امریکا - پاڼه 3

IQNA

بچوې
ایکنا- د پاکستان او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو د هرمز تنګي او د ایران ـ امریکا د ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه سره خبرې وکړې او پر سیمه ایزې سولې او امنیت ئې ټينګار وکړ
د خبر لمبر: 3492762    خپرونې تاریخ : 2026/05/12

ایکنا- د ؛میناب  قرآنی یارانو؛ په نامې سره د یوه پلاوي په چوکاټ کې  د قرآنی چارو یو شمیر فعالان او قاریان  دغه ښار ته په تلو او د قرآني ناستو  او محفلونو  په ترسره کولو سره  د شجره طیبه ښونځي  د شهیدو زده کونکو ماشومانو  د یاد او خاطرې  لمانځي .
د خبر لمبر: 3492756    خپرونې تاریخ : 2026/05/11

د شهید رهبر په حضور کې د تلاوت روایت!
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت یو نړیوال قاري،د اسلامی انقلاب د شهید رهبر  د نه شتون  له درده،د هغه په حضور کې د خپل  لومړي تلاوت او د معظم‌له له خوا د عباد ډالۍ کېدو خاطره بیان کړې ده.
د خبر لمبر: 3492754    خپرونې تاریخ : 2026/05/11

ایکنا- د  ایران د اسلامی جمهوریت  له قرآني ټولنې سره د شهید رهبر  حضرت امام خامنه اي د وروستۍ لیدنې یوه ویډیو، چې د رمضان المبارک د میاشتې په پیل کې د قرآن د انس د غونډې په چوکاټ کې جوړه شوې وه، خپره شوې ده.
د خبر لمبر: 3492746    خپرونې تاریخ : 2026/05/09

ایکنا- سره له دې چې د حج  د زیارتوالو  لېږد درې اوونۍ مخکې پیل شوی ، سعودي عربستان ناڅاپه د عمر محدودیت په وضع کولو سره له  ۱۵ کلونو څخه  کم عمره زیارتوالو پر داخلېدو بندیز ولګاوه.
د خبر لمبر: 3492745    خپرونې تاریخ : 2026/05/09

ایکنا-  د «سلول ۱۴» کتاب چې د پهلوي د واکمنۍ په وخت کې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر حضرت آیت‌الله خامنه‌يي د تبعید او زندان د دورې خاطرې پکې راغلې، په روسي ژبه خپور شو.
د خبر لمبر: 3492742    خپرونې تاریخ : 2026/05/09

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د فرانسې له ولسمشر سره په ټيلیفوني خبرو کې دواړو لورو  د سیمې د سټراټژيک وضعیّت په تیره بیا د  هرمز تنګي د وروستي وضعیّت او  د ایران د اسلامی جمهوریت او امریکا ترمینځ د خبرواترو او اور بند د لومړنئ موافقې د بهیر په ارزونې سره ، خپلې لیدتوګې او ارزونې مطرح کړې.
د خبر لمبر: 3492741    خپرونې تاریخ : 2026/05/07

ایکنا-   د ایران د اسلامی  جمهوریت ولسمشر روښانه کړې ده، دمکتب تشیَع پيروکار هیڅوک په زور  نشي تسلیمولی ،ځکه د وي خداي په درګاه کې سربسجود وي.
د خبر لمبر: 3492735    خپرونې تاریخ : 2026/05/06

ایکنا- په انډ،نیشیا کې د  له ګاډو پرته ورځ؛ په نامې سره  په کمپاین کې له ایران سره  ګروهمنو کسانو  پکې پراخ ګډون درلود، د ایران بیرغ ئې پورته کړی او د «میناب ماشومانو» په یاد اووه زره بوتله اوبه ووېشل شوې، چې د دواړو ملتونو ترمینځ  ژورې فرهنګي او انساني اړیکې ئې  نندارې ته وړاندې کړې.
د خبر لمبر: 3492727    خپرونې تاریخ : 2026/05/05

ایکنا- د ملګرو ملتو د بشري حقوقو عالي کمېشنرۍ د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې د غزې تړانګه د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک ځای ګرځېدلی دی.
د خبر لمبر: 3492726    خپرونې تاریخ : 2026/05/05

ایکنا- په ملایشیا کې د قرآن حفظ ملي شورا به  د ؛وطن بچیان ؛  په نامې سره د " ۲۰۲۶ په تعلیمي کنفرانس کې د ګډونوالو وړاندیز په اساس تاسیس شي.
د خبر لمبر: 3492722    خپرونې تاریخ : 2026/05/04

ایکنا- په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت  سفیر  روښانه کړې ده ،ایران د خپل هیواد دفاع او د ملت د ګټو په  نه مني.
د خبر لمبر: 3492721    خپرونې تاریخ : 2026/05/04

ایکنا- د متحده عربی اماراتو  حکومت په لسګونو زره پاکستانی شیعیان هم وویستل او  هم ئې د هغوی ټوله شتمنئ مصادره کړي ، چې د پاکستان ډير سپکاوی ښکاري.
د خبر لمبر: 3492720    خپرونې تاریخ : 2026/05/03

ایکنا -  د عراق نړیوال قاري، استاد علي الخفاجي، ټینګار کړی چې د مشاري راشد العفاسي وروستي دریځونه، چې د ایران پر وړاندې د امریکا یي ـ صهیونیستي تېري ملاتړ کوي، ښي چې هغه د ایمان له لارې وتلی دی. هغه وویل: دا دریځونه د دې کویتي قاري فکري حدود څرګندوي، او د هغه ګمراه کوونکې ایډیالوژي تر ټولو لومړی خپله هغه ته زیان رسوي.
د خبر لمبر: 3492719    خپرونې تاریخ : 2026/05/03

ایکنا- د فتح سورې  ډله‌ییزه تلاوت د «محمد رسول‌الله (ص)» د همغږۍ اومداحئ ډلې په اجرا سره، د یوه قرآني، حماسي او هیله‌بخښونکي اثر په توګه د قرآن په فرهنګسرای کې تولید او خپور شو.
د خبر لمبر: 3492718    خپرونې تاریخ : 2026/05/03

ایکنا -د ملګرو ملتونو د بشري مېشت‌ځایونو پروګرام په وینا، د دې ستر شمېر راستنېدو له امله د افغانستان نفوس نږدې ۱۰سلنه زیات شوی چې دا د هېواد پر اقتصادي، ټولنیزو او خدماتي سکتورونو باندې پراخ فشارونه اچوي.
د خبر لمبر: 3492715    خپرونې تاریخ : 2026/05/02

ایکنا- د ایران د پارلیمان یا اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛دا ډول سپارښتنې بې‌معنا دي چې د امریکا حکومت یې له داسې کسانو لکه سکاټ بسنت (د امریکا له مالیې وزیر) څخه ترلاسه کوي، چې همدارنګه د محاصرې موضوع هم تبلیغ کوي او د تیلو بیه یې تر ۱۲۰ ډالرو پورې رسولې ده. د تیلو د بیې بل پړاو به ۱۴۰ ډالر وي.
د خبر لمبر: 3492714    خپرونې تاریخ : 2026/05/02

د کارګر او معلم د ورځې په مناسبت پیغام!
ایکنا- د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آ یت الله سید مجتبی حسینی خامنه اي د کارګر او معلم د ورځو په مناسبت پخپل پیغام کې روښانه کړې ده، هغه سمبولیک او زباني ستاینې او قدرونې ورتیر چې پخپل وار یو سم او په ځاي کار دی ، د هر هیواد پرمختګ د علم او عمل د دوو ورزرو پامته داره دی.
د خبر لمبر: 3492713    خپرونې تاریخ : 2026/05/02

ایکنا-  د لبنان یوه مخکښ قاری حاج حسین حمدان، په یولړ څرګندونو کې وویل چې قرآن «ملعون قاریان» هم لري، او  د «مشاري العفاسي» افکار او باورونه یوازې پر هغو کسانو اغېزې کوي چې د ده په شان خپل دین د دنیا د مال لپاره پلوري، او د هغه  له خبرو یوازې ظالم  او فاسدو واکمنان    خوند  اخلی ور څخه خوشالیږي.
د خبر لمبر: 3492712    خپرونې تاریخ : 2026/05/02

ایکنا-  د اسلامی انقلاب ستر لارښود د فارس خلیج د ملی ورځې په مناسبت په پیغام کې په دې خبرې په ټينګار سره چې د فارس خلیج ځلانده راتلونکی به له امریکا پرته یو راتلونکی او  د  د هغه د ملتونو  د آرامښت او هوساینې  او پرمختګ په خدمت کې وي وفرمائيل؛  د ایران اسلامی جمهریت  د هرمز تنګي باندې  د مدیریَت د  اعمالولو  د نعمت په عملی شکر سره ، دفارس خلیج سیمه کراره او باثباته کړي او له دغې اوبلارې به د  سپير دښمن  دناوړو استفادو ټغر ټول کړي.
د خبر لمبر: 3492711    خپرونې تاریخ : 2026/05/01