ایکنا – د سياېناېن خبری چینل د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښئي چې ډېری امریکایان د کرغیړن ټرمپ د حکومت لومړی کال ناکام بولي.
د خبر لمبر: 3492323 خپرونې تاریخ : 2026/01/18
ایکنا – د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې د مشر پشمول ددغه هیواد زیاتره سیاستوالانو، د ایران پر ضد د امریکا او اسراییلو ګواښونه وغندل او د اسلامي نړۍ له لوري ئې د اسلامي جمهوریت ایران د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492315 خپرونې تاریخ : 2026/01/14
د اسلامي جهاد غورځنګ:
ایکنا - د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د عمومي منشي مرستیال ټینګار وکړ چې مقاومت د فلسطین د ملت نه بېلېدونکې برخه ده او هېڅوک دا له منځه نشي وړلی.
د خبر لمبر: 3492311 خپرونې تاریخ : 2026/01/14
ایکنا - د لبنان د حزب الله ولسی مبارز غورځنګ عمومی منشي په یولړڅرګندونو کې ووئيل،صهیونیسټي دښمن به په لبنان کې له دغه ملی او مقاومت پیوستون سره هیڅکله د خپلو تیریو په دوام سره خپلو سپیرو موخو ته ونه رسیږي.
د خبر لمبر: 3492290 خپرونې تاریخ : 2026/01/10
ایکنا د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د زړونو د سردار شهید جنرال قاسم سلیمانی د شهادت د کلیزې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې د هغه د لارې دوام زمونږ د ټولو ملي او دیني دنده ده.ځکه هغه نه یوازې د ایران بلکې ددرستې نړئ د مظلومانو ملاتړی او د هغوی دحق غوښتونکی ؤ.
د خبر لمبر: 3492255 خپرونې تاریخ : 2026/01/02
ایکنا- د لبنان د حزبالله عمومي منشي د مقاومت د وسلوپر مځکه کیښودل یوه بشپړه «اسرائیلي ـ امریکائي» پروژه وبلله او وې ویل، هر ډول هغه هڅه چې د صهیونیسټي رژیم د پرلهپسې یرغلونو پر مهال وسلې انحصاري کړي، د دې لامل کېږي چې د لبنان د جنوب ځینې سیمې په نیواک کې پاتې شي.
د خبر لمبر: 3492235 خپرونې تاریخ : 2025/12/29
ایکنا - د یمن په میلیونونو خلکو پرون د جمعې ورځې ددغه هیواد د صنعا پشمول په نورو لسګونو ښارونو کې د «قرآن کریم او فلسطین د ملاتړ لپاره بسیج او چمتووالی» په عنوان سره لاریونونه وکړل. دوي د قرآن کریم نسخې له ځان سره پورته کړې وې او د اعتراضي شعارونو په ویلو سره ئې د قرآن کریم او د مظلوم فلسطیني ولس ملاتړ اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3492189 خپرونې تاریخ : 2025/12/20
د یمن په لکونو خلکو د دې هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د یوه پراخ پوهنتوني او محصلیني حرکت له لارې، د قرآن کریم پرلهپسې سپکاویو ته—چې د امریکا او صهیونیسټي وحشي وګړو له لورې ترسره شوي—خپله غوسه، کرکه او غیرت وښود او واټونو ته ووتل او دا اسلامضده کړنې ئې په کلکه وغندلې.
د خبر لمبر: 3492181 خپرونې تاریخ : 2025/12/18
ایکنا - د ایران اسلامي جمهوریت پشمول درسته نړئ نن د حضرت فاطمه زهراء(س) د نیکمرغه میلاد په مناسبت د جشنونو ، خوښۍ او سرور وولولناکه فضا لري . په همدې مناسبت په امام خمیني(ره) حسینې کې هم، د اسلامی انقلاب د معظم لارښوداو د اهل بیت(ع) د زرګونو مینهوالو په شتون کې د سیّده نساءالعالمین د میلاد په مناسبت په شاندارو مراسمو کې مداحی وشوه او شعرونه او منقبت خواني وشوه.
د خبر لمبر: 3492149 خپرونې تاریخ : 2025/12/11
د رهبرس ستر مقام وفرمائيل؛
ایکنا - حضرت آیتالله العظمی سیدعلی خامنهای نړۍ ته د خپل غلط کلتور د صادراتو لپاره د لوېديځ ټينګار ته په یادولو سره زیاته کړه: دوي ادعا کوي چې د ښځې لپاره ځینې ټاکل شوې محدودیتونه، لکه حجاب، د هغې د پرمختګ خنډ ګرځي، خو اسلامي جمهوریت دا غلط منطق رد کړ او وې ښودله چې مسلمانه ښځه چې اسلامي حجاب ته پابنده وي، په ټولو ډګرونو کې له نورو هم زیات حرکت او رول لوبولی شي.
د خبر لمبر: 3492107 خپرونې تاریخ : 2025/12/03
ایکنا – د مستضعفینو د بسییجي رضاکار ځواک د جوړیدا په کلیزې کې د درست هیواد د زرګونو بسیجیانو په شتون سره دامام خمینی په امامباړې کې ستره غونډه جوړه شوه.
د خبر لمبر: 3492072 خپرونې تاریخ : 2025/11/27
ایکنا - شیخ محمد یوسف موسی باور لري چې قرآن د فلسفي اصولو د شاملولو له امله، هغه که د انسانیت اړوند وي او که د خدای او د هغه له انسانانو سره د اړیکې اړوند، یو هغه مهم عامل ؤ چې مسلمانان ئې د فلسفې څېړنو ته هڅول.
د خبر لمبر: 3492045 خپرونې تاریخ : 2025/11/22
ایکنا- د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي په یوه پیغام کې ټينګار وکړ، صهیونیسټي رژيم او امریکا به د حزب ا... ولسی غورځنګ د ناکامولو هیڅ توان ونه لري.
د خبر لمبر: 3491879 خپرونې تاریخ : 2025/10/18
ایکنا - د افغانستان او پاکستان تر مینځ وروستیو بدلونونو په تعقیب، د تاوتریخوالي د زیاتیدو او د سخت دریځو ډلو د فعالیتونو په اړه اندیښنې زیاتې شوې دي.
د خبر لمبر: 3491855 خپرونې تاریخ : 2025/10/13
ایکنا - حجة الاسلام والمسلمين سيد صدرالدين قبنچي وويل: اسرائيلي رژیم د نړیوال ملاتړ سره سره د موجودو تر ټولو پياوړو او سترو وسلو سره جګړه وکړه، خو په پاي کې یی ماتې وخوړه او په حقیقت کې، خپل ځواکونو بیرته ویستل یی پیل کړی دی؛ دا مونږ ته وايي چې د مقاومت نظريه د تسلیمیداپر نظريی برلاسه شوې ده.
د خبر لمبر: 3491849 خپرونې تاریخ : 2025/10/12
ایکا - د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ، د اکتوبر ۷مه، او د «طوفانالاقصی» د پیل په ورځ کې، د خپلو پوسټونو له لارې، د شهيدانو او مقاومت یادونه وکړه.
د خبر لمبر: 3491831 خپرونې تاریخ : 2025/10/08
ایکنا - د ټرمپ د غزې د اوربند پلان سره، د حماس مشروط ځواب د هېوادونو او نړيوالو ډلو غبرګونونه راپارولي دي او د يمن انصارالله ټينګار کړی چې د حماس ځواب واقعي، حقیقت پال او له نرمښته ډک دی.
د خبر لمبر: 3491812 خپرونې تاریخ : 2025/10/05
د یمن شناندی!
ایکنا - د یمن یوه شناندی او تکړه کارپوه عدنان جنید وویل: سیدحسن نصر الله د قرآني یقین په سترګو غوښتل چې کاش د یمن د شجاع رهبر تر بیرغ لاندې عسکر وئ. هغه د مقاومت مشال د یمن رهبر، سید عبدالملک الحوثي، ته وسپاره څو د مقدسو ځایونو د ازادولو پروژه بشپړ کړي. د دوي مینه یوه کړئ شوه چې بيروت او صنعا ئې سره یوځای کړل او د دښمن د ویشلو ټول پلانونه او دسیسې ئې ناکامې کړې.
د خبر لمبر: 3491797 خپرونې تاریخ : 2025/10/01
ایکنا -د ايران د اسلامي جمهوريت د اسلامی شورا یا پارلیمان مشر د درو اروپائي هېوادونوځ(اروپائي ټرائيګا) له خوا د سنپ بک د پلي کولو هڅو ته په اشارې سره وويل: د لويديځوالو د سنپ بیک دغیر قانونی اجرا باندې ټینګار، سره له دې چې ايران نرمښت ښودلی، دا څرګنده کړې چې خبرې اترې د لويديځ لپاره ددوکې او د ايران د توغندوي وسلو د له مینځه وړلو لپاره د دباؤ يوه وسيله ده.
د خبر لمبر: 3491782 خپرونې تاریخ : 2025/09/28
ایکنا - د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې د وینا له پیل مخکې، د ډېرو هېوادونو مشران او استازي د اعتراض په توګه له هاله ووتل.
د خبر لمبر: 3491780 خپرونې تاریخ : 2025/09/28