکو لپاره د څښاک د اوبو د سخت بحران په اړه خبرداری ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3492325   خپرونې تاریخ : 2026/01/18

ایکنا -د ایران یوې اطلاعاتي  ادارې وئيلي دي ، د امریکا او اسرائیلو له استخباراتي ادارو سره تړلې، یوه مهمه او په لوړه سویه روزل شوي  ایجنټه ئې نیولې ده.
د خبر لمبر: 3492324   خپرونې تاریخ : 2026/01/18

ایکنا- د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ادعا وکړه چې عصري زده کړو ته هم پام شوی او په خبره یې ۱۲ میلیونه زده کوونکې په ښوونځیو کې عصري علوم زده کوي او ښوونیز نصاب هم اصلاح شوی دی.
د خبر لمبر: 3492319   خپرونې تاریخ : 2026/01/15

ایکنا- وحشی صهیونیسټي رژيم چارواکو  وئيلي دي، په ټولې رمضان مبارکې میاشتې کې به الاقصی جومات ته د لمونځ کونکو  لاس رسی  محدود کړي.
د خبر لمبر: 3492318   خپرونې تاریخ : 2026/01/15

قرآنی فعالیتونه!
ایکنا- د ایران د پوهنتونونو د قرآن او عترت فعالانو  د وخت د حساسیّتونو په درک کولو سره ،د نړۍ د  مسلمانانو د ولی امر او نایب امام زمان  فرمان ته په غوږ اچولو  او د اجتماعي او اقتصادي حق د اندیښنو  او غوښتو په ترڅ کې  د دښمن خوځښټونه په بصیرت سره څارلي  او  د امام او شهیدانو آرمانونو ته د خپلې پابندي اعلان کړی او وئيلي ئې دي،  د حقه غوښتو او د  خداي د دین  دحق  د پوره کیدا په لاره کې تل پاتې  او د الهی نصرت دوعې د تحقق انتظار کوي.
د خبر لمبر: 3492317   خپرونې تاریخ : 2026/01/15

د قرآن سپکاوی او د وطندارو شهادت
ایکنا – د ایران د  اسلامی  جمهوریت د قرآني ټولنې په یوې اعلامیې کې وئيل شوي دي، د هغې وروستیو ترهه  ګرو جنایتونو د محکومیّت په خاطر چې د قرآن کریم او د مذهبی ځایونو د حرمت سپکاوی پکې شوی، د مرغومې دمیاشتې په ۲۶ جمعې ورځې  به د تهران په ابوذر چامع  جومات کې غونډه جوړه کړي.
د خبر لمبر: 3492316   خپرونې تاریخ : 2026/01/15

ایکنا – د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې د  مشر پشمول ددغه هیواد زیاتره سیاستوالانو، د ایران پر ضد د امریکا او اسراییلو ګواښونه وغندل او د اسلامي نړۍ له لوري ئې د اسلامي جمهوریت ایران د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492315   خپرونې تاریخ : 2026/01/14

ایکنا - زمونږ خبریال د ایکنا له قوله راپورراکړ ، امریکايي سناتور مارک وارنر په فرورۍ په میاشت کې، د روژې له پیل څخه مخکې، په خپلو پام وړ څرګندونو کې په لوېدیځ کې د مسلمانانو او عربانو پر وړاندې د توپیر او تاوتریخوالي د څپې پر وړاندې د درېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492314   خپرونې تاریخ : 2026/01/14